نوى كال/استاد ګل پاچا الفت
مونږ حسابي خلك يو او له ځان سره يو حساب لرو.
زمونږ حسابي زوړ كال ختم شو او د نوي كال په سر باندې مو قدم كېښود.
مونږ پوهيږو، چې زمونږ حساب نورو غوندې نه دى.
د هغوى نوى كال د شلم قرن شپږپينځوسم كال دى او مونږ د څوارلسم قرن پنځه دېرشم كال ته نوى وايو.
په رښتيا، چې مونږ په خپل حساب ډېر ښه پوهېدلي يو او پوهيږو، چې په كومه زمانه كې ژوند كوو او څومره بېرته پاتي يو.
مونږ هم د زمانې په ګړندۍ ګاډۍ كې سپاره يو او چېرته ځو، دا ګاډۍ لكه د وزيرانو موټر كال په كال نوى كېږي، مګر په زړو او خرابو لارو روان يو، ځكه ګړندي نه شو تللى.
مونږ په كال، كاله او كالو كې ژوند كوو او ډېر خوشحالېږو، چې له زاړه كوره نوي كاله ته او له زاړه كال نه نوي كال ته لاړ شو.
هو! مونږ نوي كال ته خوشحاليږو او هر كله غواړو، چې نوي لوښي پيدا كړو او په نوي پياله خوله كېږدو كه څه هم د زړې زماني د قرمز او چاپان لوښي د دې وخت له لوښو نه ډېر ښه دي.
زمان او مكان هم دوه ظرفه (لوښي) دي، چې زمونږ ژوند ورپورې تړلى دى او په دواړو كې مو نويتوب خوښ دى، مګر د امكان په ساحه كې زوړ او نوى ښه پېژنو او پوهيږو، چې دغه ښار نوى او هغه زوړ دى، دا ودانۍ زړه او دا بله نوې ده، خو د زمانې په زړښت او ځوانۍ كې، لكه چې تېر وتلي غوندې يو.
د زمانې ظرف، چې هر څومره زړېږي زمونږ په حساب همدغومره نوي كېږي.
مونږ د زمانې اغاز ته نږدې وختونه زړه زمانه بولو او د زمانې وروستيو پيړيو ته نوى عصراو نوې زمانه وايو.
نوى كال هم په همدغه حساب بنا دى.
د اتيا كالو بوډا خپلو وروستى كال نوى ګڼي او د خپل ماشومتوب زمانه ورته زړه معلومېږي، هر كال چې نوى كېږي له ځان سره څه نوي شيان راوړي، ځكه يې نوى ګڼو، له نوي كال سره نوي خيالونه، نوي فكرونه، نوي كارونه ملګري وي؟
كه نوى كال خپل ټول كالي نوي نه كړي، يو څه نوي كوي او ځينې زړې جامې له ځانه لرې غور ځوي.
مونږ هيله لرو، چې نوى كال په ډېرو نوو جامو كې ووينو او ډېر نوي شيان ورسره وي، مونږ له نوي كال نه په رښتيا نوي څه غواړو او په دې پوهېږو، چې زوړ بوډا په نوي جامه كې هم زوړ دى او نوى ځلمى په زړو جامو كې زوړ نه دى.
كه نوى كال زړو ښكاريانو ته نوې مرغۍ راولي، نوى كال ورته نه شو ويلى، د نوي كال د لومړۍ ورځې مېله هم څه نويتوب نه لري، ځكه چې زمونږ په هېواد كې د هر نوي كال شروع په مېلو او ساعت تېريو كېږي او قلبه كشي، يعنې د كار اغاز رسماً يوه نمايشي لوبه وي.
مونږ بايد په دې پوه شو، چې نوى كال له مونږ نه څه غواړي او په خپله څه كوي.
نوى كال سمدلاسه د ورځو په اوږدولو او د شپو په لنډولو پيل كوي، يعنې د خوبونو وخت كموي او د بېدارۍ وخت د كار فعاليت دپاره زياتوي. د تيارې او تورتم عمر لنډوي او د رڼا عمر اوږدوي.
كه مونږ د نوي كال په رمز او اشاره پوه شو او د پسرلي برېښناګانې همدغه مطلب ته اشاره كوي، چې د نوي ژوند اساس په برق او برښنا اېښودل شوى دى او هغه زمانه تېره شوه، چې د حيات اوبه په په تور تم كې وې او ژوند په تيارو كې و.
د نوي كال له شروع كېدو سره سم په هوا كې اعتدال پيدا كېږي او د ژمي سوړوالى ور كېږي.
د نوي كال لومړى درس همدغه دى او ساړه زړونه يې نه دي خوښ.
راشئ، چې د زمانې په تقاضاء ځان پوه كړو او پيروي يې وكړو.
© http://www.benawa.com/pashto/library/36_da_ulfat_nasri_kolyat/7.php#ixzz2wl7HZKcr