دَ سهېلي لمرختیځې اېشیاء په زړه کې
تاثراتي لنډیز ـ ـ ـ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ّ ّ دَ خبرو تر حده اسلام خو په هر اسلامي هېواد کې شته ، ګوا په جامو مسلمانان او یا دَ شپې او ورځې دَ پرله پسې لمونځونو دَ پاره جوګه په مُوسلو ولاړ مسلمانان .... چې په عملي ژوند کې دَ انسانیت په اړه تول مانده لري - نو وَ به وایم ، چې که دَ سُوچه مسلمانۍ کردار او بې ساري اخلاق خبره منځ ته راځي ، نو دَ ملائیشیا دَ سپېڅلو خلګو ( مسلمانانو) مثال نه ورکول دَ حقیقت څخه سترګې اړَول دي - مګر دا بېله خبره ده چې دَ دې ځای دَ خلګو زړَې رواجي جامې څُوکه څُوکه خپل مشرقي طرز بائیلي او مغربي انداز په تېزۍ خپلوي لګیا دي ّ ّ ( شوق )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ّ شعرونه ّ
دَ خپل رُوح له اضطرابه
راته داسې څرګندېږي
چې هم ته هغه راڼۍ یې
چې دَ زړه له سلطنته
دَ خلوص په قافله کې
زما دَ سترګو تر چوکاټه
هره شپه راوړې وَ ماته
په ځولۍ کې ډېره مینه
او دَ سرو ګلو هارونه ،
خو چې څنګه بیا سهار شي
نو دَ درَستې شپې خوبونه
تېر له تا سره وختونه
په ما وَلیکي شعرونه
( شوق / کوالالمپور - ملائیشیا /۱۹۹۲ع )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دَ هوټل ګرېنډ کانټیڼېنټل کوالالمپور په لویه دروازه چې څنګه ور دننه شوم ، وَ درېدم ، شاوخوا مې په دې پراخه او ښائیسته غوندې لابي کې وَکتلو او بیا خپل ښي لاس ته جوړ دَ استقبالیې Reception کاؤنټرونو په لور روان شوم - لا نه وم ورته رسېدلی چې دَ کاؤنټرونو تر شا په نیمه خلاسه دروازه کې ولاړې انجلۍ ته مې پام شو، چې په ما کې یې سترګې داسې اچوَلي وې لکه ما چې پېژني .... او بس چې څنګه کاؤنټرونو ته وَ رسېږم ، نو دا به ژغ راباندې وکړي - ځکه خو مې له اوله ګامونه دَ هغې په لور چسپ شوي ؤ - ژغ یې نه راباندې وکړو ، خو چې تر څو پورې دَ کاؤنټرونو سره جوخت ولاړ وم نو دې راته کتلو - دلته مې دَ خوُنې دَ پاره کارډ ډکولو ، هلته مې سوچ په دې انجلۍ کې بند ؤ .. او په وار وار مې ورته کتلو هم – خلاس وېښته ، په تندي باندې ټیکه او په ژېړې هندي جامې کې داسې ښکاره کېدله ، لکه جوړه چې دَ مودو راهسې زما په تمه ولاړه وي - بس که حېرت وړی وم ، نو دې خبرې ته چې ګیړدۍ غنم رنګې څېرې یې حال نه وئیلو - ګوره چې دا اوس زما په رنځ اخته شوې وه او که مې په تن پراخو پښتني جامو ته حېرانه وه - په مزغو چې به مې څومره زور ورکړو ، معامله به هومره کړکېچنه شوه - مګر ناشُوده خو یې هغه وخت وکړو، چې زه څنګه له دې ځایه دَ لفټ په خوا روان شوم ، نو دې دروازه شاته پوري وهله او دوه ګامه مخته راغله - بیا نه یم خبر چې دې په کاؤنټرونو باندې ولاړو Malay انجونو سره څه خبرې کولې ؟
خبره دا وه ، چې زه په دې فائیو سټار هوټل کې ځکه اوسېدو ته راغلی وم ، چې دَ انټرنېشنل کونسل آن مېنېجمنټ آف پاپولېشن پروګرام ICOMP په څورلس ورځني نړیوال ورکشاپ کې ، چې دَ زیاتې آبادۍ په کشالو باندې ؤ ، دَ پاکستان دَ غړي په توګه مې ګډون په کې درلودو - کوم چې په دولسمه جنورۍ ۱۹۹۲ع ګوا بل سبا سهار پئیل کېدو - خو دې وخت زه دَ هوټل په ۲۳م پوړ کې په ۲۳۰۱ نمبر کوټې کې ناست په ټېلي ویژن کتو کې بوخت وم ، چې اووه نیمې بجې شاوخوا ته ډاکټر ثریا ابراهیم رشید نامي ښځې په فون خبرتیا راکړه ، چې نن ماخُستن په اتهه نیمي بجې به دَ ټاکل شوي پروګرام په سمه دَ ICOMP په درنه ډوډۍ کې دَ ګډون دَ پاره له هوټل څخه روانېږو .. او وئیل یې که تاسو مهرباني وکړئ ، څه لس منټه دَ مخه لاندي لابي ته راشئ ، نو ښه خبره به وي - ما ورته وئیل ... ّ هو، حتماً به درځم ّ او بیا په تیاري بوخت شوم –
څه وخت ورسته زه دَ هوټل په لابي کې دَ ډاکټر ثریا او ځینو نورو دَ ورکشاپ په سلسله کې راغلو ملګرو سره ولاړ دَ سفر حال مې ورته تېرَولو - ګوا داسې دَ کراچۍ څخه تر بنکاک پورې په یَو جهاز کې او بیا له بنکاک څخه تر دې ځایه په بل جهاز کې راغلم - غرض دا چې، څه وئیلي ، څه اورېدلي ، چې څُوکه څُوکه سړي او ښځې ، چې دَ بېلو بېلو هېوادونو سره یې اړه لرله هلته غونډېدل شروع شول –
اتهه نیمې بجې یوه سړي په موږ باندې ژغ وکړو ... ّ ګاډیانې تیارې دي ، راځئ چې ځو ... ّ
بیا چې څنګه روانېدو ، نو ګورم چې هغه انجلۍ په هغه نیمه خلاسه دروازه کې بیا هغسې ولاړه او په هغه رنګه راته ګوري .... مګر څله ؟ دا سوال مزغو له ځکه راغلو، چې دې وخت خو زه په پښتني جامو کې هم نه وم - رښتیا خبره دا ده ، چې سوچ مې په کې بند شو او بیا درسته لاره نه شوم پوهی چې څنګه او په کومو لارو وېګنان تر Titi Wangsa نامي ځای پورې وَرسېدو - بس چې له وېګنه کښته کېدمه ، نو لومړی نظر مې په مخامخ دوؤ بورډونو باندې وَلګېدو - په یوه باندې لیک ؤ ّ نېلایان رېسټورېنټ ّ او په بل ّ سلامت دیتانګ ّ ګوا ّ ښه راغلې ّ - دلته داسې ښکاره کېدو ، لکه تر لرې لرې پورې چې مېله لګېدلي وي - په سرو ، ژېړو او شنو بلبونو کې عجیبه غوندې دَ شاعرۍ موسم او دَ مستۍ مُوډ ؤ ، چې څنګه څنګه مخته تلو ، رڼاګانې زیاتېدلې - بیا څه مخته لکه موږ چې کشتۍ ته وَ ختو – ولې چې اوس دَ لرګي په دَړو باندې روان وو او دواړو خواؤ ته اوبه څرکېدلې – په هر مېز دَ یوه نا یوه هېواد پرچۍ پرته وه - ځان مې دَ پاکستان تر مېزه وَرسَولو ، چې څنګه په چوکۍ کښېنستمه ، نو یو سړي راباندې ژغ وکړو ...
ّ زما نوم نسیم دی ، زه دلته په پاکستانی سفارت خانې کې تهرډ سېکرټري یم ّ
بیا راسره داسې غاړې وتو لکه زه چې دَ ده سکه ورور وم او حالونه مو یو بل ته سره تېرَول شروع کړو - اوس که یوې خواته ما له ده سره خبرې کولې ، نو بلې خواته مې ګېرچاپېره سترګې هم غړَولې – عجیبه غوندې ښائیسته ځای ؤ ، آسمان خو بالا دَ رېسټورېنټ په بام راڅخه پټ ؤ ، لاکن نور هر لور خلاسه خلاسي وه –
کله چې ټول مېلمانه کښېنستو ، نو نورمیان نامي ښځه مخامخ دَ واړه ټاپُو په رنګه جوړ سټېج ته وره غله او دَ ّ سلامت دیتانګ ّ وئیلو ورسته په ملې (Malay) ژبه کې دَ هرکلی سندره دَ سازونو سره وئیلو ته چمتو شوه - نور خو نه ورباندې پوهېدمه، بس چې کله یې دَ نړیوال ورکشاپ دَ غړو یعني دَ مېلمنو نومونه یې اخیستلو، نو یو ځل مې خپل نوم هم تر غوږه شو – بیا له دې سندرې ورسته په سټېج باندې ډله ډله انجونې او هلکان چې قامي جامې یې اغوستې وې راغلو او خپل رواجي رقص یې پئیل کړو - اوس دلته خُلو خواړه خوړلو او هلته سترګو دید کولو ، چې یو وخت مې یوه ښکلې Malay پېغله ، چې کټ مټ دَ شهزادګۍ په بڼه ساز ه کړل شوې وه دَ سترګو شوه او سوچ مې په کې بند په دې خبره شو، چې هغه شهزادګۍ له یوه مېزه دویم ته او له دویمه دریم ته او دغه رنګه کرار کرار زموږ په خوا را روانه وه - دا یوازې نه وه ، یو کېمره مېن هم ورسره ؤ، چې دَ شهزادګۍ تصویرونه یې دَ هر راغلي مېلمه سره اخیستلو- نو ځکه چې څنګه څنګه یې زما په لور فاصله رالنډَوله ، هومره هومره مې زړه واګې ورته شلولې - بیا چې زموږ تر مېزه راورسېده ، نو کېمره مېن راته وائی ...
ّ سر ! تاسو مهرباني وکړئ ... دَ یو تصویر دَ پاره له دې انجلۍ سره وَ درېږئ ّ
څنګه انجلۍ زما لاس په لاس کې واخیستو او څنګه یې دَ ځان سره وَدرَولم ... ؟ نه یم خبر ، خو چې بیرته په چوکۍ کښېنستمه ، نو نسیم صاحب راته وائي ...
ّ ستا دغه تصویر به سبا یا بل سبا سفارت خانې ته رالېږل کېږي ّ
په ما لکه ګوُزار چې وَشي ، له خُلې مې یَو دم ورته وَوتو ّ ولې ؟ ّ او اوس به مې لا بدن دَ بېلابېلو امکاني خطراتو له سوبه بَژي نیولو، چې نسیم زما په حالت وَخندلو .. وئیل یې ...
ه پرېښانه کېږه مه - دا دَ انټرنېشنل پروټوکول یوه لازمي برخه ده - ګوا دَ سرکاري مېلمه یوازي ځانته تصویر دَ ریکارډ دَپاره په داسې موقعو کې اخیستل بې عزتي ګڼل کېږي - ځکه ورسره یو داسې شهزادګۍ له څنګه ته درَوي ّ
دې خبرو مې نه یوازې له ځایه ښورېدلی زړه بیرته په ځای کړو ، بلکې په خپل حېثیت هم پوهی شوم - بیا تر یولس نیمي بجو پورې دَ شپې رنګارنګ محفلونه وو، چې دَ تږو سترګو تنده یې راماتوَله .. او بیا چې له دې ځایه ولاړېدو ، نو نسیم صاحب راته په کلکه وَوئیل ... چې
ّ څنګه ورکشاپ په ۲۵مه جنورۍ سرته وَرسېږي ، نو زموږ دَ خوا به ګاډۍ درشي ، او دوې درې ورځې به زموږ په مېلمستیا کې تېرې کړئ ّ
خدائی شته ، چې دَ ده په دې ست ډېر خوشحاله شوم –
*****
دې وخت دَ سهار اتهه نیمې بجې وې او دَ هوټل په رېسټورېنټ کې مې خوړل څیښل کولو ، چې یو سړی دَ خپلې خوا راغلو او ّ ګوُډ مارننګ ّ کولو سم دستي دَ ما سره په مخامخ چوکۍ کې کښېسنتو ...
ّ ماته ډاکټر کنول وائي ... زه له انډیا څخه په دې ورکشاپ کې دَ ګډون کولو دَ پاره راغلی یم ّ
که څه هم ده دا خبره په انګرېزۍ کې وکړه ، خو ما ورته په اُردو ژبه کې په خپله باره کې حال ورکړو - په دغه شناخت زه تر ده او دائی تر ما زیات خوشحاله شو او بیا یو خواته خوراک ، بل خواته خبرې ، چې دَ برایه شپې له تاؤده محفله راپئيل شوې او دَ نن دَ سټي ټوؤر په فېصله حتمي شوې –
نهه نیمې بجې زه او ډاکټر کنول ټکټونه په لاس کې دَ Bestasy Travel وَ بس ته وَ ختو - په بس کې څه نور سړي او ښځې هم وې ... بس چې څنګه دَ هوټل له ګېټ څخه دَ جالان راجه لاؤت په تور سړک مخته روان شو ، نو دَ ډرائیور شاته سیټ کې ناست ګائیډ خُلې ته مائیک وَنیولو –
ّ سلامت دیتانګ ... هېواد ملائیشیا ، چې دَ ۱۳ ریاستونو Confederation نوم دی ، آبادي یې دې وخت ۳ ـ ۱۸ ملیونه ته رسېدلې ده - دلته ۵۰ فیصده مسلمانان ، ۳۰ فیصده چینیان ، ۱۰ فیصده هندوان او داسې نور نور مېښته دي - ۹ ریاستونه موروثي باچهان لري او دَ دغو نهو باچاهانو په خوښه هر ریاستي باچا پنځه پنځه کاله په ملائیشیا باندې باچهي کوي - کوالالمپور چې دې وخت یې موږ په جالان اسماعیل باندې روان یُو، دَ ملائیشیا دارلحکومت دی ّ
بیا چې څنګه دَ جالان اسماعیل او جالان امپانګ دَ چوک څخه تېرېدو، نو ګائیډ وئیل ...
ّ دا کیڼ لاس ته چې کومه ښائیسته ودانۍ تاسو وینئ .. دا ملائیشیا ټوؤرسټ انفارمېشن کمپلېکس دی ، چې لویه دروازه یې جالان امپانګ ته خلاسېږي ّ
ګائیډ چې په کوم کوم لور زموږ توجه اړَوله ، هلته په جدید طرز جوړې ودانۍ ولاړي وې ، چې دواړو اړخونو ته یې زرغونې ونې او شنه چمنیان ښکاره کېدو - خو ما دَ ګائیډ خبرې هم په ډائرۍ کې نوشته کولې ... وئیل یې ،
ّ ملائیشیا یو آزاد خیاله اسلامي هېواد دی – دلته مذهبي آزادي ده - که تاسو یو کال دلته تېر کړئ ، نو خپله به وَ ګورئ ، چې دلته دَ مسلمانانو دَ اخترونو پرته چائینیز نیو ائیر، کرسمس او دېوالي هم په ډېر خوند لمانځل کېږي ّ
ګائیډ چې څنګه دا خبره سرته وَرسَوله ، نو بس دَ سیګنل په سره لائټ وَدرېدو - دا یو چوک وو او څلور طرف ته روډونه ښګاره کېدو- دَ نوي ماډل موټرانو سره سره موټرسائیکلان هم زیات ښکاره کېدو ، چې جوړه جوړه انجونې او هلکان ورباندې ناست وو - له دې څخه سړی اندازه لګولی شي ... چې ملائیشیا څومره خپل واکه اسلامي هېواد دی ، چې مینه په کې جُرم نه او مئین په کې واکمن ....
چې بس څنګه دَ شنګرېلا هوټل سره ورته دغه چوک څخه مخته روان شو، نو ګائیډ دَ اوبو ګلاس په غاړه اړَولو ورسته خبرو ته یو وار بیا ملا وَ تړله ...
ّ کوالالمپور ته ّ ګارډن سټي آف لائټس ّ وئیل کېږي - دې وخت موږ دَ Equatorial Hotel سره تېرېږو اوهغه مخته هلټن هوټل دی - نو ما خبره کوله ، چې که په تاسو کې څوک دا دَ رڼاګانو ښار دَ شپې خواته کتل غواړئ ، نو هغه دي مونږ سره تماس وَنیسي ّ
دَ دنګو دنګو او ښائیسته ودانیانو په دې ښار کې موږ مخته روان وو، چې یو وخت ګائیډ وئیل ...
ّ زموږ ښي لاس ته دا غټ دَ سایه وان په رنګه جوړ سټېډیم نګارا دی - او دا بل چې مخته په څه فاصله ښکاري ، مرداکا سټېډیم دی - او اوس چې موږ تاسو کوم ځای ته وړو ، هلته لېک ګارډن، ورسره نېشنل مونامنټ او بیا آسیان پارک .... درې واړه ځایونه دَ کتو وړ دي ّ
ښه ډېر وخت ورسته بس دَ نېشنل مونامنټ نامي ځای سره وَدرېدو، ټول سړي او ښځې دَ بس څخه راکښته شولو او په دې وړه ، مګر ښائیسته غوندې دُنیا کې یوې بلې خواته وَوېښل شولو – ما او ډاکټر کنول هم یو خواته مخه وکړه - دلته دَ یو ښائیسته او غټې ودانۍ پرته دَ فوارو په مابېن کې دَ کاڼو په یو غت بلاک باندې دَ عسکرانو بُتان دَ اوسپنو څخه داسې جوړ کړل شوي دي ، چې ورباندې دَ بُتانو ګمان لږ او دَ ژوندئیو باور زیات کېدو - دا بُتان په کال ۱۹۶۶ع کې دلته لګول شوي ؤ - او بله خبره دا، چې دلته ډېر زیات سره او سپین خلګ چې دَ بېلو هېوادونو سره یې اړه لرله ګرځېدو - څه تصویرونه مې واخیستو او مخته دَ Asean Park په لور روان شولو - له دې ځایه ډېره ښائیسته لاره ورَغلې وه – په آسیان پارک کې هر لور دَ شنو چمنیانو په منځ کې دَ نادره آرټ ځینې چُوڼ کړل شوې نمونې دَ نمائش دَ پاره اېښول شوي وې - دَ ځینو سرونو او څېرو پرته زیاتره داسې کاږه واږه شیان، چې دَ لرګیانو او له کاڼو څخه جوړ ؤ ، چې ورته په لومړي کتو یې سترګې کمال ته نه رسېږي – دا ټول شیان دَ آسیان نامي نړیوال تنظیم دَ ملګرو هېوادونو، لکه سنګاپور، تهائی لېنډ، فلپائن، برونائي ، انډونېشیا، او ملائیشیا دَ فنکارانو دَ آرټ نمونې وې -
دَ آسیان پارک څخه چې زه او ډاکټر کنول دواړه دَ روډ په دې بل اړخ لېک ګارډن خواته روان ؤ، نو دَ یوې انډین څېرې په کتلو ما ته دَ هوټل دَ لابي هغه انجلۍ چې څُوکه څُوکه یې زما په زړه کې کور جوړولو ډېره راپه زړه شوه - ځکه خو مې بیا بیا تر شا ورته کتلو - خېر دلته هر لور لکه ځنکل چې وي او په منځ کې یې ښې ډېرې اوبه ډم ولاړي وې - دا یَو غټ کړوُم وو، په دې کې خلګو وړې وړې کشتیانې چلوَلې - او دَ قدرت له نندارو څخه یې خوندونه اخیستلو - ګوا چا په یوازې ځان او دَ ژوند دَ ملګري سره - فطرت په سُوچه بڼه کې سترګو ته ښکلاګانې ښکاره کولې - دَ دې شنې او ځنګلي سیمې ځینې برخې دَ کتو وړ وې - لکه په قدرتي چاپېر کې جوړ دَ هوسیانو ځای ، دَ رنګارنګ ګلونو او دَ ونو ګڼ باغ ، دَ ۵۰۰۰ بېلا بېلو مارغانو ځانته ښائیسته علاقه – مګر خلګو تر ټولو زیاته دلچسپي دَ تنکو عبدالرزاق ، چې دَ دې هېواد خلګ ورته ّ دي فادر آف ډویلپمنټ ّ هم وائي دَ ژوند په هغو نخښو او شیانو کې اخیستله چې ده تر استعمال لاندې راوړي ؤ ... لکه کور، لائبرېرۍ ، جامې او نور نور - موږ به لا نور هم ګرځېدلې وای ، که وخت راسره وی –
دولس بجې بس مخته روان شو او ډېر ژر دَ یوې ښائیسته غټې ودانۍ مخته وَدرېدو ، ګائیډ وئیل ...
ّ بخښنه غواړم ، دې تکې سپینې ودانۍ ته تاسو بې دَلاس لیک اجازت نامې نه شئ دننه کېدلی - ولې چې دا پارلیمنټ هاؤس دی - هغه مخامخ ولاړ هسک ټاور هم دَ دې هاؤس برخه ده - که څه هم په ملائیشیا کې باچهي نظام دی ، خو دَ انګلېنډ په رنګه .. ګوا دَ ملک وزیراعظم دَ قامي اسمبلۍ یعني Dewan Rakyat په اکثریتي خوښه ټاکل کېږي - دغه رنګه په هر ریاست کې ریاستي اسمبلیانې وجود لري چې ځان ځانته وزیر اعلی ټاکي - دَ دې پرته سېنټ ، ګوا Dewan Negarat هم شته ، چې دَ غړو چُوڼ یې باچا سلامت خپله کوي ّ
بس بیا مخته روان شو ، چې یو وخت موږ په جالان تون باندې جوړ پخواني ټېمپل سره په اړ خ تېرېدو، نو ګائیډ وئیل ...
ّ لکه څنګه چې مخ کې ما تاسو ته وئیلي ؤ ، چې آزاد اسلامي هېواد دی ... نو دَ دې مثال دا ښائیسته دَ هندوانو مندر هم دی - چې یَو وخت درست وران شوی ؤ- لاکن ګورنمنټ په خپل خرڅ په کال ۱۹۸۵ع کې بیرته جوړ کړو او څه ۲ ـ ۱ ملیونه ډالرونه یې ورباندې وَلګولو ّ
دَ دې ښائیسته تاریخي هندو ټیمپل په بام بې شمېره ښائیسته او رنګ برنګه بُتان داسې جوړ کړل شوې ؤ ، چې دَ لرې څخه هم ښکاره کېدلو - ما که څه هم دې وخت مندر ته کتلو ، خو په مزغو کې مې دا خبره راغلې وه چې دا مندر به نه وای ... که په موږ کې جوړ وای ... هو، ځکه خو مې دَ بامیان بُت او ځینې نور غېر محفوظه تاریخي ودانیانې او پلارني آثار له خیاله ډېر ژر په کنډراتو کې بدل بدل پرېښېدو - او بیا چې څنګه دا مندر دَ سترګو څخه پټ شو ، نو په ډاکټر کنول کې په خوب ویده هندو راویښ شو او وئیل یې ...
ّ دې مندر ته چې مې وَ کتلو ، نو زړه ته داخبره راغله ، لکه دلته چې ډېر پخوا هم هندوان پاته شوي وي ّ
ما وئیل ...
ّ هو، ډاکټر صاحب ..، تاریخ هم داسې واي ، چې په کال ۱۲۰۰ع کې دَ ملاکه ملې باچهي مخ کې دا سیمه چې ځنګل ؤ دَ هندوانو او بدها منونکو تر واک دلاندې پاته شوي وه - او بیا اسلام خورېدلو ورسته دلته په کال ۱۵۱۱ع کې Dutch ګوا دَ نیدرلېنډ خلګ هم راغلي دی – ولې چې دا سیمه دَ لمرختیځ او لوېدیځ دواړو خواؤ خلګو دَ پاره مهمه وه - ګوا دَ سېلانیانو او سوداګرانو لاره په دې ولات باندې سپره وه ّ
موږخبرې کولې ، چې بس دَ جي پي او او سېنټرل مارکیټ څخه تېر شو او چائینا ټاؤن شاپنګ ائیریا نامي خوش رنګه ځای ته وَرسېدو –
چائینا ټاؤن دَ جالان پټانګ ، جالان سلطان او جالان باندر په مابېن کې دَ چینیانو یوه ګڼه علاقه وه – یو پراخ روډ له یوه سره تر بله سره پورې له رنګا رنګه سایه واني رېړهیانو څخه داسې ډک ؤ، چې لاره په کې نه کېدله - دلته زیاتره خوراکي شیان خرڅېدلو - ځای په ځای له سرونو سره ، مګر پخې کړل شوې هېلیانې او وَچ کړل شوي ماهیان راځڼېدلو - او بیا خود لکه چې دې خلګو ملخان او دَ اوبو موریانې او نور خسمانان هم په خوند خوړلو، چې په هره پنځمه یا شپږمه رېړهۍ کې پاخه پراته ؤ – دلته ښځې دَ سړیانو څخه یو په لسه زیاتې وې - ډاکټر کنول چې په عُمر څه راڅخه غټ وو ، ګوره چې زړه یې څله وَتخنېدو، چې وئیل یې ...
ّ زړه مې غواړي چې دَ دې ښائیسته او نازکو انجونو دَ لاس یَو شئی وَخورم ّ
ځواب مې ورکړو ...
زما خو زړه ته نه کېږي .... که یې خورې ، نو خوره یې