چې په سترګو دې ګنډلی نـــــــــــــــاز داوښکو
دځـان یوسم جنازه په ســـــــــــــــــــــاز د اوښکو
پـه سجده کې مې ژړا درپسې کـــــــــــــــــــړي
مــا ســــــــــــــــــــاتلی دی له درده راز داوښکو
د دوزخ لــــــــــــــــــــــــــه وېرې زیری راسره دی
که مې ژونـــــــــــــد شو راسره داراز داوښکو
اوس دټـول عمر ژړا څه ګرانــــــــــــــــــــــه نه ده
چې مې کـړی دی له تــــــــــــــــــــا اغاز داوښکو
د جنت پــــه لټون راغلمه دنېا تــــــــــــــــــــــــــــــه
چې یې کېښود په قیامت ګــــــــــداز د اوښکو
زړه مې شوی دی جنت ته، مـــــــــــــــــــا درواخله
چې په ژوند پسې کـــــــــــــــــــوم اواز داوښکو
طالب منګل
شعرونه