جسم او  روح

یو سړی او ښځه په کړکۍ چې د باغ خوا ته پرانیستل شوې وه،ناست وو.
دوی دواړه یو بل ته دومره نژدې وو چې وجودونه یې یو له بل  سره لګېدل.
ښځې وویل (( زه له تا سره مینه لرم ! ته ښایسته او شتمن یې ! او همدا راز ته هروخت په ښایسته او پاک لباس کې ګرځې چې زما ډېر خوښیږي )).
سړي ورته وویل (( زه هم له تا سره مینه لرم !
ته یو ښایسته خیال ته ورته یې !
ته یو داسې احساس ته ورته یې چې زما لاسونه یې له لمس کولو عاجز دي !
ته زما د خوبونو یوه خوږه نغمه یې !! )).

د دې خبرې په اورېدو ښځه غصه شوه او ترې بېرته شوه.
سړي ته یې وویل  ((  ښاغلیــــــــه !!
هیله کوم ما یواځې پرېږده ! زه یو سوچ نه یم !
زه داسې یو څیز نه یم چې فقط ستا تر خوبونو پورې محدوده اوسم !
زه یوه ښځه یم او زه غواړم چې ته زما غوښتنه وکړې ! زما اروز ولرې !
 د دې آرزوچې ما خپله مېرمن کړې او زه ستا د اولادونو مور شم !)).

له دې وروسته دوی دواړه یو له بله بېل شول او...
سړي په خپل زړه کې ویل (( ځم چې د یوه بل خوب په لټه کې شم ! دا خوب خو مې له لاسه ووت او د خیالونو په لړه کې رانه ورک شو)).
او ښځې له ځانه سره فکر کاوه (( ښه نو .....! داسې سړی به څه کوم چې ما په یوه خوب او خیال بدلوي)).

خلیل جبران
ژباړه : ا.ګوهر