دَ بلجئيم څخه هالېنډ ته ورننوتلو سم دستي كه څه هم لومړى كاردَدې هېواد كرنسي ګلډر تر لاسه كول وْ.. خو دَ بنك څخه نه يوازي زه ، بلكې هر ټوْرسټ نېغ دَ نيږدې ټائيلټ په خوا داسي په چټكۍ باندي ګامونه اخيستلو لكه معامله چي ډېره نازكه وي او خبره وه هم دغه رنګه .. ولي چي دلته په بارډر باندي كه څه هم بالا په اّسمان كي اوريځ باران ته جوړه وه او تك سپين سپين ګړځ خپور وْ - مځكه هم لږ ډېره لمده وه، خودَ سړې هوا دَ ګُلېدلو له سوبه دومره يخ وْ .. چي له وسه په دېرو ماناوْ كي وتى وْ
" او ماى ګاډ .. څومره يخ دى ، مسټر افضال ستا لكه چي يخ نه كېږي"
ميرنا چي تك شين او ګرم كوټ يې په تن وْ او په غوږو باندي يې ټوپۍ هم اړَولي وه چي څنګه له ټائيلټه په غټو ګامونو راوَوتله ، نو زما په خوا راغبرګېدلو سره سم چي يې داسي راته وَوئيلو، نو هم ما چي دې وخت سګرېټ څكولو.. له خلې غټه لوغړكه ايستلو ورسته په ځواب كي ورته وَوئيلو
" يخ خو بېخي زيات دى .. لاكن څه وكړم ، بې سګرېټه خو هم نه كېږي"
دا چي مي ورته وئيلو، نو هغې په ملا وَ ټكولم او راته واي
"اخله اخله خوندونه په دې يخ موسم كې"
او مخته تېره شوه.. اوس به لا ما هم دَ سګرېټ اّخيري كش لګولو ورسته، چي دَ بس په لور ګام اوچتولو نو ملائشئين ګروپ، چي نسلاً چينيان وْ راورسېدو خندَرُويه ځوان ، چي دَ خور، ورور، مور او ورېنداري سره په دې ټوْر كي موجود وْ لاس راكولو ورسته واي
" ماته ډېني هاوْ واي"
او بيا يې دَ خپلي كورنۍ هر تن جلا جلا راسره معرفي كړو
" زما په خيال چي ته سټډي كوې "
بس ته دَ ختو له مخه يې ورېنداري سوال راباندي وَ كړو
" مطلب دا ، چي ډېر مصروف ښكاره كېږې"
زما تر ځواب دَ مخه يې خور دَ خپلي ورېنداري دَ سوال وضاحت مزيد وَكړو
" هو.. تاسو صحيح واياست ، زه دَ سېل سره سره په خپل ذهن كي راپورته شوْ سوالونو دَ پاره ځوابونه هم غواړم"
دومره وئيلو ورسته بس ته وختم او بيا مي خپل داستان په بېخي لنډو ټكو كي تر هغه وخته پوري ورته تېرَولو، چي خپلي چوكۍ ته رسېدم
_____
" يوهو.."
ميرنا په مائيك باندي دَ سېلانيانو پام ورګرځولو دپاره دا تورى له خلې څخه ايستلو ورسته واي
" زه او دانيال دَ كاسموس له خوا تاسو ته په هالېنډ كي ښه راغلى وايو"
او بيا په بس كي شاوخواته سترګي ځغلولو ورسته په نرۍ موسكا كي واي
" لالا للا.. تاسو خو ګرسره خوشاله نه شوئ"
دومره يې وئيل وْ، چي په بس كي هاهو او له كړيكو سره سره په خپړو كي دَ ميرنا ښه توده زړه ساتنه هم وَشوه نو ځكه خو هغه هم بيا تر ډېره پوري له خندا شنه شنه كېدله او دَ شا په خوا راروانه شوه
" ډېره مسته ښځه ده ميرنا هم"
په خندا كي چي له ماسره په څنګ كي ناستي ملګري ونېسا څنكه دا خبره وَكړه، نوكه مي څه هم ورسره په "هو" وئيلو خوښه كړه خو له خلې مي ناببره ورته وَوتلو
" ميرنا واده ښځه ده كه ..؟ "
" ولي.. ته خو واده نه ورسره كوې؟ "
زما دَ سوال په ځواب كي چي يې بيرته په ماداسي سوال وَ كړو، نو پوهـ شوم ، چي دَميرنا ښائيست يې دننه دننه سېځي ولي چي ښځه كه له اّسمانه راوَلوېږي ، نو به هم هغسي په فطرت باندي ښځه وي ګوا كه چرته سړى له يوې ښځي پوښتنه وكړي .. چي
" كوم هغه شى دى ، چي ستا بېخي زياته كركه ورڅخه كېږي؟ "
نو زما يقين دى ، چي هغه به واي
" ښځه"
كه يَه ځواب يې بل څه وي ، نو وَ منئ ، چي هغه ښځه دروغجنه ده او دروغ واي
كه څه هم دې وخت ونېسا ماته نه ، بلكې هغې ناخوښي حُوري ته كتلو او دَ هغې په خبرو باندي وړه وړه موسېدله هم، خو په زړه كي به يې ګوره چي څوني غاښونه ورته كرَلو
بس مخ په وړاندي روان وْ ..له باډره ښه ډېر راليري شوي وْ او دَ هالېنډ په هوارو مځكو كي هغه غټي غټي پنكهې ، چي دَ هالېنډ په لويو نښانيانو كي يوه نښاني بلل كېږي هم ښكاره كېدل پئيل شوي وې ځكه خو ميرنا وئيلو..
"دا وائينډ ملز، چي تاسو وينئ دَ هالېنډ دَ لېنډمارك ياني په بله مانا دَ پېژندني نخښه ګڼل كېږي او تر څو پوري چي تاسو په دي هېواد كي ياست ، نو به يې وينئ "
اوبيادَ دې هېواد په حقله په خپلي ساده لاكن خوږې ژبي كي داسي ژغا ته چمتو شوه
" هالېنډ.. چي ډېر پخوا يې تر نيمي علاقې هم زياته په سمندر كي پټه وه ، كه څه هم نن ښكاره ده خو بيا هم درست هالېنډ دَ سمندر له لېول څخه كښته دى هم په دې خو ورته "دي نيدرلېنډز" چي مانا يې " تر اوبو دلاندي" ، "بې مځكي " يا " دَ وړو مځكو هېواد" خېږي هم واي بلكې په كال كي قريبًا شپږ مياشتي، چي دَ اوبو سطح ډېره پورته وي ، نو دَ دې هېواد نوم هالېنډ نه بلكې دي نېدرلېنډز وي زما دَ خبرو په تصديق كي تاسو خپله هم دلته ځاى په ځاى دَ اوبو مشينان ، وړې او غټي دَ اوبو شېلې، دَ هوا چكياني او ډائيكس( دَ اوبو وچوَلو مشينان) ليدلى شئ "
او خبره وه هم دغسي، ولي چي تر ليري ليري پوري په هوارو مځكو باندي چي كوم شيان زيات ښكاره كېدلو، هغه نور هيڅ نه بلكې دَ اوبو ايستلو، وچَولو وزر داره مشينان وْ
" دَ دې مطلب دا دى ، چي ګوندي دلته ژوند محفوظ نه دى ؟ "
ډېني هاوْ له ميرنا څخه پوښتنه وكړه..
" يَه داسي خبره هم نه ده ، ګني خلګ به لا ډېر پخوا كډه شوي وى"
او بيا يې وئيلو..
" دَ دې هېواد ژبه كه ډچ نومېږي ، نو خلګو ته يې هم ډچ وئيل كېږي ګوا په دې هېواد كي چي رقبعه يې40844 مربعه كلوميټره ده .. څه قريبًا 15 ميلينه ډچ (ولندېزيان) استوګنه كوي دلته دستوري باچهي ده او دارالحكومت يې اېمسټرډم دى خو په نورو غټو ښارونو كي يې روټرډم، يُوټرېكټ او داسي نور نور غټ ښارونه هم شته دا هېواد په يو درځن صوبو باندي اړه لري او دلته په زرګونو دريابي ويالې وجود لري"
ميرنا چي دا خبري كولې، نو موږ دَ مغربي اروپا په دې هېواد ، چي په جنوب كي يې بلجئيم او په مشرق كي يې مغربي جرمني اّباده ده سركاري نوم يې " دي نيدرلېنډز" دى خو اوس هالېنډ ورته واي كي مخ مخته روان وْ
په هر څوڅو منټه كي به زموږ بس خامخا دَ واړه يا غټ نهر (دريابي وياله) په سر جوړ پُل باندي تېرېدلو له دي په چپه دَ هالېنډ په مځكه باندي جوړ كورونه كه څه هم ځان ځانته په پټيانو كي جوړ وْ خو زياتره ډوپلېكس يعني دوه چتهيزه ښكاره كېدو او دَ دې ودانيانو جوړښت له انګلسي او بلجمي تعميري طرز څخه بېل او بدل په دې هم وْ، چي دلته دَ ټاوْنونو په مقابله كي يوازيني كورونه زيات تر سترګو كېږي ياني دا خلګ هم لكه پښتانه، ځان ځانته په ژوند كولو كي چمتو برېښي ، خو پښتانه دي نه ولي چي په كورونو يې څلور دېوالونه نه دي جاروتي
هواري مځكي يې دې وخت دَ بېخي يخ له سوبه دَ اوچو ژېړو وشو څخه ډكي وې ګوا په سپرلي كي دا ټولي مځكي له وشو او فصلونو څخه تكي شنې وي
دا يې اوس په دې مارچ كي لا هم د يخ داسي بد حال دى، نو په ټمك ژمي كي به خود ډبري ماتَوي ولي چي دَ ولندېزيانو سره سره دَ هرچا له خلو سپيني بهاپي وتې چي وتې .. وايم ، چي له ډېره يخه به دَ ټائيلټ حاجت دومره زيات پېښېدلو، چي څنګه به چرته بس وَدرېدو، نو دَ هر ملګري به دا كوشش وْ، چي ژر تر ژره تر ټائيلټ پوري ته ځان وَرسوي
_____
وئيل كېږي ، چي دَ هالېنډ خلګ(ولندېزيان) نه يوازي په خپل ژوند او حېثيت غره دي بلكې هغوئ دا هم واي ، چي ګوندي ..
" خداى موږ ته مځكه راكړه او موږ ورباندي هالېنډ جوړ كړو او بل دَ دې خلګو په مخونو هركله دَ غصې اّثار برېښي ولي ، چي دا خلګ په "زه" فقط "زه" كولو كي لوى نوم لري"
اوس كه هر څو له دې خبري څخه دَ هغوئ غاورتيا څرګندېږي ، خو چي بيا سړى دَ هغوئ په مځكي باندي كښلي لاسي زيار ته وَ ګوري ، نو دَ ولندېزي قام دَ عظمت اندازه ورته وَشي
او بل په اروپا كي دَ پرون دَ رقم شوي ولندېزي تاريخ پرته دَ نن هالېنډ په معاشي ، معاشرتي ، صنعتي او په انقلابي زرعي چارو كي له مخته وتلي هېوادونو څخه كه زيات نه ، نو كم هم نه دى
" زه خو دا وايم چي دَ ډچ مخلوق په ژبه كي خه، خا، خې، خي، خُو رنګه توري ځكه زيات دي ، چي دلته يخ زيات دى ولي كه تاسو پام كړى وي ، ګوا چي كله د سړي يخ ډېر كېږي .. نو له خلې يې خُوخُوخُوخُو خېږي"
دا خبره چي يې څنګه سرته ورسَوله، نو ګائيډ خپله له خندا تكه شنه شوه.. او بيا په خندا خندا كي واي
"دا زما خيال نه ، بلكې داسي دانيال راته وئيلي دي"
او له دې سره سم په بس كي هم دَ دانيال په دي خبري له يو بل سره ګپي شروع شوې ځكه خو ما هم چي څنګه دَ خپلي ملګري په لور مخ ور واړَولو، نو هغې هم په خندا خندا كي ژبه وكړه او واي
" دَ ميرنا په خبري كي لاجك شته .. واقعي چي يخ دَ سړي زيات كېږي ، نو هم دغسي خُوخُوخُوخُو كوي"
مابه لا هم اوس خپله رائې وړاندي كوله ، چي دَ ميرنا ژغ بيرته په سپيكرانو كي خپور شو
" دلته G هم Kh ياني په "خ" باندي بدلوي اوGood " ګوډ" ته Khood "خوډ" واي او ګُوډ نائټ په "خوډ نېخت" بدلوي هم دَ دې پرته په دې ژبه كي sch چي كله سره يو ځاى شي ، نو ورته سخه واي لكه دَ اېمسټرډم ائيرپورټ ته "سخپ خول" واي مهمه خبره دا، چي په دويم نړئيز جنګ كي به ډچ جاسوسان دَ "خ" په وجه نيول كېدو"
او بيا ميرنا كاغذ ته كتلو ورسته له موږ څخه پوښتنه وكړه
" وَ به مي منم،كه مو دا فقره په ډچ كي واړَوله" .. ګوا
"Eighty eight beautiful canals "
بيا نو څه وْ، په درست بس كي دَ هر چا له خلې څخه "خا، خي، خو" رنګه توري داسي وَتلو لكه خوا چي يې ګرځي او هلته ميرنا له خندا شنه شنه كېدله تر ډېره وخته پوري خو داسي كېدو خو چي ټول ستړي شولو، نو ميرنا واي
" په ډچ كي يي سمه ادائيګي داسي كېږي، ګوا... "اختي اېخت ترخته خه خرخته "
هغې لا خبره كوله ،چي ما په زړه كي وئيلو
" دا خو بيا پښتو ته نيږدې ژبه ده اوس به دا ګورم ، چي په خوى هم پښتانه دي ، كه ..؟ "
او بيا مي دَ هالېنډ دَ خلګو په لټون كي سترګي يوې بلي خواته غړَولې لګيا وم او چرته چي به مي يو نيم ولندېزى تر سترګو شو، نو به مي تر ډيره ورته كتلو لاكن هغه سره او سپين خلګ كه څه هم له ليري دَ پښتنو غوندي دنګ دنګ ښكاره كېدلو، خو جامو ورڅخه بېل كړي وْ
په دې خو زه خبر وم ، چي په هالېنډ كي سېكس قانوني اجازه لرى او هر ځوان ښځه او نردا حق لري ، چي هغه خپله وحشي تنده په غوره شوي علاقه ياني رېډ لائټ ډسټركټ كي سړه كري هر څه هرڅه ، خو په درستي اروپا كي هالېنډ په دې اړه دَ دې خلګو له رُويه ښه نوم لري
نه يوازي سېكس ، بلكې په هالېنډ كي نشه كولو ته هم قانوني لاري هواري شوي دي ګوا څوك چي هم وَ غواړي ، نو هغه تر غوره شوي حد دلاندي هر قسم نشه په اّزادۍ باندي كولى شي او حقه خبره ده ، چي دَ بل دَ خيال په سمه زما په مزغو كي هم دې خبري سر بيا بيا پورته كولو، چي دلته په دې هېواد كي خو به دَ مواليانو شمېر هم خورا ډېر زيات وي لاكن بيا چي دَ ولندېزيانو دَ نشه كونكو په مقابله كي دَ هغو هېوادونو اعداد و شمارته وَ كتلى شي، چرته چي په نشه كولو باندي بنديځ لګول شوى دى .. نو شمېر يې كه كم نه دى ، نو زيات هم كېدلى شي په دې وجه نه وي ... چي دَ نشې دَ خوند تجسس يې په نفسياتي توګه دَ خلګو له مزغو ايستلى دى هم دغسي نفسياتي هڅه دَ سېكس دَ فري كولو په اړه هم په دې شوي ده ، چي كم از كم دَ شريفو وګړو يا كورنئيو وَ لُوڼو يا خويندو ته خو به څوك په بده سترګه نه ګوري ولي چي دَ مُردارۍ او مخ تورَولو دپاره مخصوصي علاقې موجودي دي
دَ پورتنئيو خبرو په حقله ماته په خپل هېواد كي دَ چكلو دَ بندولو ورسته دَ هغه لومړني كال سروې ګوا "دَ ښځو سره دَ زور زياتۍ" په باب ، چي په يو اخبار كي يې نتائج هم چاپ شوي وْ راپه زړه شوه دَ كومي له رُويه چي قريبًا دَ دولس زره شريفو كورو انجوني دَ ځناور وزمه انسانانو له لاسه بې عزته شوي وې او دا هم هغه كېسونه وْ، چي په تهاڼوكي يې باقاعده رپورټ شوى وْ اوس ګوره چي لا څومره كېسونه به په ريكارډ باندي دَ شملې يا عزت ساتلو دپاره نه وي راوړل شوي او زما ښه په ياد دي ، چي په وجوهاتو كي يې يوه وجه دا هم وركړل شوي وه چي كومي جسم فروشاني چي به په يوې مخصوصي علاقې كي مېښته وې ، هغوئ دَ شريفانو په محلتونو كي خورې ورې شوې
خبره مي دلته دَ بادارانو دَ خوښي نا خوښي په رڼا كي كوله ، ګوا چي خوښه يې ذاتي وي ، نو قانوني لاري هم ورته هواري كړلى شي او بيا چي كله خوښه عوامي شي ، نو زور يې هم تر عوام باسي كه څه هم هغه خوښه نېكه او يا دَ خېر دَ كار وي لا هم ما چي دَ سوچ لكۍ تر دې ځايه را اوږده كړه ، نو ميرنا وئيلو
" دَ هالېنډ انجنئيران په ډېمونو جوړَولو كي ډېر نوم ځكه لري ، چي دلته په زرهاوْ غټ او واړه ډېمونه دَ هغوئ په لاسونو جوړ شوي دي او لا جوړېږي هم لګيا دي چرته چي په كوم هېواد كي ډېمونه جوړېږي ، نو دَ دې ځاى انجنئيران كه نه هم په كارَوي، خو دَ ډېم جوړَوني ټېكنالوجي يې خامخا تر نظر لاندي ساتي"
دا خبري چي ما ريكاړډ كولې، نو راسره ناستي ونېسا هم په ډائرۍ باندي نوټس اخيستلو لګيا وه لاكن چي كله به له دې كاره څخه څه غوندي فارغ شولو ، نو يو بل ته به مو داسي وَكتلو لكه موږ چي جوړه يو بل Miss كولو خو خبره بيا هم تر دېر ځايه كېدلى شي، په دې وجه هم مخته نه تله چي دَ هالېنډ زړخوښيانو دواړه په خپل خپل ځاى باندي ډېر بوخت ساتلي وْ
" ګوره چي هغه خو له ما خفه نه ده ؟ "
دَ دې واهمي احساس له مخي چي مي تر ضرورت لږ څه زيات ورته كتل پئيل كړو، نو دې مي هم سترګي په سترګو كي راښخي كړې او دَ نرۍ موسكا ورسته واي
" څله داسي په حريانۍ راته ګورې، چرته خو زما په مخ څه شى نه دى لګېدلى"
او بيا يې په خپل مخ چي څنګه لاس تېرَول شروع كړو، نو ما وَ خندل او دا هم پوهـه شوه ، چي زه ورسره ټوكي كوم ځكه خو يې په څنګلي باندي څوكه غوندي وَ ويښتلم او راته واي
" ته هم ډېر اړام يې"
تر دې هانده چي زموږ ګپه رسېدله ، نو دَ ميرنا خبرو موږ بيا يو ځل له يو بله بې خبره كړو
" په هالېنډ، بلكې په تېره په اېمسټرډم كي به دَ اروپا دَ نورو هېوادونو په چپه ځيني داسي څېرې هم وَ وينئ چي هغه به وَ ولندېزيانو ته نه مونېږي داسي ځكه ، چي كله ډچ كالونياني په وېسټ انډېز، ساوْتهـ امريكه او په اېشيا كي په ختمېدو شولې، نو دَ هغو ځايونو ډېر خلګ دَ ښه ژوند او معاش په نيت دلته راغلو"
ميرنا چي خبره سرته رسوله ، نو ونېسا واي
" دَ دې مطلب دا دى ، چي هالېنډ ډېري زړخوښياني لري"
" يقينًا.. چي دلته زما او ستا دَ دلچسپۍ دَپاره ډېر څه شته"
دا خبره كه مي څه هم دَ معلوماتو دَ ټولولو په اړه وكړه ، خو هغې لكه چي بل مطلب ورڅخه واخيستلو او يو دم سنجيده غوندي شوه زه به لا اوس په ځان كي شرمنده كېدم ، چي هغې دَ توقع برعكس راته په كږو وَ كتلو او وَ موسېده او دا هغه شېبه وه، چي زه په لومړي ځل ځانته مخاطب شوم
" لاړې شوقه! كښېوتلې"
كه څه هم دننه دننه خوشاله وم ، خو څرګندونه مي ځكه نه كوله، چي هغه مي په رښتيا له زړه سره بازۍ نه كړي شروع خبره مي په هم دغه ځاى باندي ځكه پرېښوله ، چي هغسي هم ما او هغې نن دَ غرمې ډوډى په يو ځاى دَ خوړَلوخبره خلاسه كړي وه
_____
" څو منټه ورسته به موږ دَ هالېنډ دَ دارالحكومت اېمسټرډم وَ منځنۍ برخو ته وَ رسېږو"
او له دې خبرو سره سم موږ دَ هالېنډ په ښاراېمسټرډم كي مخته روان وْ چي بيا ميرنا ګډه شوه
" اېمسټرډم كه څه هم دَ ښائيسته بلډنګانو سره سره دَ كاروبار پرته تفريحي ځايونه لري، خو دَ نن اېمسټرډم دَ هيرو(ډائمنډ) دَ كاروبار او دَ فلېمش سكول اّف پېنټرز دَ خوندي كړل شوي اّرټ له سوبه ډېر لوى نوم لري او نن نن به يې په رائيكس ميوزيم كي په خپلو سترګو په اّپشنل ټوْر كي دَ پروګرام په سمه ګورو هم"
دومره وئيلو سم دستي بيا مخته واي ..
" يوهو..اېمسټرډم په درسته نړۍ كي له يوې بلي وجي هم ډېر شهرت لري كه غواړئ ، نو وَ به وايم"
او بيا په خندا كي دننه دننه واي
" داسي نه چي تاسو.. په خاص توګه سړيان په عذاب كي نه شئ ورګېر "
" عذاب .. څنګه عذاب ؟ "
يو دم مي له خلې څخه دا خبره څه وَ خته ، چي ونېسا لكه له اوله چي خبره وي وَ خندلو او اوس به يې څه راته وئيلو، چي ميرنا دَ ملګرو دَ تكرار ورسته واي..
" اوكې ..اوكې ، نو واوْرئ .. هغه دا چي تاسو خو نو خبر ياست چي سېكس دلته ليګلائز دى خو په دې به نه ياست خبر، چي په دې كاروبار كي اخته ښځي سوشل وركري بلل كېږي نه يوازي دا، بلكې دَ اېمسټرډم رېډلائټ ډسټركټ ځانته تاريخي حېثيت هم لري ګوا هغه علاقه نه ليدل داسي دي ، لكه چا چي په اېمسټرډم كي دَ اوسېدلو پرته هم اېمسټرډم نه وي ليدلى"
دا نو اوس كومه نوي خبره ده دَ انډيا او دَ ساوْتهـ ايسټ اېشين هېوادونه لكه تهائي لېنډ، لاوْس ، وېتنام ، كمبوډيا اوځيني نور نور هم په دې اړه څه كم نوم نه لري او بل دَ مصر تاريخي بازار او دَ مراكش تاريخي چكلې خو هم په خپل خپل ځاى ....
_____
په دې خبره كي شك نه شته ، چي اېمسټرډم دَ دُنيا په هغو ښارونو كي ځانګړى دى ، چي په خواپاكو بازارونو او فټ پاتهونو باندي يې دَ ژېړبخونو وېښتانو دَ سرو او سپينو سړيانو او ښځو سره سره تورپوستي هم كم نه ګرځي او بله خبره دا، چي دَ ښار دَ غټوالي په مناسبت خلګ دومره زيات نه په كي ښكاري
په ښار كي دَ ښه چكر وهلو ورسته بس دَ يوې ډائمنډ كارخانې مخته وَ درېدو دلته دَ هيرو دَ تراشلو او پالش كولو سره سره شورومونه هم جوړ وْ، چي په كي په شوكېسونو كي ډائمنډ دَ خرڅلاوْ په نپت ږدل شوي وْ هيرې څومره ګراني دي ، دَ دې خبري اندازه نن راته وَشوه زما په خيال چي چپ له كائيكو، چي يو بېخي وړوكى ډائمنډ يې دَ ماسټر ګارډ په ذريعه واخيستلو... نورو هيڅ هم نه واخيستو
دلته څه نيمه ګنټهه تېرَولو ورسته يې په بيلابيلو لارو باندي دَ اېمسټرډم ښار وَ منځنۍ برخي ، چي چرته نه يوازي غټ غټ شاپنګ سېنټران جوړ وْ كي هغه ملګري دَ درې ګنټهو دپاره دَ سېل كولو په نيت كښته كړو چي په اّپشنل ټوْر كي په خپله رضا نه تلو، په كومو كي چي زه او ونېسا هم وْ
دَ ونېسا يې كور ودان چي دَ ډوډۍ دپاره يې دَ بس څخه كښته كيدلو سم دستي راته وَ وئيل - ګني زما خو له لوږي بد حال وْ او ژر تر ژره موږ يو رېسټورېنټ ته ځانونه وَ رسولو او چي څنګه ورننوتو، نو هغې تر لاس وَ نيولم او واي
" سټاپ سټاپ .. چرته دا هم هغه پب خو نه دى ، چي ميرنا يې ذكر كولو"
هغه هم غلطه نه وه، ولي چي دا رېسټورېنټ هم داسي په زاړه سټائل جوړ وْ، چي كه يې مخته په ولاړ مينو بورډ باندي زموږ سترګي نه وى نښتي نو كېدلى شو، چي مخته ورڅخه تېر شوي وى
" زه خو نن ډېره ستړي شوم ..وايه ته څنګه يې ؟ "
په رېسټورېنټ كي يو بل ته مخامخ كښېنستو او ټېبل ګرل ته مينو دَ خوراكونو وركولو ورسته ونېسا چي دا خبره كوله ، نو لكه ماره غزېدله او وښېدله
" هو ستړى زه هم يم لاكن .."
" ته ښه يې زما په تا كي پام دى"
زما خبره ماتَولو ورسته يې لا خپله خبره هم سرته نه ورسوله، چي كېمره يې راوَايستله او وَ نيږدي ټېبل ګرل ته يې اشاره زموږ دَ عكس اخيستلو وكړه
يو وخت چي په ډوډۍ باندي ور روږدېدلي وْ، نو هغې پوښتنه وكړه
" تر اوسه په څو هېوادونو دَ خپل ريسرچ په غرض راګرځېدلى يې ؟ "
او چي ما څنګه ځان دَ ځواب دپاره تيارَولو، هغې بل سوال هم ورسره ګنډي كړو
" ته هر چرته يوازي ګرځې..كه كله كله بل څوك هم درسره وي؟ "
او بيا دَ ريسرچ او دَ دُنيا دَ سېل څخه خبري څوكه څوكه مخته رواني شوې او چي كله ما دَ هغې دَ بېخي ضد پرته هم دَ دې لنچ (غرمې ډوډۍ) بِل پرې كړو، نو خبره په دې ختمه شوه چي زه به له دې سره يو ورځ ډنر( دَ شپې ډوډۍ) خامخا خورم
_____
يوې بلي خواته په فُټ پاتهونو باندي ګرځېدلو او دَ وينډو شاپنګ كولو ورسته نيږدې پارك ته ورچپ شولو- خودومره په پام پام ، چي له يوه سائيكله به مي ځان ژغورَلو، نو دوه به نور مخي ته راغلو اوپه داسي څرپي به مي له څنګه سره تېر شولو، چي اېله به يې جامې راڅخه نه يوړې
" دا خو ماته دَ سائيكلانو ښار ښكاري"
ونېسا دا خبره اېله پېله نه وَ كړي ، بلكې دلته اومه ځوانان يا هلكان او انجوني په ړوډونو، فُټ پاتهونو، دَ دريابي ويالو( نهرونو ) په څنډو او په وړو غټو پُلونو باندي كه څه هم سائيكلان چلوي نه .. الوځوي يې ضرور او هغه هم په داسي هُنر، چي سړى ورته حريان پاته شي
" دا خو دلته هم له سائيكلانو لاره نه كېږي"
وَ پارك ته ننوتلو ورسته مي دا خبره چي څنګه كوله، نو هغې زما خبره يوې خواته غورځولو سره سم زما لاس په لاس كي ناببره داسي واخيستو، لكه موږ چي پرېدي نه خپل يُو او واي
" ګوره ګوره .. هلته مخامخ په سائيكلانو څنګه بازۍ كوي"
هو، لكه مقابله چي وي ګوا ځوانانو او پېغلو په وړو وړو سائيكلانو هلته په انګلش يُو” U” غوندي جوړ فيلډونو باندي بازۍ كمي .. خو له مرګ سره لوبي زياتي كولې څه، چي ونېسا هم له ويري دَ هر سائيكل باز له بازۍ سره سمه نوره نوره په ما راچيخېده لګيا وه تر ډېره ورته درېدلو ورسته مخته روان شولو
اېمسټرډم په دوْو برخو كي وېښل شوى دى او په منځ كي يې سمندر تېر شوى دى چي دَ پُلونو په چپه بې ټكټه كښتياني په كي دَ خلګو وړلو راوړلو دپاره تر نيمي شپې پوري چلېږي نه يوازي دا، بلكې دَ ښار تر هري برخي پوري زېر زميني رېلوې نطام هم موجود دى
"خبر يې ، چي دَ هري قسم اّسانياوْ په چپه دا ښار دوې ښكاره بڼي هم لري..؟ "
" يَه .. هغه كومي بڼي دي؟ "
ما چي ځان ورته ناخبره واچولو، نو ونېسا دَ خپل يو بل دوست چي دَ هغې له قوله .. تېر كال دلته راغلي يا راغلى وْ دَ كړي خبري په سمه واي
" ګوايوه بڼه دا، چي په كي دَ جديدو تقاضو په سمه ښائيسته او دنګي ودانياني او ماڼياني پاركونه او شاپنګ مالونه (ماركېټونه) لكه البرټ ماركېټ داسي نور نور، چي دَ دَنيا هر څيز او خوند په كي شته نه تش سترګي په كتلو، بلكې په حريانولو هم مجبوره كوي - او نه يوازي دا، بلكي زاړه پلونه ، زړې ودانياني، زړې شاپنګ علاقې او بې شمېره انتهيك څيزونه ، چي په كې دغه Antiekmarkt de Looier نامي سېنټرانو كي خورا زړخوښياني موجودي لري "
او په دې بالا ذكرشوي ماركېټ كې دَ ګرځېدلو په وخت چي هغې خبره تر دې ځايه وَرسوله ، نو دَ اېمسټرډم دَ دويمي بڼي دَ مخه يې ماته راوَكتلو او شُونډي په غاښو كې دَ چيچلو ورسته واي
" اواېمسټرډم په خپله دويمه بڼه كي دَ نشو دَ ځينو غوره شوْ كونجونو پرته دَ فاسټ سېكس دپاره هم دَ رېډ لائټ ډسټركټ په چپه ځايونه لري چي لري ، بلكې دَ رقم رقم رنګيځه زړخوښيانو دَ پاره دَ بې شمېره سېكس كلبونو په چپه نورهم داسي دَ بې حيايۍ ځايونه لكه پيپ شوګاني لري "
لنډه دا، چي كله هغې دا خبري كولې، نو په دې ښار باندي مي دَ اروپا دَ تهائي لېنډ پيدا شوى شك وار په وار ځكه هم يقيني كېدلو چي دَ امريكې غوندي دَ يو انتهائي ماډرني ټولني كَس چي يې لا هم په اّزادۍ باندي دَ حريانۍ اظهار كوي .. نو هغه به څومره اّزادي وي؟
خېر، خو بيا مي هم دَ دې خبري دَ مزيد وضاحت ضرورت ځكه نه كړو محسوس، چي هغه كه هرڅو اّزاد خياله وه هم ... وه خو بيا هم ښځه نو ځكه مي خبره داسي په بلي خوا واړَوله
"داسي راته ښكاري .. چي څنګه څنګه موږ په دې اروپا كي له انګلينډه ليري كېږو، نو انګلسي ويونكي هم كمېږي نه؟ "
" هو، وي به ... خو ما پام نه دى ورته كړى"
ځان چي يې يو دم ناخبره واچولو، نو پوهـ شوم چي په دې اړه خبري خوند نه وركوي نو مي خبري په بله واړَولې
دَ سټي سېنټر څخه په مېټرو ياني زېر زميني ټرېن كي په درې نورو سټېشنانو باندي راګرځېدلو ورسته چي دَ راښول شوي Pick up point پوري ور رسېدلو، نو ما داسي وَ سنجوله ، لكه هغه چي دَ ټوكو تر هانده له ما سره فري شوي وي ولي چي كله هلته ليري دَ كاسموس بس څنګه راښكاره شو، نو واي
" څنګه درې ګنټهې تېري شوې، چي ګرسره په پوهـ نه شوم چرته ته خو….ډېش ډېش نه يې؟ "
او بيا يې په زوره وَخندلو
_____
سېنټرل سټېشن سره جوخت په هوټل ګلېكسي ، چي چرته دَ نن شپې دَ پاره استوګنه كوله كي دَ ماخستن ډوډۍ خوړلو په وخت ملګرو دَ اېمسټر ډم دَ رېډ لائټ ډسټركټ په حقله داسي مجلس تود كړى وْ لكه هغه چي واقعي دَ دې ښار په بېخي خاص علاقو كي يوه علاقه وي نو ځكه يو وخت په ما باندي هم ژغ وَ شو
" ته هم ځې رېډ لائټ ډسټركټ كتلو ته؟ "
زما مخامخ په مېز باندي ناستي سوزېن بارټ پوښتنه وكړه ما يو وار هغې ته او بيا يواړخ ته ناستو لاراكُوك او بلېنډا او بل څنګ ته دَ منيلا هغه دوه ځوانان ، چي روني او داني نومېدلو ته كتلوورسته ځواب ته لا خله سمَوله، چي مسته لارا واي
" ولي نه ولي نه ... وَ داسي ځاي ته خو نران خامخا ځي"
او بيا په خندا كي بلېنډا هم داسي ملګري ورسره وكړه ، لكه لارا چي دَ هغې دَ زړه خبره كړي وي
" نران ولي .. ښځي ولي نه "
" ښځي چي ورشي، نو به څه وكړي؟ "
دَ روني دَ خبري په ځواب كي چي بلېنډا داسي وَوئيلو، نو دَ روني سره جوخت ناست ملګرى واي
" لاكن دَ ميرنا په قول .. هلته خو هم ښځي دي ، چي سوشل ورك كوي .."
لا يې سمه خبره سرته نه وه رسولي، چي مارئين نامي كېنېډين ښځي له خپل مېزه دَ منېلا دَ ځوان خبره داسي پوره كړه
" او نران دَ هغوئ سوشل ورك انجواى كوي"
بيا ټولو په دې خبره باندي ښه ډېر وَخندلو
لنډا دا، چي زه هم دَ فليپينو ملګروسره ملګرى دَ هوټل څخه په نهه بجې ماخستن راوتلو ورسته په مخامخ پراخ روډ ، چي تر ليري ليري پوري هيڅوك نه وْ ورباندي په پښو مزل پئيل كړو او په لس يا پنځلس منټو كي دننه دننه بيا په كشتۍ كي ناست دَ سمندر هغه بلي څنډي ته روان وم چرته چي دَ بسانو غټ تم ځايونو پرته ورسره څنګ كي انډرګراوْنډ رېلوې سټېشن هم وْ
دلته ډېر زيات رش وْ، اوچي كله له دې ائيريا څخه په وتو وْ، نو يوه ټين اېجره پېغله ، چي عمر يي ګرسره تر اتهه لس كلونو زيات نه وْ دومره نشه وه چي يو دېوال بل دېوال پوري څه ځنګېدله ، چي له يو بل سره نښتله اوپرځېدله هم - خو عجبه دا چي هيچا هم په كي چُړت نه وَهلو
" تر هغه ځايه پوري تلوڅخه به دا ښه نه وي، چي دې پېغلي ته اوږې وركړو؟ "
كه څه هم روني دا خبره په ټوكو كي كوله ، چي داني وَ ټُومبلو او ورته واي
" راځه راځه دا سمه انجلۍ نه ښكاري"
او بيا يو ځاى بل ځاى پوښتني كولو ورسته قريبًا په نيم ساعت كي وَ هغه جهان ته وَرسېدو، چرته چي نه يوازي ښځه دَ ښځيتوب په لمن داغ ږدي ، بلكې نر هم وَ سړيتوب ته ځناوري پوستكي ور اغوندي
_____
" ګورئ ګورئ هغه څوك دي؟ "
" څوك دي؟ "
دَ روني په حېرانتيا چي مي پوښتنه وكړه نوهغه زما په اوږه لاس ږدلو ورسته واي
" هغه زموږ دَ ګروپ انجوني .."
" واقعي .. دا خو هغه نه دي؟ "
ما چي لارا او بلېنډا تر نظره شولې، نو مي خله څه پرېكړه ، چي داني هم واي
" هو هو، هغه انجوني دي ، چي وئيل يې دا ځاى ته تش نران راځي"
ما وئيلو
" نو بيا څه ګورئ ..درځئ چي ورشو"
" لږ به يې خړمخي كړو"
او دَ روني له دې خبري سره سم په هغه خوا ور روان شولو، چرته چي زموږ دَ ګروپ شپږ پېغلي دَ يو سېكس شو روم مخي ته ولاړي وې او په شوكيسونو كي پرتو هغو نرينه بلاګانو ته كتلو، چي وْ خو ماډلان لاكن توبه توبه .... ځكه خو هغه شپږ سره انجوني ورته نه يوازي حرياني وي ، بلكې تر خپلو داسي ورو ورو پوُسكېدلې هم لكه يو بل ته چي واي
"دا خو هغسي نه دي، كوم چي هغوئ يې ويني يا يې ليدلي دي "
يا كيدلى شي، چي نور نور څه يې يو بل ته وئيلو، چي روني داسي څوكه غوندي واي
" لُوك لُوك ټو دېټ سپېشل ون "
دا خبره څه وه، چي انجونو زموږ په خوا څه راوكتلو، چي په ځاى دَ شرمنده كېدو.. په خندا سرشوې او موږ ته يې ديكې راكول شروع كړو چي معامله كله لږ غوندي سړه شوه، نو روني ورڅخه پوښتنه وكړه
" تاسو دلته څه غواړئ .. دا خو دَ نرانو دَ كتلو ځاى دى"
لاكن هغوئ هم دومره سپين سترګي وې ، چي دوْو درو په يو ځاى وَوئيلو
" يَه يَه دا خو دَ ښځو دَ كتو ځاي هم دى"
بلينډا چي لا دومره وئيلو، چي وېلينا وار لاس ته كولو سم دستي واي
" موږ دا كتلو ته راغلي يُو، چي زموږ په ملګرو كي څوك وَ دې سوشل وركرو ته دَ سوشل ورك موقعه وركوي "
داسي چي يې وئيلو، نو مستي لاراكُوك دَ يو بل غټ شوكېس چي په كي نيمه لغړه ښځه ولاړه وه په لور اشاره كولو ورسته وئيلو
" له موږ سره خبري مه كوئ .. هلته ورشئ "
" هلته ولي ... تاسو ولي نه ؟ "
داني ناببره دا خبره له خلې څه وَوتله ، چي لوري ويوار ورباندي غوټه څه شوه ، چي موږ ټول يې په منډه كولو باندي مجبوره هم كړو او بيا يې تر ډېره پوري په موږ پسې داسي نارې وهلې
" انجواى انجواى سوشل وركرز"
او سوشل وركري څه وې ؟ چي هر چا ته په خندني موډ كي دَ هركلي وئيلو دپاره دَ خپلو وړو كوټو په ورونو يا كهړكيانو كي ولاړي برېښېدلي بل دا، چي دا علاقه څومره پراخه وه ، دومره تلكي هم ځاى په ځاى په بېلا بېلو نومونو درَول شوي وې چي ورڅخه مخته تګ په ګرانه كېدو لنډه دا، چي څنګه څنګه شپه مخته غزېدله .. سوشل ورك په هغه حساب نور نور زياتېدلو لګيا وْ -
_____
له ننه دَ ميرنا دَ پيرزوئيني له كبله زه په اعزازي توګه په خوني كي يوازي استوګني ته پرېښودل شوى په دې وجه وم ، چي هغې راته وئيلي وْ ، چي
" شوقه! ستا دَ درستي ورځي دَ مطالعاتي مشغولا له لاري دَ هوم ورك دپاره يوازينۍ خونه دَ كاسموس له اړخه زما په اختيار درته سپارل كېږي"
هو، دا شپه كه څه هم په دې هوټل كي له هري خوا ښه وه ، خو په دغه شپه زموږ په چپه ګوره چي دَ كوم هېواد دَ كالجونو دوه بسان هم هلته خالي كړل شوي وْ نو ځكه له يوې بجې څخه بيا رك تر درو بجو پوري چپه او راسته ټېليفونونه يوې او بلي خوني ته دَ تنګولو دپاره كېدلو پرته به كله كله دروازه هم وَټكېدله
كه څه هم دا حركتونه دَ كالج انجونو كولو، خو مخته مستياني دَ خپلو ملګرو تر منځ هم شروع شوي وې هو لكه په داسي موقعو چي كېږي او موږ كه څه هم ټول دَ ښو غټو عمرونو خلګ وْ، خو ګوره چي دَ اېمسټرډم دې شپي څله هر يو وَ ماشوموالي ته پارَولو چرته دا خو دَ دې ښاردَ مست موسم اثر نه وْ ؟ چي دَ دې هر شرارت پرته يې په ما دَ " ولندېزي سوشل ورك" تر عنوان دلاندي نظم هم نيمي شپې خواته په ډائرى كي نوښته كړو
او بيا چي مي څنګه سترګي سره ورتلې، نو دَ ونېسا فون راغلو
" تا ماته فون كړى وْ ؟ "
خود لكه چي هغو انجونو دا هم ښه تنګه كړي وه، نو ځكه مي ورته وئيلو
" يَه .. ما خو فون نه وْ كړى بلكې داسي فونونه خو ماته هم ډېر راغلو دَ دې ورانو انجونو"
" څله دا انجوني ټېليفون كوي نو..؟ "
يوځل مي خيال په زړه كي راغلو، چي ورته وَوايم چي
" نران يې په كار دي "
خو ورته وئيلى مي نه شوى ، ولي چي هغه دې وخت دَ مسخرو په موډ كي نه وه نو ځكه مي ورته وَ وئيلو
" دَ كالج او دَ سكول عمر وي دغسي .."
" هو، وي خو ... بخښنه غواړم ، بې وخته مي راويښ كړې "
زما خبره يې پرې كولو ورسته چي څنګه دومره وَ وئيلو، نو يې دَ اباسۍ ايستلو ورسته اجازه واخيسته او ما به لا رسيور ږدلو چي زما دَ خوني دروازه داسي په زوره چا وَټكوله ، لكه ماتَوي چي يې ور پورته شوم او دروازه مي خلاسه كړه لاكن دباندي هيڅوك نه وْ .. چپ دَ قدمونو له هغه دربي ، چي زما ښي لاس ته په جوړو پوړيانو كي په منډه منډه كوزېدلو لګيا وْ او وه موسېدم ځكه ، چي بې له هغو مستو نور څوك كېدلى شو خو بيا چي مي څنګه ور پوري كولو ، نو يو بل رقم كښكى مي تر غوږو شو ور مي بيرته خلاس كړو او څه ګورم ، چي دا هم دَ هغو قدمونو اّواز وْ ، كوم چي په منډه نه بلكې څوكه څوكه زما دَ خوني په لور راروان وْ
" لاكن هغه څوك وْ ...؟ "
" هغه خو نه وه ؟ چي له دې څو ورځو يې ..."
هر څه هرڅه ، خو په ځواب كي يې كېدلى شي ، چي زه اوس هم لا هيڅ ځكه نه وَوايم ، چي هغه بل هيڅوك نه بلكې زما دَ ويښو سترګو ناليدلى خوب وْ .. يا هغه وام، چي په دې شپه داسي راڅرمه شوى وْ ، چي كه به مي هر څو خوب ته ټالۍ وهلې .. خو خارمړى راتلو نه
_____
دَ 28م مارچ كال 1996ع په سهار دَ ناري كولو ورسته چي بس دَ ګلېكسي هوټل څخه مخته روان شو نو زه يوازي نه وم ، چي له خوبه ځنګېدم بلكې زموږ دَ ګروپ زياترو ملګرو دغه ډهول وهلو، چي هغوئ برايه شپه سم خوب ځكه نه وكړو، چي دَ ټېليفونونو په پرته خو دروازې هم ټكېدلې او بيا چا اوچا چي برايه شپه تر خپلو يوبل ته دَ بل په نومونو ټېليفونونه كولو.. هغوئ هم يو بل ته كتلو او موسېدلو لاكن دَ تهائيوان غاوري پېغلي چاوْ او دَ پام مېړه ګرېګ خو شكنځاګاني لا كولې دَ هوټل وَ انتظاميې او هغو خلګو ته چي هغوئ يې تنګ كړي وْ خو ميرنا دا ټولي خبري اورېدلو ورسته واي
" زما هم دغسي حال دى اوس زه څه كولى شم داسي په لومړي ځل په دې هوټل كي شوي دي "
بيا يې تسلي راكولو په نيت وئيلو
" زما په ياد دي ، زه هم چي كله په سكول كي وم ، نو په داسي موقعو مي دغسي اړامياني كولې او زما په خيال چي داسي خلګ به په تاسو كي هم كم څه بلكې نه وي ، چي په سكول يا كالج اېج كي يې داسي اړامياني نه وي كړي"
او بيا په ستړي انداز كي دَ غزېدلو سره سم دَ يوې اوږدې اباسۍ استلو ورسته " يوهو " كولو كي وئيلو ..
" قريبًا دَ1000 پلونو دَ خواره واره جال دا ښار اېمسټرډم دَ شپې دَ زړخوښيانو په چپه سائيكلنګ او سكائټنګ دَ دې ښار دَ خلګو دَ ورځي په مشغولاګانو كي دَ خوښي مشغولا ګڼل كېږي "
ميرنا چي دا خبري كولي ، نوبس دَ رائيل پېلس څخه مخته وتى وْ او دې وخت دَ يو پلن او بېخي زاړه سټي وال ، چي په زاړه ټاوْن باندي شاوخوا جاروتى وْ سره په څنګ كي تېرېدلو
" او دا ګورئ ، زموږ مخته سېنټرل سټېشن، چي ارومرو دَ رائيكس ميوزيم په رنګه دى "
هغې به لا نور څه وئيلو، چي زموږ مخته دَ سيګنل دَ سرې بتۍ پرته هم ځيني ګاډياني داسي په مزه مزه تېرېدلې لكه هلته چي دَ هوار سړك په چپه بل هيڅ نه وي نو ځكه هغه واي ..
" دلته دَ ټرېفك دَ اصولونو خلاف ورزي څه نوي خبره نه ده"
مخته چي څنګه بس په يوه پُل باندي دَ نهر بلي ځۍ ته ورغبرګ شو، نو زموږ پام يې وَ يوه بېخي زاړه بلډنګ ته اړَولو ورسته وئيلو
" دا ووبلي نومېږي ، دېوالونه يي اوبو دلاندي له خوا خوړلي دي او داسي دلته په دې ښار كي ډېر بلډنګان شته ، چي دېوالونه يې په نړېدو دي"
دَ سكوائر بلډنګ او بيا څه مخته دَ ميوزيم چي Martelwerktuigen Museum نومېدو څخه مخته دَ هغه كېنال ، چي په 13مي پېړۍ كي دَ بندرګاه په توګه په كارېدلو او دَ ګرين بليو سكوائر بلډنګ مخي ته تېر شولو لنډه دا، چي دَ ځينو ښو هوټلانو لكه اېمسټرډم كېنال كراوْن هوټل ، كارناسا كارېنا، پارك پلازه او ايمسټي انټركانټينينټل په پرته دَ سټاك اېكسچېنج بلډنګ او ځينو نورو وړو غټواو نوْ زړو ودانيانو دَ ليدلو ورسته موټروې ته سم شولو
" دَ دې ځاى خلګ ، په تېره ښځي لكه چي په فطرت ډېري تودې دي ؟ دا چي يې يخ نه كېږي او ګوره با قاعده تنګ سكرټ او په نرئيو ماسيانو كي پټي ، لاكن په لُوڅو غړو ګرځي"
روني چي زما په څنګ چوكۍ كي ناست وْ، چي دا خبره كوله .. نو كه څه هم داني ورباندي خندلو، خو هلته مخامخ دوې ولندېزي پېغلي دَ هغه دَ خبرو په سمه په غټو غټو ګامونو رواني وې او دې وخت ميرنا هم ژغېدله ، نو ځكه مي خپل ريكارډر وَ سپيكرانو ته وَ نيولو هغې وئيلو..
" هغه ليري دَ هواچكياني (وينډ ملز) چي تاسو يې وينئ ، دَ خپل اوسني فنكشن په چپه په دويم نړئيز جنګ كي دَ جاسوسي اشارو اوحساب كتاب په توګه هم په كارېدلې"
كله چي ما دَ ميرنا خبري څپ كولې ، نو مي هلته دوه سيټه شاته وَ ونېسا ته پام شو، چي ډېره په خوند ويده وه او خلاس ژېړبخون ويښتان يې په مخ خواره واره پراته وْ ګوا هغه هم لكه چي برايه بې خوبه شوي وه مابه لا نوري سترګي ورباندي كرارَولي ، چي روني مي په اوږه لاس ږدلو ورسته واي ..
" خېر خو دى ، له ډېره وخته ورته ګوري ولي پرون دي لا باړ نه دى په مات شوى ؟ "
ما به نور څه ورته وئيلو؟ بس كرار ورته وَ موسېدم او بيرته په شاوخوا كتلو كي مشغول شوم او بيا څه وخت ورسته دَ جرمني بارډر هم زموږ مخته وْ نو ځكه خو ملګرو غاړي هسكي هسكي كولې او ماته داسي محسوسېدلو لكه زما په رنګه چي هر ملګرى ژر تر ژره دَ هټلر په خاوره باندي ګامونه ږدلو ته چمتو وي لا به نور نور ورته هوسېدلو ، چي دَ ميرنا ژغ په سپيكرانو كي خپور شو او وئيلو يې ..
" كله چي هم دَ جرمنۍ نوم راځي ، نو مزغو ته هغه قاتل چي خلګ ورته هټلر واي ..."
ميرنا كه څه هم دا خبره دَ زړه له سوخته وكړه، خو په بس كي ناستو ملګرو هيڅ ردعمل نه كړو ښكاره ... بلكې يو بل ته يې داسي سره وَ كتلو، لكه ميرنا چي دَ هغوئ په جذباتو
باندي كاڼي ورَولي وي نو ځكه خو يې په خاموشۍ كي هغه هيرو وَ هم ستائيلو ، چي دې وخت كه يې موږ يوې خواته قدمونه په خاورو باندي ږدلو لګيا وْ،خو بلي خواته دَ هغه په باب كه نور نه، نو دا سوال دَ هر سېلاني په مزغو كي په بېلو بڼو غزَوني حتمًا كولې ګوا
" خود به دَ هټلر قاموال هم دَ هغه په شان جلالي طبعيتونه لري ؟ "
هو ، دغه خو وجه وه ، چي په دې بس كي ناست هر ملګري ژر تر ژره دَ خپلو خپلو رابرسېره شوْ سوالونو ځوابونه ترلاسه كولو دپاره بې ټېكه ښكاره كېدلو او غوښتلو يې ، چي دَ دې سوي سرې تاريخي خاوري اوسېدونكي له هغه هټلر سره وَتلي، چي په دُنيا كي يې چپ له ځان او له خپل قامه بل تكړه كس يا قام نه خوښېدلو نو ځكه ځينو نقاړانو دَ هغه وَ غېرت او مړاني ته دَ لېونتوب او جنون نوم لا هم وركړو
كه څه هم تاريخ ګوا دى ، چي هغه دَ يو ښه حكمران سره سره ښه جرمن او په جرمنيانو سرتېره قام پرست هم وْ هغه جرمن وْ او اّخير په جرمني او جرمنيانو كي ګار هم شو نه چي دَ پښتنو دَ زياترو باباګانو په رنګه په ښكاره پښتو او پښتون دَښمنان څه، چي له وړې خاني يې را واخلې بيا تر هغو شاهانو او شهزادَګانو پوري ، چي نه يې حپله پښتو وئيله او نه يې بل پښتون په پښتو وئيلو او كولو ربلېدلو نو هم ځكه خو يې نومونه لا هم لاړو له بدنونو سره سم خاوري شولو دا خو دي عظيم خداى وَ ستر خوشال خان او ملنګ رحمان بابا ته جنتونه ورپه نصيب كړي ، چي پښتو يې تر موږ پوري راوه رسوله ، ګني دَ قام په ډوډۍ ماړه او شمله دارو خو يې دَ پيسو دپاره څڼي په كوم اتڼ كي نه دي څنډلي؟