فهرست

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

 

·        څو خبرې  ـ ـ ـ

 

·        دَ سهېلي لمر ختیځې اېشیا په زړه کې

 

·         دَ مونکي ګاډ په جنت کې

 

·        دَ تهائيانو په کرانګ تهیپ کې

 

·        هلته ـ ـ ـ چرته چې سترګې ژغېږي

 

·        دَ جمال په دُرشل کې

 

·        دَ جنت څخه لرې جنت

 

·        هلته  لمر دَ شپې راخېږي

 

·        خوب مې لیدو ـ ـ ـ  خو، ویده نه وم

 

·        له  ښکلا څخه  تر ښکلا پورې

 

·        دَ سېلاني په څیر ـ ـ ـ خپل ځاني سفري تاثر  

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

ّ ستا خدائي نه شوه بربنډه   ّ

 

چې مې زړه غواړي الوت ته

نو، لاسونه مې وزَر شي

او په بڼه دَ مارغه شم

دَ هوا په اوږو کښېنم

او آسمان ته په ختو شم

بیا چې څو په ما کې وَس وي

الوځمه

الوځمه

هن تر دې  ... چې ستړی شمه

او وزَر مې دواړه شل شي

بې وسي راسره مل شي

هم په سترګو تیاره راشي

هر څه زما وړاندې فنا شي

په فضا کې معلق شم ...

په دې خیال ، چې

لویه ربَه !

  څونې پورته دی ،

دا عرش ستا

دَ انسان له خاورین فرشه ،

چې مزل کې دَ پېړیانو

فا صله نه شوه رالنډه

ستا خدائي نه شوه بربنډه

 

( شوق / دَ کراچۍ په لور کې په سفرکې  / ۱۹۹۲ع)

ــــــــــــــــــــــــــــــ