چـا د ژوند پـــــــــــر فلسفه امتياز اوښتی؟
ژوند له مـــــــــا سره په دې مجاز اوښتی

د سپيڅلو نغمو وحي ورســـــــــــــــره ده
د سندرو پيغمبر پـــــــــــــــــه ساز اوښتی

نن دې چا ته دي خــــــواږه،خواږه کتلي؟
ستـــــــــــــا د سـترګو د کتو انداز اوښتی

دواړه يو پر بل مئين يو خبر نـــــــــــه يو
موږ لــــــه يو بل ســره دومره راز اوښی

نن راړنګه شوه په روح کې لکه روح مې
نن پــــــــــــــــه مينه عجيبه اغاز اوښتی

طالب هغه ځوريدلی طالب نــــــــــــه دی
طالب ستا د يارانې پـــــــــــــه ناز اوښتی
.....
طالب منګل
04.09.2010