مینـــــــــــه او وفـــــــا پرېږدم
بس دی یــــــــــــاره تا پرېږدم
رقیب له لاسـه ستـــــــا محفل 
هـــر وخت پــــــــــه ژړا پرېږدم
زړه مې له هر چـــــــا تور شــو
پیر پرېږدم ،مـــــــــلا پرېږدم
مـــــــاافغـــان به ګــــــورې ته
هـر قـــــــام بـه تر شــــا پرېږدم
وچې مظلــــــــــــومان خندوم
هلـــــــه بـــــــــــــه دنیـا پرېږدم
چپ شـــــــه غصې واخیستم
اوس دي په رښتیا پــــرېږدم
 نه غـــــواړمـــــــه تا غلیمه!
نه دي پـــه دا خـــــوا پرېږدم
زه ګــــوهر بس ځــــم درنـــــه
تاتــــــــه داوینــــــــــا پرېږدم