د afzalshauq afzalshauq لخوا خپرې شوې لیکنې


دَ سهیلي لمرختیځې اېشیاه په زړه کې

دَ سهېلي لمرختیځې اېشیاء په زړه کې 

18.03.2008 afzalshauq

دَ مونکي ګاډ په جنت کې

دَ مونکي ګاډ په جنت کې

18.03.2008 afzalshauq

دَ تهائیانو په کرانګ تهیپ کې

دَ تهائیانو په کرانګ تهیپ کې

18.03.2008 afzalshauq

هلته ... چرته چې سترګې ‌ژغېږي

هلته  ـ ـ ـ  چرته چې سترګې ژغېږي 

18.03.2008 afzalshauq

دَ جمال په دُرشل کې

دَ جمال په درشل کې 

18.03.2008 afzalshauq

دَ جنت څخه لرې جنت

دَ جنت څخه لرې جنت 

18.03.2008 afzalshauq

هلته لمر دَ شپې راخېږي

هلته لمر دَ شپې راخېږي

18.03.2008 afzalshauq

خوب مې لیدو ... خو، ویده نه وم

خوب مې لیدو ـ ـ ـ  خو، ویده نه  وم 

18.03.2008 afzalshauq

له ښکلا څخه تر ښکلا پورې

له ښکلا څخه تر ښکلا پورې

18.03.2008 afzalshauq

دَ سېلاني په څیر ...... خپل ځاني سفري تاثر

 دَ سېلانی په  څیر ـ ـ ـ  خپل ځاني سفري تاثر ـ ـ ـ

18.03.2008 afzalshauq

دَ كتاب په باب

حقوق محفوظ دَ شاعرۍ دا پښتو كتاب ، چي  دَ" په لټون ستا دَ څېرې" تر عنوان دلاندي په كال ۲۰۰۳ع كي چاپ او دَ افضل شوق په نامه ماركيټ كي خپور كړلى شو .. همه حقوق یې دَ شاعر په نامه محفوظ  ساتل كېږي ­ دَ كتاب په باب دَ كتاب نوم -                       په لټون ستا دَ څېرېشاعر -             &nb

11.12.2007 afzalshauq

انتساب دَ كتاب

دَ پښتو دَ جدید غزل سرخېل ، نامتو محقق ، سترګه ور نقاد او دَ قدر وړ  انسان سعید ګوهر او وَ پښتو ژبې ته تر هر څه ور تېر بې ساري شاعر او غښتلي نثرنګار  سید خېرمحمد عارف په نوم  ..... چې دَ دواړو دَ مثالي دوستۍ له برکته نه یوازي دَ اَُردو او پښتو ادب نابعهٍ عصر، اوچت شاعر او منلي نثرنګار پروفیسر ربنواز مایل په مشرۍ کې دَ لورالائي پښتو مکتبه فکر لومړۍ خښته کښېښول شوه ، بلکې دَ ګران سهېل جعفر او محمود ایاز په ډؤل بې شمېره پیاوړي شاعران او نثر لیکونکې یې هم دَ پښتو په چوپړ داسې بوخت

11.12.2007 afzalshauq

ډېره ډېره مننه

 دَ پښتو نظم  او نثر دواړو میدانونو دَ یو غښتلې ، منلې او بېخي باصلاحیته او رښتونې  نقاد او شاعر مشر سلیم راز صاحب دَ ژوِرې کتنې دَپاره ، چې هغوئ له ما سره دَ یو مشر په حېثیت  مینه په وار وار رقم کوي هم او ما دَ خپل بې کچه خلوص په اثر په خپلو  پلونو باندې تګ ته پارَوي هم– • دَ عزتمن مشر او دَ جدید پښتوغزل سالار ، لوی محقق  او نر پښتون نقاد  سعید ګوهر دَ زړه  له کُومې دَ کره کتنې  او ماهرانه رائیو  په حقله ، چې زما حوصله نوره نوره

11.12.2007 afzalshauq

سېلانی شاعر

افضل شوق یو سېلانی شاعر دی –  دَ مزاج  او طبعیت په حواله هم او دَ کار او عمل په لحاظ هم  -  ځکه دَ شاعرۍ فضا یې دَ ګړدې دُنیا دَ رنګونو، آهنګونو او موسمونو په اشتراک  و امتزاج ځوانه ، مسته او حسینه ده – او دَ مینې په وږمو، نغمو او جذبو ویښه ، ژوندۍ او متحرکه ده -  او شاعري یې دَ مزاج په حواله ځان  خوښه ، خُودبینه او درون بینه ده  - خو دَ رُوح او رُخ په لحاظ عالمګیره او دوربینه ده – چې حقیقت او رومانویت په کې  یو بل ته تر غاړه وتې دي  - رومانوي

11.12.2007 afzalshauq

افضل شوق ـ ـ ـ ـ ـ دَ جمالیات شاعر

( امکان لري چې دا مجازي مینه حقیقي وګرځي )زه ګران افضل شوق سره له تېرو پنځویشت کلونو څخه دَ مینې ، اخلاص او ورورولۍ نزدې تعلق لرم -  دَ  ده ټول شعري ، ادبي ، فني او فکري سفرزما په مخ کې دی -  رښتیا خبره ده چې زما دَ نسل دَ شاعرانو راپس چې کوم ځلمیان وَ شعر وادب ته را داخل شوي دي ، په هغو کې دَ افضل شوق نوم خپل څرګند شناخت او جوت ځای لري -  چې دَ خپل کار او زیار په حواله  په وار وار ستائیل شوی دی -  دَ هغه اولنۍ پښتو شعري مجموعه  ّ  شلېدلی امېل 

11.12.2007 afzalshauq

دَ سلو یار

( افضل شوق دَ امن او سوکالۍ په لټون دی )زما او دَ افضل شوق لیدل کتل اتفاقي وشو- زه عنایت الله ضیاء سره ناست وم  چې  دوئ راغله او ضیاء ووئیل  چې ګرانه! افضل شوق صاحب دی – علېک سلېک سره یې راته  کوُوز پاس کتل لکه چې هغه څېره یې نه وي لیدلې چې کومه یې لیدل غوښتل -  په دې خبره مو ډېر ګپ ولګولو-  دَ افضل شوق نوم ما ډېر ځله اورېدلی وو-   ّ  اووه ګامه مزل   ّ کتاب یې هم ما لوستی وو – په کې دَ ډېرو ملکونو ذکر دی او دا کتاب سفرنامه ده - 

11.12.2007 afzalshauq

دَ ښکلا لټون

افضل شوق دَ ایډیال او معشوق لټون کوي ښاغلی افضل دَ ادب دَ لیلا مئین دی او دَ مینې  په دښته کې یې دَ شوق کیږدۍ جوړه کړي ده -  پر دې دښته دَ ښکلا قافلې  ځي او راځي  او شوق دَ ښکلا کرشمې ترې راټولوي -  کله کله خو دَ شعر دَ پرۍ دَ غاړې امېل ترې دانه وانه کېږي او شوق په ډېر شوق دَ شلېدلي امېل دانه دانه ملغلرې راټولوي -  دَ ادب دا لېونی او لالهانده مجنون دَ شوق دَ پریانو خولۍ پر سر ږدي او دَ ښکلا اووه ګامه مزل کوي –اوس نودا دی   ّ په لټون ستا دَ څېرې&

11.12.2007 afzalshauq

افضل ـ ـ ـ دَ خپل شوق په پړاؤ

یو خیالي ، ورک ـ ـ ـ خو مثالي  لارَوی  ّدَ افضل شوق سره زه دَ هغه دَ فن په حواله ډېره موده وړاندې آشنا شوې یم -  کله چې مې دَ ده وړمبۍ شعري مجموعه   ّ شلېدلی امېل  ّ اولوستو، نو دَ دغه کتاب په ټولو نظمونو کې ما دَ یو نوې انسان، نوی فکر او نوی لټون محسوس کړی وو -  دغه وجه وه ، چې ما دَ هغه په ټولو نظمونو کې هغه دَ یو ریښتوني، سپېڅلي فنکار په څیر دَ فن په ښائیسته او حسینو جزیرو کې په یو نامعلومه لټون سر محسوس کړی وو -  خو کله چې دَ هغه  ّ اووه ګا

11.12.2007 afzalshauq

دَ ښکلا انځورګري

(  شوق سره دَ ډېرو ناهیلو ، ناهیلی نه دی  )په لټون ستا دَ څېرې دَ سلو یار شوم   ّ .......  هسې پخوا مې هم  دَ  افضل شوق  شعرونه لوستي  وو ، خو  په    ّ اووه ګامه مزل  ّ  کې هم په دغه نوم یو شعر  ّ دَ سلو یار ّ  راترسترګو شوی وو ... ګوا زما تر اوسه دَ شوق دَ ځینې نورو نظمونو رنګه دا نظم هم په یادو په زړه دی -  بیا یوه ورځ داسې هم راورسېده چې دَ شاعر ناچاپ اثر همدغه   ّ په لټون ستا دَ څېرې&nb

11.12.2007 afzalshauq

لږي ترخې ـ ـ ـ ډېري خوږې خبرې

دَ یو چا ، چې دَ ژوند دَ نورو خوږو او ترخو لمحو دَ ګاللو په چپه لا هم زیاتره وخت په لاره وهلو، او دَ سفر سامان یا بستره تړلو راتړلو کې دَ مشغلې یا وچي کلکې مجبورۍ په ځیر تېرېږي  ... نو حقه خبره ده ، چې دَ هغه چا ناسته پاسته ، روئیه او ښکاره بڼه څه  ... وایم چې دَ دننه سړی به یې لا هم  دَ نه غوښتلو په چپه لږ ډېر دَ سوچ او فکر یا اپروچ په اړه تر هغو خلګو زما په ناقصه خیال چې بېل او بدل وي .. چا ، چې ټول عُمر په ځان ځان کې فقط دَ ځان دَ پاره یا مکان کې تېر کړی وي – زما مقصد دل

11.12.2007 afzalshauq

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more