" دلته بې اجازته كښته كېدل ، عكس اخيستل او دَ جرمن عسكرانو په سترګو كي سترګي اچول جُرم ګڼل كېږي"

 دَ اِن اّوټ دَ بېخي لنډ عمل ترسره كولو ورسته چي څنګه زموږ بس دَ جرمني او دَ سوئټزرلېنډ تر منځه دَ باسېل Basle نامي بارډر دَ پلازو څخه مخته روانېدلو، نوميرنا داخبره څه وكړه، چي اول كه چا نه هم كتلو­ خو هغو هم ترشاشا وَ هغو عسكرانو ته كتل شروع كړو ­  لاكن موږ ته چا هيڅ ځكه نه شو وئيلى ، چي دې وخت موږ له جرمنۍ څخه وتي وْ ­  نور نه يم خبر، خو دا خبره مي دَ هغو عسكرانو په اړه زړه وَمنله ، چي هغه عسكران وْ خو سړي ،  لاكن ښكاره كېدلو بُتان .. ګوا داسي وچ او ساه نيولي ولاړ وْ ­

نن 37 منټه بالا لس بجې غرمه په 29م مارچ 1996ع چي څنګه دَ خوبونو جزيرې ته په ويښو سترګو ورننَوتلو ­ نو نه يوازي ما، بلكې په بس كي ناست هر ملګري شا وخواته داسي كتلو، لكه جوړه چي يې په سترګويقين نه كېدو ­

" په دې بارډر باندي كله كله دَ پاسپورټ سره سره دَ مسافرانو چېكولو دپاره بالا بس ته هم راوَخېږي ­ خو نن يې مازي په پاسپورټونو باندي ټاپې لګولو ورسته راايله كړو ­"

او بيا ميرنا وېښتان له سترګو ليري كولو سمدستي په بس كي سترګي وَغړَولې او دَ خوږې خندا ورسته مخته واي

" يُوهوهو .. زه په سوئټزرلېنډ كي تاسو ته ښه راغلى وايم ­ او باسېل نامي دا لومړنى سوئس ښار، چي موږ يې په اّبادۍ كي ورګډ شوي يُو كي يوازي جرمني ژبه وئيل كېږي ­ ګوا تاسي دا ګڼلى شى ، چي دا هېواد دَ جرمنيانو له ثقافتي يلغاره خلاس نه دى­"

هغې چي دا خبري كولې ، نو بس دَ دې ښار له ځينو نورو كارخانو په چپه دَ دوايانو او دَ سائباګائيګي كارخانې څخه مخته تېرېدلو­ او ميرنا دَ سوئس هېواد په حقله وئيلو..

"دَ قدرتي ښائيست په چپه دَ صفائي او لاسي ښائيست په باب دا هېواد دَ فرانس ، جرمني ، اټلي او اّسټريا په منځ كي په 41293 مربع كلوميټرانو باندي خپور دى او دې وخت په كي تر شپږنيم ميلئينو زيات خلګ مېښته دي ­ دارالحكومت يې بارن Bern نومېږي ، خو زيوريچ  Zurich او باسېل Basle ، چي دې وخت موږ ورڅخه تېرېږو پرته لُوسرن او جنيوا نامي غټ او واړه ښارونه هم لري ­ او بل دا، چي دَ رائن او رون دريابونه هم له دې هېواد څخه تېرېږي ­ خلګ يې سوئس او كرنسي يې سوئس فرېنك نومېږي"

سوئټزرلېنډ دَ ښائيسته ناوْ، شنو غرونو او ګڼو ځنګلونو سره سره دَ وړو او غټو سُرنګونو، چي ګاتهرډ او سمپلان نامي مشهوره سُرنګونه هم په كي راځي هېواد دى ­ قدرتي وسائل كه څه هم نه لري خو سياحت  او دَ ټوكرانو، ګهړيانو، دوايانو دَ صنعتونو پرته پېك فوډز او ځيني نور شيان يې دَ ګټي غټي وسيلې بلل كېږي ­

بس چي څنګه له يوه اوږده سُرنګ څخه سم وتلى نه وْ ، چي ګائيډ واي

" په سوئس هېواد كي كه څه هم رومن كېتهولك زيات دي ، خو پروټېسټېنټ هم څه كم نه دي ­ دلته څلور ژبي ځكه وئيل كېږي ، چي دَ څنګلورو هېوادونو لكه فرانس، اټلي ، اّسټريا او جرمني يې ځان ځانته په بارډري سيمو كي نه يوازي وئيل كېږي ، بلكې په حق كي يې خبري هم كوي"

څه مخته ګائيډ زموږ پام دَ يوه غټ فلائي اوور( غټ پُل) په لور اړَولو ورسته وئيلو، چي دا هغه پُل دى،

"چي دَ انجينئيرانو دَ غلطي اندازې له سوبه وََ نيږدې ودانيانو ته تاواني ثابت شوى وْ او اوس بيرته جوړېږي لګيا دى"

له دې خبري مخته يې كه څه هم نور هيڅ نه وَوئيلو، خو زما په زړه كي دا خبره راغله ، ګوا كه څه هم زموږ دَ هېواد په برخه دَ خلاسو شيطانانو په شمېر دلته كم شيطانان خوشي كړل شوي دي ، خو شيطان هر ځاى شيطان وي ­ هو دَ هر څه پرته هم دَ كركي وړګڼل كېږي ­ او بل دا، چي دَ خداى په دې دُنيا كي كه  څه هم هغه دَ مځكي په سر جوړ سوئټزرلېنډ دى ښه او بد خلګ لري ­

" غوا او سوئس دَ يو بل دپاره لازم وملزوم ځكه ګڼل كېږي ، چي سوئس دَ غوا ډېر احسان منونكي دى او واي ، چي غوا هغوئ ته شودې ، ملائي ، كُوچي ، غوړي او بېلابېلي رنګي مستې  ورسپاري ­ هم ځكه خو دلته دَ سُرنګونو په چپه كه بل شى زيات ليدل كېږي ، هغه خواپاكي غواګاني دي چي ښكاري "

دا خبره يې لا سمه سرته نه وه رسولي ، چي موږ دَ رائن درياب برسېره په جوړ پُل باندي تېر شولو­ او څه مخته وتلو ورسته بس دَ لوي لاري وَكيڼ اړخ ته جوړ درې چتهيزه هوټل په خوا وګرځېدو­

_____

" زما په خيال چي رېسټورېنټ به يې بالا وي ­ ښه به نه وي چي كوفي وَڅيښو ؟ "

په سوئټزرلېنډ كي دَ لومړي ګام ږدلو ورسته چي څنګه له ملګرو سره دَ هوټل په څنګ كي جوړ مني چېنجر په لور دَ پيسو بدلولو په نيت ور روان شوم ، نو تر شا مي په تېزو ګامونو رارواني ونېسا راژغ كړو ­

" هو ولي نه .."

داسي ورته وئيلو ورسته موږ دواړو پيسې بدلولو سم دستي په هغه هسك هوټل كي په دويم چهت كي جوړ ښائيسته رېسټورېنټ ته وروَختلو­ خو موږ لا سم كښېنستي نه وْ، چي داني او روني هم راوَرسېدو­ او په څنګ كي راسره كښېنستلو په وخت روني واي ­

" دا خلګ ډېر ښه بخت لري ، چي په دومره ښائيسته هېواد كي اوسېږي"

" هو، لاكن موږ هم بدبخته ځكه يُو، چي .."

" Sence of Belongingness نه لرو ستا مطلب دا دى؟ "

زما دَ خبري په منځ كي چي بيرته څنګه راټوپ شو، نو ما هم په خندا ورته وَوئيلو ­

" هو، نه يوازي دا بلكې كله كله دَ وخت او موقعې په چپه كارونه هم كوْ"

كه څه هم هغه او ورسره داني ملګرى نه شو پوهـ ، خو ونېسا ځكه وَ موسېدله ، چي هغوئ خو دلته هم بې سته زموږ تر منځه راټوپ كړي وْ ­ هرڅه هرڅه ، خو بيا هم زما ياران وْ، نو ځكه مي خبره داسي په بله واړَوله ­

" دلته امن دى او خلګ خوشاله هم ښكاري"

" ځكه خو دا هېواد دَ ميرنا په قول فقط 56 عسكران لري او بس"

ونېسا هم په ماته خله زما په ځواب كي چي داسي وئيلو، نو دې خبري په محفل كي داسي بُوژ واخيستلو چي اّخير پاى وَ دې نتيجې ته وَ رسېدله ، ګوا

" سوئس هېواد هم هغسي دَ خداى په مځكه جوړ هېواد دى لكه څنګه چي نور دي ­ خو بس توپير په كي دا منځ ته راځي ، چي دَ دې هېواد خلګ دَ ځان سره سره دَ خپل هېواد او چاپېريال په حقله ډېر مخلص او زړخُوږي لري او .."

"كوم چي موږ نه لرو"

 خو دا خبره مي كولى ځكه نه شوه ، چي كه هرڅو مي له سخن او خيچن هېواد سره اړه درلودله ، خو دې وخت خبره زموږ دَ دې حاضر مجلس ترمنځه دَ سيالۍ خو هم راغلي وه ­ او ما نه غوښتلو، چي ناسياله شم ­ درېغه درېعه چي هم دغه دَ ناسيالۍاحساس هلته زما دَ هېواد په كليوالو يا ښاروالو كي هم وى ، نو نن به موږ په كُوزو او دَ پرون نور ناسيالو قامونه راته په لوړو سترګو نه ګرځېدلو­

لنډه دا، چي دَ تاوده بحث ورسته چي څنګه له هوټل څخه دَ بس په لور تلو، نو ونېسا يو ځل بيا راته څوكه غوندي وَ وئيلو ..

"زه غواړم چي لږ دَدې سوئس هېواد دَ شپې ژوند هم وګورم ، چي څنګه دى؟ " 

كه يې څه هم په مطلب پوه شوم ، خو ځان مي پرې واچولو او دا مي غوښنلو چي ست راته په اّسانه تورو كي وَكړي ­ خو زموږ له بدقسمته  بيا هغه دواړه راڅرمه شولو او خبره نيمه څه پاته شوه ، چي ونېسا خفه غوندي هم شوه او په تېزو ګامونودَ بس په لور روانه شوه ­ او چي كله بس ته ختله ، نو يې كه څه هم شاته راوَكتلو، خو په څېرې باندي يې دَ پخوا په شان موسكا نه وه ­ په زړه كي مي يو دم دا خبره راغله ، چي دا خو لاړه خفه شوه ­ او بيا موږ درې واړه يو بل تر شا په بس كي دَ خپلو چوكيانو په لور څه  روان شولو، چي هلته ناستي خفه ونېسا نور هم تندى تريو كړو ­ او دا هغه لمحه وه، چي زه پوهـ شوم ، چي هغې ماته دَ فلپائيني ملګرو په باب دَ ست دپاره نه  بلكې زه يې له هغوئ څخه بېلول غوښتم او بس ­ هم ځكه خو بيا مخته  زه هم په ځان نه شوم خبر، چي څنګه په بس كي كښېنستم او بس كله روان شو؟ ­ ولي چي دَ هغې دَ خفګان پرته هم زما په زړه كي راپارېدلو شكونو دَ رښتياوْ په لور واټونونه تر ډېره هانده لنډ كړي وْ ­ زه به لا كېدلى شو، چي نور نور په خيالاتو كي ډوب شوى وى ­ كه چرته ميرنا په اوږه ټكولى نه وى ­

" شوقه! ته او ستا ملګري نن چپ چپ ياست ­ خېرخو دى؟ "

 " هان .. هوهو خېر دى .. خېر دى"

او زه په داسي سامَولى غوندي دَ ويښو سترګو له چي څنګه خوبه راويښ شوم ، نو داني او روني څه ، چي په بس كي زما شاوخواته ناستو ملګرو هم راباندي وَخندلو­ او ميرنا هم له خندا تكه شنه مخته تېره شوه ­ هو په داسي وئيلو كي ..

" واقعي چي شاعر يې ..."

_____

دَ دُنيا دَ توجه پرته سوئټزرلېنډ په خپله مځكه باندي دَ اقوام متحده او ځينو نورو عالمي ادارو لكه رېډكراس ، انټرنېشنل لېبر اّرګنائزېشن ، يونيسكو هېډكوارټران هم موجود لري ­ او دا خبره خو هم دَ دې ځاى دَ ښه او پُرسكونه ماحول دليل ګرځي، چي دَ دُنيا زياتره او دَ عربيانو درسته پيسه دلته په بېنكونو كي نه يوازي خوندي ده ­ بلكې دَ دې هېواد په معيشت كي دَ غټ كردار لوبَولو وسيله هم ګرځي ­ هم دغه خو هغه خبري دي ، چي سوئس خلګ په دُنيا كي په هره حواله مخه ور كوي ­ ما چي دا خبري په مزغو كي چسپَولې ، نو دَ كاسموس بس دَ سوئس هېواد په شنو ناوْ، غرو ، رغو او وړو غټو غونډيانو په لمنو كي په تك تور او پراخو سړكونو باندي مخته ډېر په خوند خوند روان وْ ­

زما په چپه په بس كي ناست هر ملګري دا هڅه كوله ، چي ډېر تر ډېره منظرونه په مزغو كي خوندي كړي ­ ځكه خو نن هره سترګه ويښه او يوې بلي خواته په ديد كولو كي مشغوله وه ­

 دې وخت موږ دَ زيوريچ Zurich په لور مخه كړي وه او په بس كي ناستو ملګرو سره سم ما هم دَ دې هېواد ښكلي نندارې په مزغو كي په ويښو سترګو خوب كولې لګيا وْ ­ ټول چپ ناست وْ ، خو يوه ميرنا وه ، چي دَ زړه خبري يې په خلې باندي داسي راوړلې ­

" دا ګورئ .. شاوخواته ښكلي مځكي ، وړې غونډياني ګڼي او زرغونې سدابهاره وني او بيا له پاسه ورباندي ورېدونكي دا سپينه واوره لا جلا ­ زما خو زړه غواړي ، چي له بس څخه ورټوپ كړم او هم په هغو ښكلو منظرونو كي ځان ورك كړم"

دا "ورټوپ كړم" توري يې داسي په خون وَ وئيلو، چي په ځاى دَ هغې په حالت دَ همدردۍ كولو، ټولوملګرو په خپلو كي يو بل ته داسي وَبوُڼېدلو لكه ميرنا چي خپله نه ، بلكې دَ ټولو دَ زړه خبره كړي وي ­ او خبره وه هم دغه رنګه ، ولي چي دَ تنګو ناوْ دا تك شين  او په لوړو او ژوَرو كي خپور درئيز هېواد په هر هر منظر كي زړه څكوني څه ، چي روح تخنوني هم كولي ­ په درست بس كي چپ له روني چي شاته په چوكۍ باندي ويده وْ ، نورو ټولو ملګرو سترګي يوې بلي خواته غړَولې ­

" سوئټزرلېنډ ته خلګ دَ سېل سره سره دَ اّرام كولو په نيت هم راځي ­ دلته په هوټلانو كي راديو، ټېلي ويژن او هيڅ قسم هنګامه نه وي ­ ګوا چي څنګه سړى وَ بسترې ته ورځي، نو بيا ويده شوى وي ­ لاكن دَ دې ټولو پرته دَ سوئس ناك (ور ټكول) ځانته ځانګړى ځكه بلل كېږي ­ چي كه چا هم يو ځل اورېدلى وي ­ نو هېرَول يې ګران وي"

بيا يې دَ خوږې خندا كولو ورسته په شوخه لهجه كي وئيلو ­

" خو درته ښئيم يې ځكه نه، چي بيا دَ اورېدلو خوند نه پاته كېږي "

دا خبري چي يې كولې نو موږ دَ سوئټزرلېنډ له يو غټ سُرنګ چي  قريبًا 5000 ميټره اوږد دى څخه تېرېدو لګيا وْ ­ دَ لائټونو پرته دلته دَ ميرنا خبرو په سمه دَ اّكسيجن دَ اهتمام په چپه هم دَ اېمرجنسي دپاره دَ نورو حاجتونو سره سره دَ ډاكټرانو ټيمونه هم شپه او ورځ په ډيوټي باندي موجود وي ­

دَ يو بل ټنل څخه تېرېدلو په وخت ميرنا دَ ځينو نورو خبرو كولو ورسته وئيلو

" سوئټزرلېنډ كه څه هم له سمندر څخه ليري هېواد دى ، خو دَ بېخي زياتو جوړو خېزيانو(ډېمونو) له سوبه دا خلګ له اوبو څخه خوندونه داسي اخلي ، لكه هغوئ چي دَ سمندر په ځئيو باندي اوسېږي ­ او په هره خېزۍ كي وړې وړې كښتياني هم دَ يخ له سوبه ولاړي ښكاري"

او بيا يې مخته وئيلو ­

" دَ نن په دې ماډرن سوئس هېواد كي دَ سړي په سر اّمدني په درسته اروپا كي دومره زياته ده ، چي دې هېواد كله هم دَ يورپي يونئين دَ ممبر كېدلو حاجت نه دى محسوس كړى او په خپل سر باندي ژوند، بلكې مثالي ژوند كولو ته جوګه ښكاري"

اوس موږ دَ لُوسرن نامي ټاوْن په روډونو باندي روان وْ او ميرنا يې په صفت كولو نه ستړي كېدله او وئيل يې ­

" موږ دې وخت دَ لُوسرن په ښائيسته ښار كي روان يُو او دا ګورئ زموږ كيڼ لاس ته هغه 700 كلن جوړه ودانۍ، چي اوس ميوزيم دى او دا چي موږ يې په لور روان يُو، هغه دَ دې ښار نامي شاپنګ ائيريا ده ­ او دا ژېړ رنګه بسونه چي موږ وينو، فقط دَ ډاك رسولو رارسولو په كار كي شپه او ورځ ګرځنده ښكاري"

دَ دې خبرو ورسته بس دَ زاړه رېلوې سټېشن دَ ټاوْرڅخه تېرېدلو ورسته دَ هغه مشهوره چېپل بريج چي له لرګيانو څخه جوړ يو پُل وْ  په لور رهي وْ­ او اّخير پاى بس دَ لوُسرن او دَ ريوس دريابونو په منځ كي غوره شوي هوار تم ځي كي دَ لُوسرن زمرى كتلو په غرض وَدرېدلو ­

_____

دَ غره په لمنه كي په يو غټ پاڼ كي تراشل شوى دَ لُوسرن زمرى ، چي په 1792 كي دَ پېرسن په خاوره باندي دَ سوئس كارډ اّف لوئيس XVI دَ ورستنۍ جنګي نخښي په سمون جوړ كړل شوى دى دَ كتلو وړ ځكه دى ­ چي په جنګي نېزې ، تُوري او ډهال باندي دغه زمرى په وازه خله داسي پروت دى لكه يو ستړى فاتح عسكر چي دَ برياليتوب ورسته دَ سكون ساه اخلي ­

دَ اّرټ دغه شاهكار په لُوسرن نامي ښار كي داسي نوم لري ، لكه په پېرس كي چي يې ائيفل ټاوْر لري ­ نوځكه موږ هم ځانونه دَ تاريخ برخه جوړَولو په نيت  ښه ډېر عكسونه واخيستلو او چي ورڅخه غبرګېدلو، نو داني راسره په څنګ شو او واي ­

" زه حېران په دې يم ، چي په دې زمري كي كوم داسي شى دى ؟ چي دومره نوم لري.. ساده خو دى"

خوتر ما له مخه ورسره په څنګ كي روان روني ورته واي

" مسټر داني .. داسي كه وَ نه كړي ، نو بيا خو خلګ ورته نه راځي ­ اوس كه ښه دى او كه بد ­ دَ خلګو خطاكولو دپاره تاريخي حوالې وركول كېږي"

" داسي به هم  وي ، خو موږ په كي ځكه هيڅ نه شو وئيلى ، چي دَ دريمي نړۍ هېوادونه او بلكې په تېره زما او ستا هېوادونه خو دومره هم نه لرو "

دا خبره چي مي وكړه ، نو روني واي

" شوقه! موږ كه هيڅ هم نه ، څه نا څه بُتان خو نو لرو، چي دَ تاريخي اهميت لري لاكن .."

" لاكن منې يي په چا ؟ ولي چي موږ خپله هم دومره په تيارو كي ايښي دي، چي كرار كرار زياته په رژېدو دي"

داني چي دا خبره دَ روني وَ خبري ته وده وركولو دپاره كوله ، نو موږ درې واړه ملګري دَ ډائينګ لائن په وړاندي تېرېدلو ورسته په بس كي كښېنستلو او بس بيا په لُوسرن ښار كي  رهي شو­ په ښار كي ځاى په ځاى شنې جهنډې ځكه راځڼېدلي ښكاري ، چي دَ راتلونكي اپرېل په مياشتي كي دَ ميوزيك مقابله دَ هر كال په رنګه دې كال هم لمانځل كېدله ­

  دَ چېپل بريج سره كښته كېدو ورسته ملګري يوې بلي خواته په شاپنګ سېنټرانو كي دَ وينډو شاپنګ په غرض ډله ډله وَوېښل شولو­ كه څه هم دا علاقه دَ كتلو وه ، خو دَ نري باران له سوبه يخ هم څه غوندي زيات وْ ­ په دې وجه خو زه ډېر ژر بيا دَ چېپل بريج په لور راچپ شوم او غوښتل مي چي چرته څه وَخورم ­ ولي چي ډېر وږى وم ­ او دَ لټون ورسته چي زه دَ يوه واړه رېسټورېنټ وَ دروازې ته څنګه رسېدم ، چي ونېسا هم ګوره چي له كومي خوا څخه  په تېزو ګامونو تر ما راوَرسېدله ­ او دَ هېلو هاى كولو ورسته دواړه دَ لنچ په نيت په رېستتورېنټ كي ور دننه شولو ­

" نن خو هم ډنر په پروګرام كي ورګډ دى"

 " هو.. دغسي خو نن سهار ميرنا وئيلو"

ما لا دَ هغې دَ خبري په ځواب كي دومره وئيلو، چي ونېسا واي

" لاكن دا په پروګرام كي راګډي ډوډياني خو زموږ دَ سېل كولو وخت هم خرابَوي ­ څنګه داسي دي كه يَه؟"

هغې چي دا خبره كوله نو داسي يې په نېغه راته كتلو، لكه هغه چي له ما زما خوښه لاس ته كوي ­ نو ځكه ما هم زړه وكړو او په سترګو كي مي سترګي ور اچولو سره سم په نرۍ موسكا كي پوښتنه وكړه ­

" نو بيا ستا مطلب دا دى ، چي ډنر هم .."

دې وئيلو

" هو.. هغه ډنر چي ما قول كړى وْ "

" لاكن بيا خو دا دَ اوس لنچ زما له خوا شو"

 " دا هم زما له خوا دى"

  " يَه يَه داسي بيا زه كله منم ­ اّخير پښتون يم"

   " څه دي وَوئيلو؟ "

ما ورته ژبه داسي واړَوله

" زما مطلب دا چي زه هم نر يم"

" كه داسي خبره ده ، نو زه خو هم ښځه يم ­ او ښځه له چا كمه ده؟ "    

او بيا دَ دې تكرار ورسته دواړو دَ مينو كارډ راواخيستلو او سترګي مو ورباندي غړَول شروع كړې ­ مخته دَ نورو نورو خبرو پرته دَ سوئټزرلېنډ دَ ښائيست او دَ دې ځاى دَ خلګو په روئيو باندي مو ښې ډېري خبري وكړې ­

 لنډه دا، چي دَ ډوډۍ خوړلو ورسته دَ څه نور وينډوشاپنګ كولو سره سره چي كله وَ نيږدې يوه سوئس واچ شاپ ته چي ورچپېدلو، نو ونېسا واي

" شوق! دا زړه مي غواړي چي په دې سوئس هېواد كي دَ ژوند په نامه داسي يادونه رقم كړم ، چي په درست ژوند مي بيا له زړه نه وَوځي"

دا خبره يې څه وكړه، چي ټول بدن مي زيږ شو، او يو دم مي دا خبره زړه ته راغله او له ځان سره مي وئيلو..

" ښه ښه .. هم ځكه خو دې انجلۍماته دَ شپې ډوډۍ كړي ده .. خُداى دي كوي خېر"

او دَ راتلونكي وخت په باب به لا په سوچونو كي نور وركېدم ، چي هغې په څنګلي وَ وهلم او پوښتنه يې وكړه ­

" څه سوچونه كوې ..؟ كور او يا بل څوك خو دي نه يادېږي؟ "

دا سوال يې څه وْ، لكه دَ پهاڼسۍ په تخته چي جلاد له مجرمه دَ اّخيري خوائيش په حقله پوښتنه كوي ­ نو په دې وجه خو زه كه څه هم وېرېدم نه ، خو دَ راتلونكي طوفان مخي ته مي دَ بارُو تړلو ضرورت ډېر په شدت محسوسولو­ هرڅه كه هغه ښځه وه ، خو ما هم دَ نرتوب احساس له لاسه نه وركولو­ او بيا پښتون خو هم وم­ ځكه مي دَ فرار لاره هم دَ مسْلې حل نه ګڼلو­

_____

دَ پروګرام په سمه څلورنيمي بجې ماځيګر بس دَ لُوسرن Lucerne ښار څخه چي مخته روانېدلو، نو نرۍ نرۍ واوره هم ورېدله او هر لور سپين ګړذ خپور وْ ­ او يو ځل بيا موږ په وړو غټو سُرنګونو كي مخ مخته تېرېدلو لګيا وْ ­ كيڼ لاس ته درياب هم راسره سره مخته غزېدلو ­ خو كله كله به دغه درياب زموږ وَ ښي لاس ته هم راجوړ شو­ او دغه رنګه موږ اودرياب له يو بله سره غاړي وتلو راغاړي وتلو­

دَ لُوسرن څخه دَ پنځلس منټو دَ سفر كولو ورسته موږ په يوه دومره غټ سُرنګ ورننَوتو، چي پوره اتهه منټه ورسته ورڅخه وَوتلو­ او دَ ګائيډ له قوله دا ټنل 9250 ميټره اوږد او دَ دې هېواد دويم نمبر غټ ټنل دى ­ خو دَ خوند خبره مي دا په كي تر نظره شوه ­ چي په سلاوْ ټيوب لائټونو كي يو هم فيوز نه وْ ­ نو ځكه خو مي خپل هېواد راپه زړه شو­ چرته چي اول خو بجلي وي نه ­ بيا كه وي هم ، نو له تمبو سره فقط دَ يو او اّخيري ځل دپاره بلبونه  لګول كېږي ­ ولي چي دَ شاته پاته هېوادونو دا كلتوري عادت ګرځېدلى دى ، چي كه كله هم يوه نيمه تُوره دَ ترقۍ په باب وهي ، نو هغه دَ يو او اّخيري ځل دپاره وهي ­ دا دَ Maintenance   رجحان ګرسره نه لري ­

دَ ميرنا له قوله ..

" دا درياب چي له موږ سره سره مخته غزَوني كوي ريوس Reuss نومېږي "

 او دغه رنګه موږ دَ سوئټزرلېنډ په ښائيسته او يادګارو ناوْ اولوړو ژوَرو كي پنځه نيمو بجو ته دَ فلئيولمن Fleulen نامي واړه سوئيس ټاوْن  چي دَ يو غره په لمنه كي اّباد وْ ته ورسېدلو ­ او بيا په نه ساعت كي دَ يو واړه درياب مخي ته جوړ هوټل چي Hirschen  نومېدو كي تم شولو­ هم دغه خو وْ هغه هوټل دى ، چي دَ ميرنا په قول ورته له ليري ليري ځايونو او هېوادونو څخه خلګ په دې سوب راځي ، چي دلته چپ له سكونه بل هيڅ نه شته ­ اوكه شته هم ، نو هغه دى فطرت ته نيږدې ژوند، چي ورته سوئيس لائف هم وئيل كېږي ­

داسي ښكاره كېدو، لكه نن چي لمر په لومړي ماځيګرپټ شوى وي ­ لاكن يَه .. دا خو هغه اوريځ وه، چي په مځكي باندي پرته وه ­

_____

" په څېرې باندي دي شوخياني نه ښكاري ، څه وجه ده؟ "

ونېسا دَ څه وخت دَ چپيا ورسته پوښتنه وكړه ­

" يَه ..يَه خېر دى"

ما له دې خبرې څخه مخته خبره ځكه نه شوه بوتللى، چي ژبي ملګري راسره نه كوله ­ او دَ كوفي دَ يو غټ غوړپ كولو ورسته مي سګرېت ته  چي څنګه تلۍ ورته كوله ، نو هغې مي له خلې سګرېټ غوټه كړو­

" سګرېټ ..؟ "

ما چي دومره وئيلو، نو هغه واي

" ولي .. كه يې نن وَڅكَوم ، نو څه بده خبره خو به نه وي؟ "

او بيا يې سګرېټ ته تلۍ لمبه كولو ورسته يو غټ دم وهلو سره په نرۍ موسكا كي وئيلو ­

" زه پوهېږم ، چي ته له ما خفه يې"

دا خبره چي يې كوله ، نو لاس يې زما په ادوم باندي ايښى وْ­ نوځكه خو مي په بدن كي وېښته وېښته دنګ وَدرېدلو او څه غوندي ورڅخه وَ څكېدم ، لاكن هغه وه چي زه يې خوشاله كول غوښتمه ­ هو،كه څه هم زه خفه نه وم اونه ما كله داسي ګيله ورته كړي وه ­ خو اوس ګوره چي چرته يې په خوب كي خو نه وم ماڼېجن ليدلى؟ چي انجلى زما دَ شونډو موسولو په غم كي نه يوازي نيول شوي وه ، بلكې ځان يې ملامت ملامت هم ګڼلو او برسېره دَ هر څه دَ خپل ظلم كفاره يې هم اداكول غوښتله ­ خو بلي خواته زه وم ، ګوا يو پښتون چي دَ نه غوښتلو پرته هم دَ يار په يارۍ كي ورګېر شوى وم ­ او دَ هغې له موډ سره سره مي پښتني روئيې ، ژبه او جذبې اړَولې را اړَولي ­

خېر.. دَ ډنر كولو ورسته چي دَ رېسټورېنټ څخه دباندي راوَوتلو، نو يخ كاڼي ماتَولو­ ځكه په تېزو تېزو ګامونو دواړه دَ مستۍ په اړه سمندر وزمه درياب سره سره مخته دَ هوټل په خوا روان شولو­ هو..كه څه هم ما هڅه كوله چي فاصله ژر تر ژره لنډه شي ­ خو هغه وه ، چي تندكونه خوړَلو په چپه هم په وار وار دَ خړو اوبو دَ هغو مستو څپو په لور ورغبرګېدله ، چي دَ هرڅه څخه دَ فناكېدو پېغام يې په واز كُومي اورَولو­

نه زه لېونى وم او نه هغه ، خو دومره راته معلومه وه .. چي زموږ په چپه تر ليري ليري پوري هيڅوك نه ښكاره كېدو­ كله كله به مي داسي هم وَ سنجَولو، لكه زما بدن چي به اوس يخى شي او بيا چي به مي ونېسا ته پام شو، نو پښتني غېرت به بيرته مخته په تللو وَ پارَولم ­ هم دغه رنګه دَ لوى بادار لُور او زه كه څه هم دَ فطرت په اړه اور او اوبه ، او دَ حېثيت په تول كي اّسمان او مځكه وْ­ خو بيا هم څنګ په څنګ چي څنګه هوټل ته وردننه شولو، نو دَ هوټل په لابي كي هم چپ له يو سړي بل هيڅوك نه وْ ­ ځكه خو موږ هم دَ خپلوانو رنګه په خپلو كي دَ څه بُوڼېدلو سم دستي په پوړيانو دَ دويم چهت په خوا داسي ژر ژر وروَختلو لكه غله ، چي دَ غلا موقعه يې موندلي وي ­ هو، كه څه هم حقه دا وه ، چي نه زه غل وم او نه هغه غله .. بلكې هلته زموږ خوني وې ­

_____

يو دم مي سترګي راخلاسي شوې او په پلنګ باندي جګ كښېنستم ­ په زړه كي مي وئيلو، چي دا څوك كېدلى شي، چي زما دَ خوني وَ وره ته يې لرګى راكښلى دي او ماتَوي يې ­ زړه كه څه هم تر حلقه پوري راغلى وْ او بدن مي رېږدېدلو، خو همت مي وكړو او راولاړ شوم ­ دروازه چي مي څنګه په وېره وېره خلاسه كړه، نو څه ګورم .. چي يو سوربُوژى ولاړ دى او څُوكان يې دروازې ته نيولي وْ ­

" اې وروره! خېر خو دى ... څه پور دي راباندي دى؟ "

" مارننګ مارننګ سر"

او هغه په خندا داسي دَ بلي دروازې په لور روان شو، لكه هيڅ چي يې نه وي كړي ­ ځكه ما چي هم څنګه په خشم دروازه بنده كړه، نو يو دم مي دَ ميرنا هغه دَ سوئس ناك خبره راپه زره شوه او داسي كرار وَ موسېدم او غسل خانې ته دننه شوم ­

 كه څه هم له خوبه ځنګېدمه او وجود مي دَ برايه شپې دَ يخ او بې اّرامۍ له سوبه مات مات وْ، خو دَ كاسموس دَ ټائيټ پروګرام له كبله دَ سوئس باتهـ كولو ورسته اووه نيمي بجې خواته دَ ناري كولو په نيت لاندي لابي سره جوخت رېسټورېنټ ته وركښته شوم ­

دَ رېسټورېنټ له غټو شيشو څخه دَ مخامخ غر، چي په سر يې ډېره واوره پرته وه ډېر ښكلى ښكاره كېدلو­ نو ځكه مي ژر ژر نارى وكړو او دباندي وَوتم ­ او دَ هوټل په دروازې كي ورته وَدرېدم ­ لا مي دَ سرابجن روح او تږي زړه تنده دَ سترګو په لار دَ قدرت په دې ښكلو نندارو سمه نه وه ماته كړي ، چي دَ لوري ويوار او لوري اوګريك سره مي دَ هغوئ دَ مستيانو له لاري په واورو باندي دَ ويښتلو لوبه پئيل كړه ­ او بيا څه وخت ورسته چي څنګه ځيني نورو ملګرو هم په دې لوبه كي برخه واخيسته ­ نو زه ساهكېدلى غوندي يوې خواته لا سم درېدلى نه وم ، چي تر څنګه مي ولاړ كې ­اېس ­ چان ، چي وْ نسلاً جاپانى ، خو په كېنېډا كي استوګن وْ راباندي ژغ وكړو­

" هاى شوق! دَ اروپا دَ شپو ژوند خو تا انجواى كړو"

يو دم مي په زړه كي راغلو، چي چرته خو يې برايه زه او ونېسا نه وْ ليدلي ­ بيا مي خپله وَ زړه ته تسلي په داسي خبره وركړه..

" ځه ياره .. دا څه مشرقي هېواد خو نه دى، چي په كي وصال دَ يارانو تر منځ ګناه ګڼل كېږي"

او په لوى زړه مي خبري ورسره پئيل كړې ­ كه څه هم هغه لږ ډېر په لغازي انداز ژغېدلو، خو ما يې هر څه ته له صفر سره ضرب وركولو او خپل سېل مي كولو­ او داسي مي محسوسولو لكه ما چي هم دغه منظرونه له ډېر پخوا په خوبونو كي ليدلو­ ولي چي هر ننداره زما دَ خوب ننداره وه ­ او اوس خو دَ ونېسا دَ څو ګنټهو ملګرتيا دا سيمه زما دَ يادونو په كتاب كي دَ يو ښكلي باب په توګه هم نوښته شوي وه ­

"چرته وې ته برايه شپه ؟ په ډنر كي هم نه وې "

څه وخت ورسته چي دَ تيار بس  په څنګ كي ولاړ وم ، نو داني چي دَ روني او ونېسا په منځ كي تر ما پوري راورسېدلو پوښتنه وكړه ­ ما هم يو ځل ونېسا په سترګو كي سترګي واچولې او بيا مي ورته وَوئيلو ­

"ويده وم .. او خوبونه مي انجواى كولو"

 " اېكړ كه…"

روني په شوخه لهجه كي فقط دومره څه وَوئيل، چي وار مي ژر تر لاسه كړو او ګويان شوم ­

" وم خو يوازي ، لاكن په خوب كي به نو خامخا څوك خو راسره وْ "

او بيا مي ونېسا ته لاس وَغزَولو، كومه چي تر ما هم زياته ټُوك ټُوك برېښېدله ­

 غرض دا، چي په 30م مارچ 1996 سهار پاوْبالا اتهه بجې يو ځل بيا دَ كاسموس كاروان دَ لُوسرن لېك دَ فلئيولم نامي ټاوْن څخه مخ په وړاندي پېښه وكړه ­

"څنكه ياست ، هې دَ كاسموس ملګرو؟ بيا هغه موږ يُو او سفر.. ګوا يوه ورځ به دا سفر هم لكه ژوند سرته ورسېږي او موږ او تاسو به په خوبونو او خيالونو كي سره وينو­"

ميرنا چي دا خبري كولې، نو زما سره په څنګ لاكن ښي لاس لائن كي ناستي ونېسا زما په لور په مړو مړو داسي راوَكتلو لكه  واي، چي

" شوقه! ما ستا دَ ژوند په حسينو لمحاتو كي خپله څېره او دَ ځان په باب څو ستړي لمحې دَ يادونو په څير داسي وكرلې ، چي اوس كه وه هم غواړې .. نو ما به  نه شې هېرَولى"

او بيا مي دَ دې سوچ ورسته ځكه په نېغ نېغ ورته كتلو، چي زه هم دا ورته وَوايم ، چي

" ونېسا! ګوره، چي ته به هم دَ پښتنې غوندي وفا ته ملا وَتړې ؟ كه يَه خبره به هغه دَ پښتو دَ متل وي .. ګوا يار تر كوڅه تېر كړه، رنګ يې هېر كړه وي ­ ولي چي ته خو دَ هغي ټولني غړي يې ، چرته چي مينه هم دَ Dating love په رنګه څېرې بدلوي"

نور نه يم خبر، خو كله چي به مي سترګي سره څلور شوې ، نو به يې خله خندا ته نه جوړېدله ­ هو خود لكه چي هغه هم دَ برايه دَ  خپل زړه دَ خواږه رنځ  له سوبه نه وه ويده شوي ­

دَ څه مزل كولو ورسته ميرنا په ډكه خله خندا كي واي

" تاسو به نو خامخا په سوئس ناك خوند اخيستى وي؟ "

دومره چي يې وَوئيلو، نو په بس كي دَ خندا كړيكي شروع شوې او هر يوه وَ خپل نيږدې ملګري ته خپله خپله كيسه پئيل كړه او تر ډېره پوري په بس كي ژغژغه وه چي سفر يې نور نور دَ سېل او ناستو ملګرو دَ موجودګۍ په احساس خوږولو­ لاكن يو وخت بيا دَ ګائيډ ژغ په سپيكرانو كي خپور شو او واي

" هغه ګورئ .. دَ روډ وَ كيڼ لاس ته چي كوم خلګ په وردۍ كي وينئ ­ هغوئ دَ چمني درېشي كوي او دا به هم وَوايم ، چي په خپل وخت دغو وښو ته كهاد هم وركول كېږي"

او دا هغه علاقه وه ، چي دَ جغرافيائي  ښكلاګانو پرته تر ليري ليري پوري په دې شنه يخ كي هم شنې درختي او تك شنه بوټي يو اّرټسټ ښه متاثره كولى شي­ او زه خو بيا شاعر وم ، داسي منظرونه ما له ځان او جهانه باسي ­ هم ځكه مي دَ " ژوند كه فرېبي جنت؟ " نامي نظم بيا ټوله ورځ دَ تكميل په لوري په سوچ كولو باندي هڅولم ­

" نن شپه به ګهړياني يو ساعت دَ سمرټائم په سمه مخته كول كېږي ­ او دَ سبا ټول شيډول به دَ سمرټائم په سمون سرته رسول كېږي .. دا په ياد لرئ "

ګائيډ چي دا وئيلو، نو موږ دَ Arth نامي ټاوْن په اړخ كي تېرېدلو اودَ فضا بڼه هم تر ډېره هانده صفا شوي وه ­ څنګه څنګه چي بس مخته لاره لنډَوله ، دَ سړك دواړو ځئيو ته ځاى په ځاى جوړ دَ رنګېدلي چتهونو وړې او غټې ودانياني نوري نوري واضح كېدلې ­ په هر ټاوْن كي دَ فقط يوه چرچ هسكه ميناره ډېره ښه ښكاري ­

اوس چي موږ دَ يوې شنې غونډۍ په لمن كي تېرېدلو، نو ميرنا وئيلو­

" دلته دَ هر چرچ وختي ژنګ تر ليري ليري پوري ځكه اورېدل كېږي ، چي علاقه ټوله غريزه ده ­ ژغ په كي ايكو پيدا كوي"

او بيا يې يو دم خبره داسي واړَوله ..

" دلته Tip وركولو رواج تر نورو اروپائي هـېوادونو زيات دى ­ هر ځاي ټيپ اخيستل كېږي ­ څوك چي ټيپ نه وركي نو هغه بد ګڼل كېږي"

هو.. برايه ما دا خبره محسوسه كړي وه ، ګوا چي په رېسټورېنټ كي يې سروس كولو، نو ټېبل بواى يا انجلۍ به لكه زما دَ هېواد هوټل باروالا  تر هغو نه تلو، چي مايوسه شوى نه وي يا يې څه ورڼَولي نه وي ­ او نه يوازي دَ دې فلاحي مملكت خلګ څه غاور طبعيته هم دي او وئيل كېږي چي..

"جرمن سوئس په طبعيت كي اضطراب لري، اّسټرين سوئس ټوكيال طبعيته او موسيقي خوښوي ­ دغه رنګه فرنچ سوئس نخرې بازه او فېشنيان دي ­ لاكن اتالوي سوئس څه غوندي زيات مذهب پرسته او قدامت پسنده يادېږي"

په سوئټزرلېنډ كي ډېمونه(خېزۍ) دومره ډېري دي، چي ورته دَ ناوْ دَ هېواد پرته دَ خېزئيو هيواد هم وئيل كېږي ­ دَ سوئټزرلېنډ دَ نندارو په حقله به دا وَوايم، چي دلته دَ هر څو كلوميټره ورسته نوي او بېل رنګيځه نطارې سترګو وړاندي راځي ­ هم په دې خو ورته جنت وزمه خاوره هم وئيل كېږي ­

دَ زوګ Zug نامي ټاوْن ، چي دَ ميرنا په قول اّبادۍ يې 15000 تنه ده سره په اړخ كي تېرېدلو په وخت ما داسي سنجولو، لكه دا كلى چي هم ما كله ليدلى وي ­ هو داسي دلته دَ هرچا په مزغوكي يو نيم ځاى راځي­

څه مخته  وَ كيڼ لاس ته ولاړي له يوې زړې كلا، چي اوس دَ زړې وسلې عجائب ګهر دى كودارګن نومېدله څخه مخته وتلو په وخت فضا ډېره صفا وه او هر څه داسي برېښېدلو، لكه پرېمنځلي چي يې وي ­

_____

هغه مځكه ، هغه ماحول ، خو دَ ميرنا په قول موږ اوس په نوي هېواد لېچټنسټائن ، چي يو نيم ځاى يې خپل بېرغ هم رپېدلو ته پېښه وكړه ­

" زه دَ كاسموس له خوا تاسو ته په لېچټنسټائن كي ښه راغلى وايم"

او بيا يې په خوږې خندا كي وئيلو

 " وايمه ، چي مسټر دانيال كه په دغه سپيډ، چي په يوه ګنټهه كي  تر دېرش كلوميټره زيات نه دى كي روان وي ، نو هم كېدلى شي دَ دې هېواد دَ بېخي لنډي پېژنګلوى دَ مخه موږ ورڅخه وَ وځو"

په دې خبري باندي په بس كي ناستو ملګرو سره زه هم حق حريان پاته شوم او دَ هرچا په تندي باندي دَ هغې دَ خبري دَ وضاحت په حقله سوالونه لوستلو ورسته ګائيډ واي

" هغه ځكه چي دا هېواد چي په دې وړه ناوه كي اّباد دى ، تش 160 مربع كلوميټره علاقه لري او په كي 28181 خلګ مېښته دي ­ دغه ټاوْن وزمه ښار وادُوز Vaduz چي دې وخت موږ په كي روان يُو يي دارالحكومت دى ­ دلته دستوري باچهي ده او كرنسي په كي دَ سوئس فرېنك چلېږي ، خو سركاري ژبه يې جرمني ده"

په زړه كي مي وئيلو، چي دا خو هېواد نه بلكې كلى دى او باچا به يې هم دَ وړوكي خان يا ملك څخه غټ نه وي ­ دَ وړو او ځينو غټو بلډنګانو په منځ كي په روډونو باندي يوې بلي خواته ګرځېدلو، چي ميرنا زموږ پام دَ هغه كلا وزمه ودانۍ په لور واړَولو، چي مخامخ دَ غره په سرباندي جوړه وه او وئيل يې ­

" دَ دې هېواد باچا دَ هغه غره په سرباندي جوړ محل كي اوسېږي ، له كومه ځايه چي ښه په اّسانۍ باندي دَ درست هېواد پُولي ښكاري"

او په دې كليوال هېواد كي دغه دَ باچا غونډۍ خو وه ، چي دَ سېلانيانو پام يې په هغې خوا وراړَولو ­ ټوْرسټان ورته په زيات شمېر راځي هم ځكه ، چي هر هغه څوك چي دَ سوئټزرلېنډ ويزا لري ، هغه دا هېواد هم كتلى شي ­ ګوا خپله ويزا نه لري ­ 

په تنګي او اوږدې ناوې كي مېښته  دا هېواد دَ زراعت سره سره ځيني كارخانې هم لري او يا ښه سكولونه ، چي په كي زياتره دَ نيږدې هېوادونو هلكان سبقونه واي ­ خو دَ معاش زياتره اړه يې په سياحت  باندي ده ­ او دَ غره په سر باندي جوړ دَ باچا هانس اېډم محل وادُوز كاسل نومېږي ­ چي په دولسمي صدۍ كي جوړ كړل شوى وْ ­ له ليري څخه هغه محل دَيو پښتون خان له خټو او كاڼو جوړ كور برېښېدلو، خو تك شنه غره اودَ غره په لمني كي جوړ كورونو يې ښائيست ځانګړى كړى وْ ­

 غلط به نه وي كه وَوايم ، چي دَ يوې ګنټهې په سېل كي موږ بيا دَ دې هېواد زياتر سيمي تر سترګو وَايستلي ­ هرڅه هرڅه ، خو دَ دې هېواد يو بل اړخ ته غرونه دَ سوئس هېواد په مقابله كي كه څه هم لږي ډېري وچي كلكي او ډبَريني پرشي هم لري ­ خو لمني يې په وړو وړومځكو كي دَ كروندو دپاره جوړي كړل شوي وې ­

 په دې هېواد كي ځيني خلګ دَ خپلي مطالعې په سمه ژغولو ورسته چي دَ فلپائني ملګرو سره په يوه رېسټورېنټ كي وردننه شوم ، نو ګورو چي هلته ونېسا له هغه مسټر چان سره په مېز داسي جوخته ناسته وه ، لكه هغه چي يې خپل يا دَ مور يار يا مېړه وي ­ او دواړو كه څه هم موږ وَليدلو، خو داسي يې سترګي واړَولې لكه ګرسره چي يې ليدلي نه يُو ­

" دغه خو مسْله ده په دې امريكايانو كي، چي وفا نه لري"

".. او دَ خپل غرض پوره كولو ورسته لاس هم اېله كړي"

هلته په كونج كي دَ يو وړوكي مېز شاوخواته كښېنستلو سم دستي چي ما دَ ملګري روني په رائې باندي رائې وركړه ، نو داني دَ موسېدلو ورسته واي ­

" مسټر شوق! كه غواړې نو به بل رېسټورېنټ ته لاړ شو"

ما به لا اوس ګپه ورسره منله ، چي روني له خشمه واي

" Fuck her موږ څله ځو، هغوئ دي لاړ شي كه يې .."

او په دې كلكي شكنځا يې موږ په دومره غټي كړيكي وهلو مجبوره كړو، چي چان او ونېسا هم زموږ په لور وَكتلو، لاكن په ډېر كارېدلي نظرونو­
اوس كه څه هم موږ ګپه په بل لور اړَولي وه، خو له مزغو مي هغه مُرداره امريكنه نه وتله او په وار وار به مي دَ سترګو له كونجو ورته كتلو ­ اوس كه هغوئ هره ګپه كوله ، خو زه دَ غله غوندي په دې خبري باندي ورته يشېدم، چي چرته .. هو هغسي ګپه خو نه سره كوي ، كومي چي پرون موږ تر منځه كولې ­ 

_____

 دَ اروپا دَ دې واړه كلي وزمه هېواد Liechtenstein له مركزه چي بس څنګه مخته رهي كېدلو، نو دَ ونېسا په څنګ كي اوس دَ سهار په شاني پېغله Mae نه ، بلكې هغه دَ هوس مرئيىچان ناست وْ او دواړو ډېر په خوند ګپه كوله ­ هم دغه وجه وه، چي ماهم دَ هغې په ... باندي اور لګولو په نيت  په خپل څنګ كي ناستي كائيكو سره ګپه خوږه كړه او دَ هغې په سنجيده خبرو مي هم هڅه كوله چي وَخاندم ­

" دَ سوئټزرلېنډ هغه ريټائرډ خلګ چي هست من دي دَ ژوند اّخيري شپې او ورځي دلته تېرولو دَ پاره استوګنه خوښوي ­ ولي چي دَ ډېر پُرسكونه هېواد سره سره دَ بې ځايه قسم قانوني لارو چارو څخه اّزاد هم دى "

  په ډائرۍ باندي دَ ميرنا دغه خبري اړَولو ورسته چي څنګه ما سر پورته كړو، نو څه ګورم  چي ونېسا په ما كي سترګي داسي ښخي كړي وې لكه هغه چي هم ښه ډېره... هو، ځكه خو چي يې څنګه سترګي راسره څلور شوې ­ نو دَ لغازي موسكا سره يې سمه خله هم كږه غوندي  كړه او بيا يې كائيكو ته سترګي ور اړَولو ورسته داسي په خشم مخ په بله واړَولو ­  لكه هغه چي له كائيكو سره دَ تاوْده مجلس كولوپه سوب له ما خفه وي ­ بس بيا نو څه وْ، ما نوري نوري مالګي دَ هغې په پُرهارونو دُوړَول شروع كړې ­ او"زېرى دَ ميني" نامي نظم خو هم دَ دې موقعې په سمون په ريكارډ راغلو­

دَ لېچټنسټائن څخه دَ وتلو له مخه چي بس دَ يو دنګ غره په لمن كې رهي وْ ، نو دَ كيڼ لاس په خوا جوړ سټېډيم وزمه ځاى په لور ميرنا زموږ پام اړَولو په وخت وئيلو­

" دا دَ لوبو ميدان نه ، بلكې ګنج دى او دلته اسپي او غويان خرڅول كېږي"

او له دې ګنج څخه سم دستي موږ دَ پارليمنټ هاوْس ودانۍ وَ ښي لاس ته پرېښوله او په شل منټه كي دننه دننه بيا دَ كاسموس بس دَ اّسټريا دَ بارډر دَ پلازو مخته دَ اٍن اّوټ كولو په غرض برېك شو­

" داسي راته ښكاري ، لكه موږ چي به ډېر ژر درسته نړۍ داسي تر پښو وَ باسو ، لكه سړى چي په نه ساعت كي  په یو واړه كلي كي شاوخوا راوګرځي ­ او دلته مي زړه لږهغه خبره ، چي نړۍ ته په كي كلى وئيل شوى دى هم وَ منله ­ ولي چي دَ اروپائي دَ هېوادونو دَ سېل په مستۍ كي ورځي  شپې داسي مخ مخته اويښتلې ، لكه ساعتونه او دقيقې "

دومره مي لا وَ ډائرۍ ته نه وْ سپارَلي ، چي ميرنا بيا په پاسپورټونو باندي ټاپې لګولي وې ، چي بس ته راوختله او په ساهكېدلي خواږه انداز كي واي

" اّسټرين په دې وار ښه دي .. په خبرو باندي هم باور كوي "

او مخته يو ځل بيرته دَ يو بل نوي هېواد دَ كتلو هيلو په سېلانيانو كي اضطرابي كېفيتونو زېږېدني پئيل كړي وې او هر چا غاړي داسي غزَولې لكه ډېر څه په لږ وخت كي دَ ليدلو هڅي كوي ­