دزندګۍ پیریــــــــــــان کیناستي په مــــــــا

که د ځوانۍ پیریان کیناستي پـــــــه مــــــــا

په خولــــــــــــه چي داسي ګډي وډي وایم

ستا د خولګۍ پیریان کیناستي پــــه مــــــــا

ټوله شپه  خوب  ترې نه کولای  نــــــــه شم

د لېونۍ پیریــــــــــــــــان کیناستي په  مــــا

ها غنمرنګ یــار مي پــــــــــــه منډه  مـنډه

رارسوۍ ،پیریان کیناستي پـــــــه مـــــــــا

بې سره سر مي نــــــــــه ټیټیږي  بل  تــــه

د بندګۍ پیریان کیناستي  پـــــــــــه مـــــــــا

مـــــــــــــا وې  د  خلکو دي  څرمن وویسته

وې د "کرسۍ" پیریـــــــــــــان کیناستي په ما

ګـوهر  چي هره خــــــــــــــــبر  سپینه کوم

دشاعرۍ پیریان کیناستي پــــــــه مـــــــــــا