دَ سېلانی په څیر ـ ـ ـ خپل ځاني سفري تاثر ـ ـ ـ
ّ یَو داسې سوال ، چې زه یې ځواب ته رسول غواړم ... هغه شاید چې ما دَ ژوند تر ورستۍ لمحې پورې وَکړوي راوکړوي ، ځکه چې زه خوبونه رښتیا کول غواړم ... هغه خوبونه چې زه یې په ویښو سترګو وینم ... هو، دَ یَو داسې انسان ... ښکلې انسان خوبونه ، چې زه یې دَ رحمان دَ اشرفیت او افضلیت په دعوې کې اغیزل شوې هغه هنداره کې دَ لیدلو متمني یم، چې ابلیس ته ځکه په ویاړ ښودل شوی وه، چې هغه یانې دغه لعین ابلیس په کې خپل ځان دَ شېطان په بڼه نه یوازې وَ ویني بلکې خپل ځان دَ دغه اشرف المخلوقات په مقابله کې وړوکی هم وَ سنجوي - هو .. دَ دې غښتلي انسان په زد ، چې نن دَ خپلو ځناوري روئیو په سوب په هر مېدان کې دَ شېطان وَ لمسیانو ته نه یوازې ماته ورکوي ، بلکې په غېر ارادي توګه غواړي هم ، چې اوس ابلیس ورته دَ خپل شېطاني فطرت په سمون جوړه هغه هنداره ښکاره کړي ... چې په کې هره ښکاره کېدونکې څېره ښکرَوره برېښي ّ ــــــــــــــــــــ ( افضل شوق )
*****
ّ ما چې کله او چرته هم دَ ځان پېژندګلوي دَ خپل هېواد په نامه کړې ده ،نو ماته دَ کرکې به نظر کتل شوې دي ... بیا که مې هر څو ځان ورته سپینولو دباره دَ پستو او ښائیستو خبرو څخه کار اخیستی دی – لاکن دَ انسان په څیر منل شوی نه یم – ولې چې تر ما دَ مخه زما اکثره هېوادوالوپه دباندې نړۍ کې دع خپل کردار څنګه څنګه ښودنې کړې دي .. هغه ، که څه هم دَ هغوئی په وختي ګټه ، خو دَ قام او هېواد په تاوان تمامې شوې دي - نو ځکه چې اوس له ما څخه هم څوکم پوښتنه کوي .. نو زه بیرته په هاغه کس باندې خبره پرېږدم ، ّ ګوا وایه ! ستا په خیال زه څوک او دَ کوم هېواد غړی کېدلی شم؟ ّ مخته بیا دَ ده خوښه ، ما څوک او څه ګڼي ؟ ّ ــــــــــــــــــــــــــــ ( افضل شوق )
*****
ّ هر څو که زه له خپلې پښتني سیمې څخه زړه ماتی وتی یا تښتېدلی یم ... نو زه بې پښتو شوی ځکه نه یم ، چې دَ پښتني خمیر درلودلو له سوبه مې نه یوازې دَ یَو سیال پښتون په حېث دَ هر مثبت نړئیز او آفاقي ژوند څخه ساهګانې مستعار کولو له هڅې سره سره دَ مینې ، سوکالۍ انساني روئيې او سوچونه خپلولو هلې ځلې هم کړي دی او بیا مې په خپل ذات کې رانغاړل شوې دې هر اړخیزه کلیوال او غرئیز پښتون ته په فکري توګه نه یوازې سوال کړي دي ، بلکې دغه سوال مې دَ هغوئ دَ سترګو دَ خلاسَولو له یوازیني ځواب سره په دې منطقي دلیل ځواب کړي هم ځکه دي ، چې زما دَ دغې بې سواده او ساده ... لاکن همتګري پښتون قام دَ بقاء ژوند تش او تش دَ نړۍ په سر له آفاقي ادراکي شعور خپلولوسره سم دَ وخت له ستنو سره په عقلي ځغل کې دی ـ ـ ـ نه چې دَ هغوئ دَ مټو په زور کې ّ ـــــــــــــــــــــــــــ ( افضل شوق )
*****
ّ ژوند ّ
بند کړه کتاب ... که معنا غواړې دَ ژوند
په توکل سفر ته ملا وَ تړه
شه مخامخ دَ موسمونو سره
کائینات وَڅپَړه په خپلو سترګو
او په رنګونو کې ځان وَرنګوه
بیا مې یقین دی ، چې دَ غرو لمنې
ساحل ، ګودر او دَ اوبو شنې چینې
غټې ، وړې او زرغونې جزیرې
سوئمنګ پوُلونه ، او پارکونه به ستا
دا مضطربه رُوح کړي تږی دومره
چې دي دَ وَچ حلق تر دُرشله زړګی
داسې په منډه ، په ټوپونو راشي
لکه ژوندون چې وي فقط یو تنده
او ته دَ تږو آرزوګانو کاروان
چې مزلونه لنډَوې همېشه
خو، تر مرامه نه رسېږې کله
(شوق / دَ کراچۍ څخه دَ کوئټې په لور په سفر کې / ۱۹۹۴ع)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اختتام
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ