درنه لوګی درنه قربــــــــــــــــــــــــــان ،راپسي وبه ژاړې
جانانه وبه کړې ارمــــــــــــــــــــــــــان ،راپسي وبه ژاړې
اوس مي په حال بـــــــــــاندي خندا کړه هیڅ خبره نه ده
چي کله مړ شم په ایمـــــــــــــــــــــــان ،راپسي وبه ژاړې
تل به دي نه وي دغه سره لبـــــــــــــان او توري سترګي
چي کله تېر دي شي دوران ،راپسي وبـــــــــــــــه ژاړې
زه به د تلو اجـــــــــــــــــــــــازه درکړمه خو دومره واوره
ځي به دي اوښکي پــــــــه ګریوان ،راپسي وبه ژاړې
له ډېره کبره نه راګورې نه مي اخلې ســـــــــــــــــــــــلام
په خپلو کړو به شې پښېمان ،راپسي وبــــــــــه ژاړې
دا د هجران اوږدې اوږدې شپې به په تـــــــا هم راځي
شمېرې به ستوري د اسمان ،راپسي وبــــــــــه ژاړې
دومره خو پوه یم چي ګوهر به درته نه یـــــــــــــــادېږم
خو چي در وامي خلې دیوان ،راپسي وبــــــــــه ژاړې