ښځه او ژوند/جبران خلیل :ژ/انعام الله ګوهر

ملګري ته مې وویل :

«هغه پورې ښځه وینې !....نن د هغه بل سړي په مړوند ورپرته ده...پرون یې بالکل همداسې زما په څنګل سر ایښی ؤ».

ملګري مې ځواب راکړ : «او سبا به زما په څنګل خوب کوي».

ومې ویل :

« ته  خو لږ ورته وګوره !! څومره نژدې ورناسته ده،وجودونه یې یو له بل سره لګیږي...پرون ماته همدومره نژدې راناسته وه».

ملګري مي وویل : « او سبا به بیا زما خوا ته همدومره نژدې ناسته وي».

ما ورته وویل : « اوه..هو...وګوره دواړه له یوې پیالې نه څښاک کوي...پرون یې زما پياله له خپلو شونډو سره لګوله».

ملګري مې ځواب راکړ : « او سبا به ته ګورې چې له ما سره هم په یوه پياله کې څښاک کوي».

ما بیا ورته وویل :

« وګوره د هغه سړي خوا ته څومره په مینه ورګوري...په سترګو کې یې اقرار او اظهار له ورایه ځلا کوي ».

ملګري مې وویل : « او سبا به ماته هم داسې په مینه راګوري».

 

 

ورته ومې ویل : « ته ورته وګوره لکه څنګه چې اوس د هغه سړي په غوږ کې د مینې سندري وايې همداسې یې پرون زما په غوږ کې هم د مینې زمزمې کولې».

« او بله ورځ به بیا زما په غوږ کې د مینې دا نغمې زمزمه کوي»، ملګري مې ځواب راکړ.

ورته ومې ویل :

« هلته وګوره....لکه اوس چې یې څنګه هغه ته غاړه ورکړې پرون  کټ مټ همداسې ماته راتر غاړې وته».

ملګري مې راته وویل :

« ته به ګورې سبا به بیا ماته داسې غېږه راکوي».

ملګري ته مې مخ وروګرځاؤه،ورته ومې ویل :

« آه.. داڅومره عجیبه ښځه ده !».

خو ملګري مې ځواب راکړ :

« هغه بالکل د ژوند په څېر ده چې ټول خلک ترې برخمن دي....د مرګ په څېر په هر چا بریالۍ ده ....او د ابدیت په څېر یې ټول په خپله غېږه کې نیولي...له هغې پرته ژوند امکان نه لري....هغه ژوند دی».

ــــــــــــــــــ

د (په هندارو کې اروواې) له کتاب څخه