" چرته غلط جهاز ته خو نه را وَختم؟
"چي څنګه دَ خپل نمبر په چوكۍ باندي كښېنستم، نو مي دا خبره زړه ته راولوېدله _ او شاوخواته مي خپله سودا حتمي يا رد كولو په نيت سترګي وَځغلَولې _ كه څه هم دَ چوكيانو په استرونو باندي ځاى په ځاى ليكل شوي "الامارات" زما شك له زړه څخه څه څه ايستلى وْ، خو غولېدلي سترګي مي دَ حقيقت په منلو ځكه نه كانې كېدلې _ ولي چي جهاز دَ خپل ځانګرتيا درلودلو په چپه سرواو سپينو ائيرهوسټسانو، چي هالف سره سكرټونه يې اغوستي وْ او وړې ټوپياني يې په سرو باندي پرتې وي دَ جهاز دننه ماحول تر ډېره هانده مغرب وزمه كړى ځكه وْ، چي دا پېغلي عربياني نه بلكې دَ مغرب له دُنيا څخه چوڼ كړل شوي حُوري وې داسي حُوري ، چي په موسېدونكو سترګو او غوړېدلو شونډو يې دَ مسافرانو ايمان خطاكولو.. لګيا وې-
په 22م مارچ 1996ع غرمه دولس نيمي بجي چي څنګه دَ الامارات الوتكه EK 601 دَ قائداعظم ائيرپورت كراچۍ څخه پورته شوه - نو لا سمه تر اوريځو اويښتي نه وه، چي دَ مغرب حُورو دَ خپل روايت په سمون دَ اسلام په نامه دَ مسلمانانو دَ اوړو پوزه، ګوا دَ محترمو عربيانو دَ دې الوتكي دننه نقشه په ترخو او حرامو اوبو وركولو كي دومره ژربدله كړه.. چي هيڅوك دَ ځان په واك كي نشو پاته - په جهاز كي ناست دَ نورو نسلونو او مذهبونو خلګ په خپل ځاى.. وايم چي دَ دې اسلامي هېواد مسافران هم كه له هغو زيات نه ، نو كم هم نه وْ - ياني هر تن دا هڅه كوله ، چي ژر تر ژره دَ هوش ورستني پولي وَ ولانګي او تر دوبۍ رسېدو له مخه مخه دَ عمرونو تنده ماته كړي - ځكه خو هر لور دَ جامونو ګړنجى او دَ دوزخي حُورو طوفاني دورې وې، چي له يوې چوكۍ يې تر بلي پوري كولي - هم دغه خو وجه وه، چي په لومړي ځل ما دَ انسانانو، چي ورته په وياړ باندي اشرف الخلوقات وئيل شوي دي په باب داسي ډائرۍ ته وَسپارلوَ
" دا مخلوق كه هر څو په ښكاره بڼه په درنه جامه كي نغښتى ښكاري ، خو هم په دغه جامه كي پټ لا هغسي دَ فرېب په وېښتانو سېسن لېوه وجود لري - كوم چي دَ انساني خُوى او بُود په سمه دَ ظالم شيطان په بڼه وَ هرچاته ورڅرمه دى - ګوا مذهبونه، رواجونه اوانساني قدرونه كه څه هم دَ يوځناور وزمه انسان څخه ټولنيز انسان جوړَوي .. خو له اصله دا انسان تر اوسه پوري لا تش په شعوري توګه له ځناورانو څخه بېل شوى دى - ګوا دَ حاجتونو په وار كه ځناور نه هم دى، خو ځناور وزمه حتمًا دى"
كېدلى شو، چي ما نور څه هم ليكلي واى..كه دَ دوبۍ په ائيرپورټ باندي جهاز زما دَ ګهړۍ دَ وخت په سمه په پاوْكم دوې او دَ هغه ځاى په پاوْكم يوه بجه ماڅپښين نه وى كښته شوى -
دَ لندن په لور تلونكي فلائټ ته ورختلو دپاره له ما سره فقط درې پاوْه وخت پاته وْ- نو ځكه مي په منډه منډه تر مطلوبه ډيپارچر لاوْنجه پوري ځان رسولو هڅه كوله - په داسي حال كي څه ليدلي، څه كتلي يا اورېدلي.. خو دَ بيانَولو وَړ يې نه ګڼم
_____
" بخښنه غواړم .. ته به دې كهړكۍخواته چوكۍ باندي نه كښېنې؟ ولي چي زه به بيا په اّسانۍ باندي دَ سګرېټ څكولو دپاره شاته تللى راتللى شم"
دَ الامارات الوتكه EK 003 چي په كي زياتره انګرېزان يا اروپايان ناست وْ دَ دوبۍ له ائيرپورټ څخه دَ ځاي وخت په سمون په يوه نيمه بجه چي څنګه پورته شوه، نو ما وَ خپل څنګ ته ناستي پېغلي ته خواست څه وكړو.. چي هغې په تريو تندي باندي په زيژو داسي راته وكتلو لكه ما چي خواست نه شكنځا ورته كړي وي خو ورته وَموسېدم ځكه ، چي ما نه غوښتلو چي هغه دَ وږو سترګو په خروړو نظرونو داړل شوي ټپي زمرۍ راباندي حمله وكړي
خېر، بيا يې هم كور ودان چي لاره يې دَ تېرېدو راكړه او شاته خپل ځيګر سېځلو ورسته چي دَ چوكۍ په لور بيرته راغلم، نو هغه سرې سپۍ زما دَ توقعاتو په چپه په ځاى دَ بُوڼېدو وَ موسېدله او لاره يې وَ چوكۍ ته دَ تلو راكړه او زه هم له منني وئيلو سره لا سم كښېنستى نه وم ، چي هغې دَ لاس په اشاره چهلتار جوړَولو سره خله پرې كړه
" عرب…عرب ؟ "
يو ځل مي لا په زړه كي راغلو چي راشه ورته هو كړه، خو بيا ضمير اجازه نه كړه را او ورته ګويان شوم ...
" يَه عرب نه يم .. پښتون يم پښتون او ته ؟ "
هغې ماته وَكتلو او وَ موسېده او په تندي باندي پرتې زُلفي يې په دواړو لاسو شاته اړَولو ورسته ګوره چي څه وَوئيلو.. پوهـ ځكه نشوم، چي ژبه يې بېخي نابلده وه
" انګلش انګلش..؟ "
زما دَ دې پوښتني په ځواب كي هغې وَوئيلو
" سلواك سلواك "
او بيا دَ دې دومره مجلس كولو ورسته زه په خپلو چُړتونو كي ورك او دا دَ البم په پاڼو اړَولو راړَولواو هغه اوږد كميسي عربي ځوان ، چي په هر عكس كي ښكاره كېدلو په كتوكي غركه شوه
ما به لا دَ اروپا دَ سېل په اړه نور نور سوچونه وَهلو، چي راسره په څنګ كي ناستي هغې سلواكۍ انجلۍ دَ اشنا تصوير داسي مچه كول شروع كړئ لكه جوړه چي يې دَ زړه مينه ورسره وي لاكن بيا چي به مي دَ هغه عربي وَ شكل ته سترګي وركږې كړې ، نو دا به دَ هغه په مقابله كي بادرجماله راته وَ برېښېده هم ځكه به مي په دې باندي دَ عياشۍ دَ هغه يوازيني سامان شك وَشو، چي عربي نسل دَ نرانانو دَ زړه او روح پرې تنده ماتېږي او په دې اړه داسي په سوچونو كي ور ډوب هم شوم ، چي آخير پاى مي دَ زړه تاوْ په ډائرۍ كي په داسي ليكلو وَ ايستلو
" په دې خبره كي شك نشته، چي پيسه دَ سړي ايمان خطا كوي لاكن دا خبره هم په خپل ځاى تول دروند لري ، چي كه يو ايمانداره كس ايمان ساتلو ته جوګه شي نو په دي مادي ژوند كي به په خالي جېب ملا په ګرانه تړي... هم ځكه خوعربيان تر ايمان زيات په پيسه پوري نه يوازي نښتي دي ، بلكې دَ سرلوړۍ پلمه يې هم فقط دولت ګرځېدلى دى كه څه هم دا هغه قام دى ، چي په زرګونو لارښودان دَ پېغمبرانو په شكل كي ورته راغلي دي"
دا پورتنۍ خبري چي مي كله نوشته كولې، نوسلواكۍ پېغلي داسي زما وَ دې خط ته په خوند خوند كتلو لكه زه چي ورته په عربۍ كي دَ فارن كرنسۍ چېكونه سائن كوم نو ځكه خو به يې زما په لور هم په ډېر حسرت راوَكتلو، خو مايوسه به په دې شوله چي نه زه عرب وم او نه په ژوند كي بس فقط دغه كار وْ راپاته
_____
څنګه څنګه چي دَ الامارات الوتكه دَ اوريځو څخه بېخي پورته قريبًا په 35000 فټه بالائي باندي دَ مخامخ لګېدلي مانيټر سكرين په سمه دَ يونان، چېك، سلواك ، نيدرلېنډ، جرمني، سوئټزرلېنډ، بلجئيم او فرانس په سر يا اړخونو ته الوتله، نو هومره هومره يكړي په ما غمېدله لګيا وه اّسمان دَ اوريځو څخه ډك وْ، خو چي يو نيم ځاى به اوريځ نه وه، نو دلاندي به دَ غرونو په سرو باندي سپينه واوْره پرته ښكاره كېده - يا بيا سمندر وزمه دَ شنو اوبو لوي وړې ډنډي وې ، چي مځكه يې ښائسته كوله
چي به كله ديغيت راباندي زور وَ كړو، نو دَ خپل مخامخ چوكۍ تر شا لګېدلي دَ وړې ټي وي چېنلان به مي بدلولو رابلولو، خو بيا چي به مي دَ ګهړۍ ستنو ته پام شو.. نو له ډېره ديغيته به ولاړ شوم او شاته به تېر شوم لاكن زما او زما په رنګه وخت كړَولي خلګ فقط يو څو نور وْ، ګني دَ درست جهاز مسافران دَ ښائيستو حُورو دَ كرم له سوبه دَ ځان او جهان په حال كي نه وْ پاته يو نيم يار خو به له ډېري مستۍ عجيبه حركتونه هم لا جلا كولو
هو.. زه ملامت نه وم نن چي څومره مخته تلم نو دا ورځ به هغوني غټېدله خو دَ دي دومره اوږده سفر پرته هم دَ اروپا دَ پلان شوي سېل په خيال به مي زړه لږ غوندي وَغولېدلو او ځان سره به مي وئيلو، چي كه خداى كول نو نه يوازي به انګلېنډ، سكاټ لېنډ او وېلز ته ځم بلكې دَ ښاغلي انور اجاني په مرسته راته غوره شوي دَ كاسموس په دې ټوْر كي به فرانس، بلجئيم، هالېنډ، اّسټريا، سوئټزرلېنډ، اټلي، سپېن، سان مرينو، مناكو، جرمني او ليچټنسټائن هم ډېر ژر تر پښو دلاندي كړم
اّخير پاى مازيګر دَ ځاي وخت په سمون شپږنيمي بجې جهاز وَلندن ته ورسېدو هېتهروائيرپورټ څه وْ.. يوه وړوكي غوندي دَنيا وه، چي دَ نړۍ په رقم رقم انسانانو او حُورو باندي ښائيسته ځكه وه ، چي دَ جهازونو دَ تلو راتلو ورباندي دا حال وْ، چي دَ يوې اندازې په سمه په هر 80 سېكنډه كي دننه دننه يو كښېني او بل الوځي غلط به نه يم كه وَوايم، چي دا يو دَنياوي جنت وْ، چي ورته دَ خداى مخلوك راتلو په ډېره خوشالۍ باندي او ورڅخه تلو په ډېر مات زړه
_____
دَ بېخي رش پرته كه څه هم زه دَ هېتهرو هوائي ډګر غټوالي او په بېخي جديدو طريقو جوړ حېثيت ښه ډېر حريان كړى او سامولى وم خو زما دَ كراچۍ دَ يوې ټيچري ثمينه برهوئي دَ راښول شوي لاري ليكي له كبله دَ انفارمېشن بُوتهـ څخه دَ انډرګراوْنډ ټرېن، چي ورته ټيوب رېل او مېټرو هم وئيل كېږي شېډول تر لاسه كولو ورسته نيږدې زېرزميني رېلوې سټېشن ته په پوړيانو وركُوز شوم يوځل وَدرېددم، دَ ماحول جائزه مي واخيستله .. خو چي بيا مي هم دَ خپل وَس په سمه سر نشو خلاس، نو دلته جوړ دفتر څخه مي دَ ټكټ كولو په وخت چي څنګه پوښتني ته خله جوړَوله، نو هغوئ دَ ټكټ سره دَ لندن دَ مېټرو مكمله نقشه ، چي په يو وړوكي كارډ باندي جوړه وه هم راكړه
ټكټ په لاس كي دَ هېتهرو ائيرپورټ لندن ټرمينل نمبر3 څخه دَ پيكادلي لائن(بليو لائن) ټرېن ته وَختم او دا ټرېن دَ خپل معمول په سمه فقط دَ لس سېكنډه سټاپ كولو ورسته مخ په وړاندي وَغزېدو- هو.. رك لكه يو مار، چي په خپله چُوخته كي ورننوځي كه مي څه هم سترګي دَ سرو او سپينو يا بيا څه څه تكو تورو پېرنګيانو ته په كتلو بوخت وې، خو دَ دې خلګو په وړاندي سوچونو دَ خپل قام په پخوانئيواو تېرو شوْ ورځو شپو باندي زه وَ تندي ټكولو ته پدې پارَولم چي هغوئ دَ پېرنګي بادارانو چوپړ درسته پېړۍ وهلو پرته هم ، نه خو خپله زما دَ خوب په سمه سړئيو ته وَ مونېدلواو نه يې سړي دَ سيال قامونو په وړاندي وَزېږولو داسي چپه او راسته خبري مي زړه ته پدې وجه راغلې.. چي دَ دې خلګودَ ناستي پاستي، درنو او ښائيستو روئيو او په ګډه دَ مزل كولو شعور زه ډېر متاثره كړى وم
كه څه هم هيچا په چا كار نه درلودلو، خو بيا هم هر چاته دَ محتاط اوسېدلو خبردارۍ چي مخامخ لګول شوي دَ يو غټ فوټو په بڼه كي رقم شوى وْه .. خداى شته زه خپله هم پدې خبره مجبوره كړم چي نه يوازي دَ خپل بېګ (چي په وړې غوندي ټرالۍ باندي مي تړلى وْ) خيال وَ ساتم بلكې خپلو جېبونو ته مي هم بيا بيا پام اړَولو او په وار وار مي لاسونه په دې وجه ورباندي وَهلو.. ګوا داسي نه چي دَ هغه اشتهار په سمه زه هم دَ هغو ګنډكپانو ښكار شم ، چي په باب له يې ورباندي داسي كښلي وْ ... چي
" په مېټرو كي ګڼ شمېرشوكماران ګرځي ، خيال ورڅخه ساتل په كار دى"
اوس دا خبره رښتيا وه كه يَه .. خو چي به څوك راسره په څنګ وَدرېدو او يا به راسره وَ نښتو، نو به يو اړخ ته كرار وَڅكېدم منم ، چي مغربي جامې زه هم دې وخت دَ خپلو تاريخي بادارانو وَ زامنو لُوڼو او لمسيانو ته مونَولم لاكن غنم رنګي څرمني زه تر خپلي نابلديا ځكه زيات پرېشانه كړى وم ، چي خپلي مشرقي او روائتي څېرې زه په دې حاضرو خلګو كي له ورايه بېل او بدله ښكاره كولم كه څه هم بېخي زياتو سترګو زما تعاقب نه كولو.. خو زه په ځان كي غل وم كه به چا يو وار سترګي راواړَولې، نو مابه په بيا بيا ورته كتلو له سوبه ځان ته متوجه كړو
دَ هيلټن كراس ، هانسلو وېسټ ، هانسلو سېنټرل ، هانسلو ايسټ ، اوسټرلي ، بوسټن مېنور، نارتهـ فيلډز، ساوْتهـ اېلنګ ، اېكټون ټاوْن (چي انټرچارج سټېشن وْ)، هېمرسمتهـ ، او وېسټ كېنسينګټن W. Kensington نامي انډرګراوْنډ سټېشنانو باندي دَ لس لس سېكنډه تم كېدلو ورسته په درې پاوْه كي دننه دننه دَ ايرلز كورټ Earl’s Court په سټېشن باندي دَ رېل ګاډۍ څخه كُوز شوم
دَ حركتي پوړيانو (مونګ سټئيرز) په كومك چي څنګه بالا راوَختم، نو زه په بازار كي وم او نرۍ نرۍ باران هم ورېدلو نو ځكه ژر ژر په يو څو هوټلانو باندي دَ ګرځيدو ورسته لوند خيښت په ريجنسي هوټل نامي (بېډ اېنډ برېك فاسټ) كي په 25 پونډه خونه نيولو كي برى شوم خونه نه يوازي ډېره وړه وه ، بلكې باتهـ روم يې هم نه درلودلو لاكن كولى مي هم څه شو،اوس خو ورننوتى وم - او بل دومره ستړى وم، چي څنګه په پلنګ باندي وَغزېدم ، نو بيا ويده شوى وم
_____
دَ لندن دَ وخت په سمه پاوْكم نهـه بجې ماخُستن چي مي سترګي خلاسي شوې ، نو دَ تيارو په زد رڼاګاني خورې شوي وې او زما ستړيا هم څه څه وسا شوي وه نو ځكه مي دَ خېټي تر لوږي زيات دَ دې ځاى دَ شپې ژوند دَ كتلو په پښتني جذبه دَ هوټل څخه دَ يو نامعلومه سمت په خوا ګامونه اوچَتول پئيل كړو او څنګه څنګه چي مخته تلم، نو هغومره زړه ماتى كېدم لګيا وم ولي چي هرڅه بند وْ او دَ خداى مخلوق هم خال خال ښكاره كېدو
" چرته زما نابلديا خو زما دَ شوق په لاره كي نه ده خنډ شوي؟ "
اوس به لا ما په مات زړه بيرته په دې سوچ دَ شا په لور ګامونه اخيستلو، چي يو بار مي تر سترګو شو او ما هم سترګي پټي كړې او وَرننوتم بس بيا نو څه وينم ، چي دَ سړيانو په ګډه ښځو هم په ښه ډېر شمېر باندي دَڅيښلو سره سره په ټي وي باندي دَ فُټ بال مېچ كتلو او دَ هر شاټ سره يې په چيغو وهلو كي پورا پورا برخه اخيستله او بلكې كله كله به يې ټوپونه هم وهلو لګيا وې
" دا خو لا دَ يو معمولي بار مستي ده.. ګوره چي په كلبونو او دَ شپې دَ نورو زړخوښيانو به يې څه حال وي؟"
دا هغه سوال وْ، چي زه يې دَ ځواب دَ لټولو په نيت له دې بار څخه دباندي را وَايستم او بيا چي چرته مي هم څه زياتي رڼاګاني تر سترګو كيدلي ، هغې خواته مي ګامونه اوچتَولو يو نيم ځاى خو به دَ ټېلي فون په بوتهـ كي هم پدې وجه ننوتم، چي وَګورم .. دا په اشتهاري سټيكرانو باندي څه ليكل شوي دي ؟ لاكن ما خو بې دَ بېلابېلو نوعيتونو دَ سېكس كالونو دَ اشتهار په چپه بل هيڅ داسي دَ مردانه او زنانه كمزورۍ يا بل شي اشتهار نشو تر سترګو ، چي په خپلي دې لاندېنئيو خبرو كي دروغجن شوى وى ګوا
" دا به وَ منم ، چي دَ لندن غوندي ښار كي هم چي ټولي مغربي تقاضې دَ مستۍ او دَ هرقسمه خوشاله ژوند په باب په اّزادۍ باندي پوره كېدلو مواقعي ځاى په ځاى شته لاكن دا خبره به څنګه منم ، چي خلګ يې دَ خوائيشاتو په حقله تر مشرق هم زيات تږي دي"
دَ ښه ډېر ګرځېدلو ورسته چي دَ نيمي شپې خواته په غټو غټو قدمونو دَ هوټل په خوا روان وم ، نويو نيم ځاى به له توركارنره داسي ژغ راباندي داسي هم وَشو لكه
" هاى مېن" او " هې ګاى"
لاكن زه وم ، چي ځان مي كُوڼ اچَولى وْاو خپله لاره مي وهله
خو بيا چي څنګه زه دَ هوټل په خوني كي اېكړ شوم ، نو دَ نن دَ شپې دَ مشاهدې په رڼاكي مي داسي په ډائرۍ كي واړَولو
" انګرېزان كه څه هم په ښكاره بڼه ، اخلاق او روئيو له لاري خپل تاريخي او باداري كردار زما دَ سترګو په وړاندي رښتياكولو ته هڅوال برېښي ، خو په خپل مترقي حېثيت باندي غره دغه قام دَ اجتماعي ژوند او فكر په مقابله كي دَ انفرادي مفاداتو تول درَنولو په خاطر هلي ځلي څه زياتي كوي مطلب مي دَ وئيلو دا دى ، چي نشه ، سېكس او مستي كه څه هم په اجتماعي ژوند كي تر سره كېږي ، خو خوند او پند يې انفرادي دى هم دا هغه شيان دي ، چي ټولنيز انسان په فطرت غرضي كوي لكه ځناور"
_____
" لندن ، دَ سلطنت متحده برطانيې دارالحكومت او تر ټولو غټ ښاردى دَ نن دا كمرشل او دَ بېخي بېلو زړخوښيانو ښار، چي په كي دَ پاركونو، باغونو او جديدو ماڼيانو او ودانيانو په چپه غټ غټ ماركېټونه او بېخي زيات زاړه تاريخي اّثار كه دَ كتلو وړ دي "
نو هم دَ دوئ له قوله ..
"دَ دې ځاى دَ خلګو ښه روئيه او دَ مېلمستيا رجحان دَ هېرَولو نه دى "
"دي پاكټ ګائئډ ټو لندن " نامي ګائيډ هرڅه په خپل ځاى لاكن دلته دَ مېلمستيا تورۍ به په دې اړه هم مناسب نه وي .. ولي چي كه دا خبره چرته افريقايانو يا هغو ته وكړل شي ، چي انګرېزان نه پېژني ، نو كېدلى شي چي وَ يې مني لاكن زه به بې دَ مشاهده كولو او دَ راپاته تاريخ په رڼا كي څنګه منم ؟ چي دوئ زموږ دَ مېلمستيا په صله كي لا چپ له كركي او منافقته كه بل څه راباندي پيرزوْ كړى وي ، نو هغه دى غرض فقط غرض
لندن ، چي دَ تهېمز درياب په دواړو څنډو باندي مېښته دى په ايسكس، كانټ، هرټ فرډ شائر، سرائى او مډل سكس نامي سيمو اړه لري او په 693 مربعه ميله مځكي باندي خپور وور لوى لندن په لومړي ځل په كال 43عيسوي كي رومنو دَ ماركېټ په نيت اّباد كړو بيا چي كله په 10مه عيسوي كي رومن وتلو ، نو دا ښار دَ يوي غټي منډۍ په توګه ښه نوم درلودلو لاكن بيا چي اېنګلو سېكسنو په دې ښار قبضه وَكړه، نو يې دَ دې ښار دَ اهميت دَ كمولو ارادي هڅه وَ كړه او تر 390ع كاله پوري هيڅ پاملرنه نه وركړل شوه لاكن په 800ع كي دغه ښار بيرته دَ عالمي منډۍ په څير نوم وَګټلو –
كه څه هم دا ښار بيا بيا په حملو او خانه جنګۍ كي وران شوى دى خو بيرته جوړ شوى هم دى ولي چي دا دَ ژوندي قام مركزي ښار او په تېره تاريخي اثاثه وه او دا خلګ دَ تاريخي اثاثو ژغورنه دَ قامي ننګ او نوم ژغورنه ګڼي نه چي لكه كابل او كندهار، ګوا چي وران شول نو ورك هم شولو مخته يې خپل قسمت ، چي بيا به اّباد هم شي كه يَه
دَ لندن په باب دا هم وئيل كېږي ، چي دا ښار كه يوې خواته نور نور خورېږي ، نو بلي خواته دغه ښار دَ ځينو عالمګير ښارونو په مقابله كي بېخي ژر ژر دَ جديدو تقاضو په سمه ځان كي بدلون هم راولي ګوا په اّسانه ټكو كي داسي وئيلى شو، چي لندن هم دَ زمانې دَ فېشن په رنګه بڼي بدلوي او په هر دور كي دَ هغه دور ښار ښكاري
_____
په 23م مارچ 1996 دَ سهار نارى كولو ورسته نهـه نيمو بجو خواته دَ دې علاقې Earl’s Court دَ مېټرو سټېشن څخه مي بيا دَ پيكادلي لائن روټ په مخه نيولى وْ او ريل ګاډۍ دَ ګلوسېسټر، ساوْتهـ كېنسينټن ، نائټس بريج ، هائيډپارك كارنر، ګرين پارك، پيكادلي سركس ، كوېنټ ګارډن ، هولبورن او روسېل سكوائر نامي سټېشنانو څخه تېرېدو ورسته چي كنګزكراس ته وَرسېده ، نو ورڅخه كُوز شوم
ما غوښتلو، چي تر ټولو دَ مخه دَ كاسموس وَ هېډكوارټر ته دَ رسېدلو اطلاع وركرم نو ځكه دَ سيټي مېپ په لاس كي كله يو روډ كله بل روډ ګرځېدم او اّخير پاى چي څنګه دَ كاسموس تر دفتره مي ځان وَرسولو ، نو څه ګورم چي هغه خو دَ Weekend په وجه بند دى
" ياره شوقه! واقعي چي پښتون يې"
په ځان دَ خندلو سره څوكه غوندي وَ بُوڼېدم او په يو خوا داسي روان شوم لكه زه چي په دې علاقې كي بلد وم كه څه هم حقه دا وه ، چي په هيڅ نه وم خبر
په ټرېفلګر سكوائر، چرته چي لندن ته راغلى هر سړى نه يوازي علاقه ، بلكې هلته دَ سلاوْ كوترو سره دَ خلګو.. په تېره دَ ماشومانو ورسره لوبي خوند كوي كي خوندونه لُوټلو ورسته زه نن په خپل ناغوره شوي سېل كي رك تر ماښامه پوري دَ مېټرو له لاري څه نيم درځن يا تر دې هم زياتو علاقو كي دَ يو بې منزله سېلاني په شان ځكه وګرځېدم ، چي دَ دې ښار دَ خلګو او دَ كاروباري ژوند دَ كړو وړو په حقله مي يوه مُصدقه رائې غوره كول غوښتله دَ عكسونو اخيستلو او دَ اّډيو ريكارډنګ كولو سره سره مي دَ اروپا دَ خدوحال په باب دَ مطالعې دپاره مواد هم په طريقه طريقه راغونډَول پئيل كړي وْ
" دَ نن دَ درستي ورځي دَ مشاهدو په رڼا كي ما دا خبره ومنله ، چي ښځه ، كه څه هغه پښتنه وي او كه چالاكه انګرېزه ، دَ خپل ماتحتي فطرت او زړه سوي له سوبه يو رقم ده ټګي يې په خپل ځاى او دَحُسن دپاره دَ ستائيني كمزوري هم خو چرته چي له دې څخه دَ كومك يا مرستي خواست يو څوك بلكې سړى كوي ، نو دا ښځه بې دَ قامي او نسلي توپيره دومره مددګاره ثابتېږي چي دَ سړي ګمان ورباندي دَ نيږدې رشته داري وَشي"
هو، نن چي ما دَ څومره خلګو سره خبري كړي وي ، په هغو كي دَ نرانو په مقابله كي ماته دَ ښځو له خوا دَ مطالعې دپاره ښه ريسپانس راغلو او بل نن دغو ښځو په موسكني انداز ګائيډ كړى يا په سمو لارو لګولى هم وم
_____
زه نن په پښو باندي دومره ګرځېدلى وم ، چي ما وئيلو .. څنګه دَ هوټل تر خوني وَ رسېږم ، نو به ويدېږم لاكن چي وَ خوني ته دننه شوم .. نو ګورم ، چي يو بل ځوان هم راسره په خوني كي دَ دې ځاى دَ بيډ اينډ برېك فاسټ هوټلانو دَ دستور په سمون مېلمه كړل شوى وْ
دَ سوال ځواب او تعارف كولو ورسته دَ هغه انجنئير چي سلوانيا څخه راغلى وْ، په خوښه ورسره نيږدې ډين نامي پب ته څه ولاړم ، چي په اول ماښام بيا ما او هغه دَ يوې چټي او مستي امريكنۍ وينا نامي انجلۍ سره داسي تودې خبري وَكړي ، چي كله ما هغه ځوان بيرته دَ هوټل په خوا روان وْ نو هغه راته وئيلو
"ښه ښځه وه لاكن.."
" لاكن څه؟ "
ما چي پوښتنه وَكړه ، نو هغه وَ موسېدو شو او وئيل يې
" زه دلته په كار پسې راغلى يم ، نه چي عشق کولوته"
هغه لا خبره سرته نه وه رسَولي ، چي زموږ دَ هوټل سره په خواكي له هغو دوْو، تكو تورو ولاړو پېغلو څخه يوې چي سګرېټ يې په لاس كي نيولي وْ ژغ راباندي وَ كړو
" مېچ پليز"
زه لا وَ درېدم ، خو دَ سلوانيې ځوان چي مېك نومېدلو له لاسه كښ كړم او واي
" دا شوكماري دي .. خيال كوه"
بيا كه څه هم يو څو ګامه هغوئ راپسې په پټه خله رواني وې ، خو موږ قدمونه تېز كړي وْ او داسي په مخه په تادۍ روان وْ ، لكه هغوئ چي ښځي نه ، بلكې بلاګاني وي او بيا چي به يې كله سينې او ادومان هم راته دَ بدماشانو يا پنجابي پالوانانو غوندي وَ ټكولو ، نو لا نور به مو ګامونه غټ او تېز شولو په زړه كي مي وئيلو ..
" كه داسي حال وْ ، نو ما خو به ډېر ژر يوه نا يوه بلا چرته وَ خوري .. ولي چي داسي دَ ملګري مېك په شان ځوانان خو به هر ځاى نه وي راسره "
زه به لا ځان سره نور نور بُوڼېدمه ، چي مېك زما په لور داسي را وَكتلو ، لكه زه چي هغه ته څه وئيل غواړم لاكن چي زما له خوا يې هيخ نه واورېدلو ، نو وَ موسېدلو ... هو ، كېدلى شي چي زما په داسي مړانه او يا په دې سادګۍ باندي چي دې وخت يې زه له يو داسي وام او ويري سره مخاخ كړى وم ، چي په اسمانو او خلاګانو كي ګرځېدونكي دغه مخته وتي انسانان راته دَ يو څو لمحو دپاره دَ شكرَورو دېبانو غوندي سترګو سترګو ته كېدلو ... هو، كه څه هم قصور زما خپل وْ او دا هر څه دې وخت ما بې تحقيقه په زړه باندي اخيستلو لګيا وم په دې خو مي په ځان پوري پټ پټ خندلو هم
چي څنګه دَ هوټل ګېټ ته ورسېدو، نو مېك اّخيري ځل شاته وكتل او يو څه يې وَوئيلو، لاكن په خپله ژبه كي نو ما هم ورڅخه پوښتنه وَكړه
" داسي .. ستاسي په خوا كي هم كېږي؟ "
" هو.. تر دې هم لا ډېر زيات"
او دومره وئيلو ورسته دواړه په هوټل ننوتو
" وايه .. ستا په هېواد كي په دې اړه څنګه رجحان دى"
دَ خوني دروازه خلاسَولو ورسته مېك چي له ما هم پوښتنه وَكړه نو ما وَخندلو
"ولي دي وَخندل ؟ "
ماته په موسېدلي انداز كتلو ورسته چي يې بيرته پوښتنه وكړه ، نو ما دومره ورته وَوئيلو
" وروره! ته مسلمانان پېږنې ؟ "
ما چي څنګه دَ هغه دَ سوال په ځواب كي دا سوال ورته ځواب كړو، نو هغه واي
" هو هو مسلمانان خو په دې باب ډېر سخت دي"
او بيا يې په نرۍ خندا كي دا خبره داسي وَنغاړله ، لكه هغه چي اوس له ما وېرېږي .. زه دَ هغه له هغو خبرو نه، چي اوس اوس يې دباندي راته دَ دې ځاى دَ هغو دوْ چټو پېغلو په باب كولې
" يَه يَه وروره ... مسلمانان ډېر انسان دوسته دي ، ولي چي اسلام دَ امن او ورور ولۍ درس وركوي "
ما چي دا سي دَ هغه دَ زړه دَ تسلۍ دپاره وَ وئيلو ، نو هغه ماته سرتر پايه كتلو ورسته ځواب داسي رابيا كړو ..
" منم .. چي په هر چا كي بد شته ، لاكن .."
په لاكن يې ستنه ګوره چي دَ كومي ويري له سوبه چي څنګه وَ درېدله ، نو ما يې مخته خبره داسي سرته وَ رسوله ..
" هو، په مسلمانانو كي هم له شمېره وتي بد خلګ شته لكه په هر بل مذهب يا قام كي چي دي ...خو دعو بدو ته په بده سترګه كتل كېږي او په ټولنه كي هيڅ قدر نه لري "
" هو .. زما مطلب هم دغه وئيل وْ او دومره وئيلو سره يې سم خبره په بله داسي واړَوله لكه هغه چي زما په دليل نه وي مطمئین شوى
_____
دَ مارچ دَ مياشتي دَ 24مي كال 1996 په سهار په رېجنسي هوټل كي نارى كولو ورسته مي په كاوْنټر باندي دَ خوني په اړه دَ ځيني نورو شكائيتونو سره مي دا ګيله هم ورګډه كړه
" برايه شپه چي تا له خپلي خوا زما په خوني كي دَ ټوين شېرنګ په بنياد په 15 پونډه باندي مېلمه اوسَولى وْ.. نو دَ دې مطلب دا شو، چي ته به ماته زما له 25 پونډه څخه هم لس پونډه بيرته راكوي ولي چي له ما خو دي دَ خوني پوره كرايه اخيستي وه"
دا مطالبه چي مي څنګه وَكړه ، نو هغه سړى چي هندو وْ او مائينه يې هم څنګ ته ولاړه وه په اُردو كي لږ په سخته لهجه كي راته واي
" زه به نو څله لس پونډه دركوم ؟ "
" ځكه چي تا له هغه ځوانه پنځلس او له ما پنځويشت پونډه اخيستي دي"
ما هم څه غوندي ځان ورته زيژ كړو لاكن هغه خو هم دَ هندو بچى وْ كه څه هم لږ غوندي دَ مائينې او يو بل مېلمه له مخه خړ شو.. خو واي
" له هغه سره خو مي رعايت كرى وْ"
بس نور نو زما دَ وئيلو دَ پاره څه پاته شوي وْ.. نو ځكه مي سترګي په ستړګو كي ور واچولې او داسي كرار مي ورته وايم
" وروره! په دې لس پونډه باندي به نه ته موړ شې او نه به زه په غريب شم - بس دا درته وايم ، چي له دې خلګو لږ شرم په كار دى - هر ځاى هم شوكماري خوند نه كوي .. پوى شوي"
اوچي له دې سره سم څنګه راغبرګېدم ، نو دَ هغه دَ بُوڼكېدو سره يې مائينې هم لكه پهولن دېوي اوږې وَ څنډلې او يو قدم هم رامخته شوه او له خلې يې لاس واخيستو- په زړه كي مي وئيلو ، چي ..
" داسي نه بل ناحقه تور دَ زموږ كراچي والو په رنګه نه درباندي وَ لګوي"
نو ځكه مي په پښتو كي ورته دَ يو دوْو غټو شكنځا كولو ورسته خپله لاره وَ نيوله - او
" دا زموږ دَ سيمي خلګ به يو خداى سمَوي"
له ځان سره دا وئيلو ورسته دَ اېډوېر مېټرو سټېشن په خوا په غټو غټو ګامو روان شوم ولي چي زه يوځل بيا دَ سكون په لټون كي دَ خپل خوښي دَ هوټل موندلو په نيت روسيل سكوائر نامي ائيريا ته ځكه روان وم ، چي سبا نه بل سبا سهار مي له هغې علاقې دَ" ګرېنډ يورپين ټوْر" كاروان هم روانېدو قريبًا نيمه ګهنټه ورسته چي لوند خيښت زه په پوړيانو باندي لاندي وَانډرګراوْنډ ته كُوز شوم ، نودې وخت په هغه سټېشن كي چپ له ما دَ څلورو ځوانانو يو ګروپ هم هلته ولاړ وْ زما په ليدلو په خپلو كي بُوڼېدلو او بيا داسي په خندا سر شولو لكه ما چي يې مور....، نو ځكه ما هم په كږو څه ورته وَكتلو، چي يو دنګ اوموالي غوندي ځوان غاښونه وَ چيچل او له ډېره خشمه يې يوه پښه لكه مست غوئيى په مځكه باندي په زوره زوره وهلو ورسته وئيلو
“ Fuck Spanish… Fuck , Fuck”
په زړه كي مي وئيلو .. چي
" زه يې لا تر تا له مخه لا څْه او څه "
او بيا ورته وَ موسېدم ، لاكن هغه لا نور وَ خشمېدو او دَ پاكستاني فلمي ويلن په رنګه يې اوږې وَ څنډلې او زما په لورداسي واز واز راروان شو، لكه اوس چي به مي وَخوري نو ځكه په ما كي هم ويده پښتون سر راپورته كړو او ورمخته شوم اوس به مي لا تر ګرېوان نيولو، چي هغه شوده وَ موسېدو او په ډېر خواږه انداز يې خله پرې كړه
“ Are you really spanish..my friend? ”
او بيا يې لاس چي څنګه راوَغزَولو، نو ټرېن هم راوَرسېدو او پنځه واړه په خندا خندا وَ ټرېن ته دَ خوږو يارانو غوندي وَختلو او په درسته لار مي ګوره چي څله ځان فاتح او هغوئ خپل مرئيان ګڼلو كه څه هم زموږ تر منځه ډېري خبري نه وَ شوې ، خو زه په سوچ سوچ كي وَ دي نتيجې ته رسېدلى وم ، چي ..
" دَ كم همته، (كه څه هغه يو غړى وي او كه درست قام) له كمزورۍ څخه فائده اخيستل كه څه هم انساني كمزوري ده .. خو هغه چا يا قامونو دا فطري كمزوري په داسي رډه او سپين سترګۍ تر ټاك اړَولي ده ، څوك چي له بده مرغه په شعوري توګه ځانونه تر نورو پاته خلګو يا قامونو غښتلي ګڼي داسي ولي كېږي ..؟ او كه كېږي ، نو چرته په اخلاقي يا بدني زور تكړه غړي يا قامونه خو دَ بل حق (دَ كمزورۍ څخه فائده اخيستلو په رڼا كي) هضم كول خپل پيدائشي حق نه ګڼي ..؟ كه هو، دغسي خبره ده.. نو ملامت بيرته هم مظلوم ، معزوره( په ډېره مانا كي) اودَ غفلت په تيارو كي په خواږه خوب ويده خلګ يا قامونه ځكه ګڼم.. چي دَ شعور په رڼا منور او په خېټو باندي دَ مَړو خلګو سرونه خو په دې وجه هسك ښكاري ، چي هغوئ يې په اوږو باندي ګرځوي"
لنډه دا، چي يو وار تر كنګزكراس او بيا تر روسيل سكوائر پوري سفر كه څه هم اوږد نه وْ، خو دَ دې درانه بېګ په پورته كولو راپورته كول او كښولو ښه ډېر ستړى شوم هم دغه وجه وه ، چي دَ روسيل سكوائردَ مېټرو څخه په څه واټن باندي جوړ سېلټك هوټل كي ځاى نيولو ورسته چي څنګه په خوني كي ورننوتم، نو په پلنګ باندي وَ غزېدم او تر ډېره پوري ښه په اّرام پروت وم
_____
له دې دوْو تېرو ورځو مي له سره چنداني خبري نه وې كړي ، نو ځكه دَ نن په دې ماځيګري كي مي زړه غوښتلو چي نه يوازي له هر چا سره خبري وَ كړم ، بلكې څه data هم راغونډه كړم په دې نيت مي په يوه نا يوه بهانه له خلګو سره خبري كولي گ لاكن مصيبت دا وْ، چي به مي له چا او چا سره دَ ډېرو خبرو دَ پاره زړه كېدو.. هغوئ به دومره تازيلمن وْ، چي په تګ تګ كي به يې ترځان تېركړم او بلي خواته چي به ما له چا سره دَ مطلب تر خبري زياته خبره كول نه غوښتله ، نو په هغوئ كي به زياترو مجلس راسره شروع كړو
يو وخت چي زما په ګهړۍ كي پنځه منټه بالا څلور بجې وې ، چي ما دَ يوې تور سري پېرنګۍ سره ملګرې سپين سري اّنټي څخه دَ برټش ميوزيم چي دلته نيږدې چرته وْ درك معلومولو هڅه وَكړه ، نو نه يوازي يې ښه په سړه سينه زما خبره واوْرېدله بلكې په ډېره مينه يې لاس راباندي اچولو ورسته دَ مور په رنګه راته وئيلو
" فكر مه كوه بچيه .. زه هم په هغې خوا روانه يم ، ډېر ليري نه دى ، له ما سره درځه "
او موږ څنګ په څنګ روان شولو
" ته څوك يې او له كومه راغلى يې ؟ "
" شوق زما نوم دى او زه له پاكستانه راغلى يم"
دَ تورسري انګرېزي دَ پوښتني په ځواب كي چي ما څنګه دومره وَوئيلو، نو هغه وَ درېده او سرتر پايه راته كتلو ورسته يې وَوئيلو
" ته پاكستانۍ يې..؟ "
" يا خدايه خېر.."
زما له خلې هم دَ هغې په حيرت وړ" سواليه پاكستان" دا خبره يو دم وَوتله ، خو په پښتو كي او بيا مي همت دَ پوښتني وَكړو
" ولي مېډم .. په دې كي دَ حېرانتيا څه خبره وه ؟ "
هغې به لا كېدلى شو، چي خبره كړي وى .. خو سپين سري پېرنګۍ هغه په څنګلي وَ وهله او بيا خپله واي
" يَه يَه په دې كي هيڅ بده خبره نه ده"
او دَ مكرجني موسكا ورسته يې زه تر لاس وَنيولم او بيا درې سره مخته روان شو لاكن په پټه خُله باندي هو، كه څه هم په وار وار به هغې بلي تورسري پېغلي راته په كږو داسي كتلو، لكه زه چي خُودكښه بمبار وم چي راسره سره رواني هم وي ، خو نيږدې كېدلې نه .. او څه مخته دَيوې كوڅې په خُله كي دَ اجازه اخيستلو له مخه واي
" موږ په دې خوا ګرځو.. ته داسي وَكړه ، په هغه مخته روډ چي كيڼ لاس ته ګرځېدلى دى باندي نېغ مخته ځه .. ياني قريبًا دَ لسو يا پنځلسو منټو لار ده تر ميوزيمه پوري"
او بياپه غټو ګامونو په خپلي لاري داسي په تادۍ ورسمي شولې ، لكه زه چي انسان نه بلكې دَ يو بلي ناخوښي دُنيا سړى وم
_____
" كه څه هم تر اوسه موږ دا خلګ خپل باداران ګڼو او ډېر په درنه سترګه ورته ګورو خو حقه دا چي دوئ له موږ څخه كركه كوي او دا كركه دَ هغوئ په خمير كي ده او دَ دې خلګو په حقله هوشياران هم واي ، چي روايت پسندي او كينه دَ انګلسيانو خاصه بلل كېږي"
دَ دې احساس په سمه مي زړه غوښتلو، چي بيرته خپلي خوني ته لاړ شم او دَ خپل قام په دې سپكه ورځ باندي اوښكي تويه كړم لاكن بيا مي خپله وَ دې زړه ته تسلي په دې سوچ وركړه..ګوا
" لازمي هم نه ده ، چي ټول به دلته له موږه دومره نفرت كوي "
او بلكې دا فېصله مي هم له ځان سره وَكړه ، چي زه به اوس چاته دا موقعه نه وركوم ، چي دَ نامه په پرته نوري پوښتني راڅخه وكړي
" دا خو لا خېر دى ..كه په ګرېنډ يورپين ټوْر كي هم راسره داسي وَشو، نو خو به نيم هم نشم پاته دَ نورو سيلانو مخي ته ولي هلته خو به موږ يو بل ته معارفي كول كېږو له يو بل سره"
دَ چُړت سلسله مي تر دې ځايه چي څنګه وَرسَوله ، نو زه هم په دې ګرېټ روسېل سټريټ كي دَ برټش ميوزيم غټ پخواني ژېړبخون بلډنګ په لويه دروازه ورننوتم نن اتوار وْ، خو خلاس ځكه وْ چي دَ غوره شوي شيډول په سمه دا ميوزيم .. دَ جمعې څخه تر هفتي پوري هره ورځ سهار له لس بجو څخه تر پنځو بجو او په اتوار باندي تش دَ ماڅپښين له دوه نيمو بجو بيا تر پنځو بجو پوري خلاس وي
" دَ بېخي غت ، زوړ او عالي شانه بلډنګ پرته دا برټش ميوزيم په لندن كي دَ ادب ، سائنس ، او اّرټ دَ نوادراتو قامي عجائب ګهر دى په كال 1759ع كي دَ پارليمنټ دَ قانون مجريه 1753ع له لاري جوړ كړلى شوى وْ په دې كي سر رابرټ بروس او سر هنيس سلون غټي كتابخانې هارلين لائبرېري ، دَ جارج اول او دويم كتابخانې ، دَ دويم جنګ عظيم زياتره نوادرات او دَ دې پرته دَ دې ميوزيم هغه لائبرېري چي په كي دَ دُنيا دَ بېخي ډېرو قامونو دَ علمي ، ادبي اثاثو په چپه دَ عظيمي برطانيې درست ريكارډ خوندي پروت دى دَ كتلو او ورڅخه استفاده اخيستلو ځايونه دي"
دلته څه درې پاوْه وخت تېرَولو ورسته چي دباندي راوتم ، نو كه څه هم اوريځ په اّسمان كي خوره شوي وه او لمر نه ښكاره كېدو خو لا لومړى مازيګرى وْ نو ځكه مي دَ سېل تنده سړَولو په نيت په پښو باندي ګرځېدلو ورسته دَ هولبورن نامي مېټرو څخه په بليو لائن (پيكادلي روټ) باندي دَ هائيډ پارك كتلو دپاره په رېل ګاډۍ كي سپور شوم او په پنځلس منټه كي دننه دننه كوېنټ ګارډن ، لائيسېسټر سكوائر، پيكادلي سركس او ګرين پارك نامي سټېشنان شاته پرېښولو ورسته په هائيډ پارك كارنر نامي سټېشن كي كُوز شوم
"هائيډ پارك څه وْ..؟ يو وړوكى جهان وْ، چي په كي په دَ ويسټ منسټر اېبې نامي مشهوره ځاى ، چي په350 اېكړه باندي يې اړه درلودله څخه پرته په 264 اېكړه باندي جوړ كېنسينګټن ګارډن او په 32 اېكړه رقبه كي دَ سر پېنټائن نامي ځاى درلودلو هم دَ خپل خپل نوعيت زړخوښيانو دَ خلګو پام خپلي خواته اړَولو دَ دې پارك اصلي شهرت په 1851ع كي دَ نړئيز نمائش له سوبه په تاريخ كي رقم شوى دى خو اوس دا پارك دَ زړونو په تاوْ ايستلو كي دَ شكنځاوْ تر هانده اّزاده علاقه ګڼلى شي ګوا كه څوك شاهي خاندان ، چي احترام يې قانوني حېثيت لري ته هم بد رد وئيل غواړي ، نو وئيلى شي حقه خبره ده ، چي دَ دې موقعې څخه فائده اخيستلو كي ما هم خپل ځان دَ غازيانو په قطاركي درَولو په نيت دَ اخلاقياتو په دائره كي دَ انسانانو تر منځه دَ وحشي روئيو په زد څه خو وَ وئيل لاكن هيچا هم واوْرېدلو ځكه نه ، چي زه له ځان ځان سره بُوڼېدلى وم"
دلته كه يوې خواته په ګرځېدلو باندي بدني ستړيا راڅرمه شوي وه ، نو بلي خواته مي مازغو هم دَ وسوسو سره په جنګ كي غړى اچَولى وْ ګوا بيا هغه زه وم او هغه يكړي چي يو بل ته مي اوږې وركولې نو ځكه خو دَ نه غوښتلو پرته هم هوټل ته تر تلو دَ مخه په ذهن كي پرته سودا كته كولو په نيت يو دوْو ټېليفون بُوتهانو ته وردننه شوم او هغو ژغونو ته مي ډائيل څرخَوول شروع كړو، چي څېرې يې نه درلودلي
" منم.. چي تر بدعملۍ خو نو بد سوچ ښه دى لاكن نه چي دَ Live Call تر هانده چي ځوانان دَ لذت په اړه په داسي وحشت پارَوي ، چي انساني اقدار ورباندي حېواني بڼي زېږَوي"
دَ نن په لټون كي دا پاڼه هم اړَولو ورسته دَ توبه ايستلو سره مي ځان دَ خوب غېږي ته وَسپارَلو
_____
په دې بله ورځ سهار تر ټولو دَ مخه كاسموس ، چي په ټوله دُنيا كي دَ سېلونو دَ اهتمامولو دپاره نيټ ورك لري هېډ اّفس ته دَ خپل راتګ اطلاع او حاضري وركولو ورسته دَ نيږدې دَ كنګز كراس مېټرو سټېشن څخه دَ درستي ورځي په ټكټ باندي دَ بلېك لائن ( نارتهن روټ) ټرېن ته وَختم او دا ټرېن دَ اېنجل ، اولډ سټريټ ، مورګېټ او كېنن سټريت نامي سټېشنانو څخه تېرېدلو ورسته دَ لندن بريج انډرګراوْنډ سټېشن ته وَرسېدو او بيا څو منټه ورسته زه له كېمرې سره دَ لندن له هغه زوړ او مشهوره پُل سره خواكي ولاړ وم ، چي دَ لندن په منځنۍ برخه كي په تهېمز درياب باندي په كال 963ع كي جوړ كړل شوى وْ خو دا اوسنى جديد جوړښت يې په نولسمه پېړۍ كي شوى دى او دغه پُل ته سېلانيان پنځه محرابيز پُل هم واي
دَ دې تاريخي پُل كتلو ورسته مي ځان دَ لندن ټاوْر ته وَرسَولو كوم چي له اصله دَ زاړه شاهي محل او بيا تر ډېري زمانې پوري دَ سياسي قېديانو دَ بندي خانې په توګه هم په كار راوړل شوى وْ يوه هسكه ميناره ده او له دې مينارې سره په خوا كي يوه بله ميناره ، چي دَ وېكفيلډ ټاوْر ورته وئيل كېږي او ټرټيرس ګېټ ياني دَ غدارانو دروازه هم ورته واي دَ كتلو وړ دى
دَ غرمې ډوډۍ مي دَ تهېمز درياب سره خواكي په يو فاسټ فوډ رېسټورنټ كي دَ خوړَلو په وخت دَ لندن په حقله داسي وَ ليكلو
" لندن دَ تاريخي شهرت پرته دَ ذهني، قلبي او هن جسماني تفريح دَ پاره پوره پوره اهتمام لري دَ انګرېزانو په چپه دلته دَ دُنيا دَ هري سيمي خلګ دَ روزګار كولو په نيت په روډونو باندي ليدل كېږي "
هم دغه رنګه مي درست مازيګرى او ماښام دَ لندن په روډونو باندي يوې بلي خواته په ګرځلاوْ كي تېركړو او دَ ټولي ورځي دَ ستړيا ورسته چي ټُوك ټُوك بدن په هوټل سېلټك كي خپلي خوني ته څه ناوخته دَ شپې وَرسېدم ، نو مي سامان تړلو ورسته په فون باندي وَ كاوْنټر كلرك چي دَ دي هوټل دَ پرتګالي مالك لُور وه ته اطلاح وركولو هر څو هڅه وَكړه ، خو بريالى نه شوم نو ځكه په خپله لاندي ورته راكُوز شوم او چي څنګه دَ واړه كاوْنټر په لور وره غلم نو څه ګورم ، چي هغه انجلۍ دَ يوه ځوان سره په مينه كولو كي دومره غركه شوي وه ، چي زما په ليدو هم لږ شرمنده نه شوه
ژر ژر يې زما درخواست واورېدو او بيرته له اشنا سره په ګپه شوه لاكن دَ اوس ګپه ، كه څه هم هغسي ګپه نه وه ، خو دَ هغسي ګپي په خوا ور روانه ضرور وه ځكه چي كله بالا دَ خوني په لور ختم ، نومي ځانته دَ هغوئ په ځاى ګوره چي څله بد وئيلو؟ هو ، كېدلى شي په دې ، چي ما په دې مغربي ټولنه كي هم دَ خپل مشرقي سوچ او فكر له لاري ميني ته په حېرت او مئينانو ته په كركه كتلي وْ هم ځكه خو مي تر سر لګولو دَ مخه مي دا خبره ډائرۍ ته وسپارَله ، ګوا ..
" مينه هم عجيبه احساس دى ، چي كه په پټه وي او كه ښكاره ... خو وَ خپل اظهار ته دَ رسوائى تر هانده لاري مومې"