پښېماني
په اسمان کې سپوږمۍ نه وه ،ټولې دنیا د شپې تک تور څادر اغوستی ؤ.
یو سړی د خپل ګاونډي باغ ته ورواوښت او تر ټولو لویه خربوزه یې راوتښتوله.
کور ته چې راغی،ویې لیدل چې خربوه لا تر اوسه اومه ده.
بیا یوه معجزه پېښه شوه !!
د دې سړي ضمیر راویښ شو....
ده ته ځان ډېر ملامت ښکاره شو او د خربوزې په غلا ډېر پښېمانه ؤ .
خلیل جبران
ژ : ا.ګوهر
12.06.2013
- انعام الله ګوهر
سیورید جون په میاشت کې یوه ورځ وښو(Grass) د یوې دنګې ونې سیوري ته وویل : ((ته هر وخت ښي او کیڼ لورې ته ښورې او زما مزاحمت کوې !ستا دا حرکت زما ارام ته ډېره صدمه رسوي .....))سیوري ځواب ورکړ :(( دا زه نه یم !! زه نه یم ....!! ته لږ پورته د اسمان لورې ته وګوره...دلته یوه ونه ده چې د باد بهیر یې ، د اسمان او لمر تر منځ، ختیځ او لوېدځ لوري ته خوځوي....
16.06.2013
- انعام الله ګوهر
دوه نظمونه پېړۍ وړاندې د (ایتنز) په لوی سړک دوه شاعران له یو بل سره مخ شول.دواړه د یو بل په لیدو ډېر خوشاله شول.له روغبړ وروسته ،یوه شاعر بل ته وویل : ((شاعري څنګه روانه ده ؟ په دې ورځو کې دې کوم نوی نظم نه دی لیکلی !؟).دې بل شاعر ډېر په فخر ځواب ورکړ (( یره خو ما یو تازه یو نظم لیکلی.... ! زه یقین لرم دا به د یوناني ژبې له شهکارو نظ...