غزل
پرون خندانن بياغوسه کوي يــــــــــــــــار
خواږه خبره هم تـــــــــرخه کوي يـــــــــــــــار
داغه چي رنګ يې په مڼه بــــــــــــدل شو
خـــــــدايګوچې سمه نن جګړه کوي يار
دخوپــــــه نیمه شپه ګیـلې شروع کړې
په داغه وخت څه عجيبه کوي يــــــــــــار
چې وخت يې راشي نومصلت بــه کوو
راتلونکي وخت ته انديخنه کوي يــار
خپــــــــــله کيسه به راته څنګه وکـــــړي
واړه خبره هم اوږده کوي يـــــــــــــــــــــار
ديته بـــــــــــــه څوګ دراز خبره وکـړي
هره خبره په بديه کوي يـــــــــــــــــــــــــــــار
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غزل
په پښتو کې مينه کړل څه سخته نــــــــــــــــــــــــــه ده
داچا زړه کې ځای نيول څه سخته نــــــــــــــــــــــه ده
تر ډير وخته ښه راغلاست يې نـــــــــــــــاممکن وي
په شروع کې غم زغمل څــــــــــه سخته نـــــــــــــه ده
پـــــــه تکليف کې يې چې لاس ،لاس کې ونخلې
په ښادې يې خنديدل څه سخته نــــــــــــــــــــــــــــه ده
چې د زړه له تله نــــــه ژړې جــــــــــــــــــــــانــــــــــــــانه
مصنوي خفه کيدل څه سخته نـــــــــــــــــــــــــــــــــه ده
حقيقت کې ورته مـــــــــــــــــــــــــــــلا تړل مشکل وي
تش په خوله دار يـــــــــــــــــــــــــادول څه سخته نه ده
خپل عزت بيرته روړل به راتــــــــــــــــــه سخت شي
خو،خپل ځان بــــــــــــــــــــــــدنامول څه سخته نه ده