هلته لمر دَ شپې راخېږي

 

تاثراتي لنډیز ـ ـ ـ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ّ چرته چې لمر دَ شپې راخېږي  ... نو حقه خبره ده ، چې هلته به خلګ دَ ورځې دَ رڼاګانو څخه نه یوازې بې خبره وي .. بلکې دَ کار او زیار څخه به هم تنګ وي -  هو، دا دَ هغې پتایا بیچ خبرې دي ، چې ځان ته دَ شپې دَ ژوند کولو په اړه په درستې نړۍ کې ساری نه لري ... دلته دَ ښځو راج دی ... نران شته په کې ، مګر دَ ښځو تر واک دلاندې -  دا بېله خبره ده، چې ظلم بیرته هم نران ورباندې روا کوي او هغه هم دَ دغو ښځو په خپله خوښه – هم ځکه خو دَ نړۍ دَ هر هېواد څخه ډک ډک جهازونه ، که څه هم خالي کېږي په بنکاک کې ... خو مخه یې دَ سوارلیانو دَ پتایا بیچ په لور وي  ّ        (  شوق  )

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ّ دَ سلو یار ّ

 

څوک چې ګوري راته

وایم  ... دا به ته یې

څوک چې خاندي راته

وایم ... دا به ته یې

دا به ته یې

دا به ته یې

دا به ته یې

بس په دغه رنګه

زه په   ّ دا  ّ   او  ّ دا  ّ  کې

په لټون ستا دَ څېرې

دَ سلو یار شوم 

 

( شوق /  دَ کراچۍ څخه دَ بنکاک په لور په  هوائي سفر کې / ۱۹۹۴ع)

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 ها غه  څه وائی  ...  ّ یار دَ یار دَ پاره خوري دَ غوایه غوښې  ّ  که څه هم زما خوښه نه وه، خو دَ یارانو دَ ضد مخې ته مې وسله اچولې وه -  او په ۲۷مې جنورۍ ۱۹۹۴ع ماڅپښین یوه بجه په ائیرلنکا کې دَ  ّ  دَ حُورو ښار ّ  یعنې بنکاک په ائیرپورټ باندې له ملګرو سره ګنډلی کښته  شوم .. انټري ویزا لګولو ورسته چې دَ ائیرپورت څخه دباندې وتو، نو ملګري ډېر خوشحاله ؤ  او هر یوه په خپل خپل طرز دَ ائیرپورټ دَ ښائیست پرته دَ دې ځای دَ خلګو او ښائیسته خُوئیونو ستائینې کولې ... او جمعه خان خو لا داسې هم وَ وئیلو، چې ...

 

ّ  چرته دَ کولمبو او نیګامبو غوماشې او چرته دا خواپاکي او ښائیست   ّ

 

ده لا نور وئیلو، چې نصیب ترین ورته وئیلو ...

 

ّ  زور خو دا خبره راکوي ، چې بیرته به هم ورځو  ّ

 

مګر رضا ترین چې دې وخت یې حریان حریان  شاوخواته کتلو، خپله خبره داسې وَکړه  ...

 

ّ  غم مه کوئ دا یَو څو شپې او ورځې خو به ښې تېرې کړو  ّ

 

او بیا چې په ټېکسي کې کښېنستو، نو مې یارانو ته وئیلو  ...

 

ّ  دَ پیسو سره به خیال کوؤ  .. دلته پیسې ډېرې ګارېږي  ّ

 

دا خبره چې مې کوله، نو ټېکسي دَ ائیرپورټ  څخه  مېن روډ ته را وتی ؤ –

 

دَ جي- پي – او  ائیریا کېنډي ریسټ هاؤس داسې خو دَ اوسېدو وَړ نه ؤ، خو شبه مې په کې تېره شوه -  دَ شپې  په ښار کې ډېر زیات  ګرځېدلو او راګرځېدلو ... یو نیم  ځای  خوراک او څیښاک کولو ورسته چې  ریسټ هاؤس ته راغلو ، نو په ځای دَ آرام کولو ... ښه تر ډېره ناست ؤ او دَ نورو ګپو پرته مو دَ سهار دپاره دَ تهائي هېواد دَ تاریخي او زوړ ښار چیانګ مائي  ته دَ تلو پروګرام چې څنګه حتمي کړو .. نو خپلو خپلو بسترو باندې دَ خوب کولو په نیت وَغزېدو-  

 

سهار ته چې مې سترګې خلاسې شوې ، نو اتهه بجې وې – دَ تیاري کولو او پیاله پیاله چائی څیښلو ورسته دَ بنکاک په ښار کې دَ سېل کولو په نیت ورګډ شولو -  که څه هم ماته دَ دې ځای چاپېر نابلده نه ؤ، خو بیا مې هم ښه ډېر خوند ورباندې اخیستلو -  له یوه مارکېټه څخه بل مارکېټ ته چکر څه ... چې دغه رنګه موږ په بلا مارکېټونو باندې راوګرځېدو ...

 

ّ ډېر ښائیسته او پاسته خلګ دي دا تهائیان  ّ

 

نصیب ترین چې دا خبره څنګه وکړه ، نو رضا دَ سګرېټ په کش کې واي  ...

 

ّ  هو ... په خاص توګه دغه تهائي پېغلې دوکاندارانې ... چې هر کاروبار په ډېره خندا خوشحالۍ کوي  ّ

 

دَ هغه  په   ّ هر کاروبار  ّ باندې ټولو دَ هغه په لور ور وَ کتلو، خو بیا هم یوه دَ هغه دَ دې خبرې نفي نه وکړه -  ولې چې دلته که نر دی او که ښځه په ظاهره ډېر خوشحاله برېښي  ... ګوا له غمه خلاس خلګ او ټوؤرسټانو ته احترام لري  -  نور داسې هیڅ بد نه شته په دې خلګو کې  ... بس که  یَو ټوړسټ یا مشاهده کونکی دغو خلګو ته ګوته نیسي .. نو هغه ده، دَ دوئی بې لګامه او ناروا عیاشي –

 

ستړی شوی هم ډېر وم  په دې سېل کې -  خو دَ ټولو ملګرو په خوښه مو دا فېصله وکړو ، چې په ستړیا وسا کولو کې دَ وخت ضائع کولو ځای به دا خبره بهتره وي ، چې دَ ماځیګر په ټرېن کې دَ چیانګ مائي  په خوا روان شو او درسته شپه په خوب کې تېره کړو...  او دغه رنګه مو وکړو -   ګوا قضا ماځیګر خواته په ټرېن کې کښېنستو او دَ خپل منزل په لور مې پېښه وکړه -  داسې خو دا ټرېن څه خاص نه ؤ، خو دَ صفائي او پراخه پراخې له سوبه یې سړی متاثره کولی شو -  او بل دَ ټرېن دا ډبه، چې موږ څلور ملګري په کې ناست ؤ ... دَ تهائی ښځو څخه دومره ډکه وه ، چې دَ نه غوښتلو پرته هم په درو بې خونده تهائي پېغلو سره په ګپو کولو کې کښېوتو – او خبرې مې په خپلو کې سره ایله شوې -  دا څه نوې او خاص خبره نه وه -  زه ښه  خبر وم، چې دلته زیاتره پېغلې دَ سړیانو سره ملګرتیا دپاره مازې بهانې غواړي –

 

ّ  تر بنکاک  خو دا دَ ټرېن  سفر یَو په لسه  ښه دی  ّ

 

ګوره چې نصیب ترین دا خبره په کومه حواله وکړه و خو رضا ترین چې دَ یَو بې ډؤله غوندې جوړې تهائي پېغلې سره جوخت ناست ؤ ، دَ نصیب ترین خبره داسې مخته تائید کړه  ...

 

ّ  هو، داسې ماحول خو خوش بختو ته نصیب کېږي ... څنګه کاکړ صاحب .. صحیح وایم که غلط  ؟  ّ

 

او کاکړ صاحب هم ورته وئیل  ...

 

ّ  په خوند کې یې هیڅ شک نه شته ، مګر دې شوق ته ګوره چې په کومه یې روان کړي یُو  ّ

 

چې خبره تر ما پورې وَ رسېده، نو ورته وئیل  ،،،

 

ّ  چیانګ مائي ښار مې لیدلی نه دی ، خو له خلګو مې اورېدلي دي  چې دا ۷۰۰ کلن پخوانی جوړ شوی ښار دی ( چې دَ ۱۱۰۰ کاله پخواني جوړ دَ بُدها ټېمپلز پرته یې شنې درې دَ کتو وَړ دي ) بله دا، چې دا ښار دَ تهائي لېنډ دویم غټ ښار دی  ّ

 

ټرېن چې به کله په یَو ستېشن وَ درېدو، نو موږ به هم ورڅخه دَ څو منټو دپاره کښته شولو – دلته مې دا وَ سنجَولو، چې سټېشن غټ ؤو که ووړ ... هر ځای خوش رنګي دَ بنکاک په حال وه -  بس که تر منځه یې توپېر ؤ، نو په لباس کې  ... ګوا دَ بنکاک په چپه دَ تهائي لېنډ په منځنئیو برخو کې پېنټونه او سکرټونه کم لیدل کېږي -  دَ لارې دَ سټېشنانو نومونه مې ځکه په ډائرۍ کې نوښته نه کړو ، چې دَ اشارو په ژبه هغو درو پېغلو، چې درې واړه دَ چیانګ مائي اوسېدونکې وې سره سم نه پوهېدلو ... بس یَو مې دَ صوبه  ّلامپانګ ّ ،څه غټ غوندې رېلوې سټېشن ؤ، چې لامپانګ نومېدو دَ  ّ لامپانګ ّ نامې ښار کې یَو خواته جوړ ؤ .. او بل ، یَو وخت موږ  په   ّ لامفون   ّ  نامي سټېشن باندې دَ لس منټه دپاره کوُز شولو- او بیا چې څنګه څنګه ټرېن دَ چیانګ مائي په لور مزل لنډَولو، نو هغه درې واړه انجونې، چې دَ یوې نوم   Nidؤ ... نور ې  نورې رانیږدې کېدې – که څه هم  زما سر دَ هغوئ په مطلب خلاس ؤ، چې دا انجونې په موږ باندې ځانونه راناوان کول غواړي – خو، یارانو دَ خلې دَ بازۍ پرته دَ لاسو بازۍ هم پئیل کړې وې او ناشُوده دا، چې په دې ډبه کې ناست نورو مسافرانو په هیچا باندې هیځ باک نه درلودلو-  هر یَو خپلې مخې ته آزاد ؤ، زه لا ښه وم، یَو دوې ګنټهې خوب مې هم وکړو – خو یارانو دَ دوؤ لمحې دپاره هم سترګې نه کړې پټې – ولې چې هاغه دَ جمعه خان خبره ، چې ...

 

ّ بیا چې کله کورو ته وَ رسېږو، نو ښه ډېر خوبونه به وکړو -  دلته په خوب او خوراک باندې وخت نه دی ضائع کول په کار  ّ

 

نه یوازې دا دَ جمعه خان نظر ؤ، بلکې ورسره نورو دوؤ ملګرو هم دغه رنګه وئیلو -  لنډه دا، چې دا یادګار سفر ،چې په  ۷۵۱ کلومیټرانو باندې یې اړه لرله په څورلس ګنټهو کې سرته وَرسَېدو  او اتهه بجې سهار مو دَ چیانګ مائي په غټ ښار کې قدمونه کښېښولو –

  

*****

 

په هوټل کې دَ څلور ګنټهو دَ خوب او آرام ورسته ، ماڅپښین دوؤ بجو خواته په سټي ټوؤر باندې وَوتو -  لومړی  موږ  Wat Chiang Man ته ورَغلو – چرته چې په کال ۱۲۹۶ کې جوړه شوې دَ بُدها مجسمه نه یوازې دَ نمائش  ، بلکې   دَ تهائیانو دَ عبادت دپاره ږدل شوې وه -  دا ځای بېخې پخوا دَ چیانګ مائي باچا Mengrat دَ استوګنې دپاره په استعمال کې راغلی ؤ -  دلته دَ بُدها له یَو بُت سره په تختۍ باندې  دَ هغه دَ بنیادي نظرئیې اصول په انګلسۍ کې داسې لیک ؤ  ...

 

(  ترجمعه  )   ..... ّ په دُنیا کې ( توبه نعوذوبالله ) یَو خدائی هم نه شته -  بس دَ ښو او بدو کارونو صله انسان ته په خپل ژوند کې دَ سزا او جزا په صورتونو کې ورپه برخه کېږي  ّ

 

دَ دې  ورسته موږ درې واړه ملګرې  Wat Phra Sing   او Wat.U. Mong ... چې دراصل یَو نغم ؤ ، ته ورَغلو – دلته هر ځای دَ بُدها پخوانۍ مجسمې پرتې وې ... یوه نیمه مجسمه ، چې عمر یې تر زرو کالو هم څه زیات ؤ .. دَ کتو وَړ ځکه وې  ، چې دغو بُتونو په کړو وړو کې  بُدها ته څه څه تهائي وزمه بڼه ورکړل شوې وه او داسې یې ښکاره کړی ؤ، لکه هغه چې دَ نیپال په لومبېني نامي ځای کې نه  بلکې هم په دغه تهائي سیمه کې پېدا شوی وي -  او دَ دې ځای دَ تهائیانو خیال هم څه دغه رنګه ؤ -  هو ، لکه دَ ځینو ماهرینو دَ رائیو له مخه دَ بامیان له جوړ شوې غټ بُت سره دَ بُدها استوګنه تړي -  ګوا دا خبره مې مزغو ته بیا بیا سوال کېده ، چې دَ بُدها منونکې دَ بُدها په اړه صحیح معلونات نه لري او که له خپلو یې خپلې سیمې سره یې منسوب کول دَ هغه سره دَ زیات عقیدت ښوؤنه کوي ؟ 

 

په  Wat Suan Dok نامي ټېمپل وزمه ځای کې جمعه خان کاکړ دَ ۵۰۰ کلنې پخوانۍ له  Bronze څخه جوړې مجسمې سره په څنګ کې ولاړ  وئیل يې  ...

 

ّ خدائی ته وَ ګورئی ... درځئ   چې ځو، داسې نه ... چې دَ بُدها په مذهب  ته ور  وا نه وړو  ّ

 

نصیب ترین هم ورسره خبره خوږه کړه  ...

 

ّ  موږ خو څه دَ بُدها زیارت ته نه یُو راغلي ، چې له یوه بُت څخه یې بل بُت ته درېږو ّ

 

آخر دَ صلاح مشورې ورسته مې ټکټونه وکړو او دَ  Doi Suthep Tour په وېګن کې کښېنستو ... هلته یې هم لومړی دَ بُدها زیارت راباندې وکړو او بیا یې سم دستي قامي لرغونې آثار دَ نمائش وَ ځای ته یُوړو -  دلته دَ تهائي خلګو تاریخي او ډېر پخواني رقم رقم دَ استعمال شیان دَ ښوؤلو دپاره ایښې ؤ -  له دې پرته دلته دَ لاسې جوړو شیانو پرته دَ   ّ لانا   ّ  lanna  تهائي آرټ  نادرې نمونې په دې وجه دَ کتو وَړ وې ، چې په هرڅه کې یې دَ مذهب رنګ له ورایه برېښېدو – دَ چیانګ مائي په یونیورسټۍ ائیریا کې  Trible Resaerch Centre   دَ کتو وَړ او په زړه پورې ځای ځکه ؤ ، چې دلته دَ تهائي قبائلي علاقو ځینې رواجي او په استعمال کې راتلونکې څېزونه دَ نمائش دپاره ږدل شوې ؤ -  غرض دا، چې  تهائي لېنډ که څه هم دَ چیني او انډین ژواکونو تر اثر دلاندې روزل شوی ښکاري ، خو بیا یې هم دَ لباس، استوګنې او دَ ژوند کولو طور طریقې  په هره علاقه کې څه څه بدلې بڼې لري -  او بله مې دا خبره هم وَسنجَوله چې تهائي خلګ دَ خپل مذهبي جنون پرته دَ کلتور او ژواک ساتلو په اړه هم ساری نه لري -  او هیچا ته اجازه نه ورکوي ، چې هغه دي دَ دوئی په جامو، دَ ژوند کولو په طریقو او یا دَ بُدها په شان کې ګستاخي وکړي ...  دلته دَ ښځې او نر تر منځه دَ ملګرتیا په حقله دَ دواړو خوښې ته اهمیت ورکول کېږي –

 

The Rose of North  یعنې دَ چیانګ مائي زاړه طرز جوړ بازارونه دَ ماښام خواته دَ سېل او خوند وَړ ځکه دي ، چې هر لور هر اړخیزه رنګینیانې خورې ورې وي -  دَ زړه هر رقم ارمان که څوک وَغواړي دلته په آسانه پوره کولی شي -  خو څه څه حیاء او شرم هم شته  ... داسې حال هم نه وي لکه په بنکاک یا پتایا بیچ  کې دَ سپین سترګې تر هانده وي -  کېدلی شي چې دا خبره له دې سوبه وي ، چې چیانګ مائي دَ تاریخي ښار پرته په مذهبي اړه مقدس هم ګڼل کېږي  -  خو بیا هم  ځای په ځای په کې ترتاک اویښتې ځایونه هم څه کم نه دي ، چې ټوؤرسټان په کې له ځانونو څخه دَ یو څو لمحو دپاره داسې وځي، چې راستنېده یې که څه هم ژر  وي ، خو دَ یادونو په اړه ورسره ټول عمر تړلي وي  -   دَ تودو ماښامونه او دَ تهائی پېغلو دَ سوداګانو کاروبار شاید چې دَ تهائی هېواد په معاشي سوکالۍ کې دَ یوې لوې انډسټرۍ مثال لري -  او دغه انډسټري تهائي هېواد دَ مخته وتو هېوادونو سره په څنګ کې که نه هم درَوي ، خو ورپسې روان یې ضرور ساتي -  ولې چې دلته دَ ټوؤرسټانو جېبونه که لږ ډېر دَ تاریخی ځایونو په کتو سپکېږي ، نو دَ ښځو دَ لاسه  پوره پوره خالي کېږي هم -  څنګه څنګه چې ماښام دَ ماخُستن په لور ور روان ؤ، نو دَ بازارونو رش کمېدو او دَ ډیسکوګانو، بارونو او کلبونو په لور دَ خلګو سېلاب ورماتېدو لګیا ؤ -  هرڅه هرڅه ... خو زه چې په دې هېواد کې له کوم شي څخه زیات متاثره کېدم ، نو هغه ؤ دَ تهائیانو خوږه ژبه او بل ته دَ احترام په نظر کتل  -

 

*****

 

په دې بله ورځ ماځیګر ۵ بجې چې دَ ۱۱۰۰ کلنې دَ بُدها دَ زړې مجسمې  په نوم  ورجار شوي ښار څخه وتلو دپاره بس ته ختو، نو زړه مې نه غوښتو، چې دومره ژر  ورڅخه لاړ شم -  لاکن یَو خو دَ موږ سره ورځې کمې وې او بل یاران هم په ضد ؤ ... بس په هائی وې نمبر ۱۰۶ یعنې دَ لومړي غټ سټاپ  ّ لامفون  ّ په خوا روان شو -  دَ لمر تر پُټېدو پورې سترګې دَ روډ دواړو خواؤ په قدرتي جوړ غر او سمه او وړو غټو کلو ته په کتو بوخت وې ... خو بیا چې مو څنګه سترګې پُټولې، نو بس دَ   ّ لامفون   ّ  په یوه هوټل باندې وَدرېدو -   دلته  زموږ دَ بس سوارلیان چې په کې زیاتره ټوؤرستان ؤ ، په دې هوټل کې چې څه پاخه ؤ ورباندې مات شولو ... خو، موږ دلته په وریږو او سبزیانو خوړلو باندې دَ خېټو لوږه مړه کړه – له دې ځایه بنکاک ۵۶۰ کلومیټره په واټن باندې ؤ –

 

مخته  له   ّ لامپانګ  ّ نامي ځای څخه بس په هائی وې نمبر۱  باندې دَ بنکاک په لور مخه وکړه – خوب په بس کې دَ دې هوار روډ له سوبه ښه کېدو -  لاکن څنګه چې په کار ؤ، هغسې نه شو کېدلی – ګوا حال دا ؤ ، چې  نه ویښ وم او نه ویده -  آخر چې سهار شو، نو ۶ بجې خواته موږ دَ بنکاک په یوې بس اډې چې  Ekmai Bus Stop  نومېدو باندې له بس څخه کوُز شولو .. نو له خوبه تیار ځنګېدلو او سترګې مو نه خلاسېدې، خو دَ پروګرام په سمه  مو دَ پتایا بس سټېنډ ته ځان وَ رسَولو او ټکټ کولو ورسته بس ته چې څنګه وختو، نو بیا دومره هم نه شولو خبرو چې بس څه وخت له اډې څخه مخته روان شوی ؤ ؟ موږ ټول ملګري په خپلو سیټونو داسې په خوند ویده شوي ؤ، چې یَو وخت چا وَښورَولم، چې ...

 

 ّ  مسټر مسټر ... کښته شه .... پتایا بیچ  سټې راغله  ّ

 

سترګې چې مې څنګه خلاسې کړې، نو دَ سهار نهه بجې وې -  ټېکسي  مې کرایه کړو او په نیمه ګنټهه کې  J.P Inn نامي هوټل ته ورسېدو، چې دَ سېکنډ بیچ روډ او  Soi – 7 په کونج کې جوړ ؤ ته ورَغلو –

 

*****

 

 

دَ ښه ډېر خوب کولو ورسته څلور واړه ملګرو دَ نیږدې سمندر غاړې ، چې ورته پتایا بیچ  وئیل کېږي .. په لور مخه وکړو -  دا دَ شنه سمندر  صفا غاړه له یوه سره تر بله سره پورې دَ بېلابېلو هېوادونو دَ ټوؤرسټانو څخه ډکه وه ... هر لور سرې ، شنې ، ژېړې او دَ لرګیانو څخه جوړ سایه وانونه ولاړ برېښي – موږ دَ یوه سایه وان دلاندې کښېنستو او دَ شاوخوا دَ ښائیسته مخلوق په ننداره شولو –

 

ّ اوس مې نو زړه ایله ځای ته راغلو ... ګنې دَ بنکاک څخه چې په دې خوا راروان ؤ ، نو ډېر خفه وم .. ما وئیل ، چې ګوره دا شوق مې بیا کوم ځنګل ته بوځی ؟   ّ

 

دَ رضا ترین ، چې دې وخت په اوږده چوکې کې غزېدلی ؤ ، دَ دې خبرې په ځواب کې ما ورته وئیل  ، چې ...

 

ّ  بې غمه شه .. پتایا بیچ څه معمولي ځای نه دی  -  دَ دې ځای روڼه شپه په دُنیا کې مشهوره ده  ّ

 

ما به لا مخته خبره وړله، چې نصیب ترین منځ ته راولوېدو او وائي  ...

 

ّ  هون   ... ځه ښه وَشو، چې خوبونه مې په ایډوانس کې ورته کړي دي  ّ

 

او دې وخت زموږ  دَ مخه  یوه دَ پاخه عمر ښځه ګوره چې دَ فرانس وه او که روسۍ تېره شوه – زموږ توجه یې خکه دَ ځان په لور واړَوله ، ولې چې  تیان یې ښکاره  او په خېټه راځڼېدلو -  جمعه  خان دَ هغې په لور   کتلو ورسته  وائي ...

 

ّ توبه توبه  ... څه لوُڅ لغړ  خلګ دي ... دَ حیا ء  دَ نوم شئی  لا نه شته په کې  ّ

 

او بیا په دې ټاپک ښې ډېرې خبرې منځ ته راغلې -  بیا چې موږ دَ ماځیګري تک ژېر لمر دَ سمندر اوبوته  وَ سپارَلو، نو پورته شولو او دَ علي بابا رېسټورینټ پو لور مې دَ ډوډې خوړَلو دپاره مخه وکړه –

 

دَ  ّجي -  پي  اٍن  هوټل  ّ سره ورته په غټ مېدان کې جوړ سټال وزمه   ّ بارونه<SPAN style="mso-spaceru