په شپږويشتم مارچ كال 1996ع سهار نهه بجې دَ كاسموس ټوْرزم دَ سېلانيانو څخه ډك بس چي زه هم په كي ورګډ وم دَ رائل هوټل ، 43 ولبورن پلېس ډبليو _ سي _ ون لندن څخه مخته روان شو او له دې سره سم دَ 23 ورځو ګرېنډ يورپئين ټوْر پئيل شو او دې وخت زموږ كاروان دَ چېنل پورټ ، چي دَ ډوْر په نامه باندي يادېږي په خوا دَ لندن په هوارو سړكونو باندي مخته روان وْ تر نيم ساعته پوري خو بس په ښاري اّبادۍ كي رهي وْ او څه مخته چي څنګه په تكو شنو لوړو ژوَرو غونډۍ وزمه مځكو كي تلو، نو باران ورېدل شروع شو ځاى په ځاى واړه او غټ دَ كروندو پټيان ، چي حدبندياني يې په ډېره ښائيسته طريقه په لرګيانو يا په خارداره تارو باندي شوي وې كه څه هم لاسي زيار په دې ښكاره جوړو مځكو كي كم او دَ فطرت ښكلاګاني زياتي مونېدلې ، خو دَ دې خلګو دَ جمالياتي ذوق په سمه دَ مځكو تقسيم او ژغورنه په داسي ترتيب شوى وه چي دَ هر زميندار پوسُونه ، غواګاني او اسپي نه خو له يوه پټي څخه دَ بل دَ پټي په خوا ور چپېدلى شوى اونه يې دَ پښتنو په رنګه تر منځه په لارو باندي جنګ ته دَ لستوڼي غړلو بهانې په كي ښكاره كېدې ګوا داسي مي سنجولو لكه دا خلګ چي په خپل خپل حال كي خوشاله وي
دَ پاوْكم دوْو ګنټهو دَ دې خوندَور مزل ورسته ، ګوا پاوْكم لس بجې موږ سره دَ كاسموس له بسه دَ ډوْر پورټ دَ يو ټرمينل څخه دَ انګلش چېنل دَ سمندر په اوبو كي ولاړ غټ لانچ ته وَخېږَول شولو او دې فېري په يولس بجې دَ فرانس په لور مخه وَكړه دا غټ لانچ ، چي په بله مانا كي ورته وړوكى سمندري جهاز هم وئيلى شو دننه دَ يو پنځه خاليزه هوټل په رنګه دري چتهيزه جوړ وْ په بالا دوْو چتهونو كي يې دَ استوګني دپاره په تنګو كاريډورونو كي وړې وړې خوني ... او لاندي په فلور باندي يې دَ وړو دوكانونو، بارونو، كېفوګانو او دَ فاسټ فوډ كېبنانو پرته يو غټ ډيوټي فري شاپ هم درلودو زموږ دَ ملګرو سېلانيانو په چپه بلا نورومسافرانو هم سفركم او خوندونه زيات لُوټلو
زه هم څه كم دَ خپل شوق په وړاندي چمتو نه وم .. ګوا كه څه هم دَ نورو په شان ما په دې لانچ كي زړخوشياني كولې خو زما په خيال چي هم زه هغه لومړنۍ لېونۍ وم ، چي دَ شړك باران او ټمك يخ پرته هم دَ لانچ وَ بالا ئي چهت ته په تللو پوړيانو باندي وَختم - او ما په باران كي هيڅ چُړت ځكه نه وهلو، چي اوريځي مي په لومړي ځل دَ سمندر دَ بېخي مستو څپو سره غوزۍ په غوزۍ ليدلي وې هر لور ګړذجنه اوريځ وه چي دَ هوا طوفاني سيليانو يوې بلي خواته الوځوله وايم چي داسي ښكاره كېدو لكه دا جهاز چي به اوس په دې طوفان كي غرك شي
" كه چرته دا جهاز ډوبېدلو، نو كه څه هم لاتو وهلى شم ، نو اّخير تر كومه ..؟ دا خو موږ رك دَ ژور سمندر په مابېن كي روان يُو"
دَ قُدرت دا رنګ له هغو ټولو رنګونو يو بېل او بدل رنګ وْ ، چي ماته يې دا موقعه راكوله چي زه يې وَستايم او دې شاعرانه موسم له سوبه دَ دې نظم " ژوند او زه" تهيم هم په زما په مزغو كي دَ تكميل په لور غزوني پييل كړې
دَ خوند اخيستلو په چپه به كله كله ډېري بدي وسوسې هم زړه ته راتلې خو لا زه وم ، چي په يوازي ځان مي ګاللې لاكن دا څه ..؟ زما په چپه خويو بل سړى هم دغه وْ چي بالا راختلى وْ خود يې لكه چي زه ليدلى وم .. نو ځكه خو زما په لور راروان وْ
"ډېر يخ دى"
لاس راكولو سره سم چي يې داسي وَوئيل ، نو زما دَ " هو" او "يَه" انتظار يې لا نه وكړو .. چي بيا په يخ كي دَ اووف اووف كولو ورسته يو ګام مخته اخيستلو سره سم واي...
" ستا يخ نه كېږي چي داسي په خوند ولاړ يې ؟ "
" هم دَ دغه خوند دَپاره خو دا يخ په ځان وړم"
" واوْ انټرسټنګ .."
زما دَ خبري په ځواب كي يې دومره وَوئيلو، او سر تر پښو راته كتلو ورسته بيا واي ..
" كه زه غلط نه يم.. ته اّرټسټ يي"
او زما دَ ځواب دَ مخه يې پوښتنه ورسره ګډه كړه
" دَ كوم هېواد يې او چرته روان يې ؟ "
" انسان يم او بس دَ انسانانو په لور روان يم"
مخته هغه خپله واي
" ستا خبره ما انجواى كړه .. زموږ دَ ټولو دغه انسانيت خو اصلي پېژندګلوي ده"
بيا مخته كه څه هم تر ډېره پوري له يو بل سره دَ نن دَ سړيتوب په ښو او بدو اړخونو باندي ډېري خبري وكړې ، خو تر اّخيره نه هغه زه او نه ما هغه وَ پېژندلو.. چي څوك دى او څه كار كوي ؟ لاكن ښكاره كېدو فرنچ ، ولي چي كله كله به يې له خبرو دَ انګلش دُشمنۍ بُوى هم راتلو او بل دا چي څنګه څنګه مخته تلو ، نو دَ فضا دَ صفاكېدو سره سره به هغه ځوان دَ فرانس دَ سمندري پُولو او ځاى په ځاى هلته ليري ښكاره كېدونكو وچو څنډو په حق كي څه زياتي خبري هم كولې
" هغه ليري چي ښكاري .. هغه خو ډنكارټ پورټ نه دى؟ "
" يَه ډنكارټ لا ښه ډېر ليري دى"
چي كله بيرته زه او هغه نابلده ځوان لاندي راكُوزېدلو په نيت روان شولو نو زما دَ سوال په ځواب كي يې راته وَوئيل
_____
دَ پاوْ بالا دوْو ګنټهو دَ سمندري سفر ورسته يوې خواته لانچ دَ فرانس په ساحل ډنكارټ باندي وَدرېدو او دَ نورو مسافرانو سره دَ كاسموس ټوْر سېلانيانو هم دَ فرانس مځكه باندي چي لومړي ګامونه څنګه ږدلو، نو يو ښځينه ژغ مي تر غوږه شو
" يو منټ يو منټ پليز.. زه ستاسو توجه غواړم دَ كاسموس ټول ملګري دي دې خواته راشي "
دَ دې ژغ تر شا چي كومه څېره زموږ شاوخوا ګرځېدله ، هغه دَ يوې شاپېرۍ څېره وه ، چي ځانته يې دَ كاسموس ټوْر اسكارټ وئيلو
" يا خدايه پړده مي ساتې كه واقعي دا شاپېرۍ وزمه انجلۍ زموږ ګائيډ ده ، نو له ما خو چكر پاته چي پاته دى.. وايم چرته مي سلابلا دَ ځان په غم اخته نه كړي؟ "
ما چي څنګه په زړه كي دا خبره راګرځوله ، نو هغې زما په اوږه لاس كښېښولو او داسي يې څوكه غوندي وَښورَولم
" هې سړئيه! افضال ستا نوم دى كه .."
زه لكه له خوبه چي راويښ شوم او ورته وايم
" هو..هو افضل شوق له پاكستانه"
كه څه هم هيچا په ما نه وَخندلو، خو ځان ته خواشينى پدې شوم چي ما ته نه وْ بايد ، چي بې پوښتني مي دَ هېواد نوم واخيستو مطلب دا نه چي هغې زه پېژندلم بلكې زه هغه ورستنى سيلاني وم ، چي وَدې ته په كتو كي له ځان جهانه داسي وتلى وم ... چي زه يې مخته ولاړ وم ، خو پيداكولى يې نه شوم - ولي چي زه په ويښه ويده وم او په خوب كي مي هغه ليدله ، چي نوم يې ميرنا ښئيلو
په كار كي تُوندي او تېزي هغې اسكارټ ، چي به كله له سپين مخه ژېړي زُلفي څنګه څنډ وهلي ، نو په زړه كي به مي خوږه څړيكه راولاړه شوه هو، دَ دې په مريضانو كي زما په چپه ځيني نور سړي هم وْ، چي تر ما يې لا زياته په هډو اخيستله او ورته برګ برګ يې داسي كتلو لكه هغوئ چي هغې ته نه ګوري ، بلكې زما په زړه باندي پرهارونه كري
په بېګونو باندي سټيكران لګولو او په بس كي دَ روټېټنګ سسټم له لاري په چوكيانو باندي كښېنستلو ورسته چي څنګه دَ كاسموس بس روان شو، نو مخته دَ ګائيډ له يوازيني سيټ سره ولاړي هغې پېغلي خلې ته مائيك وَنيولو..
" زه دَ كاسموس په دې ګرېنډ يورپين ټوْر كي وَ تاسو ته هركلى وايم زه ستاسو دَ دې ټوْر اسكارټ ياني ګائيډ يم نوم مي ميرنا دى ، او دَ دې بس ډرائيور مسټر دانيال نومېږي "
بيا دَ څه وخت دپاره پټه خله پاته كېدو ورسته واي ..
" دې وخت په دې بس كي زما او دَ مسټر دانيال په چپه 43 سېلانيان دَ دې 13 هېودونو سره اړه لري ګوا زه دَ سلوانيا، دانيال دَ بلجئيم ، داسي دَ امريكه ، سنګاپور، جاپان، ملائيشيا، فلپائن ، پاكستان ، انډيا، تائيوان ، كېنېډا، اّسټرېليا سره سره دَ هالېنډ دوه ملګري ، چي په اېمسټرډم كي به ټوْر جوائن كوي همسفري كوي "
بيا له دانيال اُستاذ ، چي ډرائيور كم او دَ پارليمنټ ممبر زيات برېښېدلو سره يو دوې خبري كولو ورسته واي
" لكه څنګه چي تاسو خبر ياست ، چي موږ دَ بلجئيم بارډر، چي په څه واټن باندي دى په لور روان يُو كه څه هم دا مځكه دَ فرانس ده ، خو زه غواړم چي دَ بلجئيم په حقله څه معلومات درته وړاندي كړم لاكن اول دا زما موبائيل نمر درسره وَليكئ كېدلى شي ، چي په كار مو درشي"
او بيا يې دَ خپل موبائيل نمبر رااورَولو ورسته غاړه تازه كړه او دَ خبرو سلسله يې داسي شروع كړه
" دَ اروپا په شمال مغرب كي خپور هېواد بلجئيم، چي رقبه يي 30519 مربعه كلوميټره ده باندي اړه لري كي دې وخت قريبًا لس ميلينه خلګ مېښته دي دَ برسلز، چي دَ دې هېواد دارالحكومت دى پرته Antwerp , Ghent , Charleroi او Liege غټ او مشهوره ښارونه دي حكومتي نظام يې دستوري باچهي دى سركاري مذهب يې رومن كېتهولك دى او كرنسي يې بلجئيم فرانك نومېږي"
دومره وئيلو ورسته ګائيډ په خپلي چوكۍ باندي كښېنستله او سړه ساه ايستلو پسته واي
" بلجئيم ، چي په شمال كي يې بحرشمالي او شمالي نيدرلېنډ، په مشرق كي جرمني او لګسمبرګ او فرانس دى كي دوې ژبي وئيل كېږي ، ګوا نيمه اّبادي يې فرانسوي ژبه واي او نيمه فلېمش ژبه ، چي شمال مغربي ولندېزي ژبي ته نيږدې نيږدې ده "
دَ دې خبري ورسته يې دانيال اُستاذ ته وَ كتلو او په خندا خندا يې ګوره چي څه ورته وئيلو ؟ خوماته په زړه كي دا خبره راغله ، چي ګوندي دا ښځه دَ بلجمي دانيال دَ زړه ساتلو دپاره دَ هغه دَ هېواد سره څه اضافي خبري هم تړي
_____
" دا دَ فرانس بلجئيم بارډر دى"
دَ ټال پلازه په رنګه جوړ بارډر په وړاندي بس درېدلو ورسته ميرنا دومره وَوئيلو او كښته شوه.. خود لكه چي دَ ان اّوْټ كولو په نيت او خبره وه هم دغسي لاكن تر پنځو منټو يې لا هم په كم وخت كي معامله تر سره كړه او زموږ كاروان دَ بلجئيم په پراخ سړك مخته روان شو
" زه په بلجئيم كي تاسو ته هركلى وايم"
داسي وئيلو سره سم دستي يې دَ " يوهو " غوندي ناره لګولو ورسته بيا وئيلو
" دَ اروپائي هېوادونو دَ اتحاد په اړه دَ بلجئيم كردار ډېر پياوړى پاته شوى دى هم ځكه خو دَ يورپي يونين هېډكوارټر او دَ ناټو هېډكوارټران هم دلته په برسلز كي دي او په درستي اروپا كي وَدې هېواد ته په درنه سترګو كتل كېږي"
دومره وئيلو ورسته بس دَ لوي لاري دَ يو هوټل په خوا وَ ګرځېدلو او لا سم پارك شوئ نه وْ، چي ميرنا په ډېره شوخه لهجه كي واي
" دوستانو! دا واخلئ ، ستاسي دَ صبر امتحان ختم شو او موږ خپله هم نه غواړو، چي دَ برسلز سټي ټوْر له دې وجي متاثره شي ..ګوا چي ملګري دي دَ سېل ځايونو په چپه دَ ټائيلټ په لټون كي ستړي شي نو ځكه دلته تاسو دَ خپلي خوښي په سمه ..هو هر څه كولى شئ او بله خبره دا، چي هغه ورسره ولاړ ووړ بلډنګ بینك دى تاسو كه وَ غواړئ ، نو بلجئيم فرانك تر لاسه كولى شئ "
او بيا يې خوږه كړيكه څه وَكړه ، ملګړي ټول تر او تازه شولو او څنګه چي له بس څخه په خپل وار كښته كېدلو، نو زما تر شا يو ځوان واي
" ماي سويټ ميرنا ډارلنګ"
دا خبره تر غوږه رارسېدلو سره سم چي مي شاته مخ واړَولو، نو هغه فيلپينو ځوان چي ما يې په شوخ وزمه حركتونو او شېطانيانو كي نن له سهاره پام وْ ، او نوم يې لا زما نه وْ زده دا خبره له خپل ملګري سره كوله خو زما په كتو باندي ګوره چي ، څله چپ شو؟ هرڅه هرڅه خو دا خبره حتمي شوله ، چي دَ ميرنا په ناروغانو كي يوازي زه نه ، نور هم بلا ملګري په دې ټرپ كي موجود وْ
دا صفا او ښائيسته ټائيلټ څه وْ، دَ يوه چهت دلاندي واړه واړه حاجتځايونه داسي جوړ وْ.. چي كه څْه هم دَ سړيانو او ښځو دپاره په كي تر منځه يو وړوكى دېوال ولاړ وْ، اوسترګو هيڅ نه ليدلو، لاكن ....... ګوا لنډا دا، چي دلته زه په لومړي ځل خبر شوم ، چي ښځي تر خپلو په داسي موقعه هم خورا ډېري او پټي خبري څپړي يو بل ته
دَ حاجت پوره كولو ورسته چي څنګه دَ بنك په خوا ور روان شوم ، نو پېغله جاپانۍ، چي نوم يې لا هلته سهار په لندن كي دَ ټوْر دَ پئيل كېدو څخه مخكي دَ كاسموس په انتظارګاه كي كائيكو راښولى وْ په منډه منډه تر ما راورسېدله ..
" زه هم څه پيسې بدلول غواړم .. ستا په خيال به څومره پيسې هلته په برسلز كي په كارېږي ؟ "
دا پوښتنه يې داسي وكړه، لكه زه چي خبر وم خو بيا مي هم ورته وئيلو
"زه خو في الحاله سل ډالره بدلوم .."
او بيا دَ كرنسۍ بدلولو ورسته هم زما او كائيكو تر منځه داسي خبري خلاسي شولي ، چي درسته لار كه څْه هم دا يوه چوكۍ تر ما مخته وَ كيڼ لاس ته ناسته وه ، خو بيا هم راسره په وار وار ژغېدله
له كائيكو په چپه په دې لومړۍ ورځ زما خبري دَ اّسټريلين ځواني جوړې اېډرين او وېلينا سره هم تر دې هانده خلاسي شوي وي ، چي كله به يې هم يو شى خوړَلو، نو ست به يې ضرور كولو او لا چي به يې كله عكس اخيستلو ، نو په ما به يې ژغ كولو او بل مسته پېغله لاراكُوك او بلنډا، چي له دې اّسټرېلين جوړې سره به زياتره وخت ليدل كېدلې هم دَ هېلو هاى تر هانده شناخته شوي وې
" بلجئيم دَ خپلو ښائيسته غرونو رغونو او غټو ميدانونو، ځنګلونو او اروپائي طرز كليوال ژوند په پرته دَ قدرتي وسائلو او صنعتي ميدان كي ښه لوړ نوم لري دلته باچهي نظام دى اواوسنى باچا البرټ، دَ اتالوي ښځي او درې بچيانو سره دَ دې خلګو نصيبونه ليكي څلور دېرش كلن شهزاده فليپ لا تر اوسه واده نه دى كړى.."
او سړه ساه اخيستلو ورسته واي
" ګوره ، چي څوك به وي هغه خوش بخته چي دَ شهزاده فليپ په برخه به ورځي"
ميرنا چي څنګه دا خبره وَ كړه ، نو مي په زړه كي وئيلو
" هاى بدبختي ميرنا قسمت دي خوار دى،ګني دَ هغه شهزادګۍ به ته وى"
او بيا مي دَ قسمت او تقدير په وېښ او برخو په تقسيم باندي تر ډېره پوري سوچ كولو چي ميرنا واي
" اوس مي له مسټر دانيال څخه پوښتنه كوله ، چي په بلجئيم كي دَ دوْو عدد ولي عام دى ګوا دَ وئيلو ژبي دوې ، ژواكونه دوه او صوبي هم دوې نو خبر ياست ، چي دانيال څه ځواب راكړو..."
او بيا يې په خندا كي وئيلو
" دانيال واي ، هغه ځكه چي بلجئيم دَ فرانس او هالېنډ تر منځ سېنډ وچ شوى هېواددى"
په دې خبره باندي په بس كي داسي خله نه وه ، چي هغې دي غاښونه نه وي سپين كړي او څنګه څنګه چي خلې بيرته راټولېدې، نو دَ دنګو شنو، وَچو ونو او جديدو بلډنګانو وَ ښائيسته ښار ته مو پېښه وَكړه
_____
په برسلز كي دَ پارليمنټ هاوْس له ښائيسته بلډنګ څخه چي څه مخته تېر شولو، نو ميرنا زموږ پام دَ بلجئيم دَ اّزادۍ دَ جوړ يادګار په خوا ور اړَولو ورسته واي
" هغه هسك بلډنګ چي دَدې مونامنټ څخه په څه واټن باندي ښكاري يورپئين ماركېټ دى"
بېشكه، چي دَ دې انتهائي جديد بلډنګ سره په څنګ كي چي څنګه مخته وَتلو، نو چي كوم كوم بلډنګ ته ګائيډ زموږ پام اړَولو، په هغو كي زما دَ اندازې په سمون هر دريم يا څلورم ښه بلډنګ دَ ناټو، يا دَ يورپي يونئين او يورپئين كميونيټي څخه منسوب وْ دَ دي مطلب دا وْ، چي دَ يورپي اتحاد دا خواخوږي بلجميانو خو هم دَ خدمت په صله كي ښې شكوَني كړي دي
دَ برسلز ښار كه څه هم دې وخت دَ لمر په رڼا منور وْ، خو له يخه په كي تګاوْ ګران وْ.. هم ځكه خو دَ روډ دواړو څنډو ته اول خو خلګ ډېر كم ښكاره كېدلو، او بل چي څومره وْ ، هغو دَ ګرمو كوټونو پرته په غوږونو باندي داسي مفلران پېچلي وْ لكه واوْره چي اوري كه څه هم واوْره نه ورېدله خو يخ شَمال ګُلېدلو
دَ لېډي چرچ او ګېنډ پېس، چي دَ دُنيا تر ټولو مشهوره څلورګوټيزه مونامنټ يادېږي سره په څنګ كي دَ خپل خپل طرز جوړو غټو او ښائيسته بلډنګانو څخه په څه واټن باندي دَ مانېكن فيس نامي دَ يو ماشوم مجسمې مخي ته له بس څخه دَ څو منټو دپاره كښته ځكه شولو، چي دَ ميرنا په قول نه يوازي دَدې ځاى بلكې دَ دُنيا خلګ هم ورته احترام لري او بيا يې دَ هغه ماشوم په وړاندي وئيلو
" دَ برسلز په زړه اّبادۍ كي جوړي شوي دې مجسمې ته دَ نورو هېوادونو څخه راتلونكي زياتره حكومتي غړي دَ خپل خپل هېوادونو له خوا كلتوري جامې ور اغوندي "
بيا چي بيرته بس ته ختلو ، نو هغه شوخ فلپائني ځوان دَ ميرنا، چي دې وخت دَ بس له دروازې سره ولاړه وه تر غوږ دا خبره ورتېره كړه..
" دا خوهلك نه .. بلكې دَ دې هېواد قامي هيرو شو"
او ميرنا هم ورته وئيلو
" ته صحيح پوهـ شوى يې او خبره ده هم دغه رنګه ولي چي كه يې په كارنامې خبرشوې نو..."
خبره يې لا سمه سرته نه وه رسَولي، چي هغه ځوان واي ..
" هو زه خبريم چي هغه يو بم له چاوْدني دَ مخه ناكاره كړى وْ او ډېر خلګ يې دَ مرګ له خلې ژغورلي وْ"
لنډه دا، چي دَ برسلز په روډنو باندي وَ يوې بلي خواته تللو ورسته دَ كاسموس كاروان دَ اېټومئيم نامي مونامنټ مخي ته ولاړ وْ، دَ كوم په حقله چي ګائيډ وئيلو
" دا اېټومئيم چي نه يوازي دَ اېټم څخه وتلى تورى دى ، بلكې دَمكمل اېټم غوندي هغه ګورئ .. ماليكيول، پروټان او نيوټران هم لري دا مونامنټ چي په 1958ع كي جوړ شوى دى ، اوس دَ دې هېواد دَ لېنډمارك په رنګه نوم لري ګوا چي كله هم دَ بلجئيم ذكر كېږي نو ذهن ته يو دم اېټومئيم نوم راشي"
له دې ځايه څخه ځيني نور بلډنګان كتلو سره سره دَ يو زاړه چرچ مخي ته بس دَ څو منټو دپاره وَدرېدلو اوميرنا واي
" دا هغه مشهوره رومن كېتهولك چرچ دى، چي ورته باسيليكا دي كولولي برك وئيل كېږې دلته بېخي زياتو باچهانو او شهزادګانو ودونه اهتمام كړي دي "
دَ دې سټي ټوْر په وخت يو ځل زموږ بس په داسي زاړه ټاوْن كي مخته روان وْ ، چي كه خلګ دَ ماډرنو جامو سره نه ګرځېدلى، نو كېدلى شو چي ورباندي دَ انګلسۍ دَ كاوْ بواى فلم دَ يو ټاوْن شك مي ورباندي شوى وى ولي چي دوكانونه او دَ دوكانونو مخته چوبارې او تنګي تنګي كوڅې يې دَ كتلو وړ وي گ ما هري خوا او هر څيز ته داسي په ژور نظركتلو، چي كائيكو راباندي ژغ وَكړو او واي
" تاته لكه چي دا سټائل خوند دركوي "
او بيا چي يې په خپلي خبري وَ خندلو، نو وړې سترګي يې دَ څېرې په غټو غُوسيانو او پيتو نقشونو كي پټي شوي وې بل دا چي هغې به تر خبرو زيات دَ لاس په اشارو خبري كولې نو ځكه دَ موسكا په چپه ما نور هيڅ ورته پدې نه وئيلو، چي ما نه غوښتلو چي هغه دَ پخواني اروپائي منظرونه له ما په خبرو كي تېر شي
دَ ښار تر منځه تېر شوى درياب ، چي دواړه اړخه يې دَ پخو بارو په چپه پنډ پنډ دېوالونه هم ولاړ وْ باندي خورا ډېر غټ او واړه پلونه جوړ شوي وْ او موږ ورسره كله كله په څنګ اوكله ورباندي بالا تېرېدلو ورسته دَ دې ښار وَ منځني ټاوْن ته ورسېدو- چرته چي موږ دَ نيم ساعت دپاره خپلي خوښي ته خوشي كړل شولو دا دَ ښار هغه برخه وه، چي په كي ډېر رش وْ او ځاى په ځاى خو به لارهم لا نه كېدله
دَ ماښام تيارې لا سمي په برسلز كي نه وې خپرې شوي، چي موږ دَ هوټل ګارډن سټي وَ مخه له بس څخه كًوز شولو او خپلو خپلو خونو ته ور روان شوْ له ماسره جاپانى ځوانْ توشيرو وْ ، چي دَ توشي په نامه بلل كېدو په خوني كي استوګن وْ..كوم چي تر ما لا لېونۍ او مست ښكاره كېدو
_____
دَ ماخستن ډوډۍ خوړَلو ورسته زه او ملګرى توشي دَ هوټل په وړه لابي كي دَ څو منټو ناستي ورسته دَ هوټل دَ يوې انفارمېشن ډېسك پېغلي دَ راښول شوي ګائيډ لائن په سمه په ټېكسي كي دَ ګرېنډ پېس دَ علاقې په خوا پېښه وَكړه چرته چي دَ ځيني نورو علاقو په سمه ښه تر ډېره هانده دَ شپې ژوند تود او دَ خوړلو، څيښلو، او ستړيا وساكولو ډېري لاري ليكي وې خو زه دَ توشي په خوښه له هغه سره دَ يو بار په لور ور روان شوم مطلب دا چي دلته هر څه ډېر وْ، خو كه نه وْ هغه همت لاكن بيا هم دَ اروپا دَ كړه وړه مشاهده كولو دَ ضرورت په سمه ما له خلګو څخه په يوه او بله بهانه خبري كولې _ خو توشي به چپ له موسكاګانو كه هيچا ته هيڅ نه وركولو ، نو له چا يې څه غوښتلو هم نه لاكن ما خو يو وخت په يوه بله كېفې كي دَ غوره شوي ماحول په مناسبت دَ " جنتي دوزخيان" تر عنوان دلاندي دَ نظم خاكه هم هغه وخت ډائرۍ ته وَسپارَله ... چي توشي دَ درو داسي پېغلو په لاسو كي لوبو ته ځان سپارلى وْ - چي خوند توشي نه بلكې هغو ورباندي اخيستلو
او له دې ځايه چي نيمي شپې وَخواته دباندي وَوتو، نودومره يخ وْ، چي دوه ګامه مخته ته تلل ګران وْ خو له دې پرته هم موږ دَ بلجئيم په روډونو يوې بلي خواته ځكه تېركړو، چي شل كلن توشي ګوره چي دَ هوټل له خوني څله ځان پېچلو او غوښتل يې چي شپه دباندي تېره كړي
"دَ سړو مازيګرونو په شان كه څه هم دَ برسلز ماښامونه په كوڅو او فټ پاتهونو باندي چنداني زړه څكونكي نه ښكاري ، خو دَ دې ماډرن او زاړه ښار په ځينو خاص برخو كي دَ شپې ژوند دَ رقم رقم زړخوښيانو له سوبه دومره تود وي چي دَ دې پُراسراره ښار هرڅه څپړلو سره سره ساړه احساسات هم دَ لټون له لاري ټكور شي هو منم ، چي دَ شرافت په مقابله كي بدمعاشي په كي دَ نه برابر ده - خو بدمستياني په كي ليدل كېدلى شي "
دَ خوب وَ غېږي ته دَ تلو دَ مخه چي مي څنګه دا خبري ډائرۍ ته واړَولې، نو كه مي څه هم درست وجود له ډېري ستړيا څخه ويده وْ، خو له ځان سره مي دا خبره بيا بيا كوله ..
" ګوره چي هغه دَ سترګو په اشارو باندي پوهېږي هم كه هسي بس .."
او بيا به مي خپله وئيلو
" يَه..ګرسره نه ، ولي چي هغه خو دَ دې اّزادي ټولني روزل شوي پېغله ده، چرته چي خبره نېغ په نېعه خلاسېږي"
دغه رنګه دَ هغې مغروري څېري په سوچونو كي ډوب ډوب يو وخت ويده شوى وم
_____
په دې بله ورځ سهار وختي نارى كولو ورسته دَ ډېلي روټېټنګ سسټم له لاري راكړل شوي دَ خپل نمبر وَ چوكۍ ته دَ شا په خوا په بس كي روان وم، چي دَ ګلۍ خواته په يو سيټ ناستي ونېسا اوتېرو نامي امريكائي دنګي پېغلي چي دَ بواى كټ وېښتانو په چپه نن يې هم جينز اغوستى وْ، تر لاس وَ نيولم او واي
" سټاپ سټاپ مسټر شاك..دلته كښېنه، دغه چوكۍ ستا ده"
او بيا يې سم لاس په لاس كي راكولو په وخت چي څنګه په خوږې موسكا كي دَ خپل نوم اول تورۍ " ونېسا" لا سم نه وْ وئيلى، چي زما له خلې ورته ناببره دويم تورى " اوتېرو" څه وختلو، چي هغې په حېرانتياخبره پوښتنه وَكړه ..
" مائي ګُوډنېس .. ستاخو زما نوم هم زده دى"
كه څه هم لږغوندي خړ شوم ، خو بيا مي په زړه كي وئيلو
" ځه ښه وَشو... نيمه مسئله خو حل شوه"
مخته څه وْ.. چي زموږ تر ميان خبري پئيل شوې دا انجلۍ چي په امريكه كي دَ شګاګو وه او ځانته يې سوشل ريسرچره وئيلو زما دَ سوچونو څخه هم دوه لاسه مخته وَ وته او زړه يې غوښتلو ، چي ډېري خبري راسره وَكړي دَ ځينو نورو خبرو پرته ، چي كله بس دَ برسلز دَ صنعتونو او جديدو ماڼيانو څخه څنګه دَ موټروې په خوا ور وَګرځېدلو، نو ونېسا پوښتنه وكړه
" له پرون ما په تا كي پام وْ ، اوداسي سنجَوم لكه ته چي هم دَ يوې نا يوې مطالعې په سمه حقائق ټولوې"
" هو ، غواړم چي دَ اروپادَ ټولني كړه وړه معلوم كړم"
دَ هغې دَ پوښتني په ځواب كي چي مي داسي وئيلو،نو هغه په سپيكرانو كي په ژغا شوه
" دا ګورئ خپل شاوخواته، چي په څه څه واټنانو باندي وړې وړې ښاريي او ټاوْنونه ښكاري دا هر څه دَ نن دَ انسانانو په ذهنونو كي دَ ژر تر ژره دَ ښارونو جوړَولو دَ سوچ او رجحان نتيجې له سوبه دي"
دَ ميرنا له دغو خبرو څخه ما دا اندازه وَلګوله، چي دا وړوكى هېواد ځان دَ نور پرمختګ سره سم په هر ډګر كي دَ يورپئين ټائيګرانو وَ مقابلې ته دَ وتلو دپاره هڅوال ښكاري ولي چي دَ نن له انساني روئيو څخه دا ښكاري ، چي داسي وخت به بيا هم راځي، چي په دغه نړۍ كي به بيرته واك دَ وسائلو په چپه دَ مټو دَ زور وي دَ دې سوچ سره مي پام يو دم دَ روډ په څنډه باندي ولاړ هغو سائن بورډونو ته لاړو، چي دَ كلو يا ښارو نومونه يا نور دَ ټرېفك په اړه هدايات په دوْو بېلو رسم الخطونو او ژبو كي داسي ليك ښكاري - چي كه نور نه .. نو وَ دې هېواد ته راغلي ټوْرسټان خو نو خامخا پرېشانه كوي زما لا په دې خبره كي سوچ سم بند كړۍ نه وْ، چي ميرنا هم وَ دې خواته زموږ پام داسي وَګرځولو
" يوهو.. تاسي لږ خو وَ هغه مخامخ ښي لاس ته په بورډ باندي ليكلي دَ يوه ټاوْن وَ دوْو بېلوخطونو كي ليكل شوي نومونو ته وَ ګورئ ... چي په فرنچ كي "ان وېرز(ان وغنز)" او په فلېمش كي "ان ټيورين" رنګه ليكل شوى دى.."
ګوا دَ ميرنا مطلب دا وْ، چي فلېمش او فرنچ كه څه هم دوې بېلي ژبي دي ، خو سره سره يې ويونكي تر يوه بېرغ دلاندي ژوند كولو ته جوګه دي
" دا خو واقعي كړكېچنه مسئله ده..څنګه ونېسا؟ "
دا پوښتنه مي راسره څنګ كي له ناستي ملګري څخه هغه وخت وكړه، چي كله موږ په موټروې نمبر E19 ، ياني (يورپ روټ نمبر 19) باندي مخته روان وْ
" هو رښتيا.. فرنچ او فلېمش خو بېخي بېلي ژبي ښكاري"
" خلګ به يې هم .."
" يقيني خبره ده ، چي خلګ به يې تر منځه كلتوري توپير هم لري او داسي توپير تر منځه دَ هر سټېټ دَ خلګو شته لاكن مسئلې بيا هم نه پيدا كوي "
او مخته خبري دَ دې ټاپك په اړه ځكه وَ نه شوې، چي ګائيډ وئيلو
" دا ټاوْن Bredr چي دې وخت موږ ورڅخه تېرېږو دَ بلجئيم هغه ورستنى ټاوْن دى ، چي له دې ورسته به دَ هالېنډ سيمه پئيل كېږي او موږ به دَ هالېنډ په لومړني ټاوْن بېترافت كي دَ څو دقيقو دپاره درېږو هم"
او بيا دَ څه خاموشۍ ورسته واي ..
" تاسي خبر ياست ، چي په اروپا كي دَ برطانيې په چپه چي ټرېفك يې په كيڼ لاس چلېږي ، نور هېوادونه خپل ښى لاس په كارَوي او ولي؟ "
هغې به لا نور څه هم وئيلو، چي يو ژغ راغلو..
" هو..هو په دې ، چي دَ انګلسيانو زور په نورو پاته نه شو"
ځواب څه وْ، چي په بس كي دَ خندا او غژ بُوژي سره سم هر يوه شاته كتلو ولي چي دا بل هيڅوك نه ، هغه فلپائني ځوان رونالډ يعني روني وْ
" هو كېدلى شي، لاكن دَ دې هېواد خلګ خو يې لا اوس هم مني ، لاكن .."
دومره تائيد كولو سره سم ميرنا له دانيال سره دوې خبري كولو ورسته په خندا كي يو دم داسي هم دَ يوهو يوهو غوندي ناره لګولو ورسته وئيلو،
"دَ بلجئيم دَ خلګو په باب دا خبره مشهوره ده، چي دوي هر څه په اّسانۍ اخلي ، ګوا Easy Going دي وئيل كېږي ، چي يو ځل دَ اولمپك له لوبو څخه راغلى سوئمنګ ټيم وَلوبغاړو ته باچاانعام په دې خبره وركړو، چي هغوئ په اوبو كي ډوب نه شولو"
بس بيا نو څه وْ، چي هري خلې خندلو.. اوهغې هم ښه تر ډېره پوري او څه وخت ورسته مي په زړه كي دا وئيلو، چي ګوندي كېدلى شي، چي دا خلګ هم دَ عربيانو غوندي ساده مشهوره وي .. كوم ، چي په سادګۍ سادګۍ كي له هغو قامونو څخه ساده جوړَوي، چي دوى ساده ګڼي
" كم اّن .. يو خو ته دومره په سوچونو كي ورك يې، چي دَ خبري دَ پاره لا وخت نه لرې .."
بيا كه ونېسا څه هم خندلو،خو پوهېدم نه لاكن زړه مي بيا هم وكړو او ورته وَ مي وئيلو
" ما او تا به خبري كوْ نن په لنچ كي"
" دَ دې مطلب دا، چي موږ به په ګډه دَ غرمې ډوډۍ خورو ؟ "
نوره نوره مي دَ تلني په نيت ورته څوكه وَ وئيلو
" يَه يَه ..كه ستا خوښه نه وي، نو.."
" ولي نه ، په دې كي نو اوس كمه بده خبره ده"
هغې چي زه پوره خبري ته هم نه كړم ايله ، نو پوهـ شوم چي انجلۍ هم ...... خبره ښه نه وه او نه زما مقصد يوازي مينه وه لاكن اّ دَ چا خبره ، چي
" دا دَ اختيار خبري نه دي"
نو ځكه زه هم له اختياره وتلى وم او په دې سوچونو كي ورك وم ، چي دا دَ زړه رښتې هم عجيبه دي ، چي نه عمر ګوري ، نه رنګ او نسل - چي كېږي ، نو كېږي سلابلا او بس هو.. دا هغه موقعه وه ، چي دَ " سپين بېرغ " نامي تهيم مي هم يو وخت په مزغو كي نظم كړو
لنډه دا، چي څنګه څنګه موږ دَ هالېنډ بارډر ته نيږدې كېدو لګيا وْ ، دومره دَ بلجئيم مځكه دَ يخ له سوبه له شنېزو څخه خلاسه ښكاره كېدله يو وخت چي بس په وړو وړو دريابي ويالو باندي جوړو پلونو باندي روان وْ، نو ميرنا په اروپا كي دَ ټائلټ دَ اهميت په باب دَ ژغېدلو سره سره دا هم وئيلو، چي دلته بې پيسو حاجت پوره كول خوب ګڼل كېږي ګوا، دا خبري چي يې لا سرته نه وې رسَولي ، چي زموږ بس هم دَ بلجئيم او هالېنډ بارډري ټال پلازو مخي ته وَدرېدلو