که په عشق کي مونږ تر پـــــــــــــایه ورسېږو
ښایي واړه تر خپل خدایـــــــــــــــــــه ورسېږو

غږ بـــــــــــــه هله زمونږ واوري خلک دمیني
دعشق سوز کي که تر نــــــــــــــــایه ورسېږو

بله لاره مو تر یـــــــــــــــــــــــــــــاره پوري نشته
خو پــــــــــــه خیال کي مونږ له ورایه ورسېږو

کړ حاصل ځینو مقـــــــــــــــــام په خپله مینه

 خدایزده مونږ به تر کوم ځـــــــــــایه ورسېږو

 دې دنـــــــــــــــــــــیا ته بیا راتله نشته نـظیره
که یو ځل د مرګ تر سرایـــــــــــــــــه ورسېږو

 

 

دوتنه:Ttty.jpg

 یادونه: دا غزل د نظیرالحق قریشي له شعري ټولګې ؛فلسفې د محبت ورپسي ګورۍ څخه راخیستل شوی.