له ښکلا څخه تر ښکلا پورې
تاثراتي لنډیز ـ ـ ـ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ّ اسلام او کُفر .. دَ ښکاره تقاضو په اړه تر اوسه لا په انډونیشیا کې دَ یوه بل په ضد .. که ښکاره نه پټ په پټه خپل خپل منونکې روزي – ګوا دَ زرګونو ټاپوګانو په دې هېواد کې ، چې چرته مسلمانان په زیات شمېرمېښته دي ، هلته دَ ژوند کاروبار نه یوازې سوړ ، بلکې پټ هم تر سره کېږي - بیا چې چرته دَ هندوانو، عیسایانو یا سېکولر خلګو اکثریت دی .. هلته ژوند نه یوازې دَ ژوند په رنګه دی بلکې دَ سېلانیانو دَ تفریح دپاره زړه خوښونې هم لري – مخته به ګورو ، چې کوم تهذیب او مذهبي نظریه دَ انډونیشیا ټاپوګان په خپل اثر کې اخلي ؟ هو، که څه هم ښکاري داسې لکه اسلام چې څومره په تېزۍ دا ټاپوګان په خپل اثر کې اخیستې ؤ .. هم هغسې په تېزۍ ورڅخه خدائي په امانۍ هم وائي ... لګیا دي ّ ( شوق )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ّ اُوف کولی نه شم ّ
څه دي وَ خوړم په سترګو
څه دي چُور کړمه په حُسن
څه دي خپل کړم په نازونو
څه دي یُوړم په خبرو ...
بس که پاته دي نور څه لا،
زما په دې خالي وجود کې
نو هغه دي ستا غمونه
او یا هغه حسرتونه
ارمانونه او یادونه
چې هم ستا په ذکر فکر
ما په ځان ځان کې دننه
په مزه چیچي او خوُري ، خو
زه خوار اُوف کولی نه شم
داسې نه ، چې ستر خالق دي
زما په آه باندې وَ نیسي
( شوق )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په پتایا سټي کې دَ زړه بائیللو ورسته ، زه دَ بنکاک ائیرپورټ څخه په تهائي ائیر وېز انټرنېشنل کې دولس بجې غرمه ناست سنګاپور ته ژر تر ژره رسېدو په تمه ځکه وم ، چې دَ خپل جوړ کړل شوې پروګرام په سمه ما دَ نورو خلګو سره په ګډه زوړ کال نوی کول غوښتو – ګوانن ۳۱م دسبر ؤ - دَ راتلونکې شپې په یَو منټ بالا دولس بجې به کال ۱۹۹۵ع نوی کېدو - څنګه چې جهاز آسمان خواته پورته شو، نو ګوره چې زه څله بې غمه غوندې شوم ؟ که څه هم دَ تقدیر په حواله زما دَ رسېدو امکان په سل کې سل نه ؤ او بیا څه وخت چې جهاز دَ سنګاپور په ائیرپورټ کښته شو او انټري کولو ورسته زه یَو وار بیا دَ نوؤ ولولو سره ملګری دَ ائیرپورټ دَ رنګینې دُنیا څخه دباندې راوَوتم – په ټېکسي کې کښېنستم او ډرائیور ته مې وَوئیل، چې دَ آرچرډ روډ په شاوخوا کې مې یَو ښه او ارزانه هوټل ته بوځه – ټېکسي مخته روان شو- تر ډېره پورې په ټېکسي کې چپه چبیا وه- یَو وخت چې خوب وَځنګولم ، نو ځان بېدار ساتلو دپاره مې په ټېکسي ډرائیور باندې ژغ وکړو ...
ّ په سنګاپور کې ډېره ګراني ده ّ
ده وئیل ...
ّ هو، دَ سړي وَس نه په رسېږي ّ
او بیا یې مخته خپله وئیلو ...
ّ زما په خیال چې ته دَ مخه هم راغلی یې، چې په آرچرډ روډخبر یې ؟ ّ
ّ ته درست پوهی شوی یې .. دا زما دویم ځل دی چې سنګاپور ته راځم ّ
بیا مې خبره مخته داسې کش کړه ...
ّ تا ته پته ده ، چې دَ نیو ائیر خوشحالیانې دَ آرچرډ روډ په کومه علاقه یا ځای کې ښه لمانځل کېږي ؟ ّ
ده وئیل ...
ّ نیو ائیر ... ته لکه چې نیوائیر لمانځلو ته راغلی یې ؟ ّ
ما به لا اوس ورته ّ هو ّ کولو، چې ده زما دَ اولې خبرې په ځواب کې خبرو ته داسې اوږه ورکړه ...
ّ داسې خو دَ دې آرچرډ روډ په پراخو فُټ پاتهونو باندې زیات رش وي ، خو دَ غټو هوټلانو په لانونو او هالونو کې یې دَ لمانځلو خوند بیا جلا وي - لکه آرچرډ هوټل ، ډائناسټي هوټل ، ماندرین هوټل او دغه رنګه نور نور ّ
او بیا یې ګاډۍ بل روډ ته ګرځولو په وخت وئیلو ...
ّ هوټلان دلته ډېر ګران دي ... ولې تاسو ګیسټ هاؤس کې نه اوسېږئ ؟ چې پُرسکونه هم وي او ارزانه هم ّ
ده به خبره مخته وړله ، چې ما ورسره خوښه کړه او ورته وئیل مې ...
ّ مګر دَ آرچرډ روډ شاوخوا کې دې وي او بس ... ّ
ّ اوکې .... اوکې ّ
دَ ده له خلې څخه دومره راته وَوتلو ...
پوهی شوم ، چې دا ډرائیور زیاتې خبرې نه خوښَوي .. نو ځکه ما هم بله خبره ورسره نه وکړه ...
ّ انسان هم بلا شئی دی، چې دَ لاسه یې کېږي.. نو دَ سر په مځکې جنتونه جوَوي او چې سستي یې وَ نیسي، نو دَ لاس خیرې لا هم نه شي صفا کولی ّ
دا خبرې مې ایله مزغو ته نه راغلې ،، بلکې دې وخت دَ روډ دواړو اړخونو ته ولاړ دنګو دنګو بلډنګانو ، چې شیشه او دَ قیمتي کاڼو ټائیلونه په کې بېخي زیات په کار راوړل شوي ؤ ته په کتو زړه دَ سنګاپور په ستائينې مجبوره کړم –
یَو وخت ټېکسي دَ لکي ګیسټ هاؤس، چې په یوه پراخه کوڅه کې جوړ ؤ مخته وَدرېدو- په ګېټ کې ولاړ یَو ځوان ترګاډۍ پورې راغلو او دَ ګاډۍ دروازه خلاسولو سم دستي ورسته وائي ...
ّ خونه دي په کار ده ؟ ّ
ما به لا اوس ّهو ّ ورته کولو، چې ډرائیور په خپله ژبه کې ورسره ګډ شو .. خود لکه چې دَ کرایې پوښتنه یې ورڅخه کوله .. هم ځکه خو دَ هغه ځوان دَ ځواب ورسته ډرائیور راته وائي ...
ّ دا ګیسټ هاؤس ښه دی او کرایه یې هم زیاته نه ده ،،، بس فقط ۳۰ ډالره سنګاپورین ّ
که څه هم دا رقم پاکستاني شپږ سوه روپۍ جوړېدې ، خو ورسره وَ مې منلو ځکه چې دَ برایه شپې بې خوبۍ زه دې وخت سر لګولو ته په هر قیمت مجبوره کړی وم -
دَ ګیسټ هاؤس دا وړه خونه څه خاص نه وه، لاکن دې وخت مې خپله وه .. نو ځکه ښه بې غمه په پلنګ وَغزېدم او بیا دومره دَ ځان جهانه بې خبره وېده شوی وم، چې کله مې سترګې بیرته راخلاسې شوې ، نو دَ ماخُستن پاؤ کم لس بجې وې – که مې خېټه خالي نه وای، نو دا هم کېدلی شو، چې کال په خوب کې راباندې نوی شوی وای - ژر مې غُسل وکړو .. جامې مې بدلې کړې او دباندې راوَوتم .. خو دَ ګیسټ هاؤس څخه دَ وتو له مخه مې په لابي کې دَ واړه کاؤنټر شاته ناستې زَړې ښځې څخه دَ آرچر روډ پوښتنه وکړه، نو دَ مور په شان یې په ډېره مینه راته وئیل ...
ّ داسې وَکړه ، چې دباندې وَ وتې ، نو راسته لاس ته به روان شې – بیا چې په چپه لاس په اوله کوڅه وګرخې ، نو نېغ به آرچر روډ ته وَرسېږې ّ
ما هم دغه رنګه وکړو- په کوڅه کې دَ راسته لاس په خوا ورسم شوم – که څه هم دا پراخه کوڅه ویجاړه نه وه .. ښه ډېر سړي او ښځې په کې ګرځېدلې – خو ما ته دَ خپلې ایکړۍ احساس په سر کې نرۍ دړد را اچولی ؤ - ما وئیل ..
ّ کشکې په دې موقعه یَو ملګری راسره وای .. که په خوږو یارانو کې یو هم نه .. بس خو ّ یوپا ّ یعنې ّ اېن ّ راسره وای ، نو نن به مې په نیو ائیر خوندونه اخیستی وای - په داسې ارمان زه دَ چپه لاس په کوڅه وګرځېدم – دا کوڅه دَ خلګو دَ رش په اړه کوڅه نه ... بلکې سم بازار ؤ ، چې نېغه دَ رڼاګانو په لور وتلې وه - څنګه څنګه چې مخته تلم، ګډې وډې رڼاګانې واضح کېدې – بیا ښه مخته چې دا کوڅه دَ جل بل او بېخي خوش رنګه آرچرډ روډ ته ورګډه شوه، نو لومړی نظر مې دَ روډ په هغه بل اړخ جوړ عالي شان هوټل ماندرین باندې وَلګېدو ... هوټل څه ، یَو محل ؤ ، چې په سرو او شو، او ژېړو رڼاګانو کې کوکېدو او ورسره جوخت یَو بلډنګ، ګوره چې دا دَ دې هوټل برخه ؤ او که ځانته بېل ، چې ورباندې لیک ؤ ... ّ هېپي نیو ائیر سېریموني پروګرام ّ - نه یوازې دا، بلکې روډ له یوه سره تر بل سره پورې کوکېدو لګیا ؤ - دلته آرچرډ هوټل ؤ، که ډائناسټي هوټل ، لکي پلازه وه ،که پلازه سنګاپوره، یا بیا دنګ دنګ آرچرډ ټاؤرز، هر یَو ځان ځانته دَ کتو او حېرت وَړ ؤ - هر څه هرڅه، مګر دَ سنګاپور پېغلو، چې زیاتره په لانګ سکرټونو کې لیدل کېدې، دَ دې روډ ښائیست لا نور نور زیات کړی ؤ- خېر، یَو ځای مې دَ خېټې لوږه په برګر خوړَلو باندې ماته کړه او بیا مخته تېر شوم –
دَ شپې یولس بجې خواته مې تر ډیسکو هال پورې ځان وَرسَولو - په دې ښائیسته او غټ هال کې دَ مابېن ګړدي ډیسکو سټېج شاوخوا واړه مېزونه او چوکیانې لګېدلې وې او ښځې نران، چې جوړه جوړه ؤ ورباندې ناست ؤ - دَ خوند خبره دا وه، چې دَ هر چا په سر باندې دَ کاغدانو جوړه رنګینه خولۍ چې اوږده څوُ که یې دراودله پرته وه – زه چې څنګه په یوې چوکۍ باندې کښېنستم، نو زما په سر باندې هم خولۍ کښېښوله - دَ هوا او ګېس څخه ډکې پوُکنې، چې نه یوازۍ دَ بالا چهت څخه راځڼېدلې ، بلکې په هر مېز باندې هم دوه درې درځنه په سپڼسیانو تړل شوې وې - پُوکنې په هوا کې ولاړې وې – او مخامخ په سټېج باندې په درځنو انجونې، چې پخوانۍ چیني او سنګاپورین رواجي رنګینې جامې یې په تن وې .. دَ شاپېریانو غوندې په خوږو رقصونو وړاندې کولو کې اخته وې - دَ ډیسکو زیاتره سپیکران چپ ؤ - بس یَو نیم ژغېدو- نه خو زه یوازې دَ خپلې ایکړۍ احساس تنګولم ، بلکې په وار وار دَ ډیسکو دَ روایاتو په سمون انجونو هم زما دَ ایکړوالې غم خوړَلو پوره پوره هڅې کولې – مګر زه وم، چې دَ دې پرته هم دَ چا په تندي خال نه شوم – خو ترکومه؟ آخر یوه جګه نرۍ سنګاپورین پېغله ، چې دَ جامو او ښکاره کړو وړو په اړه ښه هم لګېده ، داسې راڅرمه شوه، چې که به مې هرڅو ورته دَ ولاړېدلو ورته وئیلو .. خو دغومره رانېږدې کېدله – خود، لکه چې دې هم ملګری نه درلودلو – اوس که یې زړه ما ته تخنېدو او که نه، خو دَ هال دَ نورو خلګو مخته یې خپله ایکړي، (چې دلته په داسې موقعو دَ یَو انجلۍ دپاره دَ بې عزتۍ سوب وي) پُټولو دپاره له ماسره ناسته وه – پرله پسې یې هڅه کوله چې زما توجه دَ ځان په خوا واړَوي –
خیر، دولس بجو ته لا یَو منټ پاته ؤ، چې سټېج دَ ډانسرو څخه خالي شو او بیا څو لمحې ورسته دَ بام له خوا یوه ځانګو کرار کرار په کوُزېدو شوه - ځانګو څه وه، تیاره ګلدسته وه- دا غټه او اوږده ګلدسته چې کله دَ سټېج تر فرشه پورې راوَرسېده – نو دَ سېکنډو ستنې هم دولس بجو څخه اویښتې وې – ګلدسته وَښورېده او دَ اسرافیل تر شپېلۍ په زوره، مګر په اورېدو خوږه نغمه دَ هال په غټو سپیکرانوکې داسې خوره شوه، چې ایله مې دَ غوږونو پړدې وَ نه شلېدلې – او ګلدسته هم په سټېج باندې پاڼې پاڼې شوه – اوس په ګلونو کې پټه حُوره، چې په سر باندې یې تاج پروت ؤ او ګڼې جامې یې په تن وې - په سټېج ولاړه موسېدله او بیا چې څنګه دې انجلۍ دَ شېمپېن بوتل خلاس کړو، نو دَ ّ هېپي نیو ائیر ّ تکراري آوازونه راپورته کېدل پئیل شول - او دلته په مېزونو به خلګو ډکې پُوکنې ،چې له رنګینو کاغدانو څخه ډکې وې په ستنو چاؤدلې او هلته دَ ډیسکو غټ سپیکران هم داسې خلاس شو، لکه جوړه چې قیامت راغلی وي – اوس درست هال دَ خلګو په غورځېدلو راغورځېدلو ځنګېدو- نه یوازې دا، بلکې په درست هال کې جوړه جوړه ښځې او نران دَ مستۍ څخه په ګډا اخته ؤ - زما مخته ناسته انجلۍ هم څه کمه نه وه مسته، چې اوس یې دَ سترګو دَ غال او دَ خلې دَ خبرو سره سره لاسونه هم زما په لور په وار وار راغزېدلو- مګر زه وم، چې دَ دننه مستۍ مې تر پایه دباندې نه راوَیسته .. بس دَ مستانو په مستۍ مې خوند اخیستلو – او دا مې ګڼلو، چې دَ مغرب په رنګ لړلي سنګاپورین دَ خوشحالۍ اظهار څنګه کوي ؟ او ما دا وَ سنجولو ، چې دا خلګ هم په هیڅ یوه معنا دَ اروپایانو او امریکنو څخه کم په دې نه دي، چې درسته شپه یې په سر اخیستې وه -
*****
دَ نوي کال ۱۹۹۵ع په لومړۍ ورځ ماځیګر خواته دَ ګیسټ هاؤس څخه دباندې وَ وتم او په ټېکسي کې نېغ میلر سټریټ ته وره غلم – هلته مې دَ ّ ګرې لاين ټوؤرز ّ دفتر څخه دَ ّ توُري بیچ ّ دَ سېل دپاره دَسبا سهار دَ نهه بجو په ّ فېري ټریپ ّ کې نوم نوښته کړو او په ۳۲۵ سنګاپورین ډالرانو مې ټکټ تر لاسه کړو - توُري بیچ، چې په انډونیشیا کې دَ ّ باتام ّ په وړو جزیرو کې دَ یوه واړه زرغونه ټاپو ساحلي برخه ده، په دې سېل چې په دوؤ ورځو شپو یې اړه لرله کې دَ هوټل پرته ، خوراک څیښاک او دَ سېل ټول خرڅونه په پورته ذکر شوې کمپنۍ باندې په یوه ټکټ کې تاوان ؤ – ټکټ جېب ته اچولو ورسته مې دَ سنګا پور دَ بې ساري پلازو، بازارونو او روډونو په خوا مخه وکړه - ځای ځای پیاده او یا چرته په بسونو او ټېکسیانو کې - غرض دا، چې ایمرالډ هل روډ ، پېراډائز شاپنګ سېنټر هم په ښائیست څه کم نه ؤ - دلته دَ الیکټرانکس سامان پرته بیوټې تهراپي او مېک اپ سېنټرانو زیاتوب دا خبره مزغو ته را واچوله، دَ دې واړه او ښائیسته هېواد دَ ښځو دَ ښائیست رازونه په دې ذکر شوي سېنټرانو کې مستوره دي - او بیا دَ بیچ روډ ګولډن مائل ټاؤر او پلازه هوټل نامي ودانیانو که دَ حېرت ګوته په غاښ کړی وم، نو هینډرسن روډ ، تهامس روډ او ساؤت برج روډ هم ځان ځان ته ښکلاګانې او ځانګړې خوش رنګیانې درلودلې - مګر دَ اینسن روډ دغه ماښام زما ځکه نه هېرېږي، چې دَ انټرنېشنل پلازه دننه او شاوخوا راغونډ عالم ته په کتو او خوندونو په زړه اخیستلو دَ سوبه ځان له حاله وتی وم او څه چې مې دَ سنګاپور دَ شپې ژوند په حقله اورېدلې ؤ، نو تر هغه هم څو واره زیات په بوګس سټریټ کې ما په خپلو سترګو وَلیدو - دلته په هر دویم قدم مستي وه ، خواني او دَ زړونو راګېرَولو دپاره خوش رنګه او خوش ذائقه تلکې دَ ډیسکوګانو، بارونو، کلبونو او ځینو نورو نومونو سره ګنډلې درَول شوې دي - دلته څه وخت تېرَولو ورسته په ټېکسی کې دَ ګیسټ هاؤس په خوا روان شوم – په لاره کې زما دَ یوې پوښتنې په ځواب کې تعلیم یافته ټېکسي ډرائیور وئیلو ...
ّ سنګاپور، چې تش په ۶۱۶ مربع کلومیټرانو باندې قریپاً په ۳۳ لکهو مېښته خلګو پورې اړه لرونکی ووړ ملک او ښار دی ، ته دَ رڼاګانو او دَ رنګونو ښار وئیلو پرته دَ ګڼو ثقافتونو ښار ځکه وئیل کېږي، چې دلته دَ چینیانو پرته، مسلمانانو، چې سلطان ماجت سره په عرب نامي سټریټ کې مېښته دي ، هم دَ دې ښار پخواني ځاي خلګ دي - او انډین، چې دلته په برطانیه دورٍحکومت کې دَ برصغیر څخه دَ مزدورۍ په غرض راوړل شوي ؤ، هم په ګڼ شمېر په سرنګون روډ ، ګوا لټل انډیا کې اوسېږي – او بیا رېفلس نامي ځایونه او ودانیانې ځکه ډېرې دي، چې ّ سر سټېمفورډ ریفلس ّ هغه لومړۍ انسان ؤ، چې دا خطه یې دُنیا ته په ګوته کړې وه - او دَ سنګاپور دریاب له خوا یې پېښه راکړې وه ... چرته چې دَ ّ ټانګ کانګ ّ ودانۍ پرته ، دَ دُنیا لومړی دنګ او هسک هوټل ّ ویسټین سټېمفورډ ّ هم دَ کتو وړ دی –
*****
سهار نهه بجې دَ ټوؤرسټانو فېري (کشتۍ یا لانچ) دَ سنګاپور ّ فنګر پئیر ّ نامي ساحلي پلېټ فارم څخه یَو خواته په سمندر کې مخه وکړه – دې وخت په کشتۍ کې له ما څخه سېوا ۱۳ ښځې او سړي، چې دَ بېلابېلو هېوادونو سره یې اړه لرله هم ناست ؤ - لکه څنګه چې دَ دوئی په ما کار نه درلودلو، نو دغه رنګه ما هم دَ سمندر دَ څپو نندارې کولو سره سره دَ ډائرۍ په پاڼو څه داسې هم نوښته کولو ...
ّ دا منم چې دَ نړۍ ځینې هېوادونو خلګو له موږ څخه دَ ژوند لوبه په هره معنا او هر ډګر کې ګټلې ده، خو ناشُوده دا، چې سمندرونه یې هم زموږ تر یوازیني سمندر او سمندري ساحل له اوبو صفا، شنه او مست دي – بد بوی هم نه ورڅخه ولاړېږي لکه زموږ دَ کراچې سره په څنډه موجود سمندر څخه چې راځي ... چرته زموږ او دَ دوئی دَ سمندري مخلوقاتو تر منځه خو هم ... ّ
دا فقره مې ګوره چې څله مخته پوره نه کړه - ډائرۍ مې بنده کړه او دَ مایوسۍ دَ دې احساس غم غلطولو دپاره مې سګریټ ته تیلۍ بله کړه .. بیا مې تر ډېره پورې دَ خلې څخه دَ لوګیانو سبینې لوخړکې وتلې .. زما خیال دا ؤ، چې دا سمندري مزل به تر ډېره پورې وي - خو هغه وخت زه ډېر حریان شوم، چې فېري په پاؤ بالا لس بجې خواته دَ یَو تګې شنې جزیرې ( ټاپو) ّ توُري بیچ ّپه صفا او غرئیزه غړه باندې وَدرېدو او ژغ وَشو ...
ّ موږ خپل منزل ته وَرسېدو ّ
چې دَ کشتۍ څخه وَ بلې وړې کشتۍ ته ورکښته شولو، نو زړه ته مې دا خبره راغله، چې چرته دا ساحلي برخه چې دَ ّ توُري بیچ ّ په نامه پېژندل کېږي - دَ سنګاپور دَ ښار سره نښتې جزیره خو نه ده؟ بیا مې خپله وئیل، چې یَه که داسې خبره واي، نو په فېري کې به یې څله دلته راوړلو –
*****
دَ ّ ګرې لائن ّ سور سپین سټګر دَ قمیص په جېب برسېره رانښتی دَ انډونیشیا دَ ایمیګرېشن بُوت څخه دَ ګائیډ په مرسته مخته تېرېدو سم دستي دَ نورو ملګرو سره په سپین ّ بیمو ّ ګوامني بس کې کښېنستم او دا بیمو مخته روان شو – موږ لا خو په سیټونو کې سم کښېنستې نه ؤ، چې مني بس څه نیم درځن هټونو، چې شاوخوا ورباندې وړوکې دېوالونه راجاروتې ؤ څخه مخ ته وَدرېدو - دې هټونو دَ شنو ګڼو ونو او چمنیانو په منځ کې کټ مټ دَ زیارت ، چوتېر یا مري دَ یَوکلې ننداره وړاندې کوله - که مخامخ یې روډ په هغه بله ځۍ باندې دَ لرګي له دړو او بانسونو څخه جوړ واړه واړه هټونه نه ښکاره کېدلی ...نو ما به یقیناً دا ګڼلی وی ، چې په دې زرغون ټاپو باندې دې وخت له موږ څخه پرته، که نور ژوندي سرې شته، نو هغه به ځناورن وي – هو، که څه هم داسې خبره نه وه، ولې چې موږ دَ اسلامي نړۍ ترټولو غټ هېواد انډونیشیا په ۱۷۵۸ ټاپوګانو کې دې وخت دَ ّ توُري بیچ ّ په نامه پېژندل شوې زرغون ټاپو په مځکه باندې دَ زرګونو ټوؤرسټانو او ښو ډېرو ځاي خلګو، سره دَ سېل په غرض مېښته ؤ – خېر، خپلو خپلو خونو ته تلو دَ مخه ګائیډ موږ ته وئیل ...
ّ په پنځلس منټو کې به دننه دننه تاسو ټول په دې پراخ چمني، ګوا غولې کې راغونډېږئ ... ولې چې بیا به دباندې په سېل وَځو ّ
*****
دَ ټوؤرسټانو څخه ډک ّ بیموّ ، چې څنګه مخته روان شو، نو ګائیډ چې دَ ډرائیور سره په سیټ کې ناست ؤ، مخ را اړَولو ورسته وئیلو ...
ّ هېواد انډونیشیا چې په زرګونو ټاپوګانو باندې اړه لري ، کې کم او زیات ۱۹ کروړه انسانان مېښته دي – په کوم کې چې ۶۵ فیصده په بالي او جاوا کې اوسېږي ... مطلب ، دلته داسې واړه ټاپوګان هم شته، چې انسانان یا خو نه شته ورباندې او یا بیا بېخې لږ دي - دغه ټاپو چې دې وخت یې موږ دَ ّ توُري ّ نامي سمندري غاړې ته روان یُو کې تر ځاي خلګو دَ نورو هېوادونو څخه راغلې سېلانیان زیات لیدل کېږي – چې یَو خو دلته لکه تاسو چې یې خپله خپل چاپېریال کې هم وینئ .. دَ قدرتي نندارو سره سره شنېزه زیاته ده او بل دې ټاپو ته دَ سنګاپور له خوا دَ بېلو بېلو هېوادونو دَ ټوؤرسټانو راتګ آسانه او وړیا هم پرېوځي ّ
دا خبره سرته رسَولو ورسته ګائیډ زموږ پام دَ روډ دواړو څنډو ته اړَولو په وخت وئیل ...
ّ تاسو ته به هم کېدی شي ، چې په لومړۍ کتنه کې دا ښکاره هټونه او وړې دَ لرګیانو او بانسونو جوړې ودانیانې دَ کلو کوُډلې ښکاره شوې وي ... مګر رښتیا خبره دا ده ، چې دا هر څه حکومت دَ ټوؤرسټانو دَ استوګنې دپاره په داسې ډیزائن ځکه جوړې کړې دي، چې دلته ټوؤرسټان دَ آرام سره سره ځانونه دَ ځنګل او دې ځنګلي کلې وال چاپېر برخه وَګڼي - هم دغه وجه ده، چې دَ نورو ټاپوګانو په سر دا ټاپو ورځ په ورځ دَ نړۍ دَ توؤرسټانو پام دَ خپلو ښائیستونو او زړخوښیانو په لور اړَوي -
بیمو، چې یَو ځای دَ ښي لاس په خوا راګرځېدلو، نو په دې ګاډۍ کې ناستو ملګرو کې یَو ځوان دَ ګائیډ څخه دَ دې ټاپو دَ شپې دَ ژوند په حقله چې پوښتنه وکړه، نو ګائیډ دَ هغه په داسې پوښتنه یو وار وَموسېدو او بیا یې داسې وئیلو ته ملا وَتړله ...
ّ منم چې دلته دَ ّ بالي ّ په ډؤل دَ شپې ژوند تود نه دی ، خو بیا هم دَ ټوؤرسټانو دَ سېل او خوند اخیستلو دپاره لږ ډېر ّ بارونه ّ ، ّ اوپن ائیر ریسټورنټس ، سره دَ خواږه ژوند له احساسه پرته یوه ژواکې شو هم اهتمام کړې ده - دلته تر نیمې شپې پورې دَ ټوؤرسټانو دپاره خواږه وېښي - خو هر څه په یوه دائره کې – ولې چې دلته کلیوال ماحول دی ...ّ
<SPAN lang=AR-SA style="FONT-FAMILY: Pok