څو خبرې ـ ـ ـ

 

دَ نقشې له رُویه دَ انسانانو دَ پاره جوړه شوي دغه نړۍ چې په وړو او غټو ټاپُوګانو باندې اړه لري ، که یوې خواته په یوه لمر روښانه ده نو بلې خواته دَ جوړښت، رنګونو او موسمونو په اړه ځای ځای بدله او ځانګړي هم ښکاري -  دا توپیر څله تر منځ راغلی دی؟  ... ولې دَ یوه ټاپُو انسانان دَ بل ټاپُو دَ انسانانو څخه ، نه یوازې په ښکاره کړو وړو اه په ګوُنو بدل بدل دی بلکې په سوچ او فکر  ، خوُی او بُود، ژبو او ژوند کولو کې بېخي ځان ځانته ... چرته په ازل کې دَ ژوند ونډې وېښلو په وخت زه او زما په چاپېر کې راغونډ کړل شوي انسانان تش په ژوند ( دَ ساه په اړه) راسپارلو خو نه یُو غولول شوي ؟ که هو.. نو بیا دَ پرون په مقابله کې نن موږ څله دَ اخلاق او کردار په اړه ، نه یوازې خپل غوره حېثیتونه بائيلو بلکې دَ پرمختګ تعمیري جذبه او دَ نورو قامونو سره دَ مثبتي سیالۍ کولو سوچ هم نه لرو -  که یَه ... داسې خبره هم نه ده ، ګوا انسان په فطرت یو رقم دي او ټول ټال له خاورو څخه جوړ شوي دي .. نو بیا دا خبره مزغو ته راځي چې څله بیا زموږ دَ هوارو او ډبَرینو سیمو خلګ په تېره پښتانه دَ نړۍ دَ نورو قامونو په سر هیڅ ګڼل کېږي ؟

 

هو .... دا هغه سوچونه دي ، چې زه یې په شاعر ځان سېلاني کړم – اوس شاعري په خپل ځای ، خو پښتني هوډې زه په دې خبره مجبوره کړی یم ، چې دَ څلورنیمو ورځو په دې بې باوره ژوند کې دَ خپل مانده وَس په سمه هغه ټولې بندې دروازې خلاسې کړم ، چې له مودو راهسې په ټکولو په یو بل باندې ځکه نه شوې راخلاسي چې تر منځه روابط نه لري -  چرته رواجونه دَ لارې خنډ جوړ شوي دي  ... چرته نسلي او لسانی توپیر منځ ته راغلی دی او چرته مذهبي کرَ کې  ... لاري تر منځ جوړي دي ، خو دَ خورو ازغو او ځیژو کاڼو سره سره دومره دېوالونه په کې ولاړ دي ، چې دَ دوؤ ګامونو لاره به مزل لنډَولو کې نیم عمر خوُري – کرَکه څله  .... محبت څله نه  ...؟  کېدلی شي ، دَ دې خبرې ځواب هم هغه وخت وَمومم چې کله زه دَ نړۍ په ورستني ټاپُو باندې ګامونه کښېږدم ... منم چې کار ګران دی او  دَ دې خارمړي ژوند هم هیڅ نه ده معلومه ، چې کله رسۍ وَشلوي –  خو بیا مې هم په خپل سر دَ زړه سره داقول دی ، چې وَس به تر آخري ساه پورې نه ورڅخه ګرانوَم -  او خدائی پاک دي وکړي ، چې په خپل دې نېک مشن کې بریالۍ شم –

 

په    ّ  اووه ګامه مزل   ّ نامي سفرنامې کې چې ما دَ لیکلو کوم اسلوب خپل کړی دی ، هغه دَ یو عام سېلاني دَ طرزٍبیان څخه بېل په دې وجه دی چې زه له اصله شاعر یم -  او شاعر دَ ژوَر نظره سترګو لرلو پرته که دَ مصلحت څخه کار نه هم اخلي ، خو ذوق یې بیا هم شاعرانه وي -  ګوا حقائق هم په افسانوي او ډرامائي انداز څېړي -  نو ځکه ما هم وَس کړی دی او هغه ټولې پېښې او خبرې مې په ښکاره ، مګر په شاعرانه انداز نوشته کړي دي ، چې زه ورسره مخامخ شوی یم او یا په ما باندې راغلې دي -  زما په فکر، که لوستونکی وَغواړي نو دَ سېل دَ حال احوال سره سره په ما باندې راغلو پېښو په رڼا کې دَ هغو هېوادونو په حقله خپلې رائیې هم غوره کولی شي ، کوم چې ما بېخي دَ نېږدې څخه لیدلي دي –

 

دعوه نه کوم ، خو دا به وَ وایم چې په دې سفرنامه کې دَ لیدل شوؤ  هېوادونو په حقله ما ځینې داسې تاریخي او معاشرتي حقائق هم راغونډ کړي دي ، چې دَ مخه هیچا کېدلی شي ځکه نه وي څېړلي ، چې په یوه نا یوه وجه به قلم ورسره ملګري نه وي کړې -  او ما داسې ځکه کړي دي ... ولې ، زه غواړم چې دا نړۍ او په نړۍ باندې خور وور معاشرتي ژوند دَ حقائقو په رڼا کې نه یوازې وَوینم بلکې پښتو لوستونکو ته یې هم وړاندې کړم -  مطلب دا، چې زه اراده لرم ، چې دَ سېل سره سره دَ سېل حالونه ( نېغ په نېغه ) لیکل هم جاري وَساتم –

 

ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ          افضل شوق

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ