خوب او حقیقت
خلیل جبران
ژباړه : انعام الله ګوهر
په هغه کلي کې چې زه اوسېدم ،یوې ښځې د خپلې لور سره ژوند کاوه.د دوی دواړو عادت وو، د شپې به په خوب کې ګرځېدلې او خبرې به یې کولې.
یوه شپه،چې خاموشي ټوله دنیا په خپله پسته غېږ کې نیولې وه،دوی دواړه،لور او مور،د عادت له مخې په خوب کې ولاړې شوې اوخپل نژدې باغ ته چې د شبنم په څاڅکولمبېدلی ؤ،لاړې.
مور یې په خوب کې وویل : اوهو ! دا ته یې زما دښمنه ! د چا له لاسه چې زما ځوانۍ تباه شوه.
چا چې زما د ژوند د تباهۍ په بیه خپل ژوند تر لاسه کړ !.
لور یې وویل : اوهو ! مکارې ! خود غرضې بوډۍ ! ته یې چې زما او زما د خپلواک او ازاد ژوند تر منځ د یوه دیوال غوندې ولاړه یې !
څوک چې غواړي زما ژوند هم د خپل پیکه او مړاوي ژوند په څېر انعکاس کړي.
په دې وخت کې یوه چرګ بانګ وکړ او دواړه ښځې له خوبه راويښې شولې.
مور یې په مهربانه لهجه وویل : زما لورې ! قربان، دا ته یې !!
لور یې هم په مینه وویل :بلې ! ګرانې مورې !