روان یمه،روان یم له کاروان نــــــــــــــه لاس نیوی کړم
سندري یې رایادي کړې بـــــــــــاران نه لاس نیوی کړم
رکوع کي رایادیږي په سجده کي رایـــــــــــــــــــــادیږي
نور څه وکړم مجبور یم له جانــــــان نه لاس نیوی کړم
د ذهن تخیل مي د ارمـــــــــــــــــــــــــان تر کوڅې یوسي
ارمان چي په کي نه وی له ارمــان نـــه لاس نیوی کړم
په پټــــــــــــــــــــــــه چي ورځمه نو ازغي مي لمن نیسی
په سمه لار ورځمه له بــــــــــــــاغبان نه لاس نیوی کړم
که ډوبه می کشتۍ دارمـــــــــــــــــــــانونو په کي نه شوه
منني ته ورځم او له طوفــــــــــــــــــــان نه لاس نیوی کړم
د څو باقوتو سوال کړم د جــــــــــــــــــــــــانان د هار دپاره
ورځمه په ســـــــــــــالنګ او بدخشان نه لاس نیوی کړم
کړۍ د زولنو دي شرنګوم یې ازادي تــــــــــــــــــــــــــــــه
راويښه که دنیـــــــــــــا شي ځم زندان نه لاس نیوی کړم
د میني رسوایې یې شــــــــــــــــــــــــــــاعري ته لاره راکړه
یواځي به ورځمه هغه ګران نــــــــــــــــــــه لاس نیوی کړم
دا ښه شوه چي مي اوښکي رانه پټي په بــــــــاران کړي
رضا ځمه ورځمه له اسمان نـــــــــــــــــــه لاس نیوی کړم