مننه ـ ـ ـ
- دَ خپل محترم اُستاد رب نواز مایل ، چې دَ هغه دَ راهنمائي په سوب زه نن شاعر او ادیب یم –
- دَ ابراهیم عطائي ، چې دَ ځینو تاریخي حقائقو وضاحتونه یې راته وړاندي کړو –
- دَ ډاکټر خدائیداد خان ، چې نه یوازې یې په سُوچه پښتو لیکلو وَ پارَولم بلکې کومک یې هم راسره وکړو –
- دَ طاهر آفریدي ، چې ماته یې نه یوازې دَ سفرنامې لیکلو مشوره راکړه بلکې دَ چاپ کولو وعده یې هم راڅخه واخیسته –
- دَ سعید ګوهر ، چې ګټَورې مشورې یې راکړې –
- دَ سهېل جعفر ، چې په ګټَورو مشورو باندې یې زه نن دَ دې کتاب خالق کړم –
- دَمحمود ایاز، چې دَ کتاب په پروف ریډنګ او چپائي کې یې کومک راسره وکړو –
- دَ محمد طارق خان فېروز ، چې په ډېره مینه او اخلاص یې دَ دې کتاب کتابت په کمپیوټر وکړو –
- دَ میرا جان ، چې په ډېره مینه یې دَ دې کتاب دَپاره لاسي عکسونه جوړ کړو –
- دَ ډاکټر باقي دُراني ، چې دَ کتاب دَ ټائيټل په جوړَولو یې زما دَ دغه یُون لیک مسوده درنه کړه –
- دَ رامبلاس سټریټ بارسلونا سپېن نامتو مصورې مارسېلاډیخا،چې دَ کتاب دَبېک ټائیټل دَپاره یې زما عکس په لاس جوړ کړو–
- دَ سید محمد انور شاه ، چې هر قسم تکنیکي کومک یې راسره وکړو –
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ