زه حريان يم ، چي دا ځيني خلګ څنګه دومره زيات كتابونه په لنډ وخت كي وَليكي؟ او لا نور هم دَ حېرت ګوته په خله هغه وخت شم، چي نه يوازي دَ داسي كتابونو وَ لوستلو ته بلا بلا ذهنونه كانې كېږي .. بلكې وَ ستائيلو ته يې هم درنې خلې په ښو غټو غگټو تورو باندي ژغېږي  لګيا دي ­ كوم چي داسي څرګندَوي ، لكه وَ دې خواري پښتو ته چي دَ مقدار بېخي زيات ضرورت وي .. دَ معياري ادب  ګرسره نه ­ هم ځكه خو پښتانه لوستونكي دَ تودو پښتني جذبو تاوْ په زړونو كي درلودلو پرته هم دَ پښتو كتاب لوستلو ته نه تيارېږي ­ او كه يو نيم ورته چمتو هم شي ، نو هغه تر داسي بازاري ادب لوستلو دا خبره ښه وَ ګڼي ، چي خپله په ليكلو قلم راواخلي او له تېروتنو سره سم دَ پښتو په ليكوالانو كي ور ګډ شي ­ ولي چي هغه لوستونكى ادب  نور هيڅ نه ، بلكې ټوكي ټكالي وګڼي او بيا خپله هم په اوتو بوتو نوښته كولو داسي په نره بوخت شي ، چي ډېر ژر بيا په سُوچه او كره ادبي پلارانو باندي خاوري هم واړَوي ­

حقه خبره ده ، چي دَ غازيانو په كتاركي دغه ولاړ شهيدان  به پښتو قامي ادب ته دَ غزا نوم  وركوي او دَ خپل خپل شخصي مفاد له لاري به پښتون په  سپينه ورځ دَ تورتمونو په لور وړلو په نيت ځكه په سندرو للې للو كوي ، چي چرته دَ هغوئ سترګي

په رڼاګانو باندي ناببره خلاسي نه شي ­  ګوا لنډه دا ، چي دغه رنګه نننى پښتو شعري او نثري ادب كه يوې خواته امباري بڼي زېږوي لګيا دى، نو بلي خواته دَ پسخوند تر هانده بې سواده پښتون قام هم ډېر په چل ول غولوي  ­  هو ، دغه خو وجه ده ، چي دَ پرون تُوريالى پښتون نن په لاس كي دَ سپك قلم نيولو توان لا هم نه لري ­ كه يَه .. زه په پورته ذكر شوْ خبروكي غلط يم ، نو بيا ما او زما په رنګه هغوليكوالانو ته دَ ګېلي كولو په ځاى خپله نا اهلي منل په كار ده، چي په يوه كتاب ليكلوكي هم كالونه په كارَوي ­

له دوبۍ په چپه ، دَ اروپا دَ څوارلس  هېوادونو په اړه دا يُون ليك ، چي زه تاسو ته په دوْ كتابونو كي دَ طوالت دَ مجبورۍ له سوبه وړاندي كوم ..كه وَ وايم ، چي دا زما دَ اوو كالونو دَ پرله پسې زيار مېوه ده ، نو غلط به نه يم ­ ولي چي په دې يُونليك كي ما نه يوازي دَ سفر ليكلى حال  او دَ كړو مزلونو په سمون زياتره تصويرونه په ترتيب باندي دَ "عكسي يُون " په توګه خوندي كړي دي ، بلكې دَ  مشاهدو په رڼا كي مي خورا نوي او نابلده خبري هم خوندي كولو سره سره "دَ انګلسۍ ژبه په اروپا كي" او"دَ اروپائي ژوند ښه او بد"  په باب دوې وړې عمراني سروې په كي ځاى كولو پرته " پښتو دَ پښتنو په نظر كي " يوه جائوه دَ يو تپوس په توګه هم وړاندي كړي ده ­

په اروپا كي دَ سېل كولو په وخت  ما دَ خپلي پورتنۍ مطالعې په سمون دَ مواد دَ راغونډولو دَ پاره په اّډيو كېسټانو باندي دَ 24 ساعتونو دَ  كم او زيات ريكارډنګ سره سره  په خلګو باندي دَ 407 سوالنامې ډكولو پرته دَ بېلابېلو طبقو سره اړه لرونكي1534 اروپايان هم انټرويو كړلو­ نه يوازي دا ، بلكې دَ خپلو سېلاني مشاهدو په رڼا كي مي له251 مخونو ليكلي ډائرۍ او قريبًا 500  اخيستل شوي عكسونو پرته هم په هر ورپېښه كونكي هېواد كي دَ هغوئ دَ ټورزم له ګائيډونو څخه كار اخيستى دى ­

دلته به دا وَ وايم ، چي  زما په مزغو كي دَ اروپا په اړه دَ هر را پورته شوي سوال دَ ځواب دَ لټولو دپاره كه يوې خواته ما شاعرانه سېل كولو ، نو بلي خواته مي مطالعاتي مقاصد هم تر نطر لاندي نيولي وْ ­ ګوا دَ اروپا دَ بېرون كتلو سره سره كه مي دَ اروپائي ژوند تلنه دَ يو معاشرتي محقق  په څير كړي ده ، نو دَ اروپايانو وَ اندرون ته مي لاري جوړَولو دَ پاره دَ مهم جو په شان دَ ستړياوْ په پرته ډېري ستونځي هم ګاللي څه دي .. چي يو نيم ځاى مي لا دَ خپل سر دَ ساتلو په سودا كي جېبونه هم څنډلي دي ­ 

منم، چي دَ نن دَ لاسي او لباسي ادبي تقاضو په سمه وچه پښتو كول سړى بې  پښتو كوي ­ خو ما بيا هم دَ خارمړي "رښتيا" ناروغۍ درلودلو له سوبه په دې يُون ليك كي دَ خپلي ورستۍ هڅي تر هانده پړي شلولي دي  ­ ګوا، څه چي مي هم په اروپا كي دَ سېل كولو په وخت ليدلي كتلي او يا سنجَولي دي ­ هغه ټول څه مي هغسي ليكلي دي ټكي په ټكي ­ لاكن زياتره په علامتي اشارو او افسانوي پېرائيه كي ­ ولي، چي زه خو له كره پښتون سره سره يو شاعرهم يم ­ نو حقه خبره ده، چي يو نيم ځاى به مي  له خبري څخه كيسه او له كيسې نكل هم جوړ كړى وي ­ لاكن دا خبره په ډاډه كوم ، چي دَ خوند زياتَولو په نيت دَ لږي ډېري لفظي مالګي مصالحې كمَولو او زياتَولو په چپه دَ دې يُون ليك دَ هري پېښي اصل روح په خپل ځاى په هغسي رنګ او بڼه كي دَ ساتلو هـڅه مي حتمًا كړي ده ­ نور نو زه هم مانده انسان يم .. هو، لكه دغه انسان ، چي فرښته كېدو ته يې زړه كېږي ، خو  فرښته جوړېدلى ځكه نه شي .. چي په ځناوري تېروتنو كي يې شېطان هم شاته پريښى دى ­

هسي خو ما په كال 1996 كي دَ دوبۍ پرته  څوارلس اروپائي هېوادونه ، چي  په كي  انګلېنډ، سكاټ لېنډ، وېلز، فرانس ، بلجئيم ، هالېنډ ، جرمني ، سوئټزرلېنډ ، لېچټنسټائن ، اّسټريا، سان مرينو ، مناكو ، اټلي  او سپېن ګډ دي ، له نړيوالو سېلانيانو سره په ګډه دَ روډ له لاري وَكتلو­  خو په دې كتاب كي دَ انګلېنډ ، بلجئيم، هالېنډ، جرمني، اّسټريا، سوئټزرلېنډ، لېچټنسټائن، سان مرينو، اټلي، او دَ فرانس دَ ځينو ښارونو او علاقو يُون په دولس بابونو  كي رقم شوى دى ­ او نور پاته اروپائي كتلي هېوادونو ( په ګډه دَ انګلېنډ او دَ فرانس دَ تفصيلي سېل) او دَ دوبۍ حال به كه خداى كول په دې بل راتلونكي كتاب ، چي د " دََ لمر دَ كلي په لور" تر نامه دلاندي چاپ ته تيار پروت دى كي ډېر ژر وَ لولئ ­

زه له خپلي خوا دا نه شم وئيلى، چي ګني په دې يُون ليك ليكلو كي تركومه هانده بريالى شوى يم ­ خو دومره ضرور وايم ، چي دَ سفر دَ ستړياوْ په چپه چي ما په دې اوو كالونو كي څومره وَس په دې يُون ليك رقم كولو كي كړى دى .. هغه ما په دې خبره پارَوي ، چي وَ وايم ..

" اې زما شېريني پښتو..! ما كه دي حق نه دى ادا كړى، خو په حق كي دي نيول شوى هم نه يم .. ولي چي ما درڅخه خپل وس نه دى سپَمَولى "

كه يَه .. نو دَ بې ساري پښتون شاعر ستر سعيد ګوهر دَ لاندېني شعر په مصداق  به لا دَ دعوې په توګه داسي هم وَ وايم، چي

                        كه ژوند باقي وْ، زه به  هم يم  په كتاب كي باقي
                        دَ پښتو پور، نور په ما نه دى په حساب كي باقي

نور هرڅه وَ لوستونكو ته پرېږدم، چي هغوئ زما وَ دې مانده زيار ته په كوم نظر ګوري ؟

دا حقيقت دى، چي كله سړى له خپله كوره دباندي وځي ، نو دا احساس يې په مزغو كي غزوني پئيل كوي ، چي دَ هغه او دَ هغه دَ كور په چپه نور سړي اوكورونه هم شته ­ نو ځكه هغه هڅه كوي ، چي ځان په هغوئ كي ورګډ كړي ­  نو چرته بيا دَ غښتلي پښتني قام دَ يو غړي وتل دَ هغو قامونو په لور ، چي تر پرونه يې سيالان  وْ او نن باداران ­ نو رښتيا خبره ده ، چي په دې يُون ليك كي چي ما دَ پښتون قام په باب څنګه څنګه  ترخې خبري په چيچلي اندازكي كړي دي ­ هغه ما له كسته نه، بلكې دَ يو خواخُوږي پښتانه په څيردَ زړه له سوي څخه  په دې نيت كړي دي ، چي كېدلى شي .. دا زما قام هم په هېره دَ قامي ارمانونو او وختي تقاضو يا زما دَ خوبونو په سمون له خپل شپه وزمه پرون څخه دَ نن دَ تتو، خو  دَ سبا دَ روښانه رڼاګانو په لور تګ ته چمتو كېدلو دپاره په كلكه هوډه باندي اوږې وَ څنډي  او مخته دَ پښتو په نوم روان شي ­ هو، په دې نيت چي هغوئ هم له چا كم نه دي ، سيالان دي .. نه چي داسي دَ مرئيانو مرئيان ، لكه دا دي چي ­ ګوا ماته چي په دې سېل كي كله نا كله هم دَ خپل سپېره او بې سواده قام مانده ورځ  را په زړه شوي ده، نو دَ اوښكو په ځاى مي په تورو كي ژړَولي ده او بس ­ 

لنډه دا ، چي دَ خپل سېلاني فطرت په سمون كه نور هيڅ هم نه وايم ، نو دا شاعر زړه مي داسي خبره ضرور كوي ، چي ...

دا خو لا ښه يم
چي وزر نه لرم
ګني سپوږمۍ ته دَ ختو هيلو به
لا ډېر پخوا
په لمر سېځلى ومه

هو .. په نړۍ كي دَ امن غاښَورو هيلو خوړلى، دَ انسانانو تر منځ دَ ورورولۍ ځناوري تمو داړلى او پښتني غمو خوړَلى  دا "شوق" دغه يو ارمان په زړه كي لري ، چي انسان دَ مثالي انسان او په تېره پښتون دَ مخه ور پښتون په رښتوني بڼه كي وَ ويني ­

                   

خاوري       
افضل شوق ... اسلام اّباد