دَ تهائیانو په کرانګ تهیپ کې
تاثراتي لنډیز ـ ـ ـ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ّ که څوک انسان تر ځناوره هم په بد او لړلې حال کې لیدل غواړي، نو هغه دې په خپل ژوند کې یَو ځل خامخا تهائي لېنډ ته په چکر شي ... خپله به یې په سترګو وَویني ، چې دغه دَ عظمت په جامه کې پټ انسان چې کله خپلې مخې ته ایله کړلی شي ، نو څومره په اخلاقي توګه وَلوېږي .....؟ خبره دا نه ده، چې ګوندې دَ دې هېواد خلګ په ښو او بدو نه پوهېږي - بلکې زه فکر کوم چې هرڅه دلته له کسته کېږي - څوک یې کوي ؟ ... څله یې کوي ؟ او دَ چا په ضد یې کوي ؟ دَ دې خبرو ځوابونه به هغه وخت مخې ته راشي ، چې کله دغه تهائي هېواد دَ نیمې نړۍ دَ خلګو دَ پاره دَ مرګ دَ فرښتې پرته دَ اول یا دویم بادارحېثیت وَمومي ّ ( شوق )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
؟
پتایا او تر بنکاکه
تر آئي لېنډه دَ کورال ما
کومه پېغله
تهائي پېغله
په بڼو کې وَ پئیله
خو، خبر نه یم چې څله ؟
چې یې خُله خُلې له راوړله
ما به شاته ځینې ټوپ کړو
په څلورو به وَځغاستم
دا به هم وَ روژدېدله
راپسې به ګرځېدله ....
پټ پُټاڼی به شروع شو،
زه دَ مخه ، دا تر شا شا
لکه روګې ، رُوح مې اخلي
پُټېدمه .... وېرېدمه
کله یَو ّ بار ّ
کله بل ّ بار ّ
خو، نه زه ترې ورنه پټ شوم
اړونه دا تږې شوه پاته
( شوق / پتایا بیچ - تهائي لېنډ / ۱۹۹۲ع )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دَ جنورۍ په ۲۷ مه نېټه کال ۱۹۹۲ع کې چې ، څنګه په سبانګ ائیرپورټ کوالالمپور کې دَ تهائي ائیر وېز انټرنېشنل TG 416 کاؤنټرونه بنکاک ته تلونکو مسافرانو دپاره خلاس شو، زه هم په لائن کې تر ټولو ورسته وَدرېدم - یوې خواته که زه دَ لائن سره سره مخته روان وم، نو بلې خواته دَ سهېلي لمرختیځې ایشیاء له زړه څخه کرار کرار وتمه هم، او شاته پرېیښې یادونه وار په وار راباندې غمېدو هم – نو ځکه مې دَ شاوخوا چاپېر په ورستي ځل په مزغو کې ثبت کولو هڅه کوله - هرچا او هر څه ته مې ډېر په ژوَر نظر کتلو او بیا هغه وخت هم راغلو، چې ما خپل پاسپورټ او ټکټ له ملائیشیا څخه دَ وتو دپاره په کاؤنټر ناستې ّ ملې ّ پېغلې ته وړاندې کړو - انجلۍ یَو ځل ماته وَ کتو او بیا یې په پاسپورټ باندې دَ خروج ټاپه وَلګوله او بورډنګ کارډ یې سره دَ ټکټه زما په پاسپورټ ږدلو په وخت وَ وئیل ...
ّ ته دَ څه دپاره روان یې ؟ ّ
ّ په چکر باندې ځم ّ
ما ورته په عاجزۍ ځواب ورکړو ، له دې سره وخت لکه چې ډېر وو او یا زه آخیري مسافر وم ، چې راسره په ټوکو شوه ...
ّ زړه دې لکه چې دلته نه وَلګېدو، چې دومره ژر روان یې او هغه هم بنکاک ته ... ّ
او بیا یې ځان سره نیږدې دې بلې کاؤنټر وَ انجلۍ ته په خندا خندا کې وَوئیل ...
ّ په بنکاک کې داسې څه دي ، چې هر ځوان ورته روان دی ؟ ّ
هغې بلې هم وَخندلو او وئیل یې ...
ّ په بنکاک کې نو... نور څه دي .... بې دَ لېډي ... لېډي ّ
او بیا دواړو په یوه صلاح کلک وَخندلو ... لازمې خبره ده، چې ما به هم ورسره غاښونه سپین کړي وي او په ځواب کې مې لږ غوندې په اړامه انداز کې ژغ ورباندې وکړو ...
ّ یَه داسې خبره نه ده ، دا لېډي .... لېډي خو دلته هم شته او ولې ته نه یې لېډي ؟ ّ
مخامخ ناستې انجلۍ خواته چې مې اشاره کولو په وخت دا سې وَوئیل، نو دَ نېږدې کاؤنټر هغې انجلۍ زما دَ خبرې په ځواب کې داسې په شرارت وَوئیل ...
ّ ستا دا لېډي که خوښېږي ، نو پاته شه دلته ... دا به واده درسره وکړي ّ
او کټ کټ یې وَ خندلو او بیا چې زه مخته تېرېدمه ، نو داسې څوکه غوندې مې په لغازي موسکا کې ورته وَ وئیل ....
ّ دَ زامنو پلار یم ... وایه څه دې خوښه ده؟ ّ او په خندا ورڅخه تېر شوم – زما په دې شرارت دواړو وَخندل او تر ډېره یې راپسې نارې وهلې ...
ّ اېډز .... بنکاک ... اېډز ّ
*****
اوس بیا زه وم ، چې په جهاز کې ناست ، تهائي هېواد ته روان وم - هرڅو چې به مې سوچونه یوې بلې خواته اړَولو هڅه کوله ، نو بیرته به مې مزغو ته هغه توره بلا راننه وته ، چا، چې دَ نړۍ زیاتره خلګ .. یا خو وَخوړل او یا یې له ډېرې ویرې څخه دَ یو بل له ملاقاته څخه وګرځولو - زه ملامت نه وم، دَ دې ځای دَ اېډز په باب مې دومر لوستلې او اورېدلې وو ، چې اوس راته تهائي لېنډ دَ انسانانو نه ، بلکې دَ اژدهاګانو، لېوانو، مارانو او سړي خورو ځنګل محسوسېدو - نور خو نور ... وایم ، چې دَ تهائي جهاز ائیر هوسټسه له څنګه څخه تېرېده ، نو ځان به مې ورڅخه راټول غوندې کړو .... هو، ما ګڼل ، چې چرته دَ هغې په لمس هغه توره بلا را څرمه نه شي - ګوره چې دا ویره مې څنګه یَو دم زړه ته راننوتې وه؟ ګنې له ملائیشیا څخه چې راتلم ، نو داسې هیځ خبره نه وه - کېدلی شي ، چې دَ ائیرپورټ دَ هغو مستو انجونو ټوکې مې په رښتیا را اړَولې وي - بس په داسې رنګه ګډو وډو وسوسو او واهمونو کې دَ بنکاک په ائیرپورټ باندې له جهازه کښته شوم - ښه مې په یاد دي ، چې دَ خټه شوي طبعیت له سوبه مې داسې وَسنجَوله ، لکه زه چې دې وخت په مځکه نه، بلکې دَ یوَ لوی اژدها په خُله کې راکښته شوی وم –
دَ بنکاک ائيرپورټ په هره معنا غټ، ښائیسته او خوش رنګه وو – حال دا وو، چې پنځه یا لس منټه ورسته یا خو یَو جهاز الوتو یا کښېنستو - قسم قسم مخلوق دَ خدائی په کې ګرځېدو - دلته مې زړه څه په ځای شو او خیال مې کولو ، چې داسې کیسه به نه وي ، لکه چې خلګ په دې هېواد پسې ژغېږي - ګنې په دومره زیات شمېر به دا خلګ دَ لرې لرې څخه ورته نه راتلو- او په تېره هغه سره سپین خلګ ، چې دَ ښه صحت له سوبه یې اوسطاً عمر هم له ټولې نړۍ څخه زیات دی او له هر رقم ناروغۍ څخه نه یوازې خلاس بلکې ځان ژغوري هم - خېر، چې له ائیر پورټ څخه څنګه دباندې را وَ وتم، نو یَو دوه درځنه ټېکسي ډرائیوران داسې راباندې مات شولو، لکه زه چې دې وخت هغه یوازېنی مسافر وم په دې ائیرپورټ کې ... ایله یې جامې راباندې نه کړې څیرې – ولې چې هر چا دَ ځان په لور کښَولم – خو زه له هیڅ یَو چا سره هم نه شوم ست او دَ ائيرپورټ ټېکسي سټېنډ آفس ته مې ځان وَرسَولو- یَو ټېکسې مې کرایه کړو او دَ بنکاک دَ بازار په خوا مې مخه وکړه -
دلته په سړکونو ډېر زیات ټرېفک وو ... دومره زیات ، چې ګاډۍ به هر پنځلس یا شل منټه ورسته درېدله – ډرائیورتر ډېره په پټه خُله خپله ګاډۍ چلوَله ... خو، یَو وخت یې راباندې ژغ وکړو ...
ّ سر! تاسو کوم هوټل ته ځئ ... ګران او که ارزان ّ
ما ورته وئیل ...
ّ یَه ډېر ګران نه ... بس داسې برابر غوندې هوټل ته مې بوځه ّ
ما به لا اوس نور څه ورته وئیلو چې ده یَو البم رامخته کړو ... په البم کې دَ ډؤل ډؤل انجونو تصویرونه لګېدلې وو - بدن مې بژَې وَنیولو او البم مې بیرته ورکړو - زما په داسې بې رُخۍ که څه هم هغه پوهې شوی وو خو دَ هرڅه پرته یې هم لا بیا بیا لېډي لېډي ، مساج مساج رنګه خبرې راته تکرارَولې – ما ورسره هیڅ نه منلو او نه زه لېوني سپي خوړلی وم چې به مې ورسره منلو - چې کله ډرائیور مایوسه شو، نو یې په ډېر هنر خبره په بله واړَوله او راته وائي ...
ّ که ته سبا سټي ټوؤر کول غواړې . نو دَ درستې ورځې په کرایه راسره جوړ شه ّ
ما وئیل ...
ّ دا دې نو اوس دَ کار خبره وکړه ... وایه څو به اخلې ؟ ّ
ّ دولس سوه بهاته ّ
ده وئیل ... او بیا دَ څه بارګېننګ کولو ورسته راسره په زر بهاته ست شو - او دوې ګنټهې ورسته ، ګوا ماځیګري خواته یې په هوټل لیپرټي کې کښته کړم ، راسره کاؤنټر ته لاړو او په څلور سوه بهاته یې راته خوُنه وَنیوله – او بیا دَ سهار دَ نهو بجو دَ راتګ په قول رُخصت شو –
خوُنه مې دَ هوټل په دریم پوړ باندې وه ... دومره غټه او داسې جوړه وه ، چې یوازې ځان راته په کې بد ښکاره شو - لاکن بیا چې به مې بلا دَ مزغو دروازه راوَټکوله ، نو غوږو ته به مې لاسونه یوړو او کلیمې به مې په ځان چُوف کړې - په سړو اوبو وَ لمبېدم او په ټېلي فون مې دَ چائی آرډر ورکړو – دَ تنهائۍ غم غلطولو دپاره په دې کوټه کې یوې بلې خواته ګرځېدم او چې یَو وخت مې دَ کهړکۍ پړده لرې کړه ، نو څه ګورم، لاندې سوئمنګ پول دی او تر نیم درځن زیات نرینه او ښځې یا خو په کې لمبېدلې او یا په اوږدو سپینو پټه دارو چوکیانو پرتې وې - يَو وار مې دې زړه لا راته وَوئیلو، چې ورکښته شم ، څه دَ لمبېدو شوق په ځای کړم - مګر بیا راته خپله ایکړي دَ شوق په لاره کې خنډ شوه - ما لا دَ کهړکۍ له شیشو دباندې کتلو، چې دَ خونې دروازه خلاسه شوه ... یَو تهائي ځوان چائی راخیستې وې ، دَ چائی لوښي یې په مېز کښېښَولو ، شاوخواته یې په خونې کې وکتلو او بیا یې په حېرت راڅخه پوښتنه وکړه ...
ّ ایکړ یې .... دوست نه لرې ...؟ ّ
ما وئیل ...
ّ یَه ... ولې ، خېر خو دی چې پوښتنه دي وکړه ؟ ّ
اوس ګوره چې زما لهجه سخته وه او که زما ایکړي یې په مزغو بار شوه ، چې هغه ځوان یَو دم له خونې څخه وَوتو –
دَ چائی څیښلو ورسته مې دَ بې ریموټه غټې ټي وي په چېنلانو باندې ګوتې وهلې ، چې دَ چائی لوښې وړلو دپاره خلافٍ توقع یوه ښکلې او ډېره خوُري شان تهائي پېغله په کوټې رادننه شوه - یَو ځل مې زړه ته دا خبره راغله چې دَ دې خلګو لکه چې په ما دا ایکړي نه پیرزؤ کېږي - خېر ، هغې انجلۍ یوې خواته دَ چائی لوښۍ ټولوَلو ، نو بل خوا یې ما ته په وار وار داسې په مینه او معنې خېزه یعنې په موسکني شرارت راته کتلو لکه زه چې یې له ورکو غوښتم او دغه یم چې پیدا یې کړم - ما ورڅخه اخلاقاً پوُښتنه وکړه ...
ّ په دې هوټل کې کار کوې ؟ ّ
هغه یو وار وَموسېده او بیا په ماته ګوډه انګلسۍ کې راته وَوئیل ...
ّ هو ، په دې هوټل کې کار کوم، لاکن دَ روم سروس کار نه ... ّ
دَ دې په داسې خبره مې زړه ته رالوېدلی شک په یقین بدل شو - او پُوهی شوم چې هغه څه غواړي ، خو دَ هغې دَ داسې اشارتي سَت باوجود مې هم خپلو خوائشاتو مخته ماته نه وَمنله ... ولې چې دا انجلۍ که څه هم دَ سترګو وړاندې راته ډېره ښه او ښائیسته برېښېده ، خو همت مې ځکه نه شو کولې چې خبره بیا تر منځه دَ مرګ او ژوند راغلې وه او ما نه غوښتلو، چې بې وخته مې دَ اېډز بلا وَ خوُري - ځکه چې څنګه څنګه دې تلکې راته درَولې، هغسې زه ورڅخه وار په وار ذهني طور لیري کېدم - آحیر پائی چې ویرې راباندې بېخي زور وَ کړو، نو لاسونه مې ورته جوړه وَنیولو ... لا به مې اوس ورڅخه بخښنه غوښته، چې هغې هم زما په رنګه خپل لاسونه جوړه ونیوَلو او په موسکا دوه قدمه داسې رامخته شوه، لکه ما چې دَ بخښنې په ځای ورته بلنه وَرکړې وي او راته په تهائي ژبه کې وائي ...
ّ Kop Khum Krap ّ
چې مطلب یې شاید دَ ّ مننې وئیلو ّ وَ تو- ولې چې دغسې توري په جوړه نیولو لاسونو باندې ما دَ تهائي ائیر وېز په دروازه کې ولاړو ائیرهوسټسانوله خلو څخه دَ سوارلیانو وَ جهاز ته دَ ورختلو او کوُزېدلو په دواړو موقعو کې دَ ّ Sawatdee ّ یانې ّ هیلوّ او ّ ښه راغلي ّ رنګه تهائي توري سره ګنډلي اورېدلي ؤ - نو ځکه راته دَ خپلې تېروتنې احساس وَشو او ژر مې لاسونه لاندې وَځڼوَلو او له خُلې مې دَ ّسوري ... سوري ّ تکرار څه شروع شو، چې دَ هغې تهائي پېغلې له څېرې څخه موسکا یَو دم وَ تښتېده - او په تندي کې یې دَ کرکې دَ تروؤ نرئيو ګوُنځو سره دَ زړه ماتې خاموش اظهار غاړه غړۍ کولو سم دستي زما له خونې په غټو ګامونو دباندې وَوته - اوس که یوې خواته مې دَ خدائی شکر ادا کولو ، نو بلې خواته مې په خپلې دې نادانسته غلطۍ خندلو هم -
*****
دا لومړۍ شپه مې دَ خوب څخه پرته په ټېلي ویژن کې دَ تهائي ژبو او یو نیم انګلسۍ ژبې چېنلونو کتو یا دَ تهائي ائير وېز دَ یوې معلوماتي کتابچې ّ اې ګائیډ فار ټؤرسټ ّ لوستلو او څه څه په ګډو وډوخوبونو لیدلو کې تېره کړه -
تهائي لېنډ ، دَ سهېلي ایشیاء په ۷۶ صوبو باندې اړه لرونکی یَو داسې هېواد دی چې په کې دَ کال ۱۹۹۲ع دَ سرکاري شمېرې له رُویه ۵۰ ملیونه خلګ مېښته دي - په کوم کې چې ۹۵ فیصده دَ بُدها منونکې، ۹.۳ فیصده مسلمانان ،۵ . فیصده کرسچن او ۶ . فیصده نور و مذهبونو څخه اړه لري - دلته درجه حرارت سرٍکال له C ّ ۱۹ څخه C ّ ۳۸ پورې وي - مطلب دا، چې هلته خو نه دَ جېکب آباد غوندې ګرمي راځي او نه دَ ګلګت او دَ کوئټه غوندې یخ ... دَ برٍاعظم دغه هېواد دَ چیني او هندي ژواکونو تر اثر دلاندې پاته شوی دی - دَ تهائي ژواک ښوؤنه که یوې خواته دَ تهائي طرز کلاسیکل پېنټنګز ، لرغوني آثار، دَ بُدها او ډرېګون په خپل خپل غوره ډؤل جوړو بُتانو کې کېږي ، نو بلې خواته یې رواجونه ، بېل بېل اړخیزه تړون ، کشت کرونده ، خوراک څیښاک ، خُوئیونو او ناسته پاسته هم دَ ژواک ښوؤنه په ښه ډؤل کوي -
تهائي ژبه دَ دُنیا دَ نورو ژبو څخه په دې خبره ځانګړي ګڼلی شي ... چې دَ دې ژبې هر توری یَو سېلابیزه Mono Syllabic دی - او بیا یَو توری که په پنځه آوازونو کې وَ وئیلی شي - نو دَ هر ( Tone) سره ادا شوی توری بېلې بېلې معناګانې یا مطالب لري - لکه په غټ یا اوچت ژغ کې ّ Suea ّ وَ وئیلی شي ، نو مطلب یې دَ زمري وَ ګرځي ... خو که دغه توری په کښته یا واړه ژغ کې له خُلې څخه وَ ایستلی شي ، نو معنا یې دَ ټپرۍ یا غالۍ شي او بیا هم دغه پورتنی توری په بېخي څوکه او پُس پُسي کې له خُلې راوَځي، نو معنا یې دَ جامې خېږي -
*****
دَ سهار چائی څیښلو ( ناری کولو) او دَ ضروري تیاري ورسته مې بېګ په اوږه راوَځڼوَلو او په پروني نیول شوي ټېکسي کې دَ بنکاک ښا ر ، چې ورته په تهائي ژبه کې Krungthep یعنې ّ دَ فرښتو ښار ّ هم وئيل کېږي ، دَ سېل کولو په نیت روان شوم - ټېکسي په بېلابېلو لارو یَو ګنټهه ورسته ّ ګولډن بُدها ټېمپل ّ نامي ځای ته وَ رسېدو - دلته هرې خواته ژېړې ګوُمبتې ولاړې وې او بې شمېره لوی واړه او دَ پخوانۍ زمانې جوړ دَ بُدها بُتان نه یوازې دَ نمائیش دپاره ، بلکې دَ هغوئ په وړاندې دَ عبادت دپاره هم ايښول شوي ؤ - دَ ډرائيور Noi له خلې پته راته ولګېده ،چې ژېړ رنګ دَ هغوئ مذهبي رنګ دی - خاص خبره مې په دې غټ ټېمپل کې دا وَلیدله ، چې تهائیان دَ نورو خاورو یا کاڼو څخه جوړو بُتانو په مقابله کې دَ سرو زرو څخه جوړ بُدها مجسمې ته په دومره ګڼ شمېر او داسې په احترام درېدو، چې زړه ته یَو دم دا خبره راغله ... چې خود لکه ... دَ هغوئ په عبادت کې چې دَ ژېړو زرو دخل وي - دَ غېر ملکیانو پرته ، په ژېړو جامو کې پټ سرخریلي دَ بُدها دَ لارې طالبان یوې بلې خواته ګرځېدو- دَ شرافت او دَ ښه والي یې دا حال ؤ ، چې په هیچا یې کار نه درلودلو او هر کس خپل سېل یا عبادت کولو ته آزاد ؤ - دَ ټېمپل دننه دَ تصویر اخیستلو او له څپلئیو یا چوَ ټو سره راتللو باندې پابندي وه - چې دَ بُدها له ټېمپل څخه دباندې راوَوتم، نو راسره مل ډرائیور ّ نوي ّ څخه مې پُوښتنه وکړه ، چې ...
ّ دَ بُدها په حقله دې څه خیال دی ؟ ّ
ده یَو وار ماته په معني خېزه نظر وکتلو، نو یې راته وئیل ، چې ...