د afzalshauq afzalshauq لخوا خپرې شوې لیکنې


۱۶فصل،دَ لمر خدائی په مرګ ... دَفېلکن خدائی زېږېدنه

په څورلسم اپرېل 1998 ع سهار وختي سېلاني هم له خپلو جماعتي ملګرو سره په پنځه خاليزه كشتۍ ، چي څلور باميزه وه او " الېګزېنډ ر دي ګرېټ" نائيل كروز نومېدله كي په خپل نامه باندي غوره شوي په 217 نمبرخوني كي چي څنګه سامان كښېښولو، نو كشتۍ هم په  نيل درياب كي مخته روانه شوه ­ نو ځكه هغه هم دَ كشتۍ په چهت باندي له درځنو سېلانيانو سره ولاړ دَ نيل درياب دَ دواړو څنډ و په بېلابېلو منظرونو كي خپل وجود په پنځو هغو شيانو كي كرار كرار سنجولو، چي دَ فرعونانو دَ عقېدې په سمون انسان امر كوي ­ لكه ز

02.11.2007 afzalshauq

۱۷فصل،دَ ګلوبل سائن په نوم دَ رُوحونو تړون

دَ لوكسور او اّسوان دَ نائيل كروس دَ ورستۍ شپې دَ پېښي په باب دَ برايه  ليدلي خوبونو دَ وسوسو سره ملګرى چي سېلاني دَ خپل ضمير سره په غال غال كي څنګه نن سهار تر خپل كلاس روم پوري وَ رسېدلو، نو چپ له هغه بل هيڅوك نه وْ لا راغلي ­ هم په دې خو له خياله هغه خپل ځان دَ وسا له مخه وړوكى وړكى څرګند ولو­ او اوس به يې له وسا څخه دَ خپلو تېروتنو مافي اخيستله ، چي ناڅاپه دَ هغې رانا شامۍ په سلام باندي دَ سوچ له حصاره راوَ وتلو­ چي له جوره يې ځان دَ خپلي پاكي ميني ګناهګار ګڼلو ­ نو ځك

02.11.2007 afzalshauq

۱۸ فصل،دَ ا‌ژدهاپه پوستکي کي نغاړلي سوپیس

" " سبا به ته او وسا وَ الجزائر ته ځئ " " هو، ځو خو دَ سوپيس دَ  تپوس په ځواب كي چي څنګه سېلاني دا درې توري له خلې وَ ايستلو، نو هغې په لغازي موسكا كي ورته وَ وئيلو  ..    " " ګوا هلته به تاسو باقاعده اسلامي واده كوئ " " كېدلى شي  " كېدلى نه .. بلكي دا حتمي خبره ده ، چي  سبا سبا چي تاسو څنګه وَ رسېږئ ، نو به له ائيرپورټ څخه نېغ وَ مېرج هال ته ځئ"  .. ". " زه نه يم خبر  او بيا يې څه سوچ كو

02.11.2007 afzalshauq

۱۹ فصل،په الجزائر کي دَ وسا او سېلاني واده

دَ  ائيرالجېريا په الوتكي كي څنګ په څنګ ناست وسا او سېلاني نن غرمه په يولس بجې دَ يوې هفتې دپاره الجېرز ته ځكه روان وْ ، چي نن ماښام يې هلته دَ واده ورستى رسم دَ عربي دستور په سمه لمانځل كېدلو ­ دَ كوم دپاره چي يې مور اوخور هاجره له مخه لا تللي وې - " " الجېرين خلګ عربيان دي .. لاكن رسم او رواج يې بېخي زيات فرانسيسي دى   "   " ستا مطلب دا، چي زموږ دَ واده دا ورستى رسم به سېلاني به لا خپله خبره دَ وسا دَ خبري په حقله نوره سوال كوله ، چي ه

02.11.2007 afzalshauq

۲۰ فصل،په تپازه کي دَ انتهوني په نیت شک

 " دا روډ  دي دُوش مراد نومېږي ، چرته چي وَ دې ښار ته راغلى هر سېلاني يو ځل خامخا راځي دَ يوه اروپائي طرز جوړ روډ دواړو څنډ و ته دَ جوړو دوكانونو تر ميان جلالي موټر مخته وهلو سره سم دا خبره چي ماته ګوټه په انګلسۍ او عربۍ كي څنګه سرته په تندكونو وَ رسوله ، نو يې څه مخته په يو دوْ سړكونو باندي يوې بلي خواته راګرځولو ورسته يو وخت چي دَ ښائسته سپينچكي بندرګاه سره په څنګ څنګ كي تېرېدلو ، نو دَ موټر دَ شاپه سيټ كي ناستي وسا سر راغزولو سره سم  وئيلو  .. " " له دې

02.11.2007 afzalshauq

فصل ۲۱،دَ سوپیس له خوا دَ بریالیتوب جشن

" " څنګه دا غونډ ه هفته تېره شوه .. خو ګرسره پرې پوهى نه شوم دَ ائير الجېريا په الوتكي كي ناست سېلاني چي وَ وسا ته داسي خبره وكړه ، نو هغې له مخه ژېړي زلفي په دواړو لاسونو شاته اړَولو ورسته په وياړ ورته وئيلو  ..  " دا زما او زما دَ كورنۍ له تا سره مينه وه ، چي ته يې په يو څو ورځو كي وَګټلې" ... " " هو، ته صحيح واې لاكن " " لاكن څه ؟ " " دا چي .. زه خو نو هم سړى وم دا دَ سړي خبره چي يې څنګه له خلې وَ وتله ، نو هغې وَ سېلاني ته داسي

02.11.2007 afzalshauq

فصل ۲۲،دَ سېلاني په هیواد کي ساه تنګه وسا

څومره چي په پاكستاني ټولنيز ژوند كي وسا عربلور ساه تنګي شوي وه او دَ دې ځاى دَ خلګو وَ روئيو او خوئيو ته څه ؟ چي په هرڅه هرڅه باندي ورته دَ حېرت ګوته په غاښ وه .. نو هغومره به يې زيات په مينه ځان دَ پښتني كلچر برخه كولو هڅه شايد چي په دې خبره كوله ، چي هغې له سېلاني سره دَ هغه تر توقعاتو هم زياته مينه كوله ­ هم ځكه خو دَ سېلاني په كورنۍ كي هغې ته داسي يوه لانجه هم نه شوله جوړه ، لكه قلوپطره ته چي دَ جوليس سيزر په كوركي په لومړي ځل  ورننوتلو كي له نورو غړو څخه څه ، چي دَ هغه له لومړۍ

02.11.2007 afzalshauq

۲۳ فصل،په بغداد کي دَ وسا دَ مرګ خبر

سېلاني نن سبا په دې خوشاله وْ ، چي په دريمه ورځ هغه دَ يوې مياشتي دپاره اُردن او الجزائر ته له وسا سره دَ چهټيانو تېرَولو په نيت روان وْ ­ نوځكه يې دا هڅه كوله چي خپلي لُور برېښنا خان ته ښې څخه ښې او ډېري جامې ور وړي ­ ولي چي وسا ورته دَ داسي كولو وئيلي وْ -           خو دَ خداى لكه چي دا خوشالي په سېلاني باندي نه وه پيرزوْ ، چي تر تګ درې ورځي له مخه دَ وسا ټېلي فون دَ يوه غټ درز كېدلو سم دستي دَ هغې په چيغه باندي دَ دې خبري ورسته

02.11.2007 afzalshauq

۲۴ فصل، په بحرالمیت کي دَ ازلي مینی ... ابدي یُون

كه يوې خواته دَ خلګو په ذهنونو كي دې خبري سر راپورته كولو چي .. ګني ډاكټر وسا.. ولي پاكستان ته نه راځي ؟ چرته خو هغې سېلاني دَ همېش دپاره نه پرېښولو؟ هو .. هم ځكه خو بلي خواته يې په زړونو كي دَ هغوئ ترميانه دَ ابدي فراق زېږېدلى  شك لا نور نور هم يقين ته نيږدې په دې شو، چي دَ سېلاني  په بهرنئيو دورو كي هم تر اوله كمبوت راغلى وْ ­  هم ځكه خو به هر ملګري او هن چي دَ كور غړو به لا هم په وار وار پوښتنه ورڅخه كوله چي  .. څه چل شوى دى ستاسو تر ميانه ..؟ چي نه ته ډېر

02.11.2007 afzalshauq

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more