وړې وړې نېکۍ
ژباړن :انعام الله ګوهر
دا د یوه انګریز خاوند او مېرمن او د هغوۍ د ماشومانو قیصه ده.دا قیصه ما د یوه امریکایی لیکوال په کتاب کي لوستې او زما د فکر یوه حصه ګرځېدلې،له دې قیصې لوستلو وروسته هر کله چي ما دکوم هوټل ،سینیما يا باغ وحش تر مخ د وړو ماشومانو کوم فامیل لیدلی نو ماته سمدستي دا قیصه رایاده شوې.
دا د لیکوال د شخصي ژوند قیصه وه او خدای مي دي نه غلطوي د لیکوال نوم ډین کلارک ؤ.
ډین کلارک په خپله بایګوګرافی کي داسي ليکي (کوم وخت چي زه کوچنی وم نو زمونږ په ښار کي به یوه په زړه پوري مېله لګېدله،یوه ورځ ما خپل پلار ته ټینګار وکړ چي ما دې مېلي ته بوځي،دا چي زمونږ اقتصادي حالات ښه نه ؤ،پلار مي زه ډېر پوه کړم چي له خپلي رېنګي واوړم خو زه هیڅ منلو ته تیار نه وم،بالاخر مي پلار مجبور شو او له کومه چي وه د دوو ټیکټونو پیسې یې راپیدا کړې.مونږ مېلې ته ولاړو،د مېلې د بلډنګ تر مخ د لیدونګو یو اوږد قطار ؤ،زه او پلار مي هم په دې قطار کي ودرېدلو،زمونږ مخ ته یو اوږد فاميل ؤ،دا د درمیانه عمرونو خاوند او
مېر من ؤ،ددۍ شاته ددوۍ اته ماشومان ؤ ،دا ماشومان په ډېر ادب او تهذیب سره په قطار کي ولاړ ؤ،ټول ښه صفا لمبېدلي وه،د ټولو سرونه ښه ږمنځ وه او له جامو څخه یې د عطرو بوۍ پورته کېده،ټولو یو او بل ته لاسونه ورکړي او داسي معلومېده چي په ډېر شوق او پوره تیاري سره د مېلې کتلو ته راغلي دي،ما په ژوند کي بې شمېره هلکان ولېدل خو ددوۍ په شان مهذب هلکان مي تر ننه هم ونه لیدل،ددوۍ له څېرو څخه داسي معلومېده چي دا ددوۍ د ژوند تر ټولو بهترینه ورځ وه اولکه دوۍ چي په اول ځل د تفریح او چکر لپار ه را وتلي وي،یو له بله سره یې پټی
خبری کولې او ددوۍ په خبرو کي په عامه توګه د زمري ،هاتي او د جادوګرو ذکر ؤ،چي له دې نه دا معلومېده چي دا ماشومان د مېلې د پردې تر شا دنیا ته ډېر بې صبره دي،ددوۍ مور او پلار چي به کله دوۍ ته وکتل نو له ډېري خوشحالۍ نه به په جاموکي نه ځایېدل او یو له بله سره به یې په سترګو کي وخندل۰ په قطار کي ولاړ کسان
سوکه سوکه مخ په وړاندي تلل،تر دې فاميل مخ ته یو زوړ خاوند او مېرمن ؤ ،هغوۍ په خپل وار ټیکټونه واخیستل او د مېلې ځای ته دننه شول،اوس نو ددې فاميل وار راغی ،هغه له خپلي مېرمن سره مخته شو اول یې خپلو ماشومانو ته په مینه وکتل او بیا د ټکټ اخیستلو لپاره کړکۍ ته ور ټیټ شو،ټکټ ورکونکې ښځي ته یې وویل چي د دوه فل او اته نیم ټیکټونو څومره پیسې جوړيږي،ټکټ ورکونکې مېرمن په کاغذ پیسې ولیکلې او د ماشومانو پلار ته یې وښودلې،کله چي ده دا پیسې ولیدلې نو رنګ یې تک زیړ شو او له ټکټ ورکونکي مېرمن څخه یې دوباره د پیسو پوښتنه وکړه،هغې ورته پیسې تکرار کړې.
د ماشومانو پلار څو واره خپل ټول جبیونه وکتل،پیسې یې څو واره شمار کړې اوپه اخر کي یې په ډېره مایوسۍ خپلي مېرمني ته مخ راواړه او ورته یې وویل چي زما سره خو لس ډالر کم دي.د دواړو رنګونه والوتل او خپلو ماشومانو ته یې وکتل ،ماشومانو په پوره اميد اومینه سره خپل مور او پلار ته وکتل،ما تر اوسه پوري دومره بې وسه خاوند او مېرمن نه دي ليدلي،زما پلار تر ډېره په دې فاميل کي فکر وه،زما د پلار په جېب کي دا وخت شل ډالر او په دې شلو ډالرو کي به مونږ مېله هم کتله ،خوراک څښاک به مو هم کاوه او بیا به کور ته هم راتللو.
پلار مي د لږ وخت دپاره فکر اوکړه او بیا یې هغه فیصله وکړه،کومي چي ما او د زما د پلار ژوند ته یوه نوې زاویه راوښودله،زما پلار د ژوند تر اخري وخته پوري په خپله فیصله وياړ کاوه،ماته چي هم دا واقعه رایاده شي نو زړه مي خوشحاله شي.
کله مي چي پلار ولیدل چي د ماشومانو له پلار سره د ټکټونو پیسې کمي دي نو له خپل جیب څخه یې ۲۰ ډالر راوویستل ،په ځمکه یې پټ وغورزول او بیا یې راپورته کړل او د ماشومانو پلار ته یې وويل ؛وبخښه،زما خیال دی داپیسې ستا له جیب نه لوېدلې؛..دواړو خاوند اوښځي په ډیره حیراني سره زما پلار ته وکتل،زما پلار ورمخته شو او د ماشومانو د پلار په موټي کي یې پیسې ورکړې،د ښځي او خاوندپه سترګو کي اوښکي راغلې اوپه ډېر ممنونیت یې زما دپلار په طرف وکتل،پلار مي د ماشومانو په سر لاس تېر کړ ،زه یې له لاس ونیولم او له قطار څخه ووت،اوس زما دپلار جیب خالي وه،زه او پلار مي مېله ونه کتله او هم داسي کور ته راستانه شوه،خو په زړه کي مو یوه جذبه،خوشحالي او خوند پیدا شوی ؤ،او په زړه کي مي یو داسي احساس پیدا شو چي د ژوند په هره ګړۍ کی له ما سره ملګری ؤ »۰
په ظاهره توګه د ډین کلارک د ژوند داقیصه یوه وړه واقعه ده خو له کومه وخته چي ما دا واقعه لوستلې ،ما دا محسوس کړي چي کله کله مونږ خدای او خوشحالي په ډېرو عباداتو کي لټوو،مونږ خدای په جوماتونو او مندرونو کي لټوو خو کله کله مونږ خدای په وړو وړو نېکیو کي هم پیدا کولای شو،کله کله په
وړو وړو نېکیو کي هم خدای پاک د ژوند خوشحالي نغښتې.
ماته یو ملګری رایاد شو ،زما ملګری چي کله هم خفه شي نو له بازار نه د کرکټ بالونه او نور خواږه واخلي ،کلو ته لاړ شي او په ماشومانو یې تقسیم کړي او بېرته په خوشحال زړه ښار ته راستون شي ،هغه اکثر وايی د لسو روپو په بالونو او پتاسو کي چي کوم سکون دی ،د سلو کالو په عبادت کي هم ما نه دی لیدلی او دا کارونه تر خدای پوری د رسېدلو ډېري اسانه لاري دي.