دَ جنت څخه لرې جنت
تاثراتي لنډیز ـ ـ ـ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ّ دا خو به وَ منم ، چې سري لنکا دَ سیمې دَ ښائیست په توګه په نړۍ کې ساری نه لري - هم ځکه خو خدائی پاک حضرت آدم علیه السلام له جنت څخه په دې جنت وزمه مځکې باندې راکوُز کړو - دَ دې ثبوت ، دَ ده جوړ پنځه فټه ، څلور انچه اوږد او دوه نیم فټه پلن پَل دی ، چې تر اوسه دلته دآدم پیک نامې غره په څُوکه باندې وجود لري - مګر دَ سري لنکنو وَ بُت پرستۍ او تر ټاک اویښتې غرضي ژوند ته چې پام وَکړم، نو دا سوال په مزغو کې را اوچت شي ، چې دَ نړۍ دَ نورو هېوادونو خلګ دَ دوئی په رنګ او خوُی څله نه دي ؟ که څه هم په دې خاورې باندې زموږ ورَ نیکه ګونو او لومړنئیو انسانانو ژوند کړی دی ّ ( شوق )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ّ دَ پرونۍ څېرې په لټون ّ
هغه هنداره
زما دَ سوچ هنداره
هغه هنداره
زما دَ خوب هنداره
چې یو څېره یې په ما تل لیدله
داسې څېره
داسې ژوند وزمه څېره
چې هم مې خپله وه ،
هم خپله نه وه
ځکه خو ما به په هنداره باندې
دَ تجسس او دَ حسرت منګولې
په مینه مینه لګولې مُدام
په دغه نیت
چې زه یې وَ پېژنم
لا یې دَ خان په باب څه وَ ژغوم
خو ، دَ نصیب لکه چې نه وه خوښه
چې یوه ورځ
هغه وړه هنداره
زما له لاسو ناڅاپه وَلوېدله
او دَ طلب هغه ماشومه څېره
په سل توکرو ځله وَوېښل شوه ،
بس له هغې ورځې تر ننه پورې
زه په لټون دَ هغې ښکلې څېرې
هرې جنۍ ته زړه په لاس کې ږدمه
او لا ، دَ سترګو په کچکول کې ځینې
په ماته خُله خېرات دَ مینې غواړم
ځکه چې څوک په رنګ مُونېږي ورته
دَ چا په سترګو کې هغه سترګې دي
څوک په تندي
او څوک په زَنه هغه
څوک په شُونډانو
څوک په پوزه هغه
( شوق)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دَ بابا آدم علیه السلام دَ پَل دَ نخښې ښکلولو دَ پاره زه، سره دَ درو ملګرو په ۲۳مه جنورۍ ۱۹۹۴ع پاؤ کم دولس بجې دَ شپې دَ کراچۍ په هوائي ډګر ، په ائیر لنکا ( الوتکه ) کې کښېنستم او الوتکه په لس منټه بالادولس بجې والوته - ګوره چې زما دَ ملګرو ، ګوا نصیب ترین ، رضا ترین او جمعه خان کاکړ په مزغو کې څه ؤ، لاکن زما ټول سوچونه په سري لنکا کې بند ؤ ... ما فکر کولو، چې ګوره دا هېواد به څومره شائیسته وي ؟ چې خدائی پاک بابا آدم علیه السلام دَ جنت څخه ورباندې کښته کړی ؤ - او دَ لومړي قدم پَل یې په دې خوش بخته مځکه باندې ( دَخلګو له قوله ) تر اوسه لا وجود لري - او بیا دَ دې هېواد دَ علاقائي ښائیست سره سره به یې خلګ څومره ښکلې وي ؟ خو، بیا چې به مې دَ ائیرلنکا په دې الوتکه کې دې تکو تورو او بې خونده ائیرهوسټسانو ته پام شو، نو به زړه ماتې غوندې شومه - ولې ، دَ دې هوائي کوربنو پېغلو په څېرو کې راته هیڅ قسم کشش نه ښکاره کېدو ... وایم، چې دَ تناره دَ لړونې غوندې لغوَړنې څېرې یې که څه هم انساني څېرې وې ، خو انساني سترګې نه پرې خوږېدې .. چرته بیا شاعرانه نظر؟ خو دَ دې هرځه پرته به مې هم وَ خپل زړه ته په دې خبره تسلي ورکوله، چې کېدلی شي ، هلته مېښته خلګ دغه رنګه بې ډؤله نه وي – بس په داسې رنګه سوچونو کې جهاز دَ درو ګنټهو مزل کولو ورسته ، ګوا دَ سري لنکا دَ وخت په سمه څلورنیمې بجې کولمبو ته وَ رسېدو –
دَ کولمبو دَ ائیرپورټ په ودانۍ کې چې څنګه وردننه شولو، نو څه ګورو، چې دَ کسټم سړي په پاکستاني مسافرانو باندی داسې شاوخوا راوګرځېدو، لکه جوړه چې مسافران نه ، بلکې خطرناکو سمګلرانو یې وطن ته پېښه راکړې وي - دَ یوه یوه مسافر سامان یې داسې پلټَلو، چې که یَو شئی نه هم ؤ په کې .. نو یې هم دَ ډالرانو ترلاسه کولو پورې به یې مخته نه اېله کولو – دغه رنګه یې موږ یعنې څلور ملګرو ... سره دَ نورو پاکستانیانو کم او زیات پنځه ګنټهې دلته وَځنډَولو او دَ سهار نهو بجو خواته یې له خپل غیر قانوني او غېر انساني حصاره چې خوشي کړلو ... نو دَ هر یوه مسافر په تندي دا یَو سوال له ورایه ځلېدو، چې دې لغوَړنو دا موږ په کومه ګناه کې په ائیرپورټ کې ټوله شپه راګېر کړي ؤ - اوهغه هم داسې، چې نه یې په ائیرپورټ کې دَ اوبو څیښلو دپاره څه بندوبست ؤ او نه دَ چائیو - ظلم خو لا دا، چې که به هر څو موږ ورته دَ یوه ګلاس اوبو دپاره خواست کولو، نو یوې خواته به یې داسې دیکه کړو، لکه ښکنځا چې مې ورته کړې وي - خېر، دَ دې خیرن ائیرپورټ دباندې مې په وَچ حلق دَ یَو ټېکسي ډرائیور سره خبره وکړه، چې ...
ّ وروره جانه ! موږ نابلده یُو، دَ یَو ګزارې هوټل ته مې بوځه ّ
دّ وئیل ...
ّ په کولمبو ښار، چې له دې ځایه ورته دَ یوې ګنټهې لاره ده، کې هوټلان ډېر ګران دي – که زما منئ ، نو دلته نیږدې دَ نیګامبو ساحل په یَو ریسټ هاؤس کې استوګنه وکړئ - زیاتره ټوؤرسټان دَ نیګامبو دَ سمندري غاړې سره جوړ ریسټ هاؤسونو کې اوسېده خوښَوي – ولې چې دَ خواپاکې علاقې او ځایونو پرته ، له سهاره تر ماښامه پورې بسونه له هغه ځایه کولمبو ته ځي داځي ّ
موږ څلور واړه ملګرو دَ صلاح کولو ورسته خبره له هغه ډرائیور سره جوړه کړه او په نیمه ګنټهه کې یې الپائن نامي وړوکې ریسټ هاؤس ته وَ رسَولو - د شنه سمندر له غاړې سره جوخت دغه ریسټ هاؤس ، دَ یَو بنګالي ځوان مسټر مامون ، چې له بجیانو سره خپله هم په کې اوسېدو ملکیت ؤ – ستړي دومره زیات ؤ، چې دَ چائی غوړَپلو سم دستي په پلنګونو وَ غزېدو -
*****
دلته ګرمي دومره زیاته وه، چې ماځیګر خواته دَ لمبېدو ورسته ، چې څنګه له ریسټ هاؤس څخه دباندې راوَوتو، نو سم دستي مې بیا بدن خولې خولې شو – دا لا هیڅ خبره نه وه، خو طبعیت مې هغه وخت لا نور خټه شو، چې خپل شاوخوا مې دَ سري لنکا ځاي خلګو ته پام شو - که ښځه وه، او که نر، ځوان ؤ او که زوړ او یا ماشومان ، چې په رنګ خو تور ؤ ... چې ؤ، خو دَ جامو په اړه هم ډېر شاته پاتې او سترګو ته سخن سخن ښکاره کېدو - بله خبره دا، چې زیاتره خلګ دلته په لوُڅو پښو ګرځېدو - یَو ځای دَ رضا ترین وار نه وَشو او په لغازې خندا کې یې وئیل ...
ّ تر دې خلګو، خو هاغه زموږ دَ سیمې لچیان لا ښائیسته او خواپاکې دي ّ
نصیب ترین هم خبره ورسره خوږه کړه ، وئیل یې ...
ّ هو .. په لوُڅو پښو خو نه ګرځي ّ
او دا خبره ما او جمعه خان رَد کولی ځکه نه شوه، چې دَ دې خلګو کړه وړه جامې او دَ ژوند کولو طریقه یا لارلیکه یې بېخی زموږ دَ پښتونخوا دَ خواستګرو تورو لچیانو ته شوې وه، دا څه بده خبره نه وه، خو چې موږ او نورو غېر ملکیانو ته به یې په حېرانتیا کتلو، نو په زړه کې به شکمن غوندې شوم - ما وئیل .. چې چرته دَ سري لنکنو دا دعوه ، چې ګنې ... ّ په دې هېواد کې دَ تعلیم شرح ۸۹ فیصده ده ّ ... مازې دَ خبرو تر حده خو نه ده ؟ ولې چې تعلیم سړي ته دَ ژوند طور طریقې ښئیلو سره سره دَ اناپرستۍ، خودارۍ او شخصي تشخص غوره کولو درس هم ورکوي - دا خبره مې مزغو ته نه یوازې دَ دې ښځو او نریناؤ نادیده سترګو له سوبه ... بلکې په دې هم راغله، چې که څه هم واړه لاکن پاخه خپل یا دَ کرایې کورنه یې درلودلو، خو کوُړۍ کوُړۍ امبارونه یې دَ کورونو مخته پراته ؤ - او افسوس په دې خبره هم راتلو، چې خدائی داسې زرغون او ښائیسته وطن ورکړی ؤ ، چې سترګې یې په کتو نه مړېدې – هرلور ته دَ شنو شنو، وړو، غټو بُوټو، چمنیانو او نورو ونو پرته دَ ناریل او رقم رقم ځنګلي ونې دَ کتو وَړ وې - دَ سمندر په غاړه باندې یې بیا بل رنګه خوندونه ؤ - سره سپین ټوؤرسټان چې په کې نران او ښځې او ماشومان هم ؤ تر لرې لرې پورې لمبېدو یا ګرځېدو - دَ څه ګرځېدلو ورسته زموږ هم صبر نه وَشو او دَ سمندر ترؤ اوبو ته ورګډ شولو –
*****
نیګامبو یَو وړوکی ځای ؤ، ځای په ځای په کې ریسټ هاؤسونه جوړ ؤ ، چې په کې دَ بېلابېلو هېوادونو څخه راغلې ټوؤرسټان اوسېدو - دلته دَ سبزي مارکېټ پرته دوه درې کتاره دوکانونه هم ؤ – چې په کې دَ ضرورت هر شئی ، چپ دَ اوړو له پستې ډودۍ پېداکېدلو - ولې چې دې خلګو له ډبل روټیانو او ساده پخو وریږو سره بوړ خوړلو عادت ؤ - په زیاترو چوکونو باندې دلته دَ حضرت مریم بي بي او حضرت عیسی علیه السلام دَ مجسمو پرته ، دَ هندوانو بېل بېل بهګوانان ، چې رضا ترین ورته پالوانان وئیلو دَ عبادت دپاره ږدل شوې ؤ - دَ اسلام په نظریه تړلې خلګ که څه دلته لږ ډېر شته خو دَ مسلمانانو دَ یوه ماجت پرته مې نور تر سترګو نه شو - مسلمانان ،چې سپینې خولۍ به یې په سر باندې ایښې وې هم خال خال په دې بیچ سټي نیګامبو کې ښکاره کېدو ... لاکن په رنګ او لباس یا په لنګونو دَ هغو نورو تورکیانو ورڼه ښکاره کېدو - دلته چې کومې دوې ژبې وئیل کېږي ، هغه ّ تامل ّ او ّ سنهاله ّ دي ، چې په کې دَ ّ ډ ّ ، ّ ړ ّ او ّ ګ ّ تورې ډېر زیات استعمالېدو - که څه هم په سري لنکا کې دَ ّ ګوتم بدها ّ یا ّ ماتما بت ّ منونکو ّ بُدهمتو ّ شرح ۶۹ فیصده ده، خو ګوره چې دلته په نیګامبو کې ؤ نه او که دَ بدها بُتان یې په چوکونو کې لګول دَ خپل مذهبی پېشوا توعین ګڼلو ؟ وائي .. چې دَ بُدهمتو په چپه په سري لنکا کې ۱۵ فیصده هندومت ، ۸ فیصده مسلمانان او ۸ فیصده عیسایان مېښته دي -
*****
دَ ماځیګر دَ سېل پرته دَ نیګامبو لومړۍ شپه په دې اړه ډېره په خوند راباندې تېره شو، چې دَ ریسټ هاؤس څخه په څه واټن باندې په یَو پراخ مېدان کې ّ اوپن ائیر تهېټر ّ شو وه - ځکه موږ هم ورته پېښه وکړه - مېدان له خلګو ډک ؤ - دَ څه هلې ځلې ورسته موږ څلور واړو هم ځایونه پېدا کړو او کښېنستو - دَ پښتني دوکانچې غوندې جوړ سټېج باندې دَ خاکو، سندرو پرته دَ پېغلو ډانسونه هم په هره اړه دَ کتو او دَ زړونو دَ خوشحاله ولو وَړ ؤ - دَ دې دمامې څخه موږ دَ سري لنکنو په حقله دا تاثر واخیستو، چې دا خلګ چې څومره په ښکاره مړَغونې برېښي ، دغه هومره دننه دننه مستي هم لري – او بیا دَ خوند خبره دا هم وه، چې دا شو دَ نرانو پرته ښځو هم ورسره په ګډه کتله - او کله کله به یې دَ یَو مستې سندرې سره ژغونه هم راپورته کړو – دولس بجو خواته چې دا مېله سرته وَرسېدله، نو دَ زیات رش له سوبه مې دومره دیکې وَخوړَلې، چې دَ کوټلو بدنونو سره دَ ریسټ هاؤس په وړو خوُنو کې دَ غوماشو او زړو پنکهو دَ کړَپي په پرته هم تر سهاره پورې ښه کرار ویده ؤ –
*****
سهار دَ چائیو په غټ مېز زموږ لیدل کتل دَ جان هوګر نامي انګرېز، چې له لندن څخه راغلی ؤ او په دې ریسټ هاؤس کې اوسېدو سره وَشو - په یوازې ځان دومره دیغ شوی ؤ ، چې مازې یې دَ هېلو هائی بهانه غوښتله او بیا که ده دَ خپلو ملګرو پېغلو ، دَ ده له قوله نن ماښام دَ ّ آدمز پیک ّ څخه بیرته راستنېدې ذکر نه وائی کړی .... نو رضا ترین به ضرور ورته جوړه لاسونه نیولي وای - ولې چې دا سړی دومره ژغېدو او داسې کږې وږې او ورانې خبرې یې کولې ... لکه جوړه چې دائی په دریمې نړۍ کې نه بلکې تر اولې نړۍ هم څه مخته جوړې نړۍ دَ خپل مخته آزادوځوانانو په محفل کې ناست وي - بله دا، چې ده بل چا ته دَ خبرې وار نه ورکولو ... یوازې جان هوګر نه ، بلکې دَ ریسټ هاؤس په پټه او غلا راغلې بنګالیان ، چې دَ ریسټ هاؤس وَ شاته جوړو شوؤ وړو خونو کې استوګن ؤ ، هم داسې راباندې بُوڼېدلو ، لکه موږ چې انسانان نه ... عجوبې ؤ – اوس ګوره ، چې څله دې خلګو نه یوازې په درنو سترګو راته کتلو، بلکې نزدېکت ته یې هم زړونه تخنېدلو - که څه هم موږ دَ هغوئ په رنګه دَ خټو څخه جوړ انسانان ؤ -
دغه ورځ لس بجې خواته په بس کې کښېنستو او دَ کولمبو په لور مو مخه وکړه - دَ بس دا سفر زما دَ ملګرو ، په خاص توګه رضا ترین او جمعه خان دپاره دَ سکون وړ ځکه ؤ، چې تر نرانو په کې ښځې زیاتې وې او هغه هم دومره زیاتې چې په یَو بل کې سره چیخلې چیخلې ناستې یا ولاړې وې ... که څه هم هاغه دَ جمعه خان خبره ّ ټولې تکې تورې دي ّ ، خو دَ ملګري رضا په قول ّ دي خو ښځې ّ ... نو ځکه مو دا سفر له نیګامبو څخه تر کولمبو پورې په خندا او خوشحالۍ تېر شو او نصیب ترین چې دَ جمعه او رضا په خبرو او ټوکو یې خوند اخیستو بیا بیا وئیلو، چې ...
ّ دَ پرون درسته ستړیا او دَ ائیرپورټ دَ لغوَړنو هغه تنګول یوې خواته ... دا دَ نن دَ زړه له اخلاصه خندا بلې خواته ...ّ
دَ خندا اصل سوب دا ؤ ، چې یَو خو سره ګرمي وه او بل په دې بس کې راسره څنګ په څنګ په یوه یوه سیټ کې دوې دوې یا درې تورې لچۍ وزمه پېغلې ناستې وې ، چې دَ بدنونو تودښت یې لا نوره سا راتنګه کړې وه او خولې یې راباندې ماتې کړې وې - له دې علاوه موږ په درست بس کې دَ هغوئ په نسبت سپین پوسته ؤ، او څه څه دَ هغوئ په معیار پوره غوندې هم - نو ځکه به یې موږ ته بیا بیا او په نېغه کتلو - زما ملګرو خو به له یوې نیمې په سترګو کې سترګې داسې هم ورکرارې کړې ، چې شاوخواته ولاړو به پرې خندلو او ګوره چې هغو پېغلو ته به یې مبارکي ورکوله او پسخوندونه به یې ورباندې وهلو ؟ حال زما هم بد ؤ ... خولې راباندې ښې ډېرې را ایله وې ، خو ګوره، چې دې زړه مې څله نه غوښتلو ، چې له چا سره خبرې وکړم ؟ خېر، دَ یوې ګنټهې دَ مزل کولو ورسته دَ کولمبو ، چې دَ پاکستان دَ یَو ښار په رنګه ؤ په سخنې خیرنې بس اډې کې کښته شولو-
ّ دا خو پاکستان دی ّ
ّ هو، هیڅ فرق یې نه شته ّ
دَ نصیب ترین له دغه خبرې سره موږ درې واړه ملګرې ځکه متفق شولو، چې دَ دې ځای په دوکانونو ، په فُټ پاتهونو او ماتو ماتو روډونو کې هیڅ توپیر راته نه شو ښکاره ... بس که بیا هم زموږ او دَ دې خلګو تر منځه څه توپیر ؤ، نو هغه دَ رنګت پرته دا... چې دَ جامو په اړه دَ دې ځای ښځې او نران تر ډېره هانده انګرېز وزمه هم ؤ - تر یَو څه وخته پورې په کولمبو کې یَو روډ بل روډ پیاده وګرځېدو، خو داسې بله عجوبه چې موږ ورته حریان شوي وای مو تر سترګو نه شوه چې دَ ذکر وَړ مې بللی وای - چپ له دې خبرې ، چې موږ یې په سوچ وهلو پارَولي ؤ ... ګوا، دَ اډې شاوخو او بیا تر لرې لرې پورې دَ روډونو یوې بلې خواته په تړو باندې دَ لاټرۍ ټکټونو دَ خرڅلاؤ کاروبار دومره ګرم ؤ، چې په کتو ورڅخه دَ دې ځای دَ خلګو دَ معاشي بدحالۍ او لالچ اندازه ښه لګېدلی شوه - ولې چې زما په خیال ...
ّ څوک چې په لاټریانو یا جوارۍ باندې خپل قسمت ګوري ، نو پوهی شه ، چې یا خو یې کار دَ لاسه نه کېږي او یا بیا صلاحتونه نه لري او له ځانه یې هیله ختلې ده ّ
دَ کولمبو په ګال نامي روډ باندې چې له ټېکسی څخه کښته شولو، نو نصیب ترین چې ښه ډېر په روسي ریاستونو کې ګرځېدلی ؤ ... یَو دم داسې وَوئیلو ...
ّ دا روډ او دَ روډ دواړو خواؤ ته جوړ دوکانونه او نورې ودانیانې ارومرو په روسي ډړل جوړې دي ّ
هو، دَ ده خبره صحیح وه، یَو روډ بېخي پراخ او ښائیسته ؤ او بل دَ پنډو دېوالونو او غټو غټو دروازو دا دنګ دنګ او په جدید طرز جوړ دوکانونه او کمرشل پلازې او دفترونه سترګو ته ډېر ښائیسته ښکاره کېدو .... رضا ترین، چې تر ډېره یې په حېرت ورته کتلو ، یَو ځای وَوئیل، چې ...
ّ کشکې دا خلګ یې هم هغه رنګه ښائیسته وای ّ
دَ جمعه خان کاکړ هم وار نه وَشو، او خپله خبره یې داسې منځ ته راوَغورځوله ...
ّ بس دغه خو بدبختي ده .... چې چرته علاقه ښائیسته ده ، هلته خلګ بد رنګه .. اوس ګوره ، چې په دې کې دَ خدائی پاک څه مصلحت دی ؟ ّ
او زه چپ په دې وم، چې وږی وم او شاوخوا مې ریسټورینټ لټولو - یَو وخت چې موږ په دې روډ کې ، چې ورسره ورته تک شین سمندر او صفا سمندري غاړه وه ... په خوا روان ؤ – نو دَ مسلمانانو یَو ریسټورینټ مې تر سترګو شو - دَ ّحلال ّ لیکلی توری مې په بورډ باندې لیدلو په وخت ایله له خلې دَ خوشحالۍ چیغه نه وَوته – او بیا په یو بل پسې څلور واړه ملګرې وردننه شولو - په دې ریسټورینټ کې دَ سري لنکا دَ ځای خواړو څخه مو لا سم لاسونه نه ؤ راټول کړي، چې موږ ټوله په خولو کې لانده خیښته شولو – دَ هر یوه ملګري له خُلې څخه شپېلکیان په دې وتو، چې ترخو مرچو یې خپل اثر ښکاره کړی ؤ - دومره ترخه خواړه؟ ... وایم چې کله ما په ژوند کې نه ؤ خوړلې – لکه دلته چې دَ خېټې لوږې په ما او زما په ملګرو باندې وَخوړَلو - زړه مې غوښتو، چې منډه کړم او وَدې نیږدې سمندر ته ورټوپ کړم - لاکن داسې مې کولی ځکه نه شو، چې پښتو نیولی وم– خیر، چې کله له دې ریسټورینټ څخه ولاړېدو، نو رضا ترین چې له خلې فوُفوُفوُ غوندې تورې وتلو .... په لغازي خندا کې واي ...
ّ اوس پوهی شوم، چې دَ دې ځای خلګ دومره تک تور څله دي ؟ ّ
او بیا په تېزو قدمونو څلور واړه ملګرې دَ سمندر دَ غاړې په لور روان شولو –
دَ کولمبو دَ سمندر دا غاړه، چې څومره ښائیسته وه، دغه هومره خلګ ورباندې کم کم ښکاره کېدو ... او چې خال خال لیدل کېدو، نو په هغو کې هم زیات دَ بېلابېلو هېوادونو ټوؤرسټان ؤ - دلته دَ سمندر له غاړې سره ورته جوړه ګیړدۍ ودانۍ دَ نورو ماډرن طرز جوړو ودانیانو په منځ کې ډېره ښائیسته او په زړه پورې برېښېدله- دَ تصویرونو اخیستلو او دَ څه نور ګرځلاؤ ورسته یَو ځای کښېنستو ... دَ نورو ګپو پرته رضا ترین چې دَ اوله یې لا په زړه کې جوړه کړې وه .. خبره داسې منځ ته واچوله ...
ّ یَه ملګرو ! موږ دلته پیسې دَ څه دپاره ګارَؤ ؟ نه خو دلته دَ کتو دپاره څه شته او نه بل څه ... ولې بنکاک ته دَ یو څو شپو دپاره نه ځو ّ
ده لا خبره سمه سرته رسَولې نه وه، چې نصیب ترین لکه جوړه چې له هغه سره په صلاح وي ... یَو دم دَ ده خبره داسې په تائیدي انداز کې مخته کش کړه ...
ّ هو، دائی رښتیا وائي ... دَ بلې میاشتې تر ۶ تاریخه خو به دلته چمجي وکړو – درځئ چې څو شپې هلته په تهائي لېنډ کې وکړو - بیا که جېبونو اجازه راکوله، نو به دلته یوه نیمه شپه دَ راغبرګېدو په وخت وکړو ّ
جمعه خان چپ ؤ، نه یې دَ هغوئ سره ّ هو ّ کولو او نه یې زما خبرې ته غوږ نیولو - که څه هم ما ډېر ډېر وَ یارانو ته وَوئیل ، چې ...
ّ دَ آدمز پیک دَ کتو بغېر دا زموږ راتګ وَ سري لنکا ته بې معنا دی او بیا که تاسو ځئ .. نو لاړ شئ ... زه به دلته پاته شم، ولې چې زه اول هم ورَغلی وم ّ
لاکن بیا چې کله جمعه خان هم له هغوئ سره په ّهوّ کې ّهوّ ورګډَول شروع کړو، نو زه هم چپ پاته شوم او له ملګرو سره مې خوښه کړه - دَ دې سمندر له غاړې سره نیږدې دَ ائیرلنکا مېن آفس ته وره غلو ... بیا څه وخت ورسته دَ ائیرلنکا کنفرم ټکټونه دَ بنکاک دپاره ، چې دَ بل سبا یعنې دَ ۲۷مې جنورۍ ۱۹۹۴ع سهار اتهه بجې ورته تګ یقینۍ شوی ؤ ... چرته څخه چې به موږ په ۳ مې فرورۍ بیرته راغبرګېدو ... په لاس کې دَ ائیرلنکا دفتر مخې ته دَ ټېکسي په انتظار ولاړ ؤ –
قضا ماڅپښین دَ کولمبو په بس اډې کې دَ نیګامبو وَ بس ته وختو ... دا بس که څه هم دَ رش له سهارنۍ دلچسپیانو څخه خلاس ؤ ، خو دَ ملګرو ګپه په خپلو کې دومره سره خوږه وه، چې دَ یوې ګنټهې سفر راباندې داسې تېر شو، چې ګرسره ورباندې پوهی نه شوم - په خولو کې لانده خیښته دَ نیګامبو په بس اډې کې کښته شولو او نیږدې سبزي مارکېټ ته ورچپ شوؤ – هلته مې دَ خپلې خوښې دَ سبزۍ رانیولو پرته څو بندې کوپرې هم واخیستې او دَ ریسټ هاؤس په خوا مخه وکړه - دَ ریسټ هاؤس څخه ښه رالرې په یوه کوڅه کې چې څنګه راوګرځېدو، نو دَ یوه واړه کور مخته مو یوه تکه توره پېغله چې بېخي نرۍ جامې یې اغوستې وې .. په لمبېدو تر سترګو شوه .. دَ پلاسټک بالټۍ یې څنګ ته پرته وه او ډکې ډکې لوټۼ/textarea>