هلته  ـ ـ ـ  چرته چې سترګې ژغېږي 

 

تاثراتي لنډیز

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ّ په ایران کې اسلام هم شته او اسلامي قانون هم -  لاکن ګوره چې خلګ ورڅخه دَ فرار لارې څله غواړي ؟  چرته دَ تاریخي سېکولر ایران دَ منځه تګ خو بې وخته نه ؤ شوی   ؟ او یا کېدلی شي چې خلګ یې لا تر اوسه په ذهني توګه  دې نظام منلو او قبلوَلو ته تیار نه دي .... هرڅه هرڅه ، خو دَ سېلاني دپاره دَ سترګو وړاندې ښکاره ایران ، په هره اړه ساری نه لري  ... په ښکاره دَ ژوند کولو طور طریقه په هره معنا کې مغرب وزمه ده  ، خو رښتیا خبره دا ده، چې  ایراني ژوند لا خو په معنوي توګه دَ مغرب تقاضې نه پوره کوي ... که څه هم په لاره یې روان برېښي   ّ      (  شوق  ) 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ّ آئیډیل ّ

 

ما چې کله هم دَ ژوند په ګودر باندې

کومه پېغله ژغوَلې ستا په باب ده

هغې ماته سر تر پایه دي کتلي

بیا یې دومره دي فقط  راته وئيلې

چې  ّ دَ خیال په نیلي سپور

اې لېونیه !

دا جنۍ زموږ په کلې کې نه اوسي

شاپېرۍ زموږ په کلې کې نه اوسي  ّ

 

( شوق )

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

تر یورپ پورې دَ وچې لارې دَ مزل کولو په نیت  ما او ملګري جمعه خان کاکړ بېګونه په اوږو باندې راوَځڼولو او په ۲۸م اکتوبر کال ۱۹۹۳ غرمه درې بجې دَ پاکستان دَ سهېلي لوېدیځې څنډې ورستني ښار تفتان څخه وَ اېران ته ورننوَ تو -   لمر هغه ؤ ، دَ لمر وړانګې هغه ، موسم  هغه ... هن چې دَ وختي ژوند کېفیتونه هم هغسې ؤ -  خو بس که بدل ؤ ، نو هغه  ؤ  دَ دې ځای انسانان او دَ دَ هغوئ انساني خصلتونه -  ګوا یَو دم دَ علم په رڼا باندې هر یَو کس راته منور غوندې ښکاره کېدو -  په مخونو باندې یې کوُنډۍ ږیرې درلودلو  او په پتلونو او شرټونو کې پټ ایراني نرینه په ژبو ډېر پاسته او په اخلاق ډېر زیات خواږه او دَ سپین رنګت او جګ والې له سوبه سترګو ته دَ یَو مهذبه قام غړي برېښېدو -  که څه هم دَ دواړو هېوادونو تر منځه راکښل شوې دَ پُولې کرښه دَ ولانګلو دپاره دَ ګامونو په کچ دَ یَو منټ یا نیم منټ  لاره وه  -  خو زموږ او دَ هغوئ تر منځه دَ دومره زیات توپیر مخې ته راتلل څه وړه خبره نه وه -  او بیا چې څنګه موږ دَ ایران په مځکې باندې قدمونه ږدلو، نو وخت یوه نیمه ګنټهه شاته ټوپ کړو -  ګوا دَ پاکستان درې نیمې بجې يَو دم دَ ایران دَ ماڅپښین په دوؤ بجو بدلې شوې -

 

ایران ، چې دَ پاکستان وَ سهېلي لوېدیځ اړخ ته په ۱۶۴۸۰۰۰ مربع کلومیټرانو باندې محیط یَو خور  وور  آزاد اسلامي هېواد دی ، په ۵۶۰۳۱۰۰۰ مېښته خلګو باندې اړه لري -  تاریخ وائي ، چې دَ آریائي نسل وګړي، چې کله دَ روس دَ سهېلي برخو څخه دَ نوي مسکن په لټون وَ وتو ، نو ځینو وګړو دَ پارس یعنې دَ ننني ایران دَ سیمې په خوا مخه راوکړه او په هغوئ کې ځینې دلته مېښته شولو او پاته نور وګړې برٍصغیر ته وَرسېدو -  بیا دَ وخت سره سره دغه پخواني آرین وګړي ، چې   ّ ماد  ّ   او  ّ پارسي  ّ نومېدلو په بېلو بېلو وړو وګړو یا ټبرَونو کې په لساني بنیادونو وَوېښل شول -  دَ نن په دې ایران کې دَ فارسۍ سره سره چې کومې نورې ژبې وئیل کېږي ، په هغوکې کرُدي، عربي ، بلوڅي او ترُکي ژبې دي -  او ښکاره خبره ده، چې هم دغه ټولې ژبې دَ پخواني آریائي نسل څخه دَ رازېږېدلو ټبَرونو  یا  وګړو ژبې دي، چې خپل خپل ارتقائي عمل یې تر ننه پورې په بېل بېل تشخیصي  توپیر  رارسَولی دی – او اوس ځان ځانته قامونه لري -  پرته له دې، دغه ایران دَ نړۍ په هغې نوموړې سیمې باندې پروت هېواد هم دی ، چې په خاوره باندې یې نه یوازې سلمان فارسي، عمُر خیام، فردوسي، حافظ شیرازي ، سعدي ، امام غزالي او نظیري رنګه ستر او بې سارې انسانان زېږېدلي  یا پاته شوي دي ... بلکې دَ رستم غوندې تکړه او زورَورو پالوانانو مسکن هم پاته شوی دی -  مطلب مې دَ خبرې دا، چې دَ پرون په رڼا کې دَ نن ایران هم په درسته نړۍ کې په بېلابېلو میدانونو کې ځانګړی حېثیت لري  ... چې دَ روښان سباؤن په لورې نه یوازې تلو ته جوګه دی بلکې دَ دُښمنانو او حاسدانو په سترګو کې کوُټېږي هم –

 

*****

 

کله  چې موږ په ټېکسي کې دَ زاهدان په لور روان ؤ ، نو تر ډېره پورې خو دَ مخامخ راتلونکې هرې ګاډۍ څځه وېرېدم او ځان به مې ټول ټول کولو ، چې چرته زموږ په دې ټېکسي باندې نه راوَخېږي -  ګوا دَ مخالف سمت  ګاډۍ چې به څومره څومره رانیږدې کېدله ، نو زړه به مې له ویرې حلق ته راغلو .. خو بیا چې به زموږ کیڼ لاس ته تېره شوه ... نو زړه به مې ایله په ځای شو -  خبره ناشُوده نه وه ، موږ نابلده ؤ -  ولې، چې  دلته ټرېفک په ښي لاس چلېدو -  بس به دغه رنګه حال کې چې څنګه څنګه ټېکسي مخته لاره لنډَوله ، نو دَ تک تور پراخ او هوار سړک دواړو خواؤ ته که څه هم هغسې غوُندیانې ، لږ ډېرې سمې مځکې او یا دَ غره لمنې وې ، چې ځای په ځای په کې واړه کلې او کورونه آباد ؤ ، خو سترګو ته یې سکون  بخښلو -  څه مخته دَ ټېکسي ډرائیور ، چې وړه کوُنډۍ توره ږیره یې په  مخ درلودله زما او دَ جمعه خان کاکړ دَ بېلابېلو سوالونو په ځواب کې دومره معلومات راپه ګوته کړو، چې موږ دَ ایراني ماحول، لږ ډېر رسم و رواج او څه څه دَ هغوئ دَ قانون په دائره کار هم بلد شولو -  لاکن دَ هغه ډرائیور دغې خبرې موږ ډېر پرېښانه کړي ؤ ، چې ګنې ...

 

ّ  پام کوئ پام  ... داسې نه ،  چې په یوه وړه غوندې ورانۍ مو سرونه قلم شي  ّ

 

موږ هم ملامت نه ؤ ، ولې چې رقم رقم وسوسو سره ګنډلې ویرې مو هغه وخته لا په زړونو او ذهنونو کې ځای نیولی ؤ ، چې دَ ایران په بارډر راننوَ تلو په وخت په لومړي نظر دَ ستر امام خمیني دَ عکسونو سره په دېوالونو نوښته شوې نارې لوستلې وې  -  ګوا دَ سترو مذهبي هیروګانو دَ زنده باد له سلوګنانو سره ( مرګ بر امریکه ، مرګ بر اسرائيل ) رنګه  دَ نفرت دَ انتها ښودنه ... نه یوازې دا بلکې دَ دغسې نارو پرته دَ اسلام دَ سر لوړۍ، دَ اسلام دوستۍ په حق کې بېلابېل قومي جهادي  نظر او دَ کُفر په زد ډېرې نارې په هر دویم دېوال  او لګېدلې بېنر باندې لیکل شوې وې -  خو بیا چې دَ ټېکسي ډرائيور خبرې لا په کې ورګډې شوې ، نو زه او زما ملګری لا نور هم وارخطا شولو او یَو بل ته مو داسې په بیا ورکتلو لکه موږ چې به ډېر ژر له یَو بله بېلېږو -  نو ځکه مې جمعه کاکړ ته وئيل، چې ...

 

ّ  وروره  !! ما و تا خو دَ آزادې فضا مارغان یُو ... لاکن خیال به کوؤ ... ډېر په سوچ او پام به دلته په دې هېواد کې قدمونه ږدو  ّ

 

ّ  هو ... دَ دې خلګو هیڅ پته نه لګي  -  دوئی  تر اوسه لا په حالتٍ  جنګ غوندې کېفیت کې دي او له ذهنونو څخه یې دَ ماضي تراخه وختونه نه دي وتي – داسې نه چې سرونه وَ بائيلو  ّ

 

او دغه وجه وه ، چې موږ دواړه له ډرائیور سره هم په ډېر جیو جار خبرې کولې – هڅه مې دا کوله ، چې یَوه داسې کږه یا ترخه خبره مې له خُلې ورته نه راوَخېږي چې لاسونه یې زموږ تر غاړو راوَرسېږي -  هو، که څه هم هغه  پخپله ټوله لاره دَ دې هېواد دَ انقلابي او اسلامي نظام په زد راته ګډ ؤ او دَ پاکستان تر ټاک اویښتې خپلواکۍ یې په درنو ټکو کې ستائيله  - لکه دا خبره ، چې به یې په مختلفو حوالو بیا بیا کوله ، چې  ...

 

ّ   په پاکستان کې که نور هیڅ هم نه شته ، خو دَ خلګو دغه ځانته په خپله خوښه ژوند کول یې غټه معنا لري او بس   ّ 

 

دا او داسې نورې خبرې یې لا سرته نه وې رسوَلې ، چې  یوه ګټهه تېره شوه او موږ  زاهدان نامي ایراني ښار ته وَرسېدلو او په نه ساعت کې بیا دَ ګېراج نامي ځای ، چې ورڅخه دَ تهران دپاره بسونه تلو کې له ټېکسي څخه کوز شولو -  دا دَ ښار یوه خوش رنګه برخه وه – بلوڅي او فارسي په کې وئیل کېدله  -  که یوې خواته ته ټول نرینه په  انګرېزي جامو کې پټ ؤ، نو بلې خواته یې ښځو تور غټ پړونې په ځان داسې راپېچلې ؤ ، چې بې دَ سپینو او غوُنډو څېرو یې  دَ بدن بله یوه برخه هم نه ښکاره کېده -  دلته دَ بسانو درې غټې کمپنۍ وې .. لکه  T.B.T ، ایران پېما او شرکتٍ تعاوني ... او دَ هرې کمپنۍ دفتر مخته ښائیسته او نوي جوړ مرسډیز بسونه ولاړ ؤ -   په ایران پېما دفتر کې مې دَ تهران دپاره دوه ټکټونه واخیستو او بیا یې دفتر سره جوخت هوټل ته دَ ډوډۍ خوړَلو په نیت ننوَتو –

 

دَ دې ځای دَ وخت په سمه درې نیمې بجې خواته بس دَ تهران په لور مخه وکړه -  بس څه ؤ، تیار جهاز ؤ، پاسته او غټ سیټان یې درلودلو، پراخه پراخي وه په کې  او تر ټولو ښه خبره لا دا وه چې دَ ښائیسته ناستو انسانانو همسفري دَ اوږده سفر ټولې ویرې او وسوسې زموږ له زړونو څخه نه یوازې وَ ایستلې ، بلکې  په بس کې دَ ناستو ایراني خلګودَ خواپاکۍ او دَ خوش اخلاقۍ مظاهرو موږ ته هم  دَ هغوئ په انسانیت وزمه ماحول کې دَ برخه جوړېدلو احساس له تلقین سره ملګری راپه برخه کړو -  نه یوازي په بس کې دا خبره رامخې ته شوه بلکې ما او جمعه خان  دَ بس اډې دَ خواپاکې پرته دَ هغه هوټل چې موږ په کې خواړه خوړلې ؤ ، هم په ښو ټکو ستائیلې ؤ -  ګوا ما او زما ملګری دَ دې هېواد له باډري ښار زاهدان څخه لا دَ دې خلګو په حقله ښه دروند تاثر غوره کړې وې -  هو ، شاید، چې دا خلګ دَ دې حدیثٍ نبوي مبارک  (  النظافت من الایمان ) معنا او مفهوم  ته سم په نره رسېدلي ؤ ، چې دَ شاته پاته شوې اډې په هر دفتر، انتظار ګاه او هن چې په دې بس کې هم یَو ځای کې لیکلې شوی ؤ -  دا خو ؤ دَ ایران  او ایرانیانو دَ صفائي حال ... سړکونه او په سړکونو روان ټرېفک یې داسې تاثر راکولو ، چې دَ ایران خلګ چې زموږ له ( دَ بودګانو سره دَ مطابقت لرلو تر هانده ساده ) خلګو څخه یوه پېړۍ مخته وتې وي -  دلته دَ منظمه انساني ژوند پرته داسې څرګندېږي لکه په دې هېواد باندې چې کله هم جنګونه یا خوني انقلابونه راغلی نه وي -  ولې چې نه مې چرته مات پُل تر سترګو شو او نه مات دېوالونه -  نو له دې څخه دا څرګندېدله ، چې انقلاب تش دَ شاه او شاهي نظام په زد نه ؤ راغلی ، بلکې دغه انقلاب دَ اسلام او انسانیت په اړه هر اړخیزه انقلاب هم ؤ -  ګنې یَو هېواد هم دَ نړۍ دَ نورو هېوادونو دَ مرستې بغېر دغه رنګه ژوند ته په همت او مړانه اوږه نه شي ورکولی ... لکه دَ ایران اوسنی اسلامي او جمهوري حکومت چې یې خپلو وطنوالو ته دَ ژوند ساتنې په حقله ورکوي -  او بل، دا هر څه داسې ښکاره کوي ، لکه ایراني قام چې یَو وار بیا په خپل سر دَ زغمنې او مړانې ، هغه رنګه ښوؤنه کولو ته جوګه شوی دی ، کومه چې ډېر پخوا زمانې کې دَ پارس یا فارس ( دَ نن ایران ) وګړو دَ چنګېز خان او هلاکو خان دَ ظلم او بربریت په زد کړی ؤ -  نه یوازې دا ، بلکې دَ ایرانیانو دې همت دَ فرهاد دَ جنون یادَونه هم تازه کوي ، چا چې دَ خپلو مټو په زور دَ شېرینۍ ، چې دَ باچا خسرو پروېز ( ۵۹۰- ۶۲۸ ) راڼۍ وه ، دَ مینې په نشه کې دَ بېستون نامې غره څخه دَ شوُدو ویاله دَ هغې تر ماڼۍ پورې وړې وه –

 

ماخُستن وَ خواته بس ، چې دَ ایران خلګ ورته اوتوبوس وائي ، یوه ښار ته دننه شو ... بازارونه بند ؤ ، خو خال خال هوټل او یَو نیم دوکان ، چې په لویه لاره جوړ ؤ ، دَ مسافرانو دپاره خلاس ؤ -  بس دَ یوه هوټل له مخه تم شو او ټولې سوارلیانې دَ ډوډۍ خوړَلو او نور حاجت سر ته رسَولو په نیت ورڅخه کښته شو -  دا کرمان نامي ښار ؤ -  دلته مو په هوټل کې جوجا کباب، چې دَ ایران په خاصو خوراکونو کې یَو خوراک دی وَخوړَلو ... او سلېماني  چائی مو له نخودو سره وَڅیښلې -  او بیا دَ ماخُستن لمونځ کولو ورسته په بس کې کښېنستو -  دلته دا خبره لیکل ضروري ګڼم چې که څه هم سفر ډېر خوندَور ؤ ، بدني او ذهني ستړیا یې نه درلودله ، خو دَ پاسبانانٍ انقلاب دَ عسکرانو بېخي زیاتې او بیا بیا تلاشیانو له سوبه مو ساه خُلې ته راغلې وه -  دَ لوې لارې هر  وړکې او غټ ښار ته ورننوتلو څخه مخ کې یا ورڅخه وتلو په وخت په  یوې نا یوې عسکري چوکۍ باندې به خامخا اوتوبوس شل یا پنځویښت منټه دپاره درېدو او سوارلیانې به دَ تلاشۍ او تپوسونو دَ زړه ازارَونکو تر هانده مرحلو څخه  خامخا مخامخ کېدې -  بیا یې هم کور ودان، چې موږ یې نه تنګولو ... بس فقط پوښتنې به یې راڅخه کولې او تش زموږ پاسپورټونه به یې کتل -  لاکن خپل هېواد وال ، په تېره بیا ځوانان خو یې دَ سر له ویښتانو بیا دَ پښو تر نُوکانو پورې تلاشي کولو اوچپه راسته پوښتنې به یې ورڅخه ډېر په جابرانه انداز کولې -  داسې حال ته اشاره کولو په وخت زما ملګرې وئیل ، چې ...

 

ّ دا خو عسکري چوکیانې نه ، بلکې تیار امتحاني سېنټران دي  ّ

 

او خبره وه هم دغه رنګه -  ولې چې دَ مخ او دَ شا دَ تلاشي کولو پسته دَ دغو ځوانانو دَ خشم ، بې زارۍ او کرکې کېفیتونه دَ هغوئ په څېرو له ورایه ښکاره کېدو ، خو هیچا خُله نه شوه څپړلی  او نه یې اظهار په تورو کې کولی شو – بس یَو بل ته به یې ګاهی ګاهی وَ کتلو او سرونه به یې یوې بلې خواته وَښورَولو -  هرڅه هرڅه ، خو دَ هغو ځوانانو دَ تندیانو ګوُنځو به یې دَ زړه حالونه وئیلو -   رښتیا خبره دا وه، چې  دَ انقلاب دَ ساتنې دا شکي او ازاري انداز یې زما نه شو خوښ ... خېر، یَو وخت مې سترګې سره ورَغلې وې – که یې دَ یامان نامي ښار په اوله چوکۍ نه وای بس درَولی، نو ممکنه وه، چې تر سهاره به په خواږه خوب ویده وم -      

 

ــــــــــــــــ

 

سهار شپږ بجې خواته اوتوبوس دَ لارې په یَو غټ  او ښائیسته غوندې هوټل باندې تم شو ... دا دَ لوې لارې هوټل دَ صفائي او ښائیسته والې او انتظام له جوره  زموږ دَ غټو ښارونو دَ لوړ سټېېنډرډ له ریسټورېنټونو څخه هم یَو په لسه ښه ؤ -  دَ خوراک څیښاک دَ اوچت معیار او خواپاکۍ دَ بې ساري کېدو پرته دَ دې هوټل واش رومان دَ ستائینې وړ ؤ – خو دلته هم په یوه واش روم کې په دېوال باندې په څلورو رنګینه قلمونو باندې لیکل شوې فقره ، ګوا  ّ  لعنت بر رژیم آخوند  ّ داسې خبره زړه ته راواچوله ، چې ګنې اوسنی انقلاب یې په خطره کې دی -  ولې، چې په واش رومونو یا حاجت ځایونو کې  دَ خلګو دَ کنځلو تحریري اظهار دَ  کرکې  او بې زارۍ انتها ګڼل کېږي -  دغه رنګه سوچ یوازې ما نه درلودلو، بلکې  زما ملګرې جمعه خان کاکړ هم په دې هوټل کې دَ چائی په مېز راته وئیل، چې ...

 

ّ  دَ دې هېواد دَ خلګو دَ سپینوالې وجه چرته دا خو نه ده، چې دَ بې ځایه حکومتي بندېځونو له سوبه وینې په کې وچې شوې دي ؟  ّ

 

دائی په خپله خبره کې که صحیح نه ، نو غلط هم ځکه نه ؤ ، ولې چې  هر یَو سړی یا  کس دَ دې هېواد ساموَلی سامَولی ښکاره کېدو -  هوټل دَ خلګو څخه ډک ؤ ، لاکن  ژغژغه یې دومره نه درلودله  ، چې څومره په کار وه -  او نه مې په یَوه مېز باندې آزاده ګپه تر غوږه شوه -  ګنې دا خلګ دَ جامو او کړو وړو په ظاهري وضحه په معاشي توګه خوشحاله هم ښکاره کېدو –

 

*****

 

لمر ښه بالا په سر راغلی ؤ ، چې موږ دَ رفسان جان او بم نامې ښائیسته ښاري علاقو څخه ښه ډېر مخته تېر شوي ؤ -   او بیا څه وخت  ورسته خم نامې ښار هم په یَو اړخ شاته پاته شو -  اوس موږ دَ اصفهان په لور مخه کړې وه -  دَ خوند خبره مې دا ولیدله ، چې رک له باډره تر دې ځایه او بیا مخ مخته هم درست روډ په یوه حالت او روغ رمټ ؤ -  له دې خبرې څخه  مطلب دا راوَ تو، چې دلته لر او بر ته په یوه سترګه کتل کېږي  - که هغه سمه وي او که غر ، په یوه وټه کې تلل کېږي -  ګوا دَ باچا نوشېروان عادل ( ۵۳۱- ۵۷۹) دَ عدل و انصاف تاریخي خاصیتونه دَ پلارني میراث په څیرلا څه څه دَ نن په دې ایراني حکمرانانو کې هم  منتقل شوي ؤ -  

 

دلته  دَ سړک دواړه اړخه مځکې دَ زمیندارۍ دپاره جوړې شوې وې ، خو له بده مرغه مې چرته کشت کرونده تر سترګو نه شوه، شاید چې دا یې موسم دَ کروندې نه ؤ -   او نه مې  ونې په ګڼ شمېر چرته وَلیدې -  که څه هم دَ ټېلي فون او دَ بجلۍ ټولې تمبې یې له نرئیو او سمو سکو ونو له ډَډونو څخه جوړې ، ولاړې ښکاره کېدې -  نو دا خبره مې مزغو ته راغله، که په دې سیمې یا لاره کې ونې نه شته هم، نو ایران به خامخا ځینې ځنګلي سیمې لري ، چې دا ستنئیانې یې ورڅخه جوړې کړې دي -  او دا دی اوس  اصفهان ښار هم یَو خواته پاته ګېږي لګیا دی –  دَ خپل نامه په شان ښائیسته او ډېر په ترتیب  جوړ دغه خور وور ښار  مې دننه ځکه نه وَلیدو، چې موږ په یَو اړخ ګوا بائی پاس باندې ورڅخه تېر شولو -  او  چې څنګه څه مخته لاړو، نو اوتوبوس دَ یَو هوټل مخې ته  وَدرېدو او دَ چائیو څیښلو او دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړَلو په نیت سوارلیان ورڅخه کوُز شولو-  دلته دا خبره هم کوم، چې دَ ایران خلګ، دَ جوجا او چلو کباب پرته دَ هندوانې او خټکي یا کدو بیجان هم ډېر په خوند خوُري -   او پیسته ځکه دومره زیاته نه خوري، چې دَ بېخي زیات پېداوار له سوبه یې ها غه  ّ  دَ کور دَ چرګې او دال برابر  ّ  خبره یې لکه چې منځ ته راغلې وه – ما او جمعه خان کاکړ بیا پیسته  په دې زیاته خوړَله، چې یَو خو ارزانه وه او بل تازه او په خوند مزېداره هم  -

 

دَ  قم  نامي غټ ښار څخه بیا رک تر تهران پورې نه یوازې علاقه  دَ کتو وړ وه، بلکې اوتوبوس هم دَ رفتار  په اړه وزرونه کړي ؤ – ولې چې ، درې  هوار او تک تور سړکونه له یَو بل سره  څنګه  په څنګ  داسې جوړ کړل شوي ؤ، چې په  یَو سړک له دې خوا ټرېفک تلو، او په بل ، له هغې خوا راتلو ... او دریم  سړک دَ غټو او درنو ټرکانو او ټرالرانو دپاره ټاکل شوی ؤ -  دَ مځکې په سر هر څه ، که څه هغه انسانان ؤ او که جوړ کورونه ، ودانیانې او یا دَ کشت کروندې  دپاره سمې شوې مځکې او پټیان ... یَو دم بدل بدل ؤ او سترګو ته ډېر ښه ښائیسته برېښېدو – ولې چې تهران اوس په څه واټن باندې ؤ -  او هغه وخت هم راغلو، چې اوتوبوس دَ ایران زړه ، ګوا تهران ښار، چې ښې ډېرې درختې په کې ولاړې وې ته منډه وهله  -  هو، څنګه څنګه چې بس دَ تهران ښار په منځنۍ برخې ته لاره لنډَوله، نو چاپېریال نور نور ښائیسته کېدو لګیا ؤ -  لاکن دَ سړک ښي لاس ته جوړه تکه ژېړه بېخي غټ ماجت  وزمه ودانۍ، چې مینارې یې تر لرې لرې پورې ښکاره کېدې ، دَ سترګو وړاندې ښه ښکاره کېدو -   دا دراصل دَ ستر امام خمیني زیارت ؤ، چې ورسره جوخته دَ اکېډمۍ دپاره ودانۍ هم زیرٍتعمیر وه –

 

دَ ایران دَ وخت په سمه ماځیګر څلور بجې اوتوبوس دَ تهران وَ مشهوره بس ترمینال ته وَرسېدو -  دغه بس ترمینال څه ؤ، یَو غټ پوخ مېدانی ؤ ، چې په منځ کې یې دوه منزله ګېړدۍ ودانۍ دَ بسانو دَ دفترونو دپاره جوړه وه ، او دَ هرې کمپنۍ بسان خپل خپل دفترونو مخته په لائنونو کې ولاړ ؤ -  که څه هم موږ ډېر ستړي شوي ؤ، خو دَ ستړیا دَ وساکولو دَ مخه  مو غوښتلو، چې دَ تُرکي دَ استنبول دپاره دَ سبا ټکټان تر لاسه کړو-  دَ پوښتنې کولو ورسته راته پته وَلګېده، چې دَ تُرکي دپاره بسونه دَ آزادۍ ترمینال څخه  ځي -  نو ځکه بېګونه په اوږو راټال زه او کاکړ صاحب  په ټېکسي کې تر یاد شوې بس اډې پورې ځانونه وَ رسَولو او هلته مو دَ سبا نه بلکې دَ بل سبا ، ګوا ۳۱م اکتوبر ۱۹۹۳ع دپاره وَ استنبول ته دَ تلو په نیت دَ شرکت تعاوني شمارې  له دفتر څخه  دوه  ټکټونه تر لاسه کړو او  بیا نېغ دَ اسکوائر ائیریا په هوټل وصال ، چې زوړ نوم یې دَ منېجر له قوله  کاسا بلانکا ؤ ، کې خوُنه وَ نیوله او دَ ۲۴ ګنټهو دَ ستړیا دَ وسا کولو په نیت دواړه ملګرې په خپل خپل پلنګ وَغزېدو –

 

دَ آرام کولو ورسته ماخُستن اتهه بجې له هوټل څخه دباندې راوَوتو .... رښتیا خبره دا وه، چې په لومړي ځغلانده نظر مې په زړه کې دا شک پېدا شو، چې موږ چرته غلط ځي ته خو نه یُو راغلې او یا بیا خود لکه چې خوب مې لیدو-  لاکن دا نه خوب ؤ او نه غلط ځای ... بلکې دا دَ ایران زړه ؤ ، چې تهران نومېدو -  هر طرفته په تورو څادرونو کې پټې ښځې په دومره زیات شمېر په روډونو باندې ښکاره کېدلې ، چې په کې نرینه دَ نه برابر ؤ -  شاوخواته ښائیست او ځواني وه، او دلته په سینه کې دَ شاعر یَو حُسن پرسته زړه ؤ، چې قابو کېدو نه – نو ځکه  په سر باندې راټال دَ جلاد دَ ساتول دَ احساس پرته هم، سترګو په مڅکه باندې راکښته شوؤ دې شاپېریانو ته کتلو راکتلو ... دَ سترګو په جنګ کې دا ښځې هم څه کمې نه وې – داسې یې سترګې په سترګو کې اچوَلې ، لکه له عُمرو عُمرو چې تږې وي – لاکن دَ دې هر څه پرته یې کولی ځکه هیڅ نه شو، چې په خواهشاتو باندې یې بندېځونه ورته لګولې ؤ -  بس فقط یې په کتلو راکتلو او دَ ښائیسته سترګو دَ بڼو په غښو باندې دَ زړونو په ویښتلو ګزاره کوله – او بله ناشُوده خبره خو دا وه، چې زما او زما دَ ملګري جمعه خان  په پرته ، تر لرې لرې پورې بل غېر ملکي هم نه ښکاره کېدو – هم دغه وجه وه، چې موږ دواړه په خپلو حېثیتونو کې لکه دَ لارې کاڼې ... یوې بلې خواته  په اوږو وهل کېدو راوهل کېدو ... خو، رغړېدو ځکه نه ، چې پښې مو درلودلې -  کله کله به مو دَ پېغلو وَ پښو ته هم پام شو، چې په تورو اوږدو ماسیانو کې پټې وې ..دا ښکاره کولو، لکه دَ اوږدو تورو تورو پړونو کې دا پېچل شوې پېغلې چې په سکرټونو کې ملبوسې وي -  یوې خواته دا حال ؤ، او بلې خواته په دې ښار دَ ماجتانو کمبوت زما وَ زړه ته دا شک دَ یقین په لور بوتللو، لکه دلته چې لا راج دَ اسلامي مملکت نه وي -  دَ دې ټولو خبرو او مشاهدو په رڼا کې دَ ایران دَ نور حال احوال په پرته ، ما دَ ډائرۍ په یوه پاڼه نیمې شپې خواته داسې وَلیکلو  ...

 

ّ  شک نه شته، چې ایران دَ سرو زرو یَو قفس دی ، چې په کې ښائیسته میناګانې او طوطیان بندیوان کړل شوي دي  ّ

 

او خبر نه یم، چې دا خبره ما دَ خپل واکه انسان په توګه نوښته کړه او که دَ آزاد فکره شاعر په حېث ؟

 

*****

 

سهار نهه بجې دَ آزادۍ پارک په لور دواړه ملګرې پیاده روان شولو... دَ روډ دواړو ځئیو ته دَ خپل نوعیت جوړ ښائیسته دوکانونو پرته دَ زړه ټکورَونکې خوش رنګۍ له سوبه دَ یوې ګنټهې په مزل  ګرسره پوهی نه شولو او دَ آزادۍ پارک وَ ښکلاګانو ته مو ځانونه وَ رسولو –  دا پارک دراصله یَو بېخې غټ راؤنډ اباؤټ ؤ-  دَ وړو غټو شنو چمنونو او رقم رقم بُوټو پرته دَ آزادۍ دَ یاد ژوندی ساتلو دپاره په دې پارک کې دَ منځنۍ یادګاري  نخښې ، چې دَ سنګٍ مرمر له خښتو او ټائلونو څخه جوړه وه شاوخوا دَ فوارو څنګ څنګ ته په چمنیانو کې ناست ډله ډله یا په سېل کې بوخت ګرځنده خلګ دَ سېلانيانو سترګو دَ خوږَولو سوب ګرځېدلې ؤ -  په بېلابېلو زاوئیو باندې عکسونه اخیستلو ورسته دَ یَو ښائیسته غټ بُوټې سره په چمني کې کښېنستلو -  اوس چې به مې څنګه څوک له څنګه تېرېدو، نو داسې په عجیبه نظر به یې موږ ته راوَکتلو، لکه موږ چې په غلط ځاي ناست ؤ -  بیا چې به مو نورو ناستو خلګو ته پام شو، نو زړونه به مو په ځای شو -  ګوره چې اصل معامله څه وه؟ موږ خپله په زړونو کې غله ؤ او که هغوئ په هر غېر ملکي باندې دَ شک نظر ساتلو ؟  څه وخت ورسته ما وَ ملګري ته وئیل ... چې ښه به دا وي، چې له دې پارک څخه په بله لاړ شو -  داسې نه چې دَ شک په بنیاد وَنیول شو –  ده هم راسره خوښه کړه ، خو چې څنګه ولاړ ېدو، نو نېږدې تېرېدونکې یَو ځوان ، چې تور سوټ یې په تن ؤ راباندې ژغ وکړو ...

 

ّ  پاکستانیان یاست  ؟  ّ

 

موږ وئیل  ...

 

ّ  هو، یُو خو  .... ّ

 

دی راوګرځېدو، که موسېدلی نه وای ، نو کېدلی شو، چې بې وخته قیامت راباندې راغلی وای –  خو زموږ له ښه بخته هغه  ځوان  په اخلاق دومره ښائیسته او په خوُیه داسې مهذبه ؤ ، چې هره ویره مې له زړه څخه وَوته  ...

 

ّ زه پاکستان ته څو کاله دَ مخه تللی وم  ّ

<SPAN lang=AR-SA style="FONT-FAMILY