دوه نظمونه

پېړۍ وړاندې د (ایتنز) په لوی سړک دوه شاعران له یو بل سره مخ شول.
دواړه د یو بل په لیدو ډېر خوشاله شول.

له روغبړ وروسته ،یوه شاعر بل ته وویل :
 ((شاعري څنګه روانه ده ؟ په دې ورځو کې دې کوم نوی نظم نه دی لیکلی !؟).
دې بل شاعر ډېر په فخر ځواب ورکړ (( یره خو ما یو تازه یو نظم لیکلی.... !
زه یقین لرم دا به د یوناني ژبې له شهکارو نظمونو څخه وي !)).

لومړي شاعر وویل : ښه ! خو دا راته ووایه چې دا نظم دې د څه په اړه لیکلی !
ده ځواب ورکړ ..(( دا د یونانیانو د ستر خدای،(زیوس) ثنا ده او له هغه څخه دعا او مناجات دي..)).
بیا یې د بالاکوټ جیب ته لاس د ننه کړ او یوه اوږده څرمن یې راویستله ،ویې ویل :
(( په دې څرمن مې لیکلی !
 ډېر به خوشاله شم چې تا ته یې ووایم او تا ته به هم ډېر خوند درکړي !
راځه چې د هغه ونې سیوري ته کېنو .....)).
بیا یې خپل نظم شروع کړ،ډېر اوږد نظم ؤ.

لومړي شاعر ورته وویل (( ممم !! رښتیا هم عالي نظم ؤ..دا به رښتیا هم تر ډېره پورې پاتې شي او ډېر به ستایل کیږي)).
دې بل شاعر ډېر په نرمه لهجه ځواب ورکړ : ډېره مننه !! ښه اوس خو ته هم راته یو څه ووایه چې په دې ورځو کې دې لیکلي وي !
ده ځواب ورکړ ..(( ما دومره څه نه دې لیکلي ! ما یوازې اته بیتونه لیکلي .
دا بیتونه مې د یوه ماشوم په یاد کې لیکلي  چې په باغ کې یې لوبې کولې ..)).
بیا هغه اته بیتونه ولوستل،دې بل شاعر چې واورېدل نو په مړه ژبه یې وویل :
(( ښه بیتونه وو،دومره بد نه وو ..!)).

او بیا دوی دواړه بېل شول.
اوس  زرګونه کلونه تېر شوي،  د لومړي شاعر هغه اته بیتونه چې د یوه ماشوم په یاد کې لیکل شوي وو، د هر چا په ژبه دي،هر څوک یې په مینه لولي او یو بل ته یې ډالۍ کوي او..
د هغه دویم شاعر نظم که څه هم په کتابتونونو کې ساتل شوی او د مذهبي ملایانو المارۍ پرې ښایسته دي خو نه یې څوک لولي او نه ورسره څوک مینه لري.

جبران خلیل
ژ : ا.ګوهر