ستم کوه ګوره جفــــــــــــابه نــــــــــــه کړې
چې کړې ښيرې نو بيا دعـــــا به نـــه کړې
کړه اشتباه،کــــــومه خبره نــــــــــــــــه ده
خو،ګرانـــــــــه هر وخت ناروا به نــه کړې
په بد نظر چي دې زړګی را مات کـــــــړو
په وروسته ورسته بيا ادا به نــــــــه کړې
که دي تندی وي داسي کــــــــرښو نه ډک
چي روانيږم نو خنــــــــــــــدا به نــــــه کړې
هره خبر چي وي په ډاګ یې کــــــــــــــوه
دې لېونۍ نه بس حیـــــــــــــا به نه کړې
18.08.2010
- انعام الله ګوهر
ښاغلی انعام الله ګوهردمولوي محمدرضاکره په ۱۹۹۰ میلادي کې دهجرت پر محال دبغړپه انګوراډه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستي ،پلارنی استوګنځای یې د افغانستان دپکتیکا ولایت دسپینه کلی دی ،چې اکثره اوسیدونکي یې خروټي دی ښاغلی ګوهر هم په قوم خروټی دی ،لومړنۍ زده کړې یې په وزیرستان کې ترسره کړې دي د۲۰۰۱حول راوروسته ددویم ځل له پاره یې کورنۍله وزیرستان څخه په۰۰۳...
20.08.2010
- انعام الله ګوهر
وړې وړې نېکۍ
ژباړن :انعام الله ګوهر
دا د یوه انګریز خاوند او مېرمن او د هغوۍ د ماشومانو قیصه ده.دا قیصه ما د یوه امریکایی لیکوال په کتاب کي لوستې او زما د فکر یوه حصه ګرځېدلې،له دې قیصې لوستلو وروسته هر کله چي ما دکوم هوټل ،سینیما يا باغ وحش تر مخ د وړو ماشومانو کوم فامیل لیدلی نو ماته سمدستي...