د مینې نغمه

لیک : جبران خلیل جبران

ژباړه : انعام الله ګوهر

یو ځل یوه شاعر د مینې یوه نغمه ولیکله.

دا ډېره په زړه پورې او ښایسته نغمه وه.

ده د یادې  نغمې ډېرې نسخې چاپ کړې او ټولو نارینه او ښځینه ملګرو او مینه والو ته یې ولېږلې.

ددې تر څنګ یې دا نسخه یوې پېغلې ته هم ورولېږله چې له ده سره یې یو ځل لیدلي ؤ او اوس یې د غرونو هاخوا ژوند کاوه.

یو ،دوې ورځې پس یوه استاځي د دې پېغلي له لوري یو لیک راؤړ چې همدې شاعر ته یې لیکی ؤ.

دې لیکلي ؤ (( اجازه راکړه چې ووایم،دا د مینې نغمه چې تا، ماته لیکلې وه،یقینا زما ډېره خوښه شوه او په ما یې ډېر اغېز وکړ.بس چې څومره ژر کیږي،راشه ،زما له مور او پلار سره ووینه،زما په اړه ورسره خبرې وکړه تر څو د کوژدې دپاره تیاری ونیسو )).

شاعر په ځواب کې لیک ورولېږه او ورته یې ولیکل :

(( ګرانې ! دا دمینې یوه نغمه وه چې یوه شاعر د زړه له ژورو لیکلې وه.دا ما خاص تاته نه وه لیکلې  !

دا د هرچا دپاره ده او هر مین یې خپلې محبوبې ته ډالۍ کولی شي)).

هغې پېغلې بل لیک ورته راولېږه او شاعر ته یې لیکلي وو (( منافقــــه !! په خپلو کلمو او لفظونوکې دورغجنه !!

ستا له وجې  به  اوس زه د مرګ تر ورځې له ټولو شاعرانو کرکه کوم !! )).