خپل کور راته راغلي دي يـــــــــــــــــــــــــادو نه ښه بې شميره
تر څو پوري به پـــــــــــــــــــــــــــــــــــالم دا غمو نه ښه بې شميره

په ژوند چي مې څوګ نــــــــــه کړي تپوسونه ښه بې شميره
مزار ته مې اوچت نـــــــــــــــــــــــــه کړې لاسونه ښه بې شميره

زماداقوي زړه دي شيشه په شکل مــــــــــــــــــــــــــــــــات کړو
يقين لرم چي مات به دي وي زړونـــــــــــــــــــه ښه بې شميره

عجبه زمـــــــــــــــــــــــــــانه ده څوګ خفګان اوشوګيرې کړي
څوګ اخلي له ژونده بيـــــــــــــــــــــا خوندونه ښه بې شميره

دا ستا په وړندې ولې الفاظ لاړل بې وفــــــــــــــــــــا شول
اول خو مې په يـــــــــــــــــــــــــــــــاد وولغتونه ښه بې شميره

اصلاح شه ګوره واوره وايم خپل کلي تــــــــــــــــــــه درومو
کني درسره وبــــــــــــــــــــــــــــــــه کړم جنګونه ښه بې شميره

که يو ځلي سپرلي کې زمونږ د کلي پــــــــــــــه لور راغلې
ځولی ته به دروچوم ګلونه ښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه بې شميره

لا ژوند دی لا خو ســـــــــــــاه وجود لري زمونږ په تن کې
چې مر ګ راشي نو وبــــــــــــــه کړو خوبونه ښه بې شميره

دا وړکي سم چالاک دي ځــــــــــان خلاص کي له پيغوره
ساده جينی تـــــــــــــــــــــه پريږدي تهمتو نه ښه بې شميره