غزل

چي دوه مین کړي سره ښکل،ماته رایـــــــــــاده شې ته
بورا چي کېني په کوم ګل ،ماته رایـــــــــــــــــاده شې ته

ما چي دستـــــــــــــــــــــا د هېرېدلو کوشش کړی هر ځل
تر ټولو زیـــــــــــــــــــــــــاته هغه ځل ،ماته رایاده شې ته

په پردیسي کي راتــه هر څوک ستـا په څېر ښکاريږي
لاس چي وهي څوک په اوربل ،مـــــــاته رایاده شې ته

هغه چي تـــــــــــــــــــــــــــا به د کابل خوږې قیصې کولې
ذکر چي کړ ي څوک د کابل ،مـــــــــــــــاته رایاده شې ته

دســـــــــــــــــــــــــــاه په هره یوه کړۍ مي دستا نام نوشته
د ‌‌ژوندانه په هر منزل ،مــــــــــــــــــــــــــاته رایاده شې ته

د خیــــــــــــــــــال او فکر تخیل مي د ستا لور ته یوسي
ګوهر چي لیکمه غزل ،مـــــــــــــــــــــــــــاته رایاده شې ته