دَ مونکي ګاډ په جنت کې

 

تاثراتي لنډیز  ـ ـ ـ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ّ  دَ انسان عظمت ، دَ قانون احترام او دَ ژوند په اړه دَ پرمختګ څومره اخلاصمنه جذبه چې دَ سنګاپور په خلګو کې شته ، داسې مثال مې بل هیچرته نه خو وَلیدو او نه مې دَ چا څخه واورېدو -  نو ځکه دَ دې فائن سټي په باره کې په باو ر سره وایم، چې دَ مځکې په سر دَ داسې جنت جوړَونه یا خو دَ مونکي ګاډ کرشمه کېدلی شي او یا دلته مېښته  دَ مونکي وزمه انسانانو دَ پرله پسې زیار نتیجه  .... ګنې انسانان خو موږ هم یُو ، چې دَ لاسو خیرې لا هم نه شو صفا کولی  ّ     (  شوق  )

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ّ پټ پُټاڼی ّ   

 

چې  له ګرومو مې دا زړه بډه وکړي

مځکه آسمان راباندي تنګ شي دُوني

چې دَ مرګ ویره ما په تېښت مجبور کړي،

پرېږدم خپلوان او وَ پرېدو ته لاړشم

دَ نړۍ هغو هېوادو ته لاړ شم

چرته، چې غم نه وي تر لرې لرې

چرته ، چې وي دَ خوشحالیانو موسم ...

خو، درېغه درېغه ځان ساتلی نه شم

که هر څو پټ شم او ترې منډه وکړم

غمونه زما په تعاقب وي هر ځای

زه یم دَ مخه او دوئ ټول راپسې

بیا چې مې ساه راولي خُلې ته څنګه،

په خپلو پلونوشم راغبرګ وَکور ته

او بس په داسې رنګه پټ پُټاڼي

ټوکې کوي راباندې ژوند هر کله

 

( شوق /  کوالالمپور -   ملائیشیا / ۱۹۹۲ع)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

دَ ملائیشیا ائیرلائن فلائټ نمبر MH 613  ټکټونه په جېب کې زه او ډاکټر کنول دَ ۲۵ مې جنورۍ ۱۹۹۲ع په مازیګر څلورنیمې بجې دَ ګرېنډ کانټینېنټل کوالالمپور په ګاډۍ کې کښېنستلو ... ګاډۍ چې څنګه روانه شوه، نو تر شا مې وَ کتو او دَ مینې وَ دې دنګ او هسک مزار ، چې زما ارمانونه په کې ښخ ؤ ، ته مې آخري ځل لاسونه پورته کړو -  بیا چې څنګه څنګه ګاډۍ دَ Subang ائیرپورټ په لور مزل لنډَولو، نو زړه مې  وار په وار بډه کوله  -  که څه هم زما فاتح پښتون زړه ته پته وه چې بل سبا به بیرته دَ سنګاپور څخه دلته راځم  او بیا به یې تږې تنده دَ مُهېش وري په دیدن ماتوم -  لاکن ګوره چې په ده څه ټکه رالوېدلې وه ، چې په ځای دَ هوَسېدو یې ژړَلو –

 

هسې خو مې دَ سرکاري پروګرام په سمه له دې ځایه په ۲۷مې جنورۍ VIA بنکاک کراچۍ ته دَ تلو نیت ؤ–  لاکن وَ سنګاپور ته په دې لنډه دوره پخپل خرڅ ځکه روان وم، چې ما وئیل  ، سهار ته مې دَ سنګاپور ته کتو ارمان  په زړه پاته نه شي -  پروګرام مې داسې جوړ  کړی ؤ، چې نن شپه او دَ سبا درسته ورځ به په سنګاپور کې تېرَوم او سبا ماخُستن لس بجې به په ټرېن کې بیرته کوالالمپور ته را روانېږم -  او بل سبا به په سرکاري ټکټ غرمه دولس نیمې بجې دَ بنکاک په لور مخه کوم -  هم هغه ورځ به دَ تګ له مخه دَ چائینا ټاؤن سره جوخت سېنټرل مارکېټ په مېن ګېټ کې له مُهېش وري سره دَ ټاکلې وخت په سمه لیدل کتل هم کومه –

 

شپږ بجې جهاز پورته شو او دَ سنګاپور په لور یې مخه وکړه -  یوه ګنټهه ورسته بیا زه او انډین ملګری ډاکټر کنول دَ سنګاپور په ائیرپورټ کې دَ انټري کولو دَپاره په لائن کې ولاړ ؤ-  که یوې خواته دا ائیرپورټ زما سترګو ته په خپل جوړښت او لوړ ښائیست ښه وَیسېدو، نو بلې خواته  په دې ائیرپورټ کې ما ته خپله پېژندګلوي دَ پاکستاني په حېثیت کولو کې  خورا ګرانه هم پرېوته -  هغه داسې ، چې دَ ایمیګرېشن  په  کاؤنټر  ناستې انجلۍ ( کلرکې) ماته ګوته وَنیوله او وئیل یې   ...

 

ّ  ته پاکستانی نه یې  ّ

 

او زما دَ پاسپورټ تصویر ته یې داسې په ژوَر نظر بیا بیا کتلو، لکه ما چې دَ بل په پاسپورټ کې خپل تصویر لګولی وي -  ډېر مې ورته وَ وئیل ، چې  ...

 

ّ  باور وکړه ، زه پاکستانی یم   ّ

 

مګر دا وه، چې هر ځل یې سر یوې بلې  خواته ښورَولو او په تکرار یې راته وئیل  ...

 

ّ  نو ... نو ... یُو آر ناټ  پاکي  .... پاکي ،  بلېک بلېک   ّ

 

اوس که په یَو بله موقعه داسې چا راته وئیلی وی ، نو ډېر به خوشحاله شوی وم -  چې ځه یاره! شکل دي سپین پوستو ته شوی دی ...... مګر  دلته زه په دې خبره خورا ډېر پښېمانه وم  او هڅه مې کوله چې دَ خپل سېل دَ لارې دا خنډ ژر تر ژره لرې کړم -  خو هغه کلرکه وه چې زما دَ پاسپورټ  پاڼې یې  اړوَلو را اړَولو ورسته دَ ځان سره یو خواته  کښېښولو او زما تر شا یې ولاړو مسافرانو ته  په پاسپورټونو دَ انټري ټاپې لګول شروع کړې – دَ څه انتظار ورسته چې بیرته هغې انجلۍ ځان سره نیږدې ولاړ دَ ائیرپورټ یو بل کارنده ته خدائی خبر چې څه وَوئیلو او دَ سر په اشاره یې دَ هغه ځوان توجه راواړَوله -  هغه خوان هم یَو وار سر تر پایه راته وکتلو او بیا یې پوښتنه وکړه – لاکن زما په ځواب یې داسې سترګې په سترګو کې راته واچوَلې ، لکه جوړه چې ، یو غټه ښکنځا مې ورته کړي وي ..... سر یې یوې بلې خواته وَ ښورَولو او دَ ځان سره وَبُوڼېدو -  دوئ ماته او زه دوئ ته حریان وم ...، چې یَو دم مې په مزغو کې راغلو، چې شوقه! بس دی ... ډېره وَشوه .. ځان ورته پښتون کړه ، ګنې بې ګناه به یې تړلی یې -  او سرې سترګې مې دَ دوئ په سترګو کې واچوَلې او څه غوندې په کلکه لهجه کې ورته ګډ شوم  ...

 

ّ  زه له اصله  Pathan  یم Pathan ، خو دَ ډیورېنډ دَ کرښې په لمرختیځې خوا ، ګوا په پاکستان  کې مې کور دی  ّ

 

لا به مې نور څه وئیلو، چې دواړو یو بل ته وکتلو ، څه سره وَ هم بُوڼېدو او بیا انجلۍ راته واي ...

 

ّ  یس پتهان ... پتهان   ّ

 

دواړه وَ موسېدو او دَ بخښنې غوښتلو ورسته یې په پاسپورټ ټاپه وَلګوله ، چې پاسپورټ یې راکولو، نو دَ نوم په ځای  یې وئیل راته  ....

 

Ok , Take this Pathan

 

ماخُستن  اتهه بجې  خواته په ټېکسي کې کښېنستو، ډاکټر کنول وَ ډرائیور ته وئیل ، سرنګون روډ ته مې وَرسوه ، بیا به مې نو خود په کرایه کموَلو کې څه جنجال هم ورسره کړی وي -  ولې چې داسې کول خو هندي او پاکستاني کلتوري خاصه ګرځېدلې ده – هم په دې خو شاید چې دې سنګاپورین ډرائیور خوا بده کړې وه -  چې په درسته لاره یې دَ ځان سره ګرېز ختو -  نور نه پوهېدم ، خو دَ خُلې څخه یې  ّ بارګېنینګ  ... بارګېنینګ  ّ  او   ّ لټل انډیا .... لټل انډیا  ّ  رنګه تورې په تکرار سره وَ تو -  خو ما او ډاکټر خوند ورباندې اخیستو او ورته خندلو مې هم  -  بس چې یَو وخت سړي په رښتیا راواړَوله او نورنور توُند شو، نو ما په ملا وَ ټکولو او ورته وَمې وئیل  ...

 

ّ  څه بړ بړ دي خېږې  ... پیسې درکوؤ ... مُفت مې نه وړې ، ګاډۍ وَدرَه ... موږ کښته کېږو  ّ

 

سړي چې دَ کښته کېدو واورېدو ، نو کرار شو ، خود لکه چې وَوېرېدو. چرته دا خلګ پولیس ته نه وَواي  ... بیا دا نوره پاته لاره مې دَ سړک دواړو خواؤ ته ولاړو ښائیسته او په رڼاګانو جل بل دنګو دنګو ماڼیانو او ودانیانو ته په کتلو تېره کړه  -  شپه وه ، مګر زموږ تر ورځې رُوڼه او ډېره زیاته رنګینه هم  ـ  څه نیمه ګنټهه ورسته ټېکسي وَدرېدو ، ډرائیور وئیل  ...

 

ّ  دا لټل  انډیا ، ګوا سرنګون روډ دی  ّ

 

ډاکټر کنول یَو ځل مخ کې هم سنګاپور ته راغلی وو -  چې دَ ټېکسي څخه راکښته کېدو ، نو یې مخامخ غټ مار کېټ ته په لاس اشاره کولو په وخت وئیل  ...

 

ّ  خان بهائي  .... یه مصطفی مارکیټ هی  ّ

 

مارکېټ او ورسره ورته جوړ ښائیسته دوکانونو او رش ګش دومره خوند راکړو ، چې زړه مې غوښتو ... چې ورته په چکر شم -  لاکن بیا مې په اوږه راټال درانه بېګ ته پام شو ، نو ډاکټر کنول ته مې ور ژغ کړو  ...    

 

ډاکټره !  اوس ته دَ مخه  او زه درپسې  ، هوټل راښئیه ، چې له دې بېګونو خلاس شو  ّ

 

بیا دائی دَ مخه او زه ور پسې ، څو هوټلانو باندې وګرځېدو -  مګر هر هوټل دومره ګران وو، چې وَس مو نه په رسېدو – چې ښه ستړي شولو، نو ډاکټر کنول دَ یَو لارَوي څخه دَ انډین ګیسټ هاؤسونو تپوس وَکړو- دَ لارَوي په ښول شوې لاره روان شولو  ... خدائی حق دی ، چې ښه ډېر ستړي هم وو-  مګر دَ ستړیا وساکولو حاجت مې ځکه نه محسوسَولو، ولې چې  زموږ له مخه یوه خُورې او چټه غوندې پېغله ، چې ښائیسته خو نه وه ، لاکن په تک تور او تنګ مني سکرټ کې یې ټکې غورځوَلې او زموږ مخ مخ ته روانه وه -  یَو دوه ځله خو یې مخ هم راواړَولو -  ګوره چې اوس دا موږ ته چُړت وړې وه او که یې څه بل مطلب ؤ ..؟ ډاکټر ته مې څُوکه غوندې وَوئیل  ...

 

ّ  چرته دَ دې انجلۍ وَ کور ته خو مې نه وړې ، چې دَ سرنګون روډ څخه دا دَ مخه ده او موږ ورپسې پسې روان یُو؟   ّ

 

ډاکټر وَخندل او اوس  به یې لا څه وئیل ، چې هغې انجلۍ بیا شاته  وَکتلو او وَ موسېده ... نو ځکه دَ ډاکټر ځواب په خلې کې پاته شو او راته وئیل یې  ...

 

ّ خان  ... خیال رکهنا ... یه لړکي مجهې اچهي نهین لګتي  ّ

 

ما ورته وئیل  ...

 

ّ فکر مه کوه ، دومره لا هم کمزوره نه یم ، چې هر چا ته به زړه په لاس کې ږدم  ّ

 

ما چې څنګه دا خبره کوله ، نو هغې انجلۍ دَ یَو دوکان په تړه باندې پرتې چوکۍ کې ناست ځوان ته لاس پورته کړو ، وئیل یې  ...

 

ّ  هائی   ّ

 

دَ هغې انجلۍ  ّ  هائی   ّ څه وو، چې دَ پښو دلاندې مې مځکه وَخته –  ما او ډاکټر یَو بل ته داسې وَکتو ، لکه دواړه چې ښه مزېداره بې وقوفان جوړ کړل شوې ؤ -  او په دې خبره کې څه شک هم نه وو پاته شوی  ... ولې چې هغه انجلۍ ، انجلۍ نه بلکه  Lady Boy  یعنې  ّ نرښځئی  ّ  ؤ-

 

*****

 

دَ دواړو په صلاح دَ یَو تامل کورنۍ دَ بالائي پوړ په یوې خوُنې کې Paying Guest جوړ شولو -  خونه څه وه ، بس هسې ساده کوټه وه -  نه په کې حاجت ځای او غسل خانه وه او نه بل دَ ضرورت خاص شئی -  بس دوه کټونه پراته ؤ، چې ورباندې نیالیانې او څادران  پراته ؤ-  باک مې ځکه نه کولو، چې مازې  شپه تېرَول ؤ -  او بیا ډاکټر دومره خوشحاله ؤ ، لکه جوړه چې خپلو عزیزانو ته راغلی وي -  ولې نه ، که یې  سکه عزیزان نه هم ؤ، خو په بهګوانانو خو ورګډ ؤ-  له زړه یې منلو که نه، خو زما او دَ هغوئ دَ مخه یې دَ دې کور په تاخچو کې پرتو بهګوانانو ته په وار وار جوړه لاسونه نیولو ضرور -  په دې کورنۍ کې دوې سُرتوَرې او په رنګ هم تکې تورې او لغوَړنې ، دوه ځوانان او دَ هغوئ زړو مور او پلار استوګنه کوله -  دې ځوانانو او پېغلو زموږ داسې خدمت کولو ، چې که مې غوښتې وای نو دَ ماما زامن یې جوړېدلی شو – لاکن دَ یوې شپې خبره وه، بس یَو رنګه مې تېرَوله –

 

څه درې پاوه وخت مې هلته ستړیا وسا کړه او تیاري ورسته دباندې راوَوتو ... په سرنګون روډ کې په یَو انډین هوټل کې مې دال او چاول  وَخوړَلو او مصطفی مارکېټ ته په سېل شولو -  شه خوش رنګه مارکېټ وو -  لاکن دَ کوالالمپور دَ مارکېټونو په سر بیا هم نه ؤ –  په دې مارکېټ کې په ګرځېدو راګرځېدو مې یَو ځای ناببره شېرینه پښتو تر غوږه شوه ... وَ درېدم او شاته چې ګورم ، نو دوه کچه ځوانان ، چې پښتنې جامې یې په تن وې ، خپلو کې خبرې په پښتو کولې -  دومره خوند یې راکړو ، چې ژغ مې ورباندې وکړو  ...

 

ّ  پښتانه یاست ؟   ّ

  

هغوئ وئیل  .....   ّ  هو  پښتانه یُو  ّ

 

ّ  دَ کوم ځاي  ... ؟   ّ  

 

دوئ وئیل   .....  

 

ّ   دَ چمن   ّ

 

دا   ّچمن ّ توری یې داسې په خُله راغلو ، لکه دا چمن ښار چې جوړه ځانته یَو بېل هېواد وي -  په خبرو خبرو کې مې بیا ورڅخه پُوښتنه وکړه  ...

 

ّ  دا الیکټرانکس سامان خو دلته ډېر ګران دی  -  که څه هم  زموږ هېواد ته له دې ځایه  ورځي  ّ

 

په هغو دوؤ هلکانو کې یوه وئیل  ...

 

ّ هو ګران دی ، چې یَو یَو شئی اخلې ... مګر موږ خو دَ کنټېنرانو په حساب له دې ځایه سامان وړو .. ځکه راته  ارزان  پرېوَځي  ّ

 

اوس که څه هم هغه دواړه هلکان تر موږ په عُمرونو باندې واړه وو ، خو دې  غټو خبرو یې موږ ورڅخه په حېثیت واړه او نابلده وَ یسَولو ...  او مخته  ورڅخه تېر شولو -  په ګرځلاؤ کې چې ښه ستړي شولو، نو بیرته دَ تامل کورنۍ په لور روان شولو -  چې دې وخت له موږ څخه په ډېره فاصله باندې پاته شوی ؤ -  نو ځکه تر هغه ځایه رسېدلو پورې موږ ښه ډېر سېل کولی شو -  

 

دَ سرنګون یوه اړخ ته سپین ماجت  او ورسره ورته دَ چینیانو وړه غوندې اوپن ا ئیر عبادت ګاه وه -  ماجت کې مې دَ ماخُستن لمونځ ادا کړو  او مخته له ډاکټر کنول سره تېر شوم -  چې کله دَ چیني عبادت ګاه سره په څنګ کې تېرېدو، نو څه ګورو ، چې چینائي نران او ښځې لاس په لاس ، په یوه غټه دائره کې په یَو څیز باندې شاوخوا ګرځېدو راګرځېدو -  په مخونو یې سره شنه، تور او ژېړ رنګونه لګولي وو او قسم قسم لفظونه یې په ګډه له خُلو څخه راوتلو -  دلته ډاکټر کنول دَ دې چینائي مېلې کتلو سم دستي راته وَوئیل  ...

 

ّ  یار ه! دې چینائی عبادت کولو انداز ته چې وَګورم ، نو ستاسو دَ دین په ریښتونولۍ مې باور شي  ّ

 

یَو وار مې لا  خبره حلق ته راغله ، چې ورته وَوایم، چې نه یوازې دَ چینایانو څخه ، بلکې  .... خو بیا مې زړه ته راغلو، چرته راڅخه خفه نه شي -  ځکه مې  په  ّهوّ  کې ورسره   ّهوّ  وَ تړلو -  او یَو وار بیا دَ سنګاپور دَ رُوڼې شپې په خوش رنګیانو کې رنګېدلو  دَ ده په خوښه  او ملګرتیا جوګه شولو-

 

*****

 

دا شپه راباندې دېره په زاوال تېره شوه – یَو خواته غوماشې وې ، چې کرار ته یې نه پرېښَولم او بلې خواته دَ زړې پنکهې  کړَپی -  ډاکټر بختَور لا ښه وو ، ژر ویده شو -  لاکن زه وم ، چې سترګې مې نه سره ورَتلې -  یَو اړخ بل اړخ اویښتم او زړه مې  غوښتو چې په یَو کتاب یا رساله باندې سترګې کرارې کړم -  لاکن داسې مې هم ځکه نه شو کولی ، ولې چې دَ دباندې دَ بلبونو په لږه رڼا ، چې دې وخت دَ کهړکیانو دَ شیشو څخه دننه راتله ، کې لوست نه شو کېدلی او دَ خوُنې بلب مې هم په دې نه بلوَلو ، چې په خواږه خوب ویده هندو یار مې نه شو راویښَولی – بس دې وخت زه وم او ډؤل ډړل راڅرمه شوې سوچونه ، چې یَو وخت یې هغو اژدهاګانو مخامخ وَ درَولم، چې دَ  چیني یا منګولي نسل  بُدها منونکو خلګو په برخه دَ خوُش بختۍ، سوکالۍ او نورو ښو علامتونو په څیر ورَغلې دي  ...  ّ چرته دا ځناور خو بُدها نه دی ورته په ګوتو کړی  ..؟   ّ

او بیا مې په خپل سوچ او فکر دَ دې خبرې داسې نفي وکړه ... چې دَ تاریخ له رُویه بُدها په درست ژوند کې

چپ دَ مارانو له باچا   ّ ناګا  ّ  څخه نور داسې رنګه ځناوران نه دي یاد کړل شوي – نو، خبره بیرته دې ځای ته وَرسېدله ، چې دغه اژدها خود لکه چې دَ افسانوي علامت په توګه دَ دوئ په پخوانئيو افسانو ، نکلونو، کیسو او متلونو کې غوره کړل شوی دی  ... او بیا کرار کرار دغې ځناور دَ بُدها منونکو په مذهب کې ځای موندلی دی -  ځکه خو نن دَ دې نسل خلګ چې په کومو هېوادونو کې هم په زیات شمېر مېښته دي ، هلته دَ دې اژدها ښودنې نه یوازې په سرکاري مونوګرامونو کې شوې دي بلکې په قامي او مذهبي مېلو کې هم دَ رنګینو رختونو څخه یې جوړَونې او ښودنې په خصوصیت سره کېږي –

 

خو دَ پورتنئیو ذکر شوؤ خبرو پرته موږ دغه اژدها نه یوازې دَ تهائي لېنډ، لاؤس، وېتنام، برما،کمبوډیا، او نېپال رنګه ملکونو دَ پاره دَ اېډز په شکل کې دَ تباهۍ علامت ګڼلی شو، بلکې دَ چین او انډیا دَپاره  یې دَ زیاتې آبادۍ هغه بلاهم، چې خلګ به ډېر ژر په وَښو او پاڼو خوړَلو باندې مجبور کړي -   او بیا دغه اژدها دَ سنګاپور دَ خلګو دَپاره  قانوني ویره، دَ سري لنکا دَپاره دَ خوشحالیانو دُښمن، دَ هانګ کانګ ، کوریا او ملائیشیا دَ پاره دَ صنعتي انقلاب زېری او دَ پاکستان یا برما دَ پاره دَ منشیاتو لعنت او عذاب هم ګڼلی شو -  غرض دا ، چې په داسې رنګه ګډ وډ سوچونو کې دَ نیمې شپې خواته خوب په خپله پسته غېږه کې واخیستم  -

 

*****

 

دَ سهار چائی او ډوډۍ ( ناری ) مې په ډېرو لږو پیسو په تامل کورنۍ تاوان کړه او دباندې راوَختو -  په لومړي نظر دَ دباندې چاپېر دَ لمر په رڼا کې داسې راته ښکاره شو، لکه موږ چې په انډیا کې ګرځو-  سنګاپور او دومره زیات انډین ... ؟ سر مې دَ ټېکسي ډرائیور په هغه خبره یو دم خلاس شو، چې وئیل یې  ... ّ دا لټل انډیا دی  ّ – خېر،  دَ دې لټل انډیا دَ مېن روډ ، ګوا سرنګون روډ دَ یَو بس سټاپ دَ ښائیسته ټکټ کېبن څخه مې ټکټونه تر لاسه کړو او دَ سېنټوزا روټ بس ته وَ ختو -  په دې بس کې په شمېر یو څو سیټان وو، چې دَ خواپاکۍ یو مثالي ماحول په کې  زما په رنګه دَ یو کلیوال سړي دَ پاره دَ حېرت خبره نه یوازې سوال کوله بلکې دَ دې بس دننه دَ خلاسې خلاسۍ ماحول دَ روح دَ خوشحاله  کولو په څیر ځواب لټولو ته مجوره کولم هم  -  عجبه خو دا وه، چې په دې بس کې هیڅوک هم دَ بل په اوږه نه وو سپور ... هرې سوارلۍ ځان ځانته پراخ سیټونه درلودلو – ګوا سړي دَ سړیانو سره نه او نه ښځې دَ ښځو سره ناستې وې ، بلکې دلته