دَ عمرونو دَ ستړيا ورسته چي بيرته
زه په مات زړه
دَ خپل كور په لور راغبرګ شوم
نو
يوه داسي سندره مي تر غوږ شوه
چي هم بيرته
هغه زه وم .. هغه خوږ ژغ
چي
سرور كي يې رهي شوم
هغي خواته
چي زما دَ تصور په سمه هر څه
دَ خيالونو وَ نړۍ ته مُونېدلو
او هغه هم
په هغه بڼه خيالي وه
خو
لاسو په ځاى يې دوه وزر درلودو ،
ځكه
ما چې دَ نيولو هڅه وَكړه
هغه والوته دَ خوب وَ جذيرو ته
او ما هم
ورپسي بيا كړې پائڅې ټولي