مزي اخونداواغــــــــــاوکړلي چي دم لګوي
له چایي لیري کړوپيریان چاته صنم لګوي
جهادمنوخوپه دي خلکوکي دی شک زموږه
دمسجدوسپین منارتـــــــــــــــه لاهم بم لګوي
پښتنې پيغلي کړلو خرڅ په نیمه بیه چارګل
ماښام هدیره کي دجانــــــــان په قبرشم لګوي
درنجونرمه سلایي ،یې کړه پـه سترګوپوري
دظالم لوربه بیــــــــــــا دچاپه زړګي غم لګوي
پښتون جامـــــــــه کي دمغلوحرامي اوسیږي
څوک چي الزام په پښتانه شـــــــاعردډم لګوي
سعیده چا باندي باوراوس دخپلوۍ په کار دی
داسي څوک شته چي په پښتون وجودملهم لګوي