اختره جلوه ګر شوې په معنا دی نــــــــــــــــه پوهیږم
غمونو سره راغلې په خندا دي نـــــــــــــــــــه پوهیږم

ژړا مي ده په برخه دا مي برخـــــــــــــــــــــــــه ازلي ده
دا ته ولي ژړیزې په ژړا دي نــــــــــــــــــــــــــه پوهیږم

چي درومې تا سره وي خوشحالي او خنداګاني
دموږ په لور چي راشې په غوغا دي نه پوهیږم

دا زما سترګي کمزوري شوې که ته ويران ويجاړ شوې؟
خړپړ راته ښکارېږې په ښکلا دي نه پوهیږم

اختره مرړره کله موږ په لور هم راشــــــــــــــــــه
په څه به راپخلاشې په رضا دي نه پوهیږم

ما غيږ درته نيولي وه چي ته به مي علاج کړې
زخمونه دي ناسور کړل په شفا دي نه پوهیزم

دا ته خو داسي نه وې چــــــــــــــاضروريی لمسولی
څوک دومره ظلم نه کړي په مدعا دي نه پوهیزم

خروټی سيدشـــــــــــــــــــــــــــــــــاه به ننواتي درولمه
ګنــــــــــــــاه کړه ور په ګوته په سزا دي نه پوهیږم

سيدشاه خروټی -لندن