لیک
ختیځ لور ته له شنو جزیرو د راګرځېدلي ستر سمندر په ژورو کې چې هر وخت له ملغلرو او ګوهرو ډک وي،د یوه ځوان مړ جسد پروت ؤ.
په خوا کې ورسره سمندري ښاپېرۍ ناستې وې،خپلې ښایسته شنې سترګې یې د ځوان په مړه جسد کې خښې کړې وې او په خپلو کې یې له موسیقیته په ډک غږ کې خبرې کولې.
د دوی خبرې سمندر واورېدې...سمندر خپلو څپو ته وسپارلې....څپو پخپلو اوږو تر ساحله راوړې او د نسیم پاسته باد زما تر غوږونو راورسولې.
یوې ښاپېرۍ وویل :
(( دا سړی پرون هغه وخت دې سمندر ته ......زموږ نړۍ ته......راغی کله چې د سمندر څپې یو څه کمې وې.))
بلې وویل :
(( څپې کمې نه وې خو دا انسان چې ځان د خدای خلیفه بولي،په یوه خونړي جنګ کې ښکېل دی...او دومره وینې یې توی کړې چې دا دې اوس یې د سمندر اوبه هم تکې سرې کړې...دا سړی هم د دې خونړي جنګ د قربانیانو له جملې څخه یو دی..))
درېمې ښاپېرۍ وویل :
(( زه خو دا جنګ منګ نه پېژنم چې دا د کومې بلا نوم دی البته انسان پېژنم .....انسان په مځکه د واک خپلولو وروسته اوس په دې لټه کې دی چې په څه چل په سمندر هم بری تر لاسه کړي...په دې سلسله کې انسان د سمندر د څپو په سر یو حیرانوونکی شی ځغلوي....د ده په دې حرص سره زموږ سمندري مشر ...زموږ دیوتا ډېر په غصه شو....اوس زموږ د دیوتا د خوشالۍ په موخه انسان دده په خدمت کې سوغات او قربانۍ راوړاندې کړلې...دا اوس چې ستاسو په مخ کې کوم مړ جسد پروت دی دا د انسانانو لخوا زموږ مشر،دیوتا ته یوه ډالۍ ده.))
څلورمې وویل :
(( زموږ مشر دیوتا څومره سپېڅلی شخصیت لري خو اوس څومره سخت زړی شوی....که چېرته زه د دې سمندر واکمنه وای ما به هیڅکله د انسان دا پېشنهاد نه وای منلی......ښه ،خــیر !! اوس راځئ چې د انسانانو لخوا دې رالېږلې ډالۍ خوا ته ورنزدې شو،کېدای شي موږ د انسانانو په اړه یو څه جالب مالومات تر لاسه کړو.))
دوی ټولې د ځوان د مړه جسد خوا ته ورغلې....یوې یې د زړه خوا ته نژدې له جیبه یو لیک راویوست...نورو ښاپېریو ته یې په زوره ولوست...په لیک کې کښل شوي و :
(( زما ګرانه..! دا دې شپه نیمه تېره شوې او زه تر اوسه ویښه ناسته یم....په داسې سختو لمحو کې هغه څه چې ماته ډاډګېرنه راکوي،یوازې زما اوښکې دي چې ستا په فراق کې مې لپې لپې په مخ راروانې ډي...په یوه شي مې هم زړه نه کراریږي ،یوازې دا خبره سکون رابښي چې ته به د جنګ له خونړیو پنجو بېرته روغ رمټ زما غېږې ته راځې...ستا هغه جملې چې د تلو په وخت دې ماته کړې وې،تر اوسه له ما څخه نه دې هېرې شوې او په غوږونو کې مې ګرځي،راګرځي،هغه چې تا ویل ..(هر انسان د اوښکو یو امانت او خزانه لري چې یوه نه یوه ورځ یې حتماً بېرته ورسپاري).....
((ګرانه !! نه پوهېږم چې څه درته ولیکم خو زړه مې غواړي چې دا خپل زړه او روح په دې کاغذ کې درته ونغاړم....هغه زړه چې ستا په فراق کې بې ارامه،بې سکونه دی....خو ستا مینه دردونه په خوند او ارام بدلوي....او غمونه په خوښیو او خنداګانو بدلوي.....هغه ورځ چې زموږ زړونه د مینې په برکت یو له بل سره غاړه غړۍ شول له هغې ورځې راهیسې په دې تمه یم چې د لوی څښتن په فضل به زموږ وجودونه هم یو شي او یو روح به په کې پرواز کوي....خو بیا د جنګ ډاروونکې نغاره پيل شوه او تا د خپلې دندې او وطن د مینې په خاطر د جنګ دې نغارې ته ښه راغلاست ووایه او دجنګ ډګر ته روان شوې....
((اففف دا څنګه دنده او وطن دی چې دوه مینه زړونه له یوه بله بېلوي ....!!! مېرمنې کونډي کوي....او ماشومان یتیمانوي....دا څنګه هېواد پالنه چې جنګونه راپاوري او په وړو وړو خبرو کلي او وطنونه ورانوي....!
دا څنګه دنده ده چې غریب کلیوال خلک د خپلو ظالمانو بادارانو د واکمنۍ لپاره خپل ژوند قرباني کوي...که چېرې دنده د قوموتو تر منځ د سولې تباه کول وي او همدا راز هېواد پالنه د انسان د ژوند سوکالي او ارام له منځه وړل وي نو داسې دندې او هېوادپالنې ته خو له ورایه دوه لاسې سلام.....!
نه،نــــــــه ،نه ...! زما ګرانه ..! زما په خبرو پسې مه ګرځه ...!
زړور شه او خپل هېواد ته وفادار او ایماندار اوسه..!
د یوې ځوانې جینۍ په خبرو پسې سر مه خوږوه ، د چا سترګې چې مینې ړندې کړې او په عقل یې د فراق پرده پرته ده ....ته خپلې دندې ته وفادار اوسه....که مینې ته اوس زما تر غېږې روغ،رمټ نه راورسولې نو په راتلونکې نړۍ کې به مو حتماً سره یو ځای کړي....
د خدای په امان !
ستا محبوبه ..د تل لپاره ستا..!!..))
ښاپېرۍ هغه لیک بېرته د ځوان په جیب کې لکه څنګه چې ایښی ؤ،کېښود. او بیا ټولې په ډېره خواشینې او پټه خوله د ځوان سرتېري له مړه جسد روانې شوې...دوی غلې روانې وې..له لږ مزل وروسته یوې وویل :
(( دا د انسان زړه خو تر ډبرې او زموږ تر هغه دیوتا هم سخت دی)).
جبران خلیل/ژ : ا. ګوهر