دَ هالېنډ څخه دَ كاسموس بس چي څنګه جرمني ته پېښه وكړه ، نو دَ غوره شوي پروګرام په سمه يې لومړى سټاپ دَ بارډر سره جوخت دَ جرمن بېنك مخي ته وكړو، چي ورسره نيږدې پرائيوېټ فېسيليټي ياني ټائيلټ هم وْ
"داسي ولي كېږي؟ "
د لوري اوګريك دَ دې خبري په ځواب كي ميرنا په خندا خندا كي داسي وئيلو
" هغه كېدلى شي ، په دې سوب چي يو هېواد هم نه غواړي چي دَ بل هېواد خلګ دي ډكه خېټه وَ هغه هېواد راوړي"
كه څه هم دا خبره هغې په ټوكو كي وكړه ، خو حقيقت ته نيږدې نيږدې ځكه وه ، چي داسي رك په بارډر باندي دَ ټائلټونو اهتمام څله .. ؟ څله څه نور په هر هېواد كي دننه نه ؟
دَ جرمنيانو په مځكه لومړى ګام ږدلو په وخت كه مي څه هم هغه خاوره مچه كولو ته زړه كېدو، خوكولى مي ځكه نه شو، چي په داسي كولو كه يو نيم زړه رغېدلو ، نو دَ ډېرو باندي ماتېدلو هم
دَ جرمن مارك يو څو نوټونه په لاس كي چي څنګه له بېنك څخه دباندي راوَوتم ، نو څه ګورم، چي هلته يوې خواته ونېسا اوتېرو چي زما له يارانو داني او روني سره ولاړه وه نو ځكه ما هم ګامونه دَ هغو په لور ورتېز كړو او زما له خلې څخه سم هاى ورته وتلي نه وْ ، چي هغه رامخته شوه او لاس راكولو ورسته يې پوښتنه وكړه
" څنګه يې شوق؟ "
او بيرته دَ هغوئ تر منځ ګپه له هغه ځايه شروع شوه او ما نه غوښتل چي په كي ورټوپ كړم ، نو ځكه په پټه خله وَدرېدم خو چي دَ بس په خوا ورتللو، نو ونېسا راته واي
" زموږ دَدغو فلپائني ملګرو دَ فېصلې په سمه به نن غرمه موږ څلور واړه دَ غرمې ډوډۍ يو ځاى خورو"
ما ورسره خوښه خوكړه ، لاكن په زړه كي مي وئيلو، داسي نه چي هغه زما او دَ ونېسا تر منځه ډنر په دې لنچ كي برابر نه شي خو بيا چي روني راته په بس كي كومه خبره وكړه ، نو مي زړه په ځاى شو ګوا دا لنچ دَ هغې نه ، بلكې دَ روني او داني له خوا اهتمام كېدلو
_____
" وَ جرمني ته دَ كاسموس له خوا تاسو ته هركلى وايم"
او بيا زموږ پام خپلي خواته ورګرځولو دَ پاره يوهو دَ نارې سره سمه واي
" دَ جرمني نوم هيچاته نوى نه دى ولي چي دويم نړئيز جنګ خو له دې هېواده پلان شوى وْ نه غواړم چي دَ هغه جنګ يادونه بيرته ستاسو په زړونو كي تازه كړم نو ځكه به زه هڅه كوم ، چي دَ دې هېواد په حقله نور معلومات دركړم"
او بيا غلي شوه ګوا دې وخت ګهړۍ دَ غرمې پاوْ بالا يولس بجاوَولې ،چي دَ كاسموس كاروان دَ جرمني په اّټوبان نامي موټروې باندي مخته رهي وْ دا سيمه دَ هالېنډ او بلجئيم تر مځكو زياته شنه او په ځنګلي بُوټو او ونو كي نغښتي ښكاره كېدله په وړو وړو پټيانو كي وېښل شوي مځكي په خارداره تارو باندي له يو بله جلا شوي وې او بله اهمه خبره مي دلته دا تر نظره شوه چي دَ دې سيمي كلو يا ټاوْنونو يې په ګڼو يو باميزه كورنو باندي اړه درلودله او دَ هر كلي په سر فقط يو چرچ له يوې مينارې سره تر ليري ليري پوري ښكاره كېدو
" ښه نو دا ده هغه خاوره ، چي هټلر يې زېږولى وْ "
دا هغه خبره وه ، چي په وار وار به يې ګوره چي څله زما په مزغو كي سر پورته كولو؟ او هر څه ته به مي داسي په خلاسو سترګوكتلو، لكه په دې هر څه باندي چي زه پخوا هم تېرشوى وم هر څه بلد بلد ښكاره كېدلو بس كه نابلده وْ، نو هغه هم دغه تجسس ، چي زه يې دَ دې هېواد په خاورينو لارو باندي دَ هغو انسانانو دَ ورك شوْ پلونو په لټون ورپارَولم ... چي اوس تر خاورو دلاندي دي
" جرمني ، چي اوس يې تر منځه دَ برلن دېوال نه شو پاته ( دواړي برخي ، ګوا مشرقي او مغربي) په 356910 مربعه كلوميټرانو باندي خپور هېواد دى ، دې وخت په لمنه باندي 80 ميلينو ته نيږدې جرمنيان مېښته لري دارالحكومت يې برلن دى ، خو حكومتي چاري يې په بون كي نه يوازي سرته رسي ، بلكې تر برلن اوس دغه بون دَ دارلحكومت په توګه زيات نوم لري په غټو ښارونو كي يې كولون ، فرېنكفرټ ، هامبرګ ، لايئپزيك ، ميونچ Munich او سټاټ ګرت شمېرل كېږي رومن كېتهولزم او لوتهرانزم يې سركاري مذهبونه دي او دَ كرنسي نوم يې ډچ مارك بلل كېږي"
ګائيډ چي دا خبري كولې نو موږ په اّټوبان موټروې چي جوړښت او په موجوده حالت كي دَ تر شا پاته شوْ هېوادونو دَ سړكانو څخه څه څه كمزوره ښكاره كېده نو ځكه مي په مزغو كي دا سوال راپورته شو ، چي جرمني دَ خپلې دومره لوى صنعتي او زرعي پرمختګ پرته هم دا روډ كمزوره ولي دى ؟ خو بيا چي به مي بلي خواته ته وَ بېخي زيات ټرېفك ته پام شو، نو زما دَ خبري ځواب په ګوتو څه راغلو چي ميرنا هم هلته په مائيك باندي دغه خبره كوله ، چي
"دَ بېخي زيات ټرېفك له سوبه دا روډ داسي كمزوره دى "
_____
دې وخت موږ دَ بون په خوا روان يُو دَ روډ په دواړو څنډو باندي شنه بورډونه چي ورباندي دَ انګلسۍ رسم الخط توري نوښته دي شا شاته كه څه هم په ډېره تادۍ باندي پاته كېدلو، خو بون دغوني وار په وار ليري كېدو هم
دَ هري نيمي ګنټهې په واټن باندي دَ بېلا بېلو حاجتونو دپاره دَ Assault په نامه يوه وړه لاره بېلا شوي ده، چرته چي دَ رېسټورېنټ پرته ، واش رومان ، دَ تېلو پمپ او دَ ګاډيانو دَ جوړَولو انتظام موجود وي
څه مخته وَ ښي لاس ته دَ كولون لاره بېله شوه او موږ دَ يوې ګڼي اّبادۍ ، چي هم دَ دغه ښار مونېدله سره په څنګ څنګ كي چي تېرېدو، نو دَ هغه خواره واره ښار دَ پلازو پرته تك سپين سپين لوګيان له بې شمېره هسكو دودكشانو څخه دَ اّسمان په لور ور الوتلو او دې وخت ميرنا هم ګويانه شوه
" جرمنيان په فطرت ډېر بې اّرامه خلګ دي هر وخت متحركه ښكاري او دَ هغوئ په حقله دا خبره مشهوره ده ، چي په يوه حال او حالت كي خوشاله كېږي نه نوځكه خو دا خلګ دَ دُنيا په هر هېواد كي لېدل كېږي"
"ځكه خو هغوئ په ماضي كي هم غوښتلو چي په درستي دُنيا باندي باچهي وكړي"
داني چي دا خبره وكړه ، نو زما وَ مخته په چوكۍ كي ناستي پېغلي چاوْ داسي په نېغه ورته وكتلو، لكه هغه چي دَ جرمني خلګو په حقله نه .. بلكې دَ هغې په باب څه وئيلي وي ځكه خو په ردعمل كي يې ملګري روني په خلې خلې كي ګوره چي څه وَوئيلو ، چي داني دومره كلك وَخندلو.. چي هلته ميرنا هم ژغ وكړو
" ولي ما څه غلطه خبره خو نه وكړه ؟ "
دا خبره يې ځكه وكړه ، چي كله دلته نيږدې موږ دَ داني او چاوْ په مرڼې كي ورګېر وْ ، نو ميرنا هم ژغېدله
" يَه يَه ته غلطه نه ، بلكې موږ دلته سره وران شوي يُو"
روني خو دا خبره داسي وكړه لكه دَ چاوْ جيا جانګ په پُرهارونو باندي چي يې مالګه دُړَولي وي ، چي هغې بيا بيا دَ ټپي زمرۍ په شاني شاشا ته كتلو او دننه دننه موږ درو واړو ته خُوڅكېدله
پاوْ بالا دولس بجې خواته دَ جرمني دَ عارضي دارالحكومت بون ، چي ډېر غټ او دَ دنګودنګو زړَو او جديدو پلازو ښار وْ، كي مخته تېرېدلو، نو ميرنا زموږ پام دَ يونيم بلډنګ په لور اړَولو سره سره دا هم وئيلو
" دَ متحده جرمني پوزيشن دَ صنعتي انقلاب له لاري چي څومره مخته دى ، نو نن دا خبري هم كېږي چي دا مضطربه قام دَ ښه سباوْن په حقله سنجيده هم دى دا به هم درته وَ وايم، چي جرمنيان خبري فلسفيانه كولو كي نوم لري ګوا خبري پېچي "
او دا هغه خبري وې ، چي زه يې هم دَ هغو جرمنيانو په لور وركتلو ته مجبوره كولم چي په فټ پاتهونو باندي په غټو غټو ګامونو داسي روان وْ لكه بيا چي چا خشمَولي وي ګوا په درخته باندي پښتانه وْ ، خو جينز پتلونان يې اغوستي وْ او ښځي يې هم څه غوندي نر وزمه برېښېدلې
" جرمني دَ څو رياستونو دَ اتحاد نوم دى ، چي په كي West Phalia , Saar , Pfalz او Rhine land پرته دَ مشرقي جرمني درسته علاقه شامله ده او دَ رائن درياب ، چي دَ اروپا په غټو درو دريابونو كي يو درياب دى دَ جرمني پرته په ځيني نورو اروپائي هېوادونو كي هم بهېږي "
او څه مخته ورسته يې بيا وئيلو
" په دې خبري كي هم شك نه شته ، چي په دې هېواد كي چپ له جرمنۍ ژبي بله ژبه ځكه هم نه چلېږي ، چي دا خلګ دَ خپلي ژبي په حق كي ډېر متعصبه دي"
دا خبره يې څه وكړه ، چي ماته خپله شېرينه پښتو راپه زړه شوه ، كومه چي دَ اغيارو دلاسه نه ، بلكې خپله دَ دې شمله دارو پښتنو دلاسه اوس ژبه څه ، چي بولۍ لا هم نه شوه پاته خو بيا دَ ځان سره لكه لېونى وَ موسېدم او وئيلو مي...
" دا خو يې لا كور ودان دَ هغو ببرسرو ليكوالانو، چي دَ پښتو پوزه يې ساتلي ده، ګني دَ پښتنو په سرونو وَ لوبو ته جوړېدلو سياست مدارانو اوخېټَورو دوكاندارانو خو چي په پښتو دُښمنۍ كي كومي چاري كړي دي ، هغسي حرَمونو هم كله په انساني تاريخ كي نه دي كړي"
دا خبري چي مي له ځان سره ژړَولي ، نو موږ دَ يو اوچت غره په سر باندي جوړي زړې او ژېړبخوني كلا كوبلېنز لاندي او څه مخته په هم دغه نامه غټ ښار، چي دَ موزېل او دَ رائن دَ دريابونو په سنګم اّباد وْ څخه چي څنګه وَ كيڼ لاس ته وَ ګرځېدو، نو بُوپارټ ټاوْن له موږ څخه په څه واټن باندي وْ ګوا كله چي دَ ويلئيم اول ، چا چي په لومړي ځل جرمني متحده كړي وه دَ جوړ غټ بُت له څنګه دَ درياب سره سره تېرېدلو، نو بُوپارټ په لس منټه واټن باندي له موږه ليري وْ
بُوپارت ، چي دَ رائن درياب سره په څنګه كي دَ يو غره په لمنه كي اّباد يو ښائيسته ټاوْن وْ كي يو پراخ ميدانګي كي له بسه كښته شولو، چرته چي شاوخواته يې دوكانونه هم جوړ وْ او دا هغه ټاوْن وْ، چي نن سهار ميرنا دَ دې ټاوْن دَ سكولانو دَ ښه معياري تعليم په حق كي دا هم وئيلي وْ، چي دلته په بورډنګ سكولانو كي زياتره دَ مړو خلګو بچيان تعليم كوي
_____
" ته به څه خورې شوقه! "
" هغه، چي تاسو يې خورئ "
دَ داني دَ پوښتني په ځواب كي چي ما دا وئيلو، نو روني واي
"راځئ چي داسي وكړو، دا مينو په ونېسا باندي پرېږدو اّخير هم ښځه ده ټېسټ به يې ښه وي"
كه څه هم ونېسا ځان پېچلو، خو دَ داني او روني دَ ضد مخي ته اّخير هم ماته شوه او دَ خپلي خوښي خواړه يې راوَغوښتلو
" تا وَ ماته ښځه په كومه حواله وَ وئيلو؟ "
دَ دوډۍ خوړَلو په وخت ونېسا له روني څخه په موسېدلي انداز چي پوښتنه وكړه ، نو ما وئيلو
" ځكه چي ښځه خو نو يې .."
" هو، لاكن له سړي خو بالاتره نه "
ونېسا چي دومره وئيلو، نو روني واي
" ته دا خبره كوې .. موږ خو دا اورېدلي وْ، چي ښځه په امريكه كي دَ سړي برابره ګڼل كېږي"
" او ده هم ، خو زما دَ خبري مطلب دا نه وْ، بلكي ما دا وئيل غوښتلو، چي ښځه له نره زياته خو هم نه ده"
او بيا په دې موضوع باندي ډېري خبري وَشوي ، لاكن دَ برابرۍ په بنياد، ولي چي ونېسا كه څه هم دَ سړيانو خلاف نه وه ، خودَ ښځو په بېخي اّزادۍ باندي يې يقين درلودلو
لنډه دا، چي دَ لنچ كولو ورسته څلور واړه ملګري دَ بُوپارت ټاوْن په تنګو كوڅو كي دَ ګرځېدلو ورسته چي دَ بس په خوا راتلو، نو مي دَ ونېسا دَ خفګان تر هانده نه غوښتلو برسېره هم چي څنګه په نيږدې سوينئير شاپ كي دَ هغي كهلونې پيسې پرې كړې ، چي كومه هغې خپل وړوكي ورور ته خوښه كړي وه نو داسي مننه يې بيا بيا زما كوله ، لكه ما چي ورته دا بُوپاټ ټاوْن په تحفه كي وركړى وي
نوځكه خو، چي ماڅپښين دوه نيمي بجې خواته موږ له دې ټاوْن څخه په لانچ كي دَ رائن په درياب كي دَ سېل كولو په نيت دَ كاسموس ټوله ملګري سپاره شولو، نو هغه راسره يو ځل بيا په څنګ څنګ كېدله او خبري كولو ته يې لاري غوښتلې لاكن زه وم ، چي دلته دَ يادي شوي لورالائي شاپېرۍ په سوچ كي دَ ورك شهزاده غوندي له ډېرو هيلو سره يوې بلي خواته په كتلو كي بوخت وم
دَ رائن په دې مست او شنه درياب كي دواړو ځئيو ته دَ غرو په شنو لمنو او سرونو باندي كلاګاني دَ ګائيډ له قوله يولس سوه كاله له مخه ډېري په مهارت جوړي شوي دي هر ښكلى منظر په كېمره كي خوندي كولو سره سره مي دَ دې خوبَولي ناوې په غريزو لمنوكي دَ رېل ګاړيانو دَ تلو راتلو منظرونه هم ډېر خوښېدلو
" هغه وړوكى ټاپو چي تاسو وينئ ، دې ته مينه كونكي دَ واده له مخه او دَ واده ورسته راځي او په هغو وړو كوډَلو وزمه خونو كي څو څو شپې او ورځي تېرَوي"
دا خبري چي يې كولې ، نو دَ لوري اوګرېك پېغله لور لوري ويوار، چي ما به ورته Baby او هغې راته له ټوكو Papa وئيلو رامخته شوه او راته واي
" پاپا پاپا.. ته ولي هلته نه ځې؟ "
" لاكن له چا سره ؟ زه خو يوازي يم"
" ولي دا چي ده"
دَ ونېسا په خوا چي يې څنګه اشاره وكړه ، نو په خندا دَ مور په لور غبرګه شوه او ونېسا زما په خوا له خوږو موسكاګانو سره داسي راغله ، لكه دَ هغې مستي ويوار خبره چي يې خوښه شوي وي او عجبه دا، چي هيڅ يې هم په دې باب نه وَوئيلو بلكې راته واي
" نن به ډنر له ما سره خورې"
دا خبره څه وه ، چي دَ بدن هر وېښته مي جګ وَدرېدو او سر مي په "هو" كي ورته وَ ښورَولو ولي چي په مغرب كي ډنر په ډېرو ماناوْ كي اخيستل كېږي
څنكه چي لانچ له لوْرز ټاپو څخه لږ مخته تېر شو، نو ګائيډ واي
" دې ښي لاس ته چي تاسو كوم وړوكى ټاوْن وينئ ، دا ګواد نومېږي هغه ښكاره چرچ يې په سېنټ پيټر پوري تړل شوى دى ..."
له دې ټاوْن څخه څه نور مخته واي
"هغه ښي لاس ته په پاڼ وزمه كاڼي باندي جوړه ښځه لورالائي مېډم نومېږي نورو ملګرو كه څه هم دَ عكسونو اخيستلو تر هانده هغه مېډم ښه له ځانو سره خوندي كړه لاكن ما دَ عكسونو په چپه هم ورته ډېر ډېر ځكه كتلو، چي دَ خپلي لورالائي سره سره مي سيد خېر محمد عارف هم په زړه كي په دې راښخېدلو چي ما په زړه كي وئيلو چي اوس كه زما په ځاى هغه دلته وى ، نو خورا خوند به يې پرې اخيستى وْ"
او مخته ميرنا دَ لورالائي مېډم په باب وئيلو، چي
"دا هغه مېډم ده، چي دَ يو زاړه روايت او دَ مشهوره جرمن شاعر هائينا دَ نظم (Die Lorelai) په سمون داسي وئيل كېږي ګوا دا شاپېرۍ دلته اوسېدله او داسي اثرناكي او جادوئي سندري يې وئيلي ، چي په دې رائن درياب كي به چا هم چي دَ هغې شېرين ژغ تر غوږو كېدلو، نو له سروره به يې كشتۍ له قابو وَخته اوهغه به په اوبو كي ډوب شو"
دا خبره تر كومه هانده صحيح وه ؟ په دې نه يم خبر خو ماته يې دَ " لورالائي راك شاپېرۍ" تر عنوان دلاندي نظم ليكلو تهيم ضرور په ګوتو راكړو
دَ دې شاپېرۍ څخه مخته تېرېدلو په وخت ګائيډ وئيلو
" دا هغه شنه ناوه ده، چي دَ دې دَ قدرتي حُسن دَ نه خرابَولو په حقله په دويم نړئيز جنګ كي دا فېصله لاس ليك شوي وه ، چي په دې ناوې باندي به بمونه نه غورځول كېږي"
اودا هغه خبره وه ، چي زه يې بيا دَ افغانستان دَ هغو پښتنو مخي ته وَدرَولم ، چي دَ عظيم اسلام په نامه يې تر خپلو دَ جهاد په نيت په بېلابېلو بڼو كي څه او څه نه وكړل او لا به څه نه كوي كه يې څه هم دَ خداي په كور كي دننه دا فېصله كړي وه ، چي جنګ به نه كوْ لاكن بيا هم هغوئ وْ او دَ هغوئ دَ منځه دَ جنګ تر هغه هانده شدت، چي نور خو نور خپلي پلارنۍ او تاريخي اثاثې يې هم داسي لُوټ پوټ كړې ، چي دغه مارشل پښتون نن څه ، چي دَ سباوْن وَ سيالانو ته به لا هم په تاريخي حوالو ځان انسان نه شي ثابتولى او وَ دې خبري ته فكر وړى يم ، چي دَ باميان بُدها لا څنګه په خپل كرامات تر اوسه ولاړ دى .. ؟
ما به لا نور نور يوځل بيا په خپل قام زړه ژړَولو، چي اېس ټي باكسواله ، چي دَ انډيا دَ فلمونو فنانسر او ډائرېكټر دى دَ خپلي پېغلي لور زينت او مائينې زېنب سره زما مخي ته راغلو او خواست يې دَ عكس اخيستلو كولو سره سم كېمره ماته راكړه دَ عكس اخيستلو ورسته باكسواله راته واي
"كيا بات هی كيون خفه خفه لګ رهی هو؟ "
" هيڅ خبره نه ده .. بس په سر مي لږ دړد دى "
او بيا ورسره په ګپو كي اخته شوم هغوئ مسلمانان وْ، او لور زينت يې وئيلو، چي مادهوري دَ هغې ښه خونَدكۍ ده
زموږ دَ لانچ پرته هم نور لانچونه په دې درياب كي چلېدلو خو زه نه يم خبر، چي نور څه وْ په دې سېل كي خو هغه وخت لږ دَ پښتنو له ماتمي حاله راوَوتم ، چي كله موږ دَ لانچ څخه دَ رائن په بله څنډه كښته كېدو
_____
اوس يو ځل بيا دَ كاسموس بس مخته روان وْ، دَ شنو شنو غرونو تر مابېن او په هوارو مځكوكي دا دَ مار غوندي تور سړك دَ فرېنكفرټ په لور روان وْ چي دَ ميرنا ژغ په بس كي خپور شو او وئيلو يي
" يوهو.. زما دوستانو، څنګه وه دَ ژېړو وېښتانو لورالائي شاپېرۍ او چا يې سندره هم واورېدله كه..؟ "
" كه چا اورېدلي وى ، نو اوس به هغه دلته نه بلكې په هديره كي وى"
دَ شا له خوا دَ روني دا خبره څه وه ؟ چي ټولو، هن چي پېغلي چاوْ چياجانګ لا هم وَخندلو ځكه خو داني څوكه غوندي واي
" كاڼى هم وَ ژغېدلو"
كه څه هم هغه پوهـ شوه، خو دې ځل يې هيڅ باك په كي نه وهلو
" هېلو زما شاعر دوسته! ته هم لا ژوندى يې؟ "
" هو مړ نه شوم ، كه مي څه هم سندري اورېدلې"
دا چي مي څنګه ورته وَوئيلو، نو هغه ميرنا ته ناره كړه او واي
" زموږ شاعر دوست يې سندري اورېدلي وې"
كه څه هم ټولو زموږ په لور راكتلو، خو ما ورته په ټوكو كي وئيلو
" واه څنګه خوږې سندري يې وئيلې؟ "
او چي زموږ شوخياني څه زياتي شولې ، نو ميرنا هم شا ته ځان راوَرسولو او دَ روني مخته او له ما سره په څنګ ، خو په دې بل لائن كي په چوكۍ كي كښېنستلو ورسته واي
" جرمنيان هم دَ كتاب دَ مطالعې دغوني شوق لري لكه انګلسيان ، لاكن شوقه! ته خبر يې چي جرمني ته دَ شاعرانو او ليكوالانو هېواد هم وئيل كېږي او دلته دې خلګو ته ډېر په درنه سترګه ځكه كتل كېږي ، چي دَ جرمنيانو له قوله .. شاعران او ليكوالان ذهنونو ته تر ټولو ښه تفريح ورسپاري او له دې خلګو څخه تحريكونه زېږونه كوي"
له دې خبرو په چپه څه نوره وَ ژغېده او چي څنګه پورته شوه او مخي ته لاړه ، نو روني چي هغې ته به يې په پټه ميرنا ډارلنګ وئيلو په خپله سينه لاس ږدلو سره سم دَ سړې ساه ايستلو ورسته واي
" هاى ..كشكې چي زه دَ دانيال اُستاذ په ځاى دَ دې بس ډرائيور وى ، نو خپل ښه بخت به مي ګڼلو"
او بيا زما په لور راكتلو ورسته واي
" يو خو دا زموږ دوست هم جادوګر دى "
دومره وئيلو ورسته داني هم ورسره خبره خوږه كړه او واي
" ګوره چي دا څله دَ هر چا ورسره جوړه ده"
او بيا يې په ما ژغ كولو ورسته يو چاكلېټ هم راكړو او ما په ځاى دَ خوړَلو زما مخي ته ناستي چاوْ ته چي څنګه وركړو، نو هغه له ډېري خوشالۍ واي
" واوْ... زما ښه قسمته ، چي نن شوق په ما رامهربان شو "
" ته بس موسېږه ... دغه مي فرمائيش دى"
" چا ته به موسېږم؟ دلته خو"
" هر څه ډېر دي كه ته لږ دې خوا ها خوا وَ ګورې"
او دَ روني په دې خبره باندي دَ ملګرو سره په غټو كړيكو كي زه هم ورګډ وم او تر ډېره مو په اشارو كي خبري يو او بل پلوْ اړَولي او خندېدلو
اوس چي موږ دَ بېنګان ټاوْن سره په څنګ كي په هاي وې نمبر 9 باندي ډېر په تادۍ مخته لاره لنډوله ، نو ميرنا واي
" نن هم ډنر زموږ په دې پېكېج كي شامل دى"
دا خبره يې لا سرته نه وه رسولي ، چي ونېسا زما په لور مخ را وړَولو كه يې څه هم نه وئيلو، خو زه ورباندي پوهـ شوم ، چي په دې اناوْنسمنټ يې طبيعت خراب شو ولي چي په امريكائي طبعيت يې دا اعلان بد وَلګېدو كه څه هم خبره دَ هغې دَ فائدې وه، ځكه چي له ماسره وعده كړل شوى دَ ډنر پلان يې خرابېدلو خو بيا هم ښځه وه چي دويم ځل يې شاته راوَكتلو ، نو په نرۍ غوندي موسكا كي يې سر يوې بلي خواته وَښورَولواوګوره چي له ځانه سره څه وئيلو ورسته يې دَميرنا په لور په دې كتل شروع كړو، چي هغې وئيلو
" نېفرن ټاوْن چي ستاسو دپاره په كي هوټل بُك شوى دى ، ډېر پُرسكونه او په كليوال غوندي ماحول كي جوړ دى لاكن كه څوك دَ پَب يا كلب شوق لري او يا نورو ځايونو ته ځي نو تلى شي ، خو دَ ژبي مسْله به ضرور وي ګوا دا يو څو توري درسره وليكئ په كار به درځي لكه "څنګه حال دى" ته (ويګېټ) ، " ښه يم" دپاره هم (ويګېت) په كارَولى شئ ، "هو" ته (ډنكر) او "ښه" يا" بهتر" دپاره ( ټال) غوندي توري په كارېږي يا بيا دَ اشارو ژبه خو نو دَ هر چا زده ده"
دلته په جرمني كي دَ انګورانو درختو سره سمي ځاى په ځاى دَ سېبانو وني هم دَ سړك دواړو څنډو ته زياتي ښكاري او دَ ميرنا په قول
"دَ جرمنيانو تر ټولو دَ خوښي كار هم كار كول دى او دا خلګ هر وخت په كار كي بوخت ليدل كېږي "
لنډه دا، چي كله دَ رائن درياب سره سره او كله يوې بلي خواته ورباندي په جوړو پلونو ولانګلو راولانګو كي دَ مشهوره پُل هېنګنګ بريج هم ښه ډېر شاته پرېښودلو ورسته موږ شپږ نيمي بجې وَ نېفرن ټاوْن ته ورسېدو اودَ كوئين هوټل مخي ته چي بس څنګه وَدرېدلو، نو هر يو له بس څخه په دې وجه ژر تر ژر كښته كېدلو په مُوډ كي وْ ، چي دَ ټولي ورځي دَ ستړيا له سوبه هر چا غوښتلو چي څه دمه شي
_____
په تاريخ كي په درنو ټكو لمانځل شوي جرمنيانو ته كه څه هم په نړۍ كي اوس هم په ډېره درنه سترګه كتل كيږي ، خو ما يې په نرانو او ښځو كي داسي هيڅ يوه خبره نه وَ ليدله ، چي له خپل تاريخي عظمت سره يې سمون خوړَلو ولي چي دا خلګ هم لكه پښتانه اوس پيسه هرڅه ګڼي او ورته ګډېږي لاكن دَ خپلي ژبي سره بې كچه مينه يې په دُنيا كي نن هم سرلوړَوي هو، كه څه هم په خپل مذهب باندي ټينګ هم يادېږي ، خو دا هغه خاصې دي ، چي هغوئ له پښتنو څخه بېلَوي ځكه چي پښتون دَ ځينو ناروا فتووْ په سمه له خپلي شېريني پښتو سره تړون ساتل كُفر ته نيږدې نيږدې كار ګڼي
دَ انګلسيانو په مقابله كي كه څه هم دا خلك ، لكه پښتانه دَ خپل زړو تاريخي اثاثو په حقله ښه ډېره پاملرنه نه كوي خو دَ دې پرته هم ، دلته په ښارونو كي څه ، چي په وړو ټاوْنونو كي لا هم تهېټرهالونه موجود دي او په كي دَ جرمن تاريخ پاڼي په ډېر خوند او قامي جذبه سره په سټېج باندي وړاندي كېږي او بل يې له كتابي مطالعې څخه لاس نه دى اخيستى او زياتره خلګ په فارغ وخت كي كتاب ضرور لولي
غرض دا، چي دا هر څه مي نن ماښام دَ فليپينو ملګرو سره په ګرځېدو كي مشاهده كولو په چپه په دې هېواد كي دَ ځينو نورو زړخوښيانو په باب تړلي ګنډي خلاسولو سره سره يونيم بُك سټال ته هم ورچپ شولو خو دَ داني په قول ، چي
" دلته خو بې دَ لغړ( پورنو) ليټرېچره بل هيڅ نه ښكاري"
لاكن كه څه هم دَهغه دا وينا صحيح نه وه او دَ ځينو نورو كتابونو په چپه ناولان هم پراته وْ، خو دَ هغه له خبري څخه انكار بيا هم په دې نه شو كېدلى چي دغه لغړلټرېچر په اروپا كي په كتابي بڼه ډېر زيات دَ كتابونو په سټالونو باندي ليدل كېږي
دَ خپل وَس په سمه چي درې سره ملګري په دې ټاوْن كي ګرځېدلو ورسته ستړي شولو نو هوټل ته رارسېدو دَ مخه داسي په شړك باران شروع شو، چي كله موږ په هوټل كي ورننوتلو نو په لابي كي ولاړي ميرنا وَموږ ته په كتلو په حېرانتياواي..
" اووو مائى ګاډ.. تاسو خو لكه په مخامخ رائن درياب كي چي لمبېدلي ياست"
او بيا په موږ باندي شاوخوا راګرځېدلو ورسته يې په ما دَ موركۍ غوندي لاس را واچولو او دَ ګيلې په انداز كي واي
" مسټر شوق! ته به دَ خپلي سټډي په شوق كي ډېر ژردا دوه ياران هم له زُكام سره مخامخ كړې"
" سوري ميرنا.. زه څه وكړم ؟ "
مابه لا نور څه په خپله صفائي كي ورته وَئيلو، چي هغې په ټولو باندي ژغ وَكړو
" درځئ درځئ .. ډنر ته پنځه منټه پاته دې"
او په لابي كي موجود درست ملګرو له هغې سره دَ ډائنګ هال په لور مخه وكړه
" يو خو دا يورپئين پورك ( دَ سُور غوښه) ډېره خوري كه څوك پوښتنه نه وكړي ، نو په دې او غټي غوښي كي فرق كول ګران شي"
په غاب كي وريژي اچولو په وخت چي ما دَ تكو تورو غوښو څخه ډك دېګ خواته څنګه اشاره كوله ، نو وَ څنګ ته مي ولاړ اېس ټي باكسوالا وَوئيلو
" ارې شوق بهائ! يهى تو مسْله هـی"
دومره چي يې وئيلو، نو دَ هغه پېغله لوُر زينت واي
" اګر كوئى بتا بهى دې ، تو اس سې مسْله حل نهين هوتا كيونكه يه سب چيزين بهي توانهين ديګون مين بنتي هين"
" اسى لئې تو مين ګوشت كهاتى هى نهين"
دَ خپلي لوُر خبره پرې كولو ورسته دَ باكسوالا مائينې زېنب چي دا وئيلو نو ما هم وار لاس ته كړو
" نو بيا موږ مسلمانانو ته په داسي حال كي څه كول په كار دي"
" همارا كام اپنې دل كو پوري تسلي دينې سې هونا چاهيی ، باقى خُدا معاف كرې .. كيا حلال كيا حرام؟ "
باكسوالا هم چي دا خبره كوله ، نو دَ نيږدې مېز په خوا دَ مائينې او لوُر سره ور روان وْ او زه هم هلته چي ليري په خالي غټ مېز باندي څنګه كښېنستمه، نو مسته لاراكُوك مي شاته دَ بل مېز په لور تېرېدلو په وخت راته څوكه غوندي واي ..
" دا ونېسا دي اول هم ملګري وه كه دلته ..؟ "
ما به لا اوس څه ورته وئيلو، چي ورسره په څنګ كي رواني بلېنډا هم په خندا كي ګُوزارداسي راباندي وكړو
" دا دَ دې كاسموس دوستي ده "
" هو.. لاكن تاسو هم خپله هڅه وكړئ "
او له دې خبري سره سم دواړو وَخندلو او مخته تېري شولې
" كومه داسي خبره وه، چي مو ورباندي وَخندلو؟ "
جاپانۍ ملګري كائيكو دَ ونېسا او دَ روني او داني سره په ګډه رارسېدلو سره سم چي يې دا پوښتنه وكړه، نوما ورته وئيلو
" دا لارا ډېره اړامه انجلۍ ده"
دومره وئيلو ورسته مي لا سمه لومړۍ كاچوغه دَ وريژو خلې ته نه وه وړي، چي ونېسا واي
" داني وئيلو ، چي تاسو نن ماښام په باران كي ډېر خوندونه اخيستي وْ "
" هو، لاكن څه خبر وْ، چي دا باران به موږ دومره رسوا كوي چي .."
لامي خبره پورا كړي نه وه، چي روني وئيلو
" دا هم زموږ بخت دى ، چي څوك خو مي غم خوري"
كه څه هم دَ هغه اشاره دَ ميرنا په لور وه ، خو كائيكو واي
" په دې درست ګروپ كي تاسو درو ملګري خو ياست ، چي زيات خاندئ او ټرپ انجواى كوئ "
او دې خبري ورسته په مېز باندي يو ځل بيا دَ چمچيانو او غابونو تر منځ ګړنجى شروع شو لاكن څه وخت ورسته كائيكودَ اوبو غوړپ كولو ورسته واي
" دا شوق چي وَ هرشي ته ډېر په غور ګوري، نو.."
" هو داسي محسوسېږي ، لكه هغه شى چي په زړه كي نقش كول غواړي"
داني چي څنګه دَ كائيكو خبره پوره كړه ، نو ونېسا هم په پسخوند غوندي موسكا كي واي ..
" هغه ځكه چي رائټر دى اوشاعر هم "
په شاعر باندي زور وركولو ورسته ما هم وار داسي لاس ته كړو
" هر هغه شى ، چي ما ته اپيل كوي ، زه يې انجواى كولو سره سره ستايل هم غواړم"
نور كه زما په خبره پوهـ شوي وي او كه يَه ، خو دا ورباندي پوهـ شوه ځكه خو يې سترګي په سترګو كي را اچَولو ورسته خندلو لاكن ما خبره يو دم په بله په دې خبرو واړَوله چي
" ما دا ګڼلو، چي دُنيا دَ يوه ثقافت او يوې ژبي په لور روانه ده ، لاكن دَ دې څو ورځو په مشاهده كي داسي راته ښكاري ، لكه خبره چي رښتيا وي او نه هم وي لاكن پوهېږم نه ، چي تاسي په دې باب څه سوج لرئ ؟"
" بيا هغه ريسرچ ، هغه مطالعه او ته ..؟ "
روني چي دا خبره كوله ، نو ونېسا واي
" دا زه هم منم ، چي انګلسي كه څه هم دې وخت دَ دُنيا تر ټولو غټه ژبه ، خو لاهم ډېر وخت غواړي ، چي دا به دَ دُنيا ژبه جوړېړېږي او په تېره ، هغه هم په اروپا كي"
او بيا چي مي وَ داني ته وكتلو، نو هغه واي
" لاكن فرانسيسۍ خو هم ورسره سره وده كوي او.."
خبره يې سرته نه وه رسوله ، چي كائيكو واي
" ولي چيني ژبه ، هغه خو هم زيات ويونكي لري"
او بيا زموږ تر منځه په دې حواله كه هر څومره خبري شوي وې هم ، خو ورستۍ نتيجه يې دا وَوتله ، لكه په اروپا او نورو زيات شمېر مخته وتو هېوادونو كي چي لا دَ انګلش په حق كي فضا سازګاره نه ده او دَ ژبو ترميان وَ ځان ځانته دَ ژوند كولو ورستنۍ هڅي لا كېږي لګيا دي
ګوره چي زموږ ګپه څه تېزه شوي وه او كه زه په دې مجلس كي زيات ژغېدمه ؟ چي لاراكُوك له خپله مېزه راولاړه شوه او دَ كائيكو تر شا درېدلو ورسته واي
" دا شوق هم عجيبه سړى دى ګوا دَ ورځي ورسره وخت نه وي او دَ شپې خلګ تنګوي"
په زړه كي مي وئيلو، چي
" شوقه! دا انجلۍ هم څه زياته فري فري نه كېږي ؟ "
خو له خلې مي دا خبره ځكه نه شوه رايستلى ، چي ما نه غوښتلو، چي ځان ته دا بل محاذ هم خلاس كړم نو ځكه مي دَ هغې خبره په ټوكو واړَوله او له مګرو سره په خندا ورګډه شوم
نور خو نور، لاكن ښه مي په ياد دي ، چي دَ خوب وَ غېږي ته ورتللو دَ مخه مي دَ نور څه پرته دا نظم " يو عجيبه غوندي اطمينان" هم ډائرۍ ته وَ سپارَلو
_____
په 29م مارچ 1996ع سهار دَ ناري كولو ورسته چي څنګه دباندي دَ ملګرو سره له هوټله وَوتم ، نو څه ګوړم، چي ولات په واوْري باندي تك سپين برېښي او په لږ ساعت كي بيا دَ ملګرو تر منځه په لومړي سهار له واوْرو سره بازۍ پئيل شوې خوند هر چا له واوْرو اخيستلو، خو دَ كېنېډا پېغلو مئى رېنارډ، مارئين او توشي كه په يو بل باندي دَ واوْرو ګولې غورځول پئيل كړي وې ، خو كرسټائن او امريكائي پېغلي لوري ويواراو دَ تايئوان چاوْ چيا جانګ ،او سره سره لارا كُوك او وېلينا هم دَ ماشومانو غوندي بازياني داسي په خوند كولې ، چي ملګرى روني واي
" دا ښځي واوْوره څله خوښوي .. خبر يې؟ "
" يَه .. ولي يې خوښوي؟ "
" هغه ځكه چي"
هغه چي څنګه خله پرې كوله ، نو ميرنا راورسېدله او واي
" تاسو درځئ په بس كي كښېنئ زه هغه مستي ښځي رابولم"
" دا ګوره، چي زما دَ زړه خبره ميرنا ډارلنګ وكړه"
روني دا خبره راته هغه وخت وكړه ، چي موږ دَ بس په خوا روان وْ
خېر، دَ پروګرام په سمه بس مخته روان شو، نو ميرنا مايئك لاسم خلې ته نه وْ نيولى، چي لوري اوګريك دوه ځله دومره په زوره وَ نوژلو، چي ميرنا له سلامه هم دَ مخه واي
" خدايه ته مي ساتې، داسي نه چي له دې يخه ټول زُكام نه شو"
او بيا يې خبره له دې ځايه شروع كړه
" كه تاسو دې روډ ته پام وكړئ ، نو دا زيږ او ببرځكه جوړ كړل شوى دى ، چي په داسي كولو باندي دَ ګاډيانو دَ ښوېدلو چانس كم وي"
دَ جرمني دَ نېفرن ټاوْن څخه قريبًا دَ نيم ساعت مزل ورسته موږ په بلېك فارسټ ائيريا كي ورګډ شوي وْ دلته دَ ګڼوځنګلي درختو په چپه تر ليري ليري پوري هيڅ اّبادي نه ښكاره كېدله او ميرنا وئيلو
" دَ روډ دواړو ځئيو ته چي كومي وني ښكاري ، دا دَ بلېك فارسټ شمالي سيمه ده چي په بېلابېلو غرونو او ناوْ كي تر ليري ليري پوري خپور ځنګل په دُنيا كي لوړ نوم لري او عجبه خو لا دا هم ، چي په دې څنګ كي داسي سيمي هم شته ، چي انسانانو لا ګامونه نه دي ورباندي ايښي "
باران بيا شروع شوى وْ او دَ بلېك فارست وني ، چي په يو بل كي سره چيخل شوي وې عجيبه غوندي ماحول شاعرانه كړى وْ خو دَ روني او داني ګپي وَشاعري ته كه څه هم نه ايله كولم ، خو بيا مي هم دَ ښكلو نندارو دَ اثر په سمون دا وړوكى نظم" اتهم رنګ" وَ ډائرۍ ته وَسپارلو
دَ ځينو ځايونو او منظرونو عكسونه اخيستلو او په ډائرۍ كي دَ ليكلو ورسته خپلي او دَ ميرنا خبري ريكارډ كول كه څه هم زما معمول وْ خو نن په روټېټنګ سسټم كي زما ترشا لاراكُوك او بلېنډا په برخه څه راغلي وې وايم ، چي ګهړۍ ګهړۍ يې تنګول هم كولو كله كله به دومره له ورخه واويښتې ، چي دَ روني په قول
" ور ياده يې كړه شوقه!"
غوندي خيال به مي په زړه كي ورته راغلو خو همت مي بيا هم ځكه كولى نه شو، چي هغوئ دوې وي او ما نه غوښتلو چي دَ سهار ستورى شم په دې خو مي له هغوئ سره دَ خلې تر هانده خبري خلاسي كړي وې
دلته په روډ باندي دَ نورو وړو، غټو ګاډيانو په چپه له موټرانو ډك ډك بېخي اوږده ټرالران هم ځاى په ځاى ښكاره كېږي او بل كه څه هم دَ هالېنډ په مقابله كي دلته په جرمني كي دَ رينګ روډونو او اوورهېډ پُلانو په شمېر كم دى ، خو په انټرنېشنل هائي وې باندي په بېخي لږه لږه فاصله باندي دَ مسافرانو دَ سهولت دپاره هر قسم انتظام موجود دى
څنګه څنګه چي Basle ياني دَ سوئټزرلېنډ دَ بارډر په خوا مزل لنډېدلو، نودَ ځنګلي ونو له كمبوت سره سره دلته په بس كي ناستو ملګرو هم دَ خوبونو دَ هېواد دَ ليدلو په نيت سترګي موږَلې او غوښتل يې چي ژر تر ژره پېښه ورته وكړي ولي چي هر چا ستړګي روډ ته نيولي وې
دَ غرمې لس نيمي بجې وې ، چي موږ دَ هټلر هېواد شاته پرېښولو او په Basle Border باندي وَ سوئټزرلېنډ ته دَ ننوتلو له مخه دَ ان اّوټ كولو او نورو حاجتونو تر سره كولو دپاره له بس څخه دَ څو منټو دپاره كښته شولو