دَ جمال په درشل کې
تاثراتي لنډیز
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ّ چې تاریخ او غوره تاریخي آثارو ته وکتلی شي ، نو تُرک دَ یَو مارشل قام په حیثیت په نړۍ باندې ځان منلی ؤ - مګر دَ دې قام دَ نن معاشي بدحالۍ او دَ پیسو سره دَ بې کچه مینه دَ دوئی تاریخي حېثیت ګوره چې څله شکمن غوندې کړي ؟ ولې ، چې دَ تُرکیانو دولت پرستي سړی په دې وئیلو مجبوره کړي چې ّ دَ دې هېواد خلګ دَ اتا تُرک سره مینه په دې وجه زیاته کوي ، چی په کرنسي نوټ ( لیرا) باندې یې تصویر چاپ دی ّ دَ پاکستان او مسلمانانو سره یې مینه په خپل ځای لاکن دلته دَ اتا تُرک دَ غوره شوي قانون پابندي کولو پرته بل داسې مثالي اسلامي خا صیتونه مې تر سترګو نه شو ... چې دَ نوښته کولو وَړ مې ګڼلی وای - هو، که څه هم دَ دُنیا په سر دلته ماجتان بېخي زیات دي ّ ( شوق )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که ته یَو یې ؟
وایه ! ستا څونې څېرې دي ؟
چې په هر څه کې وَ ماته
محسوسېږې
ښکاره کېږې
ته موسم خو چرته نه یې ؟
چې بدلېږې رابدلېږې
لا خو وخت یې
بل څه نه یې
دَ وړو وړو لمحو ته
که یَه ....
ته وائې ، چې یَو یم
یکې یَو . په یوه بڼه
نو بیا زه یمه پخپله
کړیچې کړیچې یَو هنداره
( شوق )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
آزادي څه ته وائي ؟ دَ دې خبرې ځواب هغه وخت ما وَ موندلو، چې کله مې ایراني همسفره ځوانان دَ هغوئ له خپل هېواد څخه دَ وَ تلو سم دستي دَ تُرکي په څنډه وَلیدو - که څه هم شین یخ ؤ او واؤره ورېدله ، خو دا ځوانان دَ ډیوټي فري شاپ دَ شرابو په بوتلانو داسې ورمات شولو.. لکه دَ مودو مودو تږي چې دَ اوبو په چینه باندې ورچپ شي - اوس یې نه یوازې بوتلان په غاړو اړَولو، بلکې له تهران څخه دَ ایران تر ورستني بارډر پورې تړلې ژبې یې هم په حرکت کې داسې راغلې وې - چې، چا خپل نظام ښکنځلواو چا خپل باداران ... وایم ، چې ورته په کتو مې سترګو باور نه کولو ... او سوچ مې کولو، چې داهم هغه پټ خُولي خلګ دي چې تېرې شوې څلیرویښت ګنټهې یې له موږ سره ګډ په یوه بس کې تر دې ځایه سفر کړی ؤ او که یَه ؟ او بیا ګوره چې تر څه میانه بیا پېغلو څادرونه غورځولي ؤ ، چې هره یوه یا خو په جینز پېنټ کې ښکاره کېدله او یا بیا په اوږده سکرټ کې - دغو انجونو که څه هم نه څیښلو، خو ځوانې او بدمستې جذبې یې دَ سترګو په ککو کې له ورایه برېښېدلې – موږ څلور واړه پاکستانیان ، یعنې زه، ملګری جمعه، نوید او پروین چې دَ تهران څخه تر بازرګان پورې دَ خبرو او خنداګانو په اړه په درسته لاره کې دَ ژوند علامتونه ګڼل کېدو ... اوس زموږ حرکتونو معناؤې ځکه بائیللې وې ، چې لا خو هم هغسې په پخواني حالت کې ؤ – منم ... چې نوي هېواد ته په راتګ موږ هم خوشحاله ؤ - لاکن بدمست او بې حاله بیا هم نه -
*****
بس هغه ؤ، مسافران هغه ... مګر که بدل ؤ ، نو دَ طبعیتونو موسم ... ګوا، چا سندرې وئیلې ، چا خپړې ټکولې او چا بوتل په لاس کې یو بل اړخ ته غورځېدو کم ، خو له یوه سیټه دَ بل سیټ په لور دَ سرور په ټالونو کې ځنګېدو راځنګېدو زیات - او موږ که څه هم دَ هغوئ سره په مستۍ او بدحالۍ کې نه ؤ ورګډ ، خو دَ هغو ځوانانو تود محفل او دَ ناستو ولاړو پېغلو شوخیانې او خنداګانې مو په هډونو اخیستلې او په تشه توره ورته خوشحاله کېدو هم - دَ کال ۱۹۹۳ع دَ لومړي نومبر دَ میاشتې دا ماښام دَ زړخوښو هنګامو څخه را په دې خوا ، ما ته دَ قدر وړ ځکه ؤ، چې دَ یورپ دَ دروازې په لور روان وم - ولې ، دا زما غټه غوښتنه وه چې دَ استنبول په لاره یورپ ته پېښه وکړم او ښه له نیږدې څخه دَ دې برٍاعظم سمه او غر او کلي ښارونه وَوینم - دې وخت دباندې هیڅ نه ښکاره کېدو ... هر لور تیاره وه – بس یوازې دَ مخ تور روډ ، چې څه څه واؤره ورباندې پرته وه، دَ اوتوبوس په بتیانو کې ښکاره کېدو –
دَ پاکستان دَ وخت په سمه دَ شپې دولس بجې او دَ ترکې دَ نهو بجو خواته بس دَ آګرې نامې ښار په یو هوټل دَ ډوډۍ دپاره وَدرېدو – دې هوټل هم دَ ایران دَ لوې لارې دَ هوټلانو په رنګه په یَو غټ او ښائیسته هال باندې اړه درلوده ، چې مېزونه په کې په ترتیب لګول شوي ؤ - دلته موږ دَ ملګري نوید، چې څو کاله یې په ترکي کې روزګار هم کړی ؤ ، په خوښه ّ کرومنولیا ّ ګوا دَ واړه دال خوندَوره شوروا مو له ډبل روټیانو سره وَخوړَله او یَو یَو کپ سلېماني چائی مې دَ نخودو سره نوش کړې - په کاؤنټر ناست بابک چې دَ غالب چاچا غوندې سره خولۍ یې په سر ایښې وه ، بٍل را وړاندې کړو- نو دې بٍل ته په کتو ایله بې هوشه نه شوم ، ولې چې بٍل باندې یَو لکهه پنځه څلوېښت زره لیرا رقم نوښته ؤ – لیرا خو نه وې راسره، نو ځکه مې ورته خواست وکړو، چې ...
ّ دا لیرا دي په امریکن ډالرو کې راته واړَوه ... که یَه نو پاکستانۍ روپۍ هم لرم ّ
دائی راته وائي ...
ّ یولس ډالره راکړه –ّ
بٍل ادا کولو ورسته مې دَ نوید څخه پوښتنه وکړه ، چې ...
ّ په یوه ډالر کې څو لیرا کېږي ؟ ّ
دَ څه سوچ کولو ورسته ده وئیل ...
ّ زما په خیال چې نن سبا ۱۳۵۰۰۰ لیرا په یوه ډالر کې ماتېږي ، او دائی په خپله اندازه صحیح ؤ –
دَ ترکې له آګرې نامي ښار څخه چې زموږ اوتوبوس یعنې بس مخته روانېدو، نو یَو ځل بیا نرۍ نرۍ واؤره ورېدله ... او څنګه څنګه چې مخ مخته تلو، واؤوره نوره نوره تېزېدله لګیا وه - اوس که څه هم په اوتوبوس کې دننه دَ ایرانیانو دَ څیښلو سلسله ختمه شوې وه، خو یَو ښائیسته غوندې ځوان دَ ګوګوش سندرې داسې په خوند خوند وئیلې ، چې ټولو سوارلیانو خوند ورباندې اخیستو - تر څه وخته پورې ما او جمعه خان کاکړ هم ورته ناست اورېدلو مې - لاکن چې معامله اوږده شوه ، نو دَ سندرو خوند یې هم بې خونده کېدو لګیا ؤ، نو ځکه موږ هم سیټونه شاته دیکه کړو او په خپلو سیټونو باندې دَ خوب کولو په نیت وَغزېدو - دَ هڅې کولو پرته چې هم خوب نه راتلو، نو مې په پټو سترګو باندې سوچونه وهلو ته لستوڼې وَغړل ، او ډېر ژر بیا ما هیلې لوبوَلې ، چې ...
ّ کشکې چې زه ټول عُمر هم دغه رنګه روان او بس روان وای ّ
خو بیا چې به مې کور او ماشومان تر سترګو شولو ، نو دَ اولاد مینه او کورنۍ چارې به دَ شوق په لاره کې راته خنډ شولې ... هو، په داسې رنګه ګډو وډو سوچونو کې مې سترګې ایله سره ورَغلې وې ، چې بس په جتهکه وَدرېدو - یَو دم مې سترګې راخلاسې شوې - څه ګورم ، چې دَ بس مخته څو سړي دَ توپکانو سره ولاړ دي ... زړه مې حلق ته راغلو ... په جمعه خان مې ژغ وکړو ...
ّ غله دي ... هله کښېنه ّ
جمعه هم په نه ساعت کې له ویرې په سیټ کې جګ کښېنستو او وائي ...
ّ کوم دي ؟ ّ
نه یوازې موږ، بلکې دَ اوتوبوس ټولو مسافرانو غاړې هسکې هسکې کولې ، دَ هیچا له خُلې څخه ژغ نه وَتو – خود لکه چې هر یَو پرېښانه ؤ - ما په کلیمې برسېره کلیمه په ځان او په بس باندې چُوف کوله لګیا وم، چې دَ بس دروازه خلاسه شوه او یَو عسکر چې شنه وردۍ یې په تن وه او په غوږونو یې مفلر پېچلی ؤ بس ته راوَختو او ډرائیور سره په خبرو اخته شو - ما دَ خپل سیټ مخته ناست ، دَ نوید په اوږو لاس کښېښَولو او پوښتنه مې ورڅخه وکړه ...
ّ څه کیسه ده نویده ؟ ّ
هغه وئیل ...
ّ کیسه خېر ده ، دا عسکر وائي ، چې مخته دَ کُردانو او مامورینو تر منځه جنګ روان دی - تر څو چې دَ لارې دَ کلئیرینس حتمي آرډر دَ مخ له عسکري چوکۍ نه وي راغلی ... بس مخته نه شي مخته تلی ّ
شکر مې وَ ایستو او بیرته مې زړه ځای ته راغلو ... واؤره په هم هغه شان ورېدله - که څه هم اوتوبوس دننه تود ؤ ، خو لږ ډېر یخ بیا هم محسوسېدو - ډېره هڅه مې وکړه، چې بیرته دَ خوب وَ هغو ټاپوګانو ته ورشم، چې څه وخت وړاندې ورڅخه راستون شوی وم - لاکن ګوره چې خوب څله نه راتلو - راسره څنګ کې ناست ملګری جمعه مې داسې په خوند ویده ؤ ، چې کله به یې خرکی شو،نو نیت به مې ورباندې بد شو ... دلته اوتوبوس درې ګنټهې سټارټ ولاړ ؤ ... یَو وخت چې دَ کلئیرینس سګنل راکړلی شو، نو بس دَ روانېدو سم دستي زه بیا په ځان نه یم خبر شوی -
*****
سهار په لمر ختو اوتوبوس دَ ترکي Kotak نامي ځای په هوټل وَدرېدو - دَ مخ لاس پرېمنځلو او چائیو څیښلو ورسته چې څنګه بس مخته روان شو، نو دَ ژمې په دې ټمک یخ کې دَ شنېزې څادر په مځکه باندې خور وور ډېر عجیبه او ښائیسته ښکاره کېدو - ټوله غرئیزه سیمه وه، داسې ښکاره کېدو لکه موږ چې په درو او ناؤو کې روان ؤ - دواړو خواؤ ته واړه او غټ غرونه ؤ، چې شا شا ته پاته کېدو، ځای ځای دَ غرو په لمنو کې واړه کلي هم ډېر ښائیسته او په ترتیب باندې جوړ شوې برېښېدو- خاص خبره دلته دا وه، چې دَ دوئی په دې وړو کلو کې فقط یَو یَو ماجت چې سپینه میناره به یې تر لرې لرې پورې ښکاره کېده - او بله خبره دا، چې دَ ایران په رنګه دلته هم دَ روډ وَ یوې ځۍ ته ولاړې بجلۍ او ټېلي فون تمبې دَ لرګیانو له ستنئیو څخه جوړې وې – مګر عجیبه په دې نه ښکاره کېدې ، چې شاوخواته ځنګلي اوږدې او نرۍ درختې هم لیدل کېدې - زموږ دَ بلوجستان او پښتني سیمو په رنګه دلته هم کلي او آبادیانې له لوې لارې سره مېښته ښکاري - دَ ښځو دَ مخ دَ پټَولو رواج دلته هم نه ؤ- که په پټیانو او ښاري یا کلیوالو سیمو کې یې نرانو پتلونان اغوستلو ؤ، نو دَ ښځو یې لانګ سکرټ وز مه قمیصونه په تن ؤ او دَ ګونډو دلاندې یې پښې یا خو لُوڅې وې او یا یې په اوږدو تودو ماسیانو پټې - په سرونو یې ګلداره دُسمالونه پېچلي ؤ - دنګې دنګې وې ، خو په سُرت باندې زموږ تر ښځو تندرسې برېښېدې – دَ دې تندرسۍ راز څه ؤ ؟ په دې نه شوم پوهی - خو په رنګ سپینې دغه ترکۍ ښځې یوې بلې خواته ډېرې ښکاره کېدې ، شاید چې دلته هم دغه ښځې له نرانو سره سمې کار روزګار کوي - دَ غرمې ډوډۍ مې په عثمان چېک نامي ځای کې وَخوړله او مخته تېر شولو - اوس ژر ژر واړه کلي شاته پاته کېدو او بس په هوار سړک مخته مزل ډېر په چټکۍ لنډَولو -
ارضٍ روم دَ تُرکي یو مشهوره تاریخي ښار دی ، چې اوس موږ په کې مخ مخته روان ؤ ... لاکن دَ ښار په یوه څنډه ، نو ځکه خو مې سم وَ نه لیدو او دَ ګولۍ غوندې ورڅخه تېر شولو - موږ کولی هم څه شو، زموږ دَ کاروان باګې دَ اوتوبوس دَ ډرائیور په لاس کې وې ، چې هغه دَ برایه شپې دَ درو ګنټهو ځنډ اوس په دې ورځ برابرَولو - خېر ، دَ درو بجو وَ خواته بس په یَو غټ هوټل باندې برېک وَلګولو ، ډرائیور وئیل ...
ّ اوتوبوس څه خرابی لري ، تاسو چائی وَ څیښئ او لمونځونه وَ کړئ ... زه به بس دې هوټل سره نیږدې مېکنیک ته ښکاره کړم ّ
دلته دَ اوتوبوس دَ درو ګنټهو سټاپ په مزغو راته بار ځکه شو، چې دَ استنبول او انقره دَ ټؤرسټانو درې ډک بسونه ښه تر ډېره پورې ولاړ ؤ او دَ رش ګش پرته دَ قسم قسم خلګو موجودګي مې دَ شاعر زړه دَ سکون سوب ګرځېدلې وه - بس غم دا ؤ ، چې په ژبه نه ورسره پوهېدو، ګنې ځینو مې دَ زړه دَ رباب تارونه څېړلو هڅه کړي وه - خو نغمه ځکه نه ورباندې څېړل کېده ، چې دَ اظهار ژبه ګونګۍ وه - دا درست تُرکیان ؤ خو تیار انګرېزان، هو ... که په ژبه نه، نو په ښکاره کړو وړو ضرور –
ماښام شپږ بجې خواته اوتوبوس دَ انقره په خوا مخه وکړه ... خوشحاله وم، ما وئیل ، که مې هلته Botanic Garden ، چې دَ تفریح په اړه زړه ته سکون سپارونکی مشهوره دی ، نه هم وَلیدو، نو دَ خپل تاریخي حېثیت له سوبه یې دَ ښائیسته ښار څه برخې هم وَوینم ، نو ځان به خوش قسمته وَ ګڼم - ولې چې تاریخ وائي ، چې دَ دویم جنګ عظیم ورسته په ترکي کې استنبول او ازمېر په پرته انقره ښار هم دَ تمامې دُنیا دَ توجه مرکز ګرځېدلی دی - او بیا عجیبه خبره دا وه، چې بس دَ انقره سره په څنګ څنګ کې تېرېدو ، دَ دې ښار وړو ، غټو او ښائیسته په ډېر ترتیب جوړو بلډنګانو داسې ښکاره کوله لکه دا ښار چې دَ تاریخي اهمیت پرته دَ دې دور تقاضې هم په پوره ډؤل پوره کوي - دَ سپینو دېوالونو او سرو بامونو ښار انقره تر لرې لرې پورې خور وور ښکاره کېدو - خبره دلته بیا هغه وه، چې زړه مې په دې مځکه باندې قدم ږدلو ته کېدو، خو زما خوښه دَ منلو ځکه نه وه، چې دَ بل په بس کې ناست وم - دَ رڼاګانو له دې ښار څخه چې زموږ اوتوبوس دَ استنبول په خوا روان ؤ ، نو روډ له اول حاله لا نور نور هم آرام ده شوی ؤ او سترګو ته دَ شاوخوا دَ جل بل رڼاګانو له وجې سفر ډېر خونده ور محسوسېدو –
دَ شپې یولس بجې خواته اوتوبوس استنبول ښار ته دننه کېدو له مخه په سمندر باندې جوړ مشهوره پُل Bosphorus Bridge باندې تېر شو – دا پُل دَ خپل جوړښت او بېخې اوږدوالې له سوبه دَ دُنیا په ځینو نوموړو پُلونو کې یَو او ځانګړی دی - او له دې ورسته بیا دَ استنبول جل بل ښار ؤ ، چې موږ ته یې دَ ستړیاګانو دَ وساکولو په صله کې دَ خاموشۍ په ژبه هرکلی وئیلو او زموږ اوتوبوس په کې په یَو روډ بل روډ مخ مخته روان ؤ - چې څنګه ګهړۍ دَدې هېواد دَ وخت په سمه دولس بجو ته ستنې وَرسَولې ،نو اوتوبوس دَ استنبول په مشهوره برخه Laleli نامي کې تم شو - ورڅخه راکوُز شولو - دې وخت دَ ّ بلېک سي ّ او دَ ّ مېډیټېرینئین سي ّ په سنګم باندې جوړ په تاریخي ښار استنبول، چې ورته دَ ّ یورپ دروازهّ هم وئیل کېږي باندې چپه چپیا خوره وه - دَ ټېکسیانو او دَ یَو نیم سړي پرته هیڅ قسم رونق نه ښکاره کېدو ... نری نری باران ورېدو او سړه یخه هوا هم ګلېدله ... نوید ته مې وئیل ، چې ...
ّ اوس ته پوهی شوې او ستا کار ... ته له مخه او موږ درپسې ... وایه ! چرته به اوسېږو ؟ ّ
ده وئیل ...
ّ سرکې جي ته به ځو ... هلته هوټلان ارزانه دي ّ
او بیا په ټېکسي کې دَ سرکې جي نامي علاقې په لور روان شولو - داسې ښکاره کېدو، لکه استنبول چې په وړو وړو غونډیانو باندې جوړ ښار دی - په شل پنځلس منټه کې ټېکسي په ّ سرکې جي ّ کې ّ هوټل هالي ډې ّ مخته وَ درېدو - دوې خونې ، چې دَ یوې خونې کرایه دوه نیم لکهه لیرا وه مې وَنیولې - زه او جمعه خان په یوې خونې کې او نوید دَ خپلې ناوکۍ سره په بلې خونې کې دَ ستړیا وساکولو دپاره لاړو –
*****
دَ ترکي دَ وخت په سمه سهار نهه بجې ، څلور واړه ملګري دباندې راوَوتو- چې څنګه مې شاوخواته لومړی نظر وَځغلوَلو، نو باور مې نه راتلو، چې دا ګوندې دَ مسلمانانو ښار استنبول دی - ولې چې یَو اړخ بل اړخ جوړو ودانیانو او مخامخ شنه پارکونو داسې تاثر راکړو، لکه دا چې دَ جنت له ټوټو یوه ټوټه وي او بیا ترکۍ پېغلې خو هم دَ حُورو څخه کمې نه وې ... چې یا خو یې پېنټونو سره جېکټونه په تن ؤ، یا بیا په دې یخ کې لانګ او مني سکرټونه ... په قد جګې، نرۍ سپین مخې او په ژېړبخونو ویښتانو کې دَ مځکې مخلوق نه ښکاره کېدو ... په مینه باندې لکه دلته چې هیڅ بندېځ نه وي، ځکه خو لاس په لاس ځوانې جوړې یوې بلې خواته لیدل کېدې – دا نه، چې موږ وَ ترکۍ پېغلو او نریناؤ ته آسماني مخلوق ښکاره کېدو - مګر زموږ په لور یې زیات راکتلو شاید په دې ، چې موږ درې واړه نران څه کم کم ، خو پروین ورته زیاته عجوبه ځکه ښکاره کېده - هو، دَ هغې دَ پنجابي وزمه ښائیست او ځوانۍ په وجه نه ، بلکې هغې چې کومې پنجابي طرز جوړې شوې جامې اغوستې وې ... هغه که زما او دَ جمعه خان رنګه کلیوالو په مزاج دَ کتو وړ وې، نو دلته ترکۍ پېغلو ورباندې پسخوند وهلو او تر خپلو یې ورباندې خندلو او شاید چې ریمارکس یې هم ورباندې پاسَولو – ځکه خو چې به یې دَ هغې په لور سترګې ورته واړَولې، نو به یې سرتر پایه ورته کتلو ورسته په شونډو پسخوندي موسکا خوره شوه - بس په پارک کې ایله خلګ راپسې نه شولو رامات – ګنې په سترګو کې هر چا پروین اخیستې وه ... هم دغه وجه وه، چې نوید ورته وئیل ...
ّ پروین !! ته هوټل ته درځه .. داسې نه چې دَ ترکیانو جلوس راپسې وَلګېږي ّ
او پروین هم خبره مائینډ ځکه نه کړه، چې نوید ورته په خندا وئیلې ؤ او بیا دا خبره دَ هغې په حق کې بهتره هم وه – ځکه خو یې وئیل ...
ّ هو، زما هم دغه خوښه ده ... په سر مې دړد دی ... زه به څه آرام وکړم ّ
او بیا موږ درې سره تر هغه ساعته ورته ولاړ ؤ، چې پروین دَ هوټل په ګېټ ننوته ...
ّ هان ځه شکر دی ، چې اوس خپل چکر ته خلاس شولو ّ
دَ دې خبرې سره سم نوید چې داسې وئیل، نو سم دستي یې پوښتنه هم ورسره داسې وَ تړله ...
ّ ښه نو اوس به په کومه ځو ؟ ّ
ما ورته وئیل ...
ّ یاره نویده ! تا خو هم ناشُوده وکړه ... موږ نو اوس څه خبر یُو ّ
دائی وَ موسېدو او وئیل یې ...
ّ نو بیا درځئ چې سېل درباندې وکړم او دَ استنبول څه پټ او ښکاره ژوند او شیان درته وَڅپړم ّ
او بیا ده موږ دواړه له ځان سره ښي لاس ته روډ باندې سم کړو - دلته دَ روډ په منځ کې دَ رېل ګاډۍ پټړۍ هم تېره شوې وه -
ّ دلته په یوه وخت باندې رېل ګاډۍ او نورې ګاډیانې په دې روډ باندې چلېږي ّ
نوید چې دا خبره کوله ، نو یَو عجیبه غوندې هارن مې تر غوږه شو او په دوؤ غټو ډبو باندې اړه لرونکې رېل ګاډۍ دَ چوک له خوا راښکاره شوه ... که څه هم تله څُوکه او کرار کرار ، خو په لومړي ځل کتو راته عجیبه غوندې ښکاره شوه –
په دې کې شک ګرسره نه شته، چې استنبول دَ ماجتانو ښار دی – ولې چې هر لور دلته په دې ښار کې تاریخې او غټ غټ ماجتان او دَ هغو هسکې هسکې مینارې تر لرې لرې پورې ښکاره کېږي - خو، په قول دَ نوید ....
ّ په دې ښار استنبول کې دَ دې دومره زیاتو ماجتانو پرته هم، دَ دې ماجتانو ملایان په لاؤډ سپیکرانو دَ آذان په چپه تقریرونه څه ، چې دَ جمعې خُطبه هم نه شي ورکولی او یا یې نه ورکوي - ولې چې هغوئ او حکومتي قانون پالونکې دواړه په دې صلاح شوي دي ، چې ماجت ب