خوب مې لیدو ـ ـ ـ  خو، ویده نه  وم 

 

تاثراتي لنډیز ـ ـ ـ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ّ منم ـ ـ ـ  چې چرته ښځې خپل مخته آزادې پرېښول شي . هلته په نریناؤ باندې ژوند بار ( په معاشي توګه ) کم شوی دی ... خو دغې آزادۍ دَ کور تقدس او دَ خوشحالې کورنۍ تصور دَ مخه وړی هم دی -  ګوا، نر نه دی نر پاته شوی او ښځه ښځه نه ... ولې چې دواړه په خپلو کې اول خو دَ رښتې ساتلو ته تیار نه دي او که تیار دي هم  ... نو تړون یې په داسې نازک سپڼسي شوی دی ، چې شلېده یې  ګرسره وخت نه غواړي -  او چې چرته دَ ښځې دَ ژوند اختیار دَ سړیانو په لاس کې دی -  هلته نه یوازې ښځې ته په درنه  سترګه کتل شوې دي ، بلکې سړیانو هم قدر موندلی دی .... دلته زما دَ خبرې څخه مراد دا، چې نن که څه هم مسلمانانو دَ ژوند په لوبه کې ( دَ تعمیر او ترقۍ په اړه ) ماته خوړلی ده – خو کورونه یې دَ جنت څخه کم نه دي ... او هیڅ شک نه شته ، چې په دې اړه کرېډټ اسلام ته ځي  ّ        (   شوق  )

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

     ّ  وسوسه  ّ

 

ما یې زړه ته لاره وکړه

هم یې سترګو کې مېښته شوم

خو، چې څنک ته یې ورتلمه

لا به نور نور ورڅکېدمه

چې ناڅاپه مې ورپام شو،

نو خولې شولې راماتې  ...

پښې مې ځای په خای شوې شلې

په وجود کې مات رامات شوم

او له ډاره دَ مرګي زه

په هیڅ هم نه پُوهېدمه

چې ، په کومه وَ تېښتمه

شاته بند دَ خوُنې ور ؤ

دواړه اړخ مې دېوالونه

او همت مې کوی نه شو

دَ   ّیُوپا  ّ په لورې ځکه

چې یې خُلې کې کوکېدلې

دَ غاښو په ځای سکروټې

او له پوزي یې اورونه

غورځول اژدها غوندې

 

( شوق / تهیم :-  پتایا بیچ  -  تهائي لېنډ  ... ۱۹۹۴ع  /  نظم :-  پښین ۱۹۹۵ع )

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

ّ ته ما دوست جوړَوې  ّ

 

راسره نیږدې ناستې تورسرې ، چې دَ ډېره وخته یې سوچ را په کې بند ؤ  ... او په وار وار یې دَ وړو سترګو تر کونجونو راته کتلو ، په بلنه خولې راباندې ځکه نه شوې را ایله ، چې دلته دوستانې جوړَول دَ انجونو مشغله نه ، بلکې کاروبار هم ګڼل کېږي -  ما دَ هغې انجلۍ دَ خواست په ځواب کې څه وئیلو دَ مخه سر تر پایه ورته وکتلو – انجلۍ چې جینز پېنټ او سره شرټ کې بده نه ښکاره کېده –  ورته په پسخوندي انداز وَموسېدم او په لغازي ډؤل مې ورته وئیل  ...

 

ّ  تهائي او دوستي  ؟ ناممکن ناممکن  ... ّ  

 

لا به مې نور څه ورته وئیل ، چې هغې زما په سترګو کې سترګې داسې را واچولې، لکه  زما په پسخوند چې  خشم ورَغلی وي – که څه هم ماته دَ خپلې غلطۍ احساس شوی ؤ ، او اوس به مې بخښنه ورڅخه غوښتله، چې هغې لاس راوَغزَولو او په نره یې راته وئیل  ...

 

ّ  No Money , only friendship  ّ

 

زه چې دَ دې په لومړۍ غوښتنه  باندې لا ست شوی وم ، لاس په لاس کې ورکړو او بې واره مې دَ خلې څخه وَوتو  ...

 

ّ  واه ... دا نو اوس خبره شوه  ّ

 

داسې مې ځکه ورته وئیل، چې زما په ذهن کې دَ هغې دَ جسم په اړه هیڅ داسې طلب نه ؤ ... ځکه خو مې دَ هسې یَو دوست په نیت دوستۍ ته اوږه کښېښوله  -  او بیا په دې  ّ لکي بار  ّ  کې دَ څه ناستې ورسته ورسره دَ ډیسکو په خوا دَ پتایا سټي په فرسټ روډ، چې بیچ روډ هم ورته وئیل کېږي  باندې روان وم –  دې وخت دَ ګهړۍ ستنې دَ شپې دولس بجو څخه اویښتې وې - 

 

ما خوب نه لیدو، بلکې دا هر څه دَ سترګو وړاندې ؤ –  دَ کرسمس دَ رنګارنګ پروګرامونو لیدو او دَ زاړه کال دَ نوې کولو په  شوق کې زه نن سهار دَ تهائي ائېر وېز انټرنېشنل په جهاز  TG – 58 کې دَ کراچۍ څخه دَ تهائی هېواد دَ  ّحوُرو ښار ّ ته رسېدلۍ وم   ... اوبیا دَ یَو څو ورځو تېرَولو دپاره نېغ له ائیرپورټ څخه دلته پتایا سټي ته -  ولې چې زما اصل منزل مقصود سنګاپور او له سنګاپور څخه دَ انډونیشیا یوه نیمه نوموړې جزیره ( ټاپو) لیدل هم ؤ -  لاکن سنګاپور ته دَ ډائریکټ فلائټ  سروس نه درلودلو له سوبه VIA بنګاک ورته تګ ممکن ؤ -  نو ځکه له دواړو خواؤ څخه زما ټکټان .. په هم دغه تهائي هېواد باندې  تېرېدو راتېرېدو دپاره کنفرم شوې ؤ-  نن ګوا په ۲۴م دسمبر ۱۹۹۴ع شپه دَ نه غوښتلو پرته هم  زه دَ   ّ اېن  ّ ، چې کرسچن وه او له برما څخه یې تعلق درلودلو او ډېر پخوا له خپلې مور او پنځه کلنې لوُر سره دلته راغلې وه ... په انسانيت  وزمه دوستۍ کښېوتم -  هغه انجلۍ څه، دَ باد مسته څپه وه ، چې زه  او زما هرڅه یې دَ مخه کړي ؤ -  دَ ګرېس ډیسکو څخه دَ راوتلو په وخت  موږ دا عهد کړی ؤ، چې زموږ تر منځه به دوستي له هر رقم غلط سوچ او غرض څخه خلاسه وي  -  ګوا هغه به ما سړی نه ګڼی او نه به زه دا ښځه  ...  په هم دې خو مې ورسره په  نره دَ ساتلو هڅه کوله  -

 

ّ  سبا سهار به نهه بجې راځم او تا به له ځان سره کور ته بوځم – ولې ، زه غواړم، چې زموږ دَ کرسمس په خوشحالیانو کې ته ګډون وَکړې – زما مور او وړه لوُر به ستا په لیدو ډېره خوشحاله شي  ّ

 

او بیا  ّ اېن  ّ دَ خپلې  Yah نامي خوندَکۍ ، چې دَ چیانګ مائی اوسېدونکې وه سره دَ هغې په موټر سائکل  یَو خواته مخه وکړه -  زه هم خوبَولی غوندې دَ  K. K. Inn په خوا روان شوم – په لاره کې مې سوچ کولو ، چې چرته مېړه خو یې مړ نه دی ، چې په کور کې یې دَ موجودګۍذکر په خله نه راځي – او بیا ګوره، چې څله کرسمس په خوشحالیانو کې زما ګډون ضروري ګڼي ؟ چرته دَ مېړه دَ لیدو باړ خو راباندې نه ماتوَي ؟ هر څه هرڅه ، خو زه له دې سره په بې غرضه دوستۍ کولو شرمنده ځکه نه وم  ،چې زموږ تر منځه داسې هاسې غرضونه نه ؤ –  ولې چې زه خپلې پښتو نیولی وم او دا خپل کست ... مګر وېرېدم بیا هم ورڅخه  -

 

*****

 

دَ کرسمس په ورځ دَ سهار تر نهه بجو پورې دَ  کې -  کې – اٍن  په وړه لابي کې دَ   ّ اېن ّ چې اصل نوم یې   ّ یوپا کیوسري کران  ّ ؤ ، دَ تریخ انتظار ورسته راولاړ شوم او دې هوټل ته مخامخ .. دَ روډ بلې ځۍ ته جوړ الفردوس ریسټوزېنټ ته وره غلم –  بار والا ته مې دَ چائیو آرډر ورکړو او سترګې مې دباندې په ښکاره روډ دَ اېن لاره څارَلو کې بوختې کړې – یَو وخت اشرف الدین لالا چې پښتون ؤ او دَ دې هوټل مالک هم ... دَ چائیو ټرې خپله را اخیستې وه – چې ټرې یې په مېز ایږدله ، نو یې په پښتو کې راته وئیلو  ...

 

ّ  پښتون راته برېښې ... پښتون یې ؟  ّ

 

ما وئیل  ...

 

ّ هو، پښتون یم  ّ

 

دومره ورته وئیلو ورسته مې دَ هغه له خوا راغزَولی لاس  کې لاس ورکولو په وخت به مې لا دا پوښتنه ورڅخه کوله چې ... څنګه یې دا اندازه وَلګوله  چې زه پښتون یم ؟  خو زما له پوښتنې یې دَ مخه خبره داسې خلاسه کړه ، چې  ...

 

ّ ستا دَ مخ کاسې ، سترګو او په خاص توګه چې مې دا ستا برېتونو ته پام شو، نو ما وئیل ... چې دا ځوان پښتون دی  ّ

 

بیا یې دَ نامه پوښتنه وکړه  ... او ما چې څنګه خپل نوم ورته وَ ښائیلو، نو ده څه سوچ کولو ورسته وئیلو، چې  ...

 

ّ  دا نوم راته څه  اورېدلې  شانتې ښکاري ... ته چرته هغه افضل شوق خو نه یې چې  ، شلېلی امېل نامي کتاب یې لیکلی دی ؟   ّ 

 

ډېر حریان شوم  او  ورته وئیل  مې ...

 

ّ  هو.. هو، زه هغه افضل شوق یم  ... لاکن  ... ّ

 

 زما دَ   ّ لاکن  ّ تورې ورسته  اشر ف الدین خبرې ته نه پرېښولم او راته وئیل یې  ... چې ّ ستا کتاب ّ ... دا تورې له خلې رایستلو ورسته یې  وئیل   ّ یَو منټ  ّ  او بیا  ولاړ شو  -

 

اوس به لا ما دَ چائیو کوپ خلې ته وړلو، چې څه ګورم  ... ّ اېن ّ دَ روډ په هغه بله  ځۍ باندې ولاړه ... ماته ګوري  او خاندې ... ما ورته په لاس اشاره وَ راتلو وکړه او دا را روانه شوه – په تور شرټ او جینز سکرټ کې  په خلاسو ویښتو ډېر ښکلې ښکاره کېده ، چې څنګه را وَرسېده ، نو وائي ...

 

ّ  سوري سوري وَ ځنډېدم   ّ

 

او لاس  راکولو ورسته په مخامخ چوکۍ کې کښېنسته – موږ خبرې کولې ، چې اشرف الدین لالا بیرته راغلو او راته وائي ...

 

ّ  دا ګوره ستا کتاب ، چې څه موده مخکې زما ملګرې نسیم الرحمان له پاکستان څخه رالېږلی ؤ ّ

 

داسې وئیلو ورسته یې  اېن ته وَ کتلو او موسکنی غوندې شو ...

 

ّ  دا څوک ده ؟  ّ

 

ما وئیل  ...

 

ّ  هسې دوست  ّ

 

دومره خبره چې مې کوله، نو دائی له اېن سره په تهائي ژبه کې اخته شو – ګوره چې څه یې وئیلو او هغې څه؟ خو بیا چې یې زما کتاب ورته ورکولو ، نو دائی ماته وائي ...

 

ّ  دا ماته تهائي انجلۍ نه ښکاري ، ولې چې ژبه یې سمه نه ده  ّ

 

اوس  اېن دَ کتاب پاڼې اړَولې را اړَولې او اشرف الدین لالا، چې زما په څنګ کې  په چوکۍ کښېنستو راته خپله کیسه پئیل کړه او واي  ...

 

ّ  بېخي پخوا زما پلار دلته راغلی ؤ -  اوس موږ دَ دې هېواد ځاي خلګ یُو .. دا ګوره زما شناختي کارډ ... او موږ دلته ډېر غټ کاروبار لرو – زما کشر ورور چې زما دَ تهائي مور څخه دی امیر سید نومېږي  ... دې وخت دَ پتایا سټي مئیر دی – زما پښتو سوچه ځکه پاتې ده، چې ما په پاکستان کې دَ خپل پلار دَ وروڼو ( اکاګانو) سره ډېر وخت تېر کړی دی – دَ امیر سید هم لږه لږه پښتو زده ده – مګر زما زوئی کریم او لوُر ... هغه ګوره چې په کاؤنټر باندې  باندې ولاړ دي ... او ښه ډېره پښتو یې په دې زده ده، چې زه یې په کال کې یَو یا دوه ځله پاکستان ته ځان سره حتماً وړم  ّ

 

ده به لا نور څه وئیل، چې   اېن  وَ منځ ته راولویده  او وئیل یې  ...

 

ّ  ناوخته شو  .... درځه چې ځو  ّ

 

ما ورته وئیل ...

 

ّ  لږ صبر وکړه  ... لاړ به شو  ّ

 

او اشرف الدین لالا ته مې وَوئیل ...

 

ّ  ښه ، نو خبره  دې کوله  ّ

 

دائی وَ موسېدو او دَ اېن په لور یې ورکتلو ورسته  وَوئیل  ...

 

ّ  دَ دې تازیله ده ... ورسره  لاړ شه  .. ما او تا به بیا خبرې کوؤ  او بیا  زه غواړم ، چې نن دَ ماځېګري دَ چائیو بندوبست  درته په کور کې وَکړم ....  امیر سید سره به دی هم لیدل کتل  وَشي ّ

 

دَ هغه دَ تکراري ضد دَ مخې مې وعده ورسره کولو ورسته له اشرف الدینه څخه اجازه اخیستله – او بیا  زه او اېن دَ ریسټورینټ څخه دباندې وَوتو –

 

يَو وخت ټېکسي دَ یَو وړوکې هټ وزمه کور مخې ته تم شو او موږ دواړه راکښته شولو -  یوه وړوکې ماشومه انجلۍ، چې دَ دې کور مخته ولاړه وه ... زموږ په لیدو په منډه منډه راغله  ... اېن په ډېره مینه په غوزۍ کې واخیسته او څپ کولو ورسته یې راته وئیل  ...

 

ّ  دا زما لوُر ده  ّ

 

ما یې په سر لاس تېر کړو او بیا هټ وزمه واړه کور ته  روسره دننه شولم ... یَو وړې خونې ، چې مخته یې وړه شان برانډه په لرکیانو جوړه وه  ته وره غلو -  دلته خورا ډېرې ښځې هم وې ، څوک ناستې ، څوک ولاړې  ... خو زموږ په ورتګ یوې بلې خواته وَ وېښل شوې او موږ څو قدمه مخته تېر شولو -  یوه زړه ښځه ، چې  اېن ورته ماما یعنې مور وئیله راولاړه شوه ... څه مخته راغله او زما په سر یې لاس داسې تېر کړو .. لکه زه چې دَ هغې زوئی یا زوم  وم  او راته په خپله ژبه کې ګډه شوه – په ژبه یې نه پوهېدم، خو په سترګو کې یې څرکېدونکو اوښکو ټول حالونه راته تېر کړو ... او بیا اېن  په خپلې مورکې باندې غوزۍ واچوله او په اوږه یې دَماشومې غوندې سر په اوږه ورته کښېښولو او څه وخت ورسته چې یې سر پورته کړو او خواره واره ویښتان یې دَ څېرې څخه په یوه جټهکه چې لرې کړو .. نو څه ګورم سترګې یې دَ اوښکو څخه ډکې وې – مګر زما دَ زړه ساتلو دپاره یې په شونډو مصنوعي خندا راویستله او راته وائي  ...

 

ّ  ته کښېنه ... ولې ولاړ یې ؟  ّ

 

زه کښېنستم ، خو ټولو ښځو داسې راته کتلو، لکه زه چې دَ اېن دَ کورنۍ غړی وم  -  غرض دا چې دَ کرسمس کېک ، چې په تهائي ژبه کې ورباندې خود لکه چې  ّ  هېپي کرسمس  ّ  لیک ؤ ، زما مخې ته په واړه مېز باندې کښېښول شو .. او اېن راته وائي  ...

 

ّ  پلیز کاټ یې کړه  ّ

 

ما چې په خپل ژوند کې په داسې موقعو باندې کېک نه ؤ کاټ کړی ، دَ اېن دَ زړه ساتلو دپاره مې چاړه راپورته کړه او چې کېک ته مې ور وړله ،،،نو دَ اېن لاس هم راوَرسېدو او دواړو په ګډه کاټ کړو -   ښځو دې وخت په ګډه ، ګوره چې کومې سندرې وئیلې او دلته اېن دَ کیک اول پیس په غاب کې کښېښولو ورسته ماته وړاندې کړو -  او زه  دغه رنګه تر ډېره وخته پورې په ښځو کې ناست تماشه جوړ شوی وم – یَو وخت چې له دې محفله راولاړېدم ، نو دَ اېن لوُر ته مې څو نوټونه په لاس کښېښولو او دَ اېن سره دباندې  راوَوتم – مور یې هم تر دروازې پورې راغله -  اېن تر نیږدې سړک پورې راسره راغله – ماته یې ټېکسي وَنیولو او خپله دَ کرسمس خوشحالیانې لمانځلو  دپاره دَ کور په خوا روانه شوه -  اوس چې زه په ټېکسي کې دَ ښار په لور راروان وم ، نو زړه راته وئیل، چې .. چرته اېن  ( یوپا) دَ زړه ساتنې په ثواب کې خو مې دَ دغه وړه کورنۍ په زاوال کې نه واچوله ؟  چې زما په ورتګ یې دَ کرسمس دَ خوشحالیانو په ځای دَ خندلو ... وَ ژړَلو؟

 

دا هغه سوالیه خبره وه  ، چې زه یې دَ ځواب په لټون کې په لومړي ځل  دَ انسانیت  په اړه له یَو داسې  امتحاني کشمکش سره مخامخ کړی وم، چې  ما داسې سنجوَلو لکه  دا زموږ یعنې دَ انسانانو ترمنځه چې دَ بېلابېلواصنافو په نامه دَ کرکو وېښ چې نه یوازې ناروا کار بلکې غېر انساني المیه هم وي  -  ولې ، چرته  یَو غرئیز پښتون او هغه هم نر ... او چرته دَ تهائي یا برما دَ سیمې بازاري کس ... او هغه هم ښځه ؟  چې تر منځه یې دَ انسانیت په نوم ملګرتیا تر دې هانده دوام مومي ، چې  یَو بل ته دَ کور دَ مقدسه غړې وئیلو په وخت عار نه محسوسوي ..... هو، زه له یَو داسې ریښتونې حقیقت سره په روحاني توګه مخامخ شوی وم، چې په  ژوند کې په اول ځل ... ما ځان ته انسان په نره وئیلی ؤ -

 

*****

 

 

ماځیګر دَ خپل قول په سمه زه دَ اشرف الدین لالا سره دَ ده وَغت کور ته وره غلم  -  په دې بنګله غوندې جوړ غټ او ښائیسته کور ، چې ورسره جوخت یې  یَو غټ دَ بوُزو او پُسونو فارم هم درلودلو، کې یوې خواته دَ چادرو دَ بام دلاندې کټونه داسې برېښېدلو ، لکه جوړه چې پښتني حجره وي ... دلته کښېنستلو په وخت مې  ورڅخه وکړه ...

 

ّ  پښتانه لکه چې درته راځي  ؟  ّ

 

لالا وئیل  ...

 

ّ هو، زما دَ کلي خلګ بېخې زیات ماته راځي  ّ

 

دومره وئیلو  ورسته خپله مخته وائي ...

 

ّ  موږ که هر څو اوس تهائیان یُو، خو خپله پښتو او پښتانه مې نه دي هېر کړي او هڅه دا کوم ، چې زما په کور کې دي پښتو هرکله ژوندۍ وي  ّ

 

ّ بېشکه  ... پښتون  ، خو پېژندلی کېږي  په پښتو باندې  ّ