دسنګر خبري
هغه د مسجد او د ممبر خبري څه شوی
توره شپه خوره ده دي سحر خبري څه شوی
ملاصاحب خطبه کي دي سياست کوي خبري
هغه دي الله او پيغمبر خبري څه شوی
ذاهد هم رياکارشوچي په مکر کړي خبري
داامر بالمعروف ونهي عن المنکر خبري څه شوی
وبا د جهالت ده ګډه شوي زموږ په کلي
نشته علم نشته دي هنرخبري څه شوی
ورور چي ظلم وکړي سزاخورته ورکړل کيږي
څه شوۍ دي غيرت او دټبر خبري څه شوی
څومره بےوسي ده چي په خپل کور کي مهاجرشوم
يؤ والي داکابل او پيښور خبري څه شوی
پرون چي مي د پيغلو حالت وليد ژړا راغله
هغه د منګي او د ګودر خبري څه شوی
سيدشاه نن خريدار دتورو سترګو شنو خالوشو
هغه دجهاداو دسنګر خبري څه شوی
سيدشاه خروټی-لندن
20.09.2010
- انعام الله ګوهر
د لري پښتونخواه د تکړه او خوږ ژبي شاعر ښاغلي فضل حکیم عندلیب دوهمه شعري ټولګه (ځونډی) له چاپ څخه راووته.په دې اثر کي د تقریبا د دوه سوو غزلو تر څنګ څلوریزې،نظمونه او هایکوګاني هم دي.
د کتاب نوم : ځونډیشاعر : فضل حکیم عندلیبد یادوني وړ ده چي دا کتاب هوښیار پښتون،خدای بخښلي کاکاجي صنوبر مومندته ډالۍ شوی دی....
21.09.2010
- انعام الله ګوهر
درپسې که مې ازار شي بيا بـــــــــــــــــــــــه ژاړېد غم لاره که دي لار شي شي بيا بــــــــــــــه ژاړېهر يو دوست که دي اغيار شي بيـــــــــا به ژاړېکه دا چا دسترګو ښکارشي بيـــــــــــــا به ژاړېاوس خوشال يې اوس خنـــــــــداکوې پرشونډوکه يو ځلې دڅوک يارشي بيــــــــــــــــــــا به ژاړېدبل چا دغم او درد په سوچ کې نــــــــــــــــــــه يېروغ زړګی که دي بيمار شي بيــــــــــــــا به ژاړې...