درپسې که مې ازار شي بيا بـــــــــــــــــــــــه ژاړې
د غم لاره که دي لار شي شي بيا بــــــــــــــه ژاړې
هر يو دوست که دي اغيار شي بيـــــــــا به ژاړې
که دا چا دسترګو ښکارشي بيـــــــــــــا به ژاړې
اوس خوشال يې اوس خنـــــــــداکوې پرشونډو
که يو ځلې دڅوک يارشي بيــــــــــــــــــــا به ژاړې
دبل چا دغم او درد په سوچ کې نــــــــــــــــــــه يې
روغ زړګی که دي بيمار شي بيــــــــــــــا به ژاړې
ژوند د ښه ده اوس ښه ډير لرې خوندونـــــــــــــه
که مزارد خواراوزارشي بيــــــــــــــــــــــا به ژاړې
چپ شه،چپ شه،دا دورواغو نـــــــــــه د زار شم
داپه خوله که مې انکار شي بيــــــــــــــــا به ژاړې
خفګانونه او هر خوا دي فريـــــــــــــــــــــــــــادونه
که په خيال دا زمونږ ښار شي بيـــــــــــــا به ژاړې
شعرونه