د afzalshauq afzalshauq لخوا خپرې شوې لیکنې


څو خبري ...

زه حريان يم ، چي دا ځيني خلګ څنګه دومره زيات كتابونه په لنډ وخت كي وَليكي؟ او لا نور هم دَ حېرت ګوته په خله هغه وخت شم، چي نه يوازي دَ داسي كتابونو وَ لوستلو ته بلا بلا ذهنونه كانې كېږي .. بلكې وَ ستائيلو ته يې هم درنې خلې په ښو غټو غگټو تورو باندي ژغېږي  لګيا دي ­ كوم چي داسي څرګندَوي ، لكه وَ دې خواري پښتو ته چي دَ مقدار بېخي زيات ضرورت وي .. دَ معياري ادب  ګرسره نه ­ هم ځكه خو پښتانه لوستونكي دَ تودو پښتني جذبو تاوْ په زړونو كي درلودلو پرته هم دَ پښتو كتاب لوستلو ته نه تي

14.11.2007 afzalshauq

شاپېرۍ

دَ عمرونو دَ ستړيا ورسته چي بيرتهزه په مات زړهدَ خپل كور په لور راغبرګ شومنويوه داسي سندره مي تر غوږ شوهچي هم بيرته هغه زه وم .. هغه خوږ ژغچيسرور كي يې رهي شومهغي خواتهچي زما دَ تصور په سمه هر څهدَ خيالونو وَ نړۍ ته مُونېدلواو هغه همپه هغه بڼه خيالي وهخولاسو په ځاى يې دوه وزر درلودو ،ځكه ما چې دَ نيولو هڅه وَكړههغه والوته دَ خوب وَ جذيرو تهاو ما هم ورپسي بيا كړې پائڅې ټولي  

14.11.2007 afzalshauq

دَ بادار دَ كور په لوري

" چرته غلط جهاز ته خو نه را وَختم؟ "چي څنګه دَ خپل نمبر په چوكۍ باندي كښېنستم، نو مي دا خبره زړه ته راولوېدله _ او شاوخواته مي خپله سودا حتمي يا رد كولو په نيت سترګي وَځغلَولې _ كه څه هم دَ چوكيانو په استرونو باندي  ځاى په ځاى ليكل شوي "الامارات" زما شك له زړه څخه څه څه ايستلى وْ، خو غولېدلي سترګي مي دَ حقيقت په منلو ځكه نه كانې كېدلې _ ولي چي جهاز دَ خپل ځانګرتيا درلودلو په چپه سرواو سپينو ائيرهوسټسانو، چي هالف سره سكرټونه يې اغوستي وْ او وړې ټوپياني يې په سرو باندي پرتې وي دَ

14.11.2007 afzalshauq

چرته چي دَ لمر لا هم يخ كېږي

 په شپږويشتم مارچ كال 1996ع سهار نهه بجې دَ كاسموس ټوْرزم دَ سېلانيانو څخه ډك بس چي زه هم په كي ورګډ وم دَ رائل هوټل ، 43 ولبورن پلېس ډبليو _ سي _ ون لندن څخه مخته روان شو­ او له دې سره سم دَ 23 ورځو ګرېنډ يورپئين ټوْر پئيل شو­ او دې وخت زموږ كاروان دَ چېنل پورټ ، چي دَ ډوْر په نامه باندي يادېږي په خوا دَ لندن په هوارو سړكونو باندي مخته روان وْ ­ تر نيم ساعته پوري خو بس په ښاري اّبادۍ كي رهي وْ او څه مخته چي څنګه په تكو شنو لوړو ژوَرو غونډۍ وزمه مځكو كي تلو، نو باران  ور

14.11.2007 afzalshauq

دَ تودو ماښامونو سوړ ښار

دَ بلجئيم څخه هالېنډ ته ورننوتلو سم دستي كه څه هم لومړى كاردَدې هېواد كرنسي ګلډر تر لاسه كول وْ.. خو دَ بنك څخه نه يوازي زه ، بلكې هر ټوْرسټ نېغ دَ نيږدې ټائيلټ په خوا داسي په چټكۍ باندي ګامونه اخيستلو لكه معامله چي ډېره نازكه وي ­ او خبره وه هم دغه رنګه .. ولي چي دلته په بارډر باندي كه څه هم بالا په اّسمان كي اوريځ باران ته جوړه وه او تك سپين سپين ګړځ خپور وْ -  مځكه هم لږ ډېره لمده وه، خودَ سړې هوا دَ ګُلېدلو له سوبه دومره يخ وْ .. چي له وسه په دېرو ماناوْ كي وتى وْ ­ "

14.11.2007 afzalshauq

دَ هټلر دَ پلونو خاوري مي رانجه كړو

دَ هالېنډ څخه دَ كاسموس بس چي څنګه جرمني ته پېښه وكړه ، نو دَ غوره شوي پروګرام په سمه يې لومړى سټاپ دَ بارډر سره جوخت دَ جرمن بېنك مخي ته وكړو، چي ورسره نيږدې پرائيوېټ فېسيليټي ياني ټائيلټ هم وْ ­ "داسي ولي كېږي؟ " د لوري اوګريك دَ دې  خبري په ځواب كي ميرنا په خندا خندا كي داسي وئيلو ­ " هغه كېدلى شي ، په دې سوب چي يو هېواد هم نه غواړي چي دَ بل هېواد خلګ دي ډكه خېټه وَ هغه هېواد راوړي" كه څه هم دا خبره هغې په ټوكو كي وكړه ، خو حقيقت ته نيږدې نيږدې

14.11.2007 afzalshauq

دَ خوب په ريښتونو ناړ كي

" دلته بې اجازته كښته كېدل ، عكس اخيستل او دَ جرمن عسكرانو په سترګو كي سترګي اچول جُرم ګڼل كېږي"  دَ اِن اّوټ دَ بېخي لنډ عمل ترسره كولو ورسته چي څنګه زموږ بس دَ جرمني او دَ سوئټزرلېنډ تر منځه دَ باسېل Basle نامي بارډر دَ پلازو څخه مخته روانېدلو، نوميرنا داخبره څه وكړه، چي اول كه چا نه هم كتلو­ خو هغو هم ترشاشا وَ هغو عسكرانو ته كتل شروع كړو ­  لاكن موږ ته چا هيڅ ځكه نه شو وئيلى ، چي دې وخت موږ له جرمنۍ څخه وتي وْ ­  نور نه يم خبر، خو دا خبره مي دَ هغو عسكرا

14.11.2007 afzalshauq

دَ ژوند په خوندونو كي موړ هېواد

 څنګه چي زموږ بس دَ لېچټنسټائن څخه دَ اّسټريا وَ هېواد ته پېښه وكړه ­ نو له دې سره سم دَ دولس بجو سائرن ، چي ورته يې Satureday Noon وئيلو هم وَژغېدلو او دَ اٍيل درياب River ill سره په څنګ څنګ مخته روان شولو­ " يوهو.. اّسټريا ته ښه راغلى وايم" دَ كاسموس اسكارټ ميرنا له دې خبري ورسته په بس كي تر نيمو زياتو ملګرو په ګډه يوهو يوهو، هي هي هو هو غوندي كورس وئيلو سره سره كه خپړي هم وَهلې، خو ميرنا هم له چا كمه نه وه، له خندا سره سم  يې لاسونه  هم يوې بلي خواته

14.11.2007 afzalshauq

دَ موزارټ په ميوزيك كي مسروره ګلدرې

دَ اروپا دَ سمرټائم په لومړۍ ورځ  وَ غرمې خواته دَ كاسموس بس ، چي په كي دَ ستر اّسټرين تاريخي او كلاسيكل موسيقار موزارټ خوږ ميوزيك ژغېدلو دَ اّسټريا دَ نوموړي ښار سېلزبرګ ، چي ورته دَ موزارټ كور هم وئيل كېږي په لور په موټروې باندي رهي وْ ­ په غرو رغو او هوارو باندي دَ مزل خوند په خپل ځاى ، خو دَ موټروې دواړو اړخونو ته په واورو كي پټ ټاوْنونه شاته پرېښولو سره سره دَ سُرنګونو او يو نيم فلائي اوور څخه بس مخته كه په ډېره مزه منډه وهله، خو بلي خواته اسكارټ ميرنا هم په خواږه ژغ كي

14.11.2007 afzalshauq

شپه، چي سهاركېدله نه

دَ ويانا دَ څلورم ډسټركټ په يو چينائي رېسټورېنټ كي دَ ماښام ډوډۍ خوړلو ورسته زه له فلپائيني يارانو او توشي سره چي دباندي وَوتم نو دومره يخ وْ،چي هيڅ ګزاره ورسره نه كېدله­ " دا به يې په ژمي كي څه حال ؟ " " دَ چا.. توشي خو نه ښئې ؟ " روني چي زما دَ سوال په ځواب كي داسي وَوئيلو، نو توشي زه وَ دېكلم او ما دَ مستۍ ګزار په اړام روني وَكړو­ او هغه چي له اوله په حال كي نه وْ ، نېغ په هغي ځواني جوړې كي له كسته ور ټوپ كړو، چي دې وخت يې له يخ موسمه خوند اخيستلو سره سره يو

14.11.2007 afzalshauq

هر قدم په نوي ټاپو باندي

 " موږ ډېر خوش بخته يُو،چي په بارډر باندي يي تنګ نه كړو ­ ګني په دې بارډر باندي دَ اٍن اّوټ كار زيات وخت اخلي .. او وجه يې دا وي ، چي دا دَ اټلي خلګ خبري كمي او كاغذان زيات مني " څنګه چي بس دَ اّسټرواټالين بارډر څخه مخته روان شو، نو اسكارټ ميرنا غاړه تازه كولو ورسته په سپيكرانو كي داسي واي .. " زه او دانيال دَ كاسموس له خوا دَ ګرېنډ يورپئين ټوْر وَ ټولو ملګرو سېلانيانو ته په اټلي كي ښه راغلى وايو ­ دا هېواد چي رقبه يې 310268 مربع كلوميټرانو باندي اړه لري .. دَ ارو

14.11.2007 afzalshauq

خوب وْ ، خو دَ خوب په رنګه نه ..

 په شړك باران كي زه مخته روان وم ­ يخ هم وْ، خو داسي سخته تبه مي وه ، چي اوس مي سترګي هم تورېدلې او كله به مي لا  هم نُوك وَوهلو­ لاكن بيا هم مخته په كپېدلي سرت رهي وم او ما غوښتلو، چي ژر تر ژره هوټل ته ځان وَرسوم ­  څنګه څنګه چي وَ راښول شوي نفورې (راونډ اباوټ) ته نيږدې كېدمه ، هغومره مي پښو كار هم پرېښولو­ لاكن وَ هغه چوك ته چى ورسېدم ، نو خپل كيڼ لاس ته مي هوټل كولمبو تر سترګو شو او له خلې څخه مي اېله له ډېري خوشالۍ چيغه نه وَوته او بيرته مي په پښو كي دَ تګ ت

14.11.2007 afzalshauq

دَ ګنډكپانو په مقدسه ښار كي

" لكه ما چي جوړه دَ رومنو دَ تاريخ پلټلو دپاره په 753 ق م كي ګام ايښى وْ ، كله چي رومولس نامي سړي دَ روما ( Rome) ښار لومړۍ خښته ايښي وه " داسي ما هغه وخت وَ سنجولو، چي څنګه مي دَ روم په هوټل پارك كي په خپل نامه ټاكل شوي خوني كي قدم كښېښولو ­ دا نه چي ګوندي په هغې خوني كي رومولس نيكه اوسېدلو او يا هوټل دَ هغې زمانې جوړ وْ ­ بلكې روم په زاړه او تاريخي ښار كي ماته دَ نوي زمانې هوټل هم زوړ ښكاره كېدلو او هر شي ته مي په وازو سترګو بيا بيا كتلو ­ لاكن چي څه ورسته مي دَ كهړكۍ در

14.11.2007 afzalshauq

پيسا ټاور هم زياته په نړېدو دى

  دَ لوي لاري په رېسټورېنټ، چي په سټي ماركېټ نامي غټي پلازې كي جوړ وْ كي كوفي او چائى څيښلو ورسته چي موږ په خپل بس كي مخته  رهي شولو، نو اسكارټ ميرنا مائيك خلې ته وَنيولو او واي ،" لكه څنګه چي تاسو خبر ياست ، چي موږ دې وخت دَ اټلي هېواد دَ بېخي نوموړي او روماني ښار فلورېنس په لور روان يُو "دومره وئيلو ورسته هغې دانيال اُستاذ ته ځان ورنيږدې كړو او ګوره چي څه يې ورته وَوئيلو، چي هغه سر يوې بلي خواته داسي ښورَول شروع كړو، لكه هغه چي دَ دې له خبري منلو انكار كوي يا بيا دَ ه

14.11.2007 afzalshauq

کتاب پېژندنه

افضل ... افضل شوق خوږ شاعر ، سترګه ور ليكوال او يو ښه انسان ( شخصي ، فكري ، فني او تنقيدي تجزيه)  سیده حسينه ګل سكام پښتو ادبي اكېډمۍ _ سهېلي پښتونخوا دَ دې كتاب ټول حقوق دَ مصنفه په حق كې محفوظ ساتلی شي  دَ كتاب نوم         &nbsp

03.11.2007 afzalshauq

انتساب

دا کتاب په جدا جدا حوالو زه  دَ پښتو ژبي هاغه نوموړو لیکوالانو ، شاعرانو ، ادیبانو او نقادانو ته اهداء کوم چا چې په پښتو ادب کې وخت په وخت دَ قدر وړ اضافې کړي دي ، بلکه دې سره یې دَ معیار دَ یو اعلی روایت بنیاد هم ایښی دی  -ـــــــــــــــ دَ خدائی بخښلي غني خان چې شاعرانه تخئیل یې زما فکر ته هر ځل یوه نوې رڼا بخښلې ده -ـــــــــــــــ دَ پښتو دَ ناول دَ هغه ناویاته فکر لیکونکو محترم سعدالدین شپون ، ډاکټر شیر زمان طائزی او ښاغلي غازي سیال په نوم ... دَ چا ن

03.11.2007 afzalshauq

دَ بُلبل ګويائي ... دَ ګل په ژبه

سمدستي تاثرات _ اياز داؤدزئى  دَ حسينه ګل دَ ليك لوست شوق دَ كچه عمر نه دَ جنون حد ته رسېدلی وو ­ دَ كچه عمر شاعري ئې ، دَ ليك لوست او دَ پېښور ، كوئټې او كابل رېډيو سټېشنونو نه دَ نشركېدونكو ادبي، ثقافتي او تجزياتي پروګرامونو دَ اورېدو دَ عمل دَ كُومي نه اوزېږېده ­ او دَ عمومي قبوليت او تحسين مقام ته اورسېده ­ دَ "شپون .. شپول او شپېلۍ" اولنۍ مجموعه ئې زما له سترګو نه ده تېره شوی  .. خو نورې دوه مجموعې " خو ته خبرې كوه" او " دا هم هغسې موسم دی" ما لوستلي دي &sh

03.11.2007 afzalshauq

حسينه ګل)دَ پېغلتوب شاعره (

( دَ اياز داوْدزئي دَ هغې تاثراتي مضمون په تاثر كې چې هغه دَ حسينه ګل دَ كتاب " دا هم هغسې موسم دی" دَ مخ كتنې په دستوره كې په اوويشتم اپرېل 2004 په اكادمي ادبيات اسلام اّباد كې اورولی وو او ما له ئې هم دَ دغه مضمون يو نقل رالېږلی وو)           دَ صدو نه چې وو انښتی په مرو كې اّوازونه          په سينو كې چې خوندي وو دَ پېغلوكو پټ رازونه        &nbs

03.11.2007 afzalshauq

یو څو خبري

 دا کتاب ما اتفاقي بالکل نه دی لیکلی ... بلکه زما دَ دې کوشش په شا دَ ډېره وخته هاغه سوچ دی ، کوم چې ما تر څه حده خپل قلم ته او سپارلو –  هسې خو په پښتو کې ښه ښه کتابونه چاپ کېګي ... خو ما دَ دې لیک دپاره صرف دَ ښاغلي افضل شوق کتابونه اوټاکلو -  نو دَ دې خو یوه وجه شاید دا هم کېدلی شي چې ښاغلی شوق زه دَ ډېر وخت نه پېژنم او چې ... دَ هغه کتاب راڅي نو هغه په دې مرحله کې مسلسل زما سره په رابطه کې وي – کله کله خو دا هم شوي دي چې دَ هغه دَ کتاب تهیم زما بالکل یاد شوی وي -  دَ ه

03.11.2007 afzalshauq

لومړۍ برخه ،دَ شوق ړومبی کتاب ،شلېدلی امېل

دَ شوق ړومبی کتاب ،شلېدلی امېليو نظر، يوه جائزه( یادګیرنه  :- دا کتاب په کال ۱۹۸۷ – ۸۸ کې چاپ شوی دی) بې تا مانده دَ ژوند په تول يم ځكهچې ستا له جوره يم لاهو په ځان كې   لكه تازه غوندې يو مړی دَ ګور چې ورته پورته وي لاسونه همېش  خو..اديرو كې نه وي نخښې دَ ژوند   ( شوق)    غالباً دَ كال 1987ع يا 1988ع خبره ده .. ما نوی نوی ريډيو ته تګ راتګ شروع كړی وو ­ دَ ريډيو سره سره اخبار او يو څو رسالو سره مې

03.11.2007 afzalshauq

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more