څنګه چي زموږ بس دَ لېچټنسټائن څخه دَ اّسټريا وَ هېواد ته پېښه وكړه نو له دې سره سم دَ دولس بجو سائرن ، چي ورته يې Satureday Noon وئيلو هم وَژغېدلو او دَ اٍيل درياب River ill سره په څنګ څنګ مخته روان شولو
" يوهو.. اّسټريا ته ښه راغلى وايم"
دَ كاسموس اسكارټ ميرنا له دې خبري ورسته په بس كي تر نيمو زياتو ملګرو په ګډه يوهو يوهو، هي هي هو هو غوندي كورس وئيلو سره سره كه خپړي هم وَهلې، خو ميرنا هم له چا كمه نه وه، له خندا سره سم يې لاسونه هم يوې بلي خواته داسي څنډلو، لكه اوس چي به ګډېږي
" په منځنۍ اروپا كي اّباد هېواد اّسټريا، چي دَ اوو هېوادونو تر ميان په 83853 مربع كلوميټرانو باندي خپور دى او په خپله خاوره باندي تر اووه نيم ميلئينه زيات خلګ ، چي جرمني ژبه واي اوسېږي دَ غرونو يوه غټه سلسله په كي هري خواته دَ جال غوندي خوره ده او په كال كي شپږ اووه مياشتي ورباندي واوره پرته وي نو ځكه خو دلته دَ سكائينګ ( په دوْ دړو باندي دَ لكَړو په كومك په واورو دَ ښوېدلو لوبه) بېخي ډېر خوښَول كېږي او دَ يوې اندازې په سمون 50 مشهوره ځايونه دَ سكائينګ دپاره غوره شوي لري او خپل هېواد دَ لوبغاړو پرته دَ نړۍ دَ بېلو بېلو هېوادونو څخه سكائرز ورته راځي"
هغې چي دا خبري كولې، نو زموږ وَ يو اړخ درياب او بل اړخ ته په ځنګلي ونو كي پټه دَ غره لمن وه ، چي په كي تك تور سړك مخته غزېدلو باندي زموږ كاروان رهي وْ او ځاى په ځاى مو كروندې ته جوړي مځكي هم شاته پرېښولې ګوا دَ دې ځاى دَ خلګو دَ معاش په وسيلو كي زراعت هم لويه برخه لري
بل دا ، چي كه څه هم دَ دې هېواد مځكه په خپله لمن باندي 37 فيصده ځنګلونه لري ، خو دا ځنګلونه دَ غټو او ګڼو ونو له سوبه داسي برېښي ، لكه درست هېواد چي په ځنګل كي پروت وي
"دَ اّسټريا دارالحكومت ويانا نومېږي ، چي په جرمني ژبي كي Wien هم ورته واي ډېر غټ او انټرنېشنل ښار دى له دې پرته Graz , Linz او SalzBurg هم غټ او نامي ښارونه دي په اّسټريا كي سركاري مذهب رومن كېتهولك دى لاكن دلته تر شا پاته شوْ هېوادونو مذهبي اّزادۍ زياته ده كرنسي يې شيلنګ Scilling نومېږي"
دا خبري چي مي كوم وخت تر غوږو تېرېدلې ، نو موږ وَ خپل كيڼ لاس ته له دوه چتهيزه ، خو بې څلور دېواليزو ودانيانو څخه تېرېدلو كه څه هم هغه ودانياني په څه څه واټن باندي جوړي وي ، خو تر نورو اروپائي هېوادونو غټي ځكه دي چي وئيل كېږي ، دلته څه څه روايات دَ غټو كورنيانو هم شته چي په كي واده دَ جوړې او دَ هغوئ دَ بچيانو سره سره مور او پلار هم اوسېږي حقه خبره ده ، چي دَ دې سيمي خلګ دَ رښتو په حق كي راست برېښي او ملګرتيا يې هم څه وخت باسي
" دلته چي تاسو هر لور دَ كروندو دَ پاره مځكي جوړي وينئ .. نو دَ دې دا مطلب هم نه دى ، چي ګني دا خلګ تشه كشت كرونده كوي بلكې دلته صنعتي ژوند هم ډېر مخته دى او بل دَ پټرولو او نور معدنيات درلودلو سره سره كمبلي هم په دې هېواد كي جوړېږي"
كمبلي؟ په دې توري باندي ميرنا كېدلى شي، چي په دې وجه زور وركړو، چي دې وخت موږ له كومي سيمي تېرېدلو ، هلته په څه فاصله باندي دَ غره څُوكي په واورو كي پټي وې او داسي ښكاره كېدلو لكه دباندي چي ډېر يخ وي
په اّسټريا كي سُرنګونه تر سوئټزرلېنډ هم بېخي زيات دي او دَ هر څو كلوميټرانو ورسته بس دَ يوه نا يوه ټنل دننه تېرېدلو كله كله به په يونيم فلائي اوور باندي هم تېر شولو روډونه ښه دي لاكن دَ روډ په دواړو ځئيو باندي يې بريښېدونكى ماحول دَ سوئس هېواد په سر نه وْ
_____
څنګه څنګه چي موږ مخته لاره لنډَوله ، نو له واورو څخه ډكي سپيني مځكي دَ غرو په لمنو كي زياتي تر سترګو كېدلې او دَ غرونو څُوكي هم وار په وار دَ اّسمان په لور ور غزېدلې لګيا وې ځاى په ځاى به دومره ګڼ ځنګلونه مخي ته راغلو، چي بې دَ شنېزې به تر ليري ليري پوري بل هيڅ نه ښكاره كېدلو خو بيا به يو دم داسي علاقه هم راغله ، چي دَ ډبرو او دَ غرونو دَ وچو پاڼونو او پرشو پرته به بل يو شى نه برېښېدلو او ما به داسي سنجولو، لكه زه چي په خپلو ناوْ كي دَ خپل كلي په لور رهي وم
" په دې ګڼو ځنګلونوكي پټ دا غټ غرونه چي اوس هم واوره ورباندي پرته ده كه څه هم دَ كوه پېمايانو دَ پاره دَ زړخوښۍ ډېر څه شته ، خو دومره يخ وي په كي ، چي كله كله يې درجه حرارت تر منفي 25ډګرۍ سنټي ګرېډه هم لاندي وَلوېږي"
دَ څورلس كلوميټره اوږد سُرنګ څخه راوتلو سم دستي ميرنا دا خبره وكړه او بيا يې دَ اّسټرينو په باب وئيلو
" داسي خو په درستي اروپا كي دَ اتهلس كلونو ورسته هر ځوان او پېغله دَ ژوند دَ لاري ټاكلو په اړه خپل واكه دي ، خو دلته په اّسټريا كي داسي رواج نه شته هو وجه يې دَ لويو كورنيانو رواج كېدلى شي كه يَه نو دَ دې ځاى دَ وفادارۍ خاصه لوى لاس په كي لري"
خبره چي تر وفادارۍ راغله، نو ما دَ ونېسا او هغې زما په لور داسي وَ كتلو لكه هغه چي ما او زه هغه ملامته ګڼم لاكن څومره چي دا په خپله امريكائي موډ غره وه او زه يې ماتَول غوښتلم ، نو زه خو هم پښتون وم هو په خپله هوډه ولاړ پښتون چي كه په مينه كي سر بائيللو ته ملاتړي ، نو دَ كركي په وار هم له چا كم نه دغه خو وجه وه ، چي هغې خپله او ما خپله كوله ګوا دَ دې كركي دَ راپارېدلي احساس له مخي زه دَ نه غوښتلو پرته هم له كائيكو سره او هغې له چان سره ګپه خوږوله هغې څله داسي كولو؟ په دې كه څه هم هغه خبره وه خو زه نه وم خبر په دې سوب خو مي په ... ورته تبه وه
" دَ اّسټريا خلګ دَ ميوزيك ډېر شوقيان دي نه يوازي يې په خوند خوند اوري ، بلكې كه لار پيدا كړي ، نو خپل قسمت هم دَ سندرغاړي په توګه ګوري او بل دَ دې هېواد وائن هم په درسته نړۍ كي ښه لوړ نوم لري لاكن تر ټولو دَ خوند خبره په دې خلګو كي دا ده ، چي ټوكي ټكالي نه يوازي زياتي كوي بلكې خوښَوي يې هم ګوا دَ خوشاله طبيتعه خلګ دي"
ميرنا چي دا وئيلو، نوما دَ ستر موسيقار موزارټ په حقله دَ سوچ پرته داسي هم محسوسَولو لكه دا چاپېريال چي دَ عاشقانو استوګن ځاى وي او په هر دوراو زمانه كي ورباندي دَ ميني راج پاته شوى وي او بيا څوكه څوكه دومره له ځانه دَ خيال او خوبونو په لارو كي ورك او وَ وېښل شوم ، چي ما ګڼلو لكه زه چي خپله موزارټ يم
هم دغه هغه موقعه وه چي " دَ موزارټ په موسيقي كي" نامي نظم دپاره تهيم مي په مزغو كي غزوني پئيل كړي وي او ورو دَ تكميل په لور روان برېښېدلو هو ، كه څه هم په درسته ورځ دا تهيم نظم نه شو، خو وَ ډائرۍ ته مي وَ سپارلو، (كوم چي بيا په دې بله ورځ دَ موزارټ په ښار سېلزبرګ كي نظم شو) -
لنډه دا، چي دَ دې شاعرانه موډ پرته مي هم دَ كائيكودَ ماتي ماتي او وړې ژبي په مجلس هغه دَ شګاګو دَ پېغلي ونېسا باړ نه ماتېدلو او نه مي له مزغو څخه هغه وتله ځكه خو مي بيا بيا سر دَ هغې په لور داسي كږېدلو لكه زه چي مات شوى وم ورته هو كه څه هم حقه خبره دا وه ، چي دَ خوائش په مرۍ مي پښه ايښي وه
يوه نيمه بجه دَ اّسټريا په ښائيسته او تنګو ناوْ او ټنلونو كي موږ دَ اٍنزبروك Inns Bruck نامي ښار څخه 25 كلوميټره دې خواته له اٍن درياب River Inn سره چي په څنګ كي رهي شولو او ميرنا وئيلو
" اٍن دَ دې درياب نوم دى چي ورسره سره موږ مخته روان يُو او بروك په دې درياب باندي جوړ پُل ته واي نو ځكه كوم ښار چي زموږ منزل مقصود دى هغه اٍنزبروك دَ اّسټريا يو مشهوره ښاردى چرته چي به دَ سټي سېل ورسته ماښام په تاريخي هوټل ډولنګر ، چي قريباً 400 كاله پخوانى جوړ دى كي شپه تېرَوْ "
او بيا يې واوْ .. يوهو غوندي نارې وهلو ورسته وئيلو
" په اّسټريا كي خواړه هم ډېر ښه او خوندَور مشهوره دي ارزانه هم شته ، خو ګران يې بېخي ګران هم وي ګوا له سلاد ، برګر څخه تر چرغې او بوفې پوري خوراكونه ځاى په ځاى لاس ته راتلى شي "
دا خبره چي يې سرته ورسوله ، نو لس منټه ورسته بس هم دَ غټ او ډېر ښائيسته روزن نامي رېسټورېنټ مخي ته وَدرېدلو او ټول ملګري دَ غرمې ډوډۍ خوړلو په نيت له بس څخه كُوز شولو
_____
زه او فليپينو ملګري بېلابېل خوراكونه په لاس كي يوه كېبن وزمه كونج كي پروت خالي مېز ته ورسېدلو او چي لا سم كښېنستي نه وْ ، نو داني واي
" يار دي په څه حال دى ؟ "
" كوم يار؟ "
ما هم ځان ناخبره غوندي اچولو ورسته چي بيرته له هغه څخه پوښتنه وكړه نو روني وَخندل او واي
" واه ..اوس ياران هم نه پېژنې"
ما به لا ورته څه وئيلو، چي بيرته خپله واي
" هغه يار"
ما چي دَ رېسټورېنټ دَ لوي دروازې په خوا وَكتلو، نو ګورم چي هغه امريكنه پېغله چي په نه څه له ما خفه وه له هغه چان سره ګډه دننه راروانه وه
" عجيبه خلګ دي دا امريكائيان هم؟ "
" له تا څخه څه ، دا خو له موږه هم خفه ښكاري لكه چي؟ "
دَ داني دَ سوال په ځواب كي روني هم دَ ونېسا په لور كتلو ورسته شك څرګند كړو لاكن ما ورته وئيلو
" يارانو! هغه پوهـ شوه ، دَ هغې كار موږ ولي خپل مازغه ورباندي ګرځوْ"
" هو اېله كوه يې لاكن زه به ګيله ورڅخه كوم ضرور"
دَ روني له دې خبري سره سم موږ خبري په بله واړَولې او دَ تودې كوفي څخه مي خوندونه هم اخيستل شروع كړو مخته خبري دومره دَ ټوْر او ملګرو په حقله شوخي شوي ، چي دَ روني په پرله پسې ټوكو باندي زما او دَ داني خلې وَ ټولېدلو ته نه جوړېدې زموږ له كړيكو په هوټل كي ناستو خلګو څه ، چي دَ انكل سام لمسۍ هم زموږ په لور په برګو راوَكتلو، خو بيا يې هم خله خندا ته نه شوه جوړه
دَ ډوډۍ خوړَلو ورسته چي دَ روزن هوټل څخه دباندي راوتلو ، نو ګرېګ او ونيلا هم راڅرمه شولو او ټول په ټولۍ كي دَ بس مخته وَدرېدلو او دَ كاسموس دَ سېل او انتظام په باب مي خورا ډېري خبري وكړې او ونيلا چي تر ډېره چپ وه ، په اّخير كي واي
"ښه به دا وْ ، چي په دې سېل كي له هوټله تر هوټل پوري تګ نه ، بلكې ځاى په ځاى مو كېمپنګ كولى"
دا خبره يې لا سرته نه وه رسولي ، چي مسته لارا هم راوَرسېدله او په شوخۍ كي واي
" ولي تاسو نه ځئ ؟ چي ونيلا دَ كېمپنګ مشورې دركوي"
روني وار لاس ته كولو ورسته واي
" څه لېوني خو نه يُو، چي"
دا يې لا نه وْ وئيلي ، چي ګرېګ په خندا كي واي
" نو دَ دې مانا دا شوه ، چي زما خوږه ونيلا لېونۍ ده"
او له دې سره سم موږ په ډكه خله خندا وَ بس ته ختل شروع كړو
بس چي څنګه په موټروې باندي رهي شو، نو ميرنا وئيلو
" فقط پنځلس منټه ورسته به موږ وَ اٍنزبروك ته وَرسېږو"
دې وخت زموږ كيڼ لاس ته دَ رېل ګاډۍ پټړۍ هم راسره سره مخته غزېدله او څه وخت ورسته چي موږكله دَ Inns Bruck په ښار كي وردننه شولو، نو ګائيډ واي
" دا دَ اّسټريا هغه ښار دى ، چي شاوخوا يې غرونه ولاړ دي او دلته دوه ځله دَ اولمپك لوبي شوي دي .. ګوا په كال 1964 او 1976 كي بله خبره دا ، چي دې يو اړخ او بل اړخ په دنګو غرونو كي خورا ډېر ځايونه دَ سكائينګ دَپاره غوره شوي دي"
" ګوا دا ډېر سوړ ښار دى"
راسره په څنګ كي ناستي كائيكو هم چي څنګه وَوئيلو، نو ګائيډ خبره داسي كش كړه
" دلته هره پنځمه نوكرۍ دَ سپورټس په اړه سپارل شوي ده ګوا دومره په زيات شمېر Winter Sports كېږي دَ ويانا ورسته دلته بېخي زيات طالبعلمان ، چي په شمېر 25000 يادېږي په هاسټلانو كي اوسېږي كوم چي دَ دې ښار دَ درستي اّبادۍ پنځه فيصده دي"
او بيا دَ ټولو سېلانيانو پام خپلي خواته اړَولو ورسته واي
" دا خبره مي نوټ كړئ او ګورئ ګورئ چي په هېره هم لاندي دَ زميني سېل په وخت له ما فرمائيش نه وكړئ هغه ځكه چي دَ دې ځاى دَ قانون له لاري ، دلته بې دَ لوكل ګائيډه بل هيڅوك سفري كمنټري نه شي كولى"
دَ اٍن درياب په سر جوړ پُل باندي بس تېرېدلو ورسته موږ دَ دې زاړه ښار انزبروك ، چي په نهمه صدۍ كي يې بنياد ږدل شوى وْ كي دَ سټي سېنټر په لور مخه وكړه
دَ اٍنز په غريزه ناوه كي جوړ دغه ښار داسي ښكاره كېدلو، لكه موږ چي دَ اّسټريا دَ خګو په باب يو فلم ګورو ولي چي دا ښار دَ غټو او خپل ځانګړو ماڼيانو او ودانيانو له لاري تاريخي ورثه برېښېدلو دېوالونه يې ډېر زاړه او تر ډېره هانده رژېدلي هم وْ
په لاره كي چي كله موږ دَ يوه پخواني چرچ چي په كال 1599 كي جوړ كړل شوى وْ او ميرنا له قوله .. دې ځاى ته پوپ هم په دوړه راغلى وْ سره په څنګ كي دَ رېلوې سټېشن وَ خواته تېر شولو مخته دَ اېډم برائي، چرته چي لوكل بئير خرڅېږي وَ خپل كيڼ لاس ته پرېښولو ورسته دَ بېخي زوړ او تك ژېړ هوټل يوروپا له مخه وتلو سره سم دَ سټي سېنټر په لور پېښه وكړه
په سيټي سېنټر كي دَ كُوزېدلو ورسته لوكل ګائيډ، چي زړه ښځه وه په راهنمائي كي دَ دې سټي سېنټر په شاوخوا علاقو كي ګرځېدلو ورسته دَ ګولډن رُوپ (دَ سرو زرو چهت) په خوا وَره غلو
" دا ګولډن رُوپ ، چي په ښكاره دَ بالكوني چهت دى ، له اصله په 2000 ژېړو ټائيلونو باندي جوړ شوى دى او دا ټول ټائيلونه دَ سرو زرو په اوبو باندي پرېمنځل شوي دي دا چهت په شپاړلسمه صدۍ كي باچا سلامت په خپله خوښه ډيزائن كړى وْ "
له دې ځايه موږ كرسټل شاپ ته يوړل شولو، چرته چي دَ كرسټل څخه جوړ شيان دَ هيرو په قيمت خرڅول كېږي لاكن بيا يې هم خلګ ځكه اخلي ، چي دَ دې شاپ شيان په نورو ملكونو كي ډېر ګران اخيستل كېږي
دَ انزبروك په زياترو برخو كې سېل كولو ورسته بيرته په سټي سېنټر كي دَ يوې ګنټهې دپاره خوشي كړل شوْ دې وخت دومره يخ وْ ، چي كه دا وَ وايم ، چي داسي يخ ما كله هم په ژوند كي نه وْ ګاللى ، نو غلط به ځكه نه وي ، چي دَ نري باران او نرۍ واورو سره سره سړې هوا دَ بدن له هډونو غوښي بېلَولې لاكن بيا هم هغه زه وم او زما لېونى شوق .. چي دَ جنون وَ پُولي ته په رسېدو وْ
دلته چي ما كومه خاص خبره وَليدله ، هغه دا وه چي دَ دې دومره يخ پرته هم زياتره پېغلو هاف سكرټونه اچولي وْ او پښې يې تر ادومانو پوري لغړي يا نرئيو ماسيانو باندي پټي كړي وې او بل ، خلاسو ځيګرونو يې هم داسي څرګندولو، لكه دَ دې ځاى پېغلي چي په فطرت دَ هغو سپينو اېژانو په رنګه وي ، چي په واورو كي ژوند كوي او په وچو دښتونو نه
بلي خواته زموږ ملګري پېغلي وې ، چي ځانونه يې سرتر پښو داسي په كوټونو او وړو غټو مفلرانو كي نغاړلى وْ ، لكه دَ درست جهان ساړه چي په هغوئ ورمات شوى وي
" اور څه وي ، جامه او ټُوكر څه وي ؟ "
دا خبره كه څه هم بيا بيا مزغو ته راتله ، خو كله به پښتني غېرت په دې خبره هم وَ پارَولم ، چي كوټ او مفلر وَغورځوم ولي چي چاپېريال مي سترګو ته دَ خزان دَ څېرو سره سره سپرلي هم غوړَولو
_____
پنځه نيمي بجې مازيګر، چي يخ خپلي انتها ته وَرسېدلو نو موږ دَ هوټل ډولنګر، چي يوه زړه كلا برېښېدلو او دَ تاريخي شان وشوكت له سوبه ډېر مشهوره هم وْ مخي ته كښته كړلى شو
هوټل څه وْ ؟ له چتهونو يې واخلې بيا تر دروازو او كهړكيانو هن تر فرنېچره او بسترو پوري شيانو يې دَ زړې زمانې حال وئيلو زه چي څنګه خوني ته ورسېدم نو مي ځان داسي وَسنجولو، لكه زه چي دَ دې دور نه بلكې دَ هغې زمانې سړى وم .. چي انسانانو اېله له يو بل سره دَ ژوند كولو هڅه كړي وه
دَ ټولي ورځي دَ ستړيا او په هډونو كي ننوتي يخ له سوبه مي زړه كېدلو، چي په تودې بسترې كي ورننوځم او ښه ويده شم لاكن دَ دې خوني له وړې بالكونۍ ، چي شاوخوا په شيشو باندي خوندي كړل شوي وه څخه دَ باندي ښكاره كېدونكو منظرونو زه هلته په پرتې زړې چوكۍ باندي په كښېنسلو مجبوره ځكه كړم چي واوره هم لا بېلا دباندي ورېدله لګيا وه
ماخستن په غټو او تودو كوټونو كي نغښتي ټول ملګري لاندي دَ هوټل په ډائينګ هال كي په خوراكونو داسي ورمات شولو، لكه له تېرو څو شپو او ورځو راهسې چي هيچا هيڅ نه وي خوړلي لاكن ما او اېس ټي باكسوالا فېميلي خوند ځكه نه ورباندي واخيستلو، چي دَ سوَر له غوښو سره سره كه څه هم دَ پوسُونو او چرګانو غوښي په دېګونو كي پرتې وې خو موږ يوه مېز شاوخوا ته ناست سبزياني او ماهيان خوړلو
" په داسي يخ كي چي غوښه نه وي ، نو لوږه نه ماتېږي"
باكسوالا چي دا خبره وكړه ، نو ورسره ناستي لور زينت وئيلو
" هو، ځكه خو دا ټول ملګري پورك خوري لګيا دي"
" دا غوښه لكه چي ډېره ګرمه ده ، چي خلګ يې په يخ كي خوري"
دَ لُور دَ خبري په حق كي يې مور زينب چي داسي وئيلو، نو باكسوالا موسېدلو ورسته واي ..
" لاكن موږ ته بې فائدې "
خبره يې لا سمه سرته نه وه رسولي ، چي زما وَ ښي لاس ته ناست داني دَ پورك غټه بوټۍ خلې ته كولو ورسته په ګوال وهلو كي واي
" دا تاسومسلمانان څله دَ سوَر غوښه نه خورئ ؟ دَ دې او پُوسه غوښه خو يو رقم ده"
" هو، ده خو يو رقم .. لاكن دا سور دى او هغه دَ پُوسه غوښه او بس دغه خو يې فرق دى موږ مسلمانانو ته"
دَ داني دَ خبري په ځواب كي چي زينت خپله رائې داسي څرګنده كړه ، نو ما هم دَ ټوكي په انداز كي ځان په غازيانو كي داسي وَليكلو
" خبره اّسانه ده ، ګوا تاسو يې خوښه ناخوښه ګڼئ او موږ روا او ناروا"
دا خبره څه وه ، چي دَ ټولو خلې خندا ته داسي ويړي شولي ، چي له نيږدې مېزه څخه لوري اوګرېك راباندي ژغ وكړو ..
" اُووللا.. مزې كوئ مزې"
او بيا چي دَ خندا جراثيم دَ هغې تر مېزه رسېدلو، نو ميرنا هم په څرپي تر موږه پوري راوَرسېدله او پوښتنه يې وكړه ..
" دا اېشئين ګروپ بيا په كوم شي هنګامه كوي؟ "
او مخته څه وْ ، چي دَ ځواب انتظار كولو دَ مخه خپله هم زموږ په هاهو كي راګډه شوله ښه خندلو او خپړي وهلو ورسته دَ روني په اوږو باندي دَ چوكۍ له شا خپل تيان بار كولو په وخت واي ..
" دا شوق او روني چي سره يو ځاى شي ، نو هلته غم نه ، خنداګاني وي "
"..او مستياني هم"
دَ ميرنا خبره پرې كولو ورسته زړَې لوري په خپل تېره ژغ كي چي داسي وَوئيلو، نو ميرنا واي ..
" هو، دا شوق خو چي دَ ورځي وخت دَ خبرو دپاره نه لري، دَ شپې بيا ويدېږي لا نه"
" څنګه به ويدېږي ؟ خوب ته چي يې خلګ نه پرېږدي"
روني يې په ځواب كي دومره په زوره دا خبره وكړه ، چي محفل لا نور تود شو او ځيني نور ملګري هم راغونډ شولو او بيا دَ كاسموس ملګري ټولۍ ټولۍ په لابي كي مېزونو شاوخواته دَ ګپو او تاش په نيت كښېنستلو خو ما غوښتلو چي بالا خوني ته لاړ شم او څه وَليكم ، هم ځكه چي دَ پوړيانو په خوا ور روان شوم ، نو په لار كي له نورو خوندكيانو سره ناستي لاراكُوك راباندي ژغ وكړو
" راځه راځه .. نن خو له موږ سره هم كښېنه"
كېدلى شو، چي ورسره كښېنستى وى ، كه هغه غاوره ونېسا نه وي ورسره ناسته نو ځكه مي داسي معذرت وكړو
" طبعيت مي ښه نه دى ، ځم ويدېږم"
او لا مي دويم ګام مخته اخيستلو، چي ونيلا را ولاړه شوه او تر لاس يې وَنيولم او له ځان سره په صوفې باندي په رك زوركښېنولم او واي
" نن به تاش كوْ"
" لاكن تاسو خو خپله هم پوره ياست"
ما شاوخواته سترګي ځغلولو ورسته چي دا ورته وئيلو، نو بلينډا واي
" دَ ونېسا او فلانۍ فلانۍ نه دى زده "
غرض دا، چي دَ نه غوښتلو پرته مي هم دَ كائيكو په ملګري كي له بلينډا او مستي لاراكُوك سره په تاش كي دَ مقابلي دَپاره داسي ملا وَتړله ، چي له تاش سره سره لارا او بلينډا زما او دَ مخامخ ناستي ونېسا دَ ملګرتيا په باب ټوكي هم شروع كړې او دَ نورو خبرو پرته لاراكُوك لا يو وار داسي هم په خندا كي وَوئيلو
" دا دواړه دومره هوشياران دي ، چي دَ بل له مخه خبري نه كوي .."
"..خو ليدل كېږي بيا هم څنګ په څنګ "
ونيلا چي دَ لاراخبره مخته دومره كښوله ، نو بلينډا هم وار داسي راباندي وكړو
" او هغه هم اېكړ اېكړ لكه مئينان"
دا هغه خبره وه ، چي تاش په مېز پاته شو او موږ په خندا ځكه سر شولو ، چي ونېسا هم سر ښورلو ورسته داسي په اړامه موسكا كي وئيلي وْ
" May Be "
_____
دَ سمرټائم په لومړۍ ورځ ، ګوا 31م مارچ 1996ع په شنه سهار چي ګهړيانو اتهه بجاوَلې، نو په بس كي كښېنستو او بس دَ ميرنا دَ سهار سلام اچولو ورسته مخته روان شو
" هېپي سمرټائم .. له ننه ګهړۍ يو ساعت مخته شوه وايم ، چي دا هغه موسم دى ، چي په اروپا كي څه ، چي دلته په اّسټريا كي هم ځواني جوړې دَ سېل په نيت يوې بلي خواته وځي او لمر انجواى كوي خو دا بېلا خبره ده ، چي دې كال دَ يخ موسم څه غوندي اُوږد شو"
ميرنا چي خبري كولې ، نو واوره هم وار په وار تېزېدله ګوا څنګه څنګه چي موږ مخته لاره لنډَوله سپين خُوپ هم دَ واوري هغومره ډېرېدلو او څه مخته خو دا حال شو، چي پورته كښته او هر لور تك سپين خُوپ او واوره ښكاره كېدله او زموږ دَ بس په مخامخ شيشه باندي هم دومره واوره پرته وه ، چي وائپرونه ورباندي ډېر په ګرانه چلېدلو
په بس كي ناست ملګري داسي چپ وْ لكه اوس چي به دا بس له هغوئ سره سم په دې خُوپ كي وركېږي خو زه بيا په دې وېرېدلم ، چي كه بس راخراب شو، نو به څه كوْ ؟ تر ليري ليري پوري اّبادۍ نه ښكاري او نه دې وخت دومره زيات ټرېفك وْ خو يوه ميرنا وه ، چي په دې موسم كي داسي مستۍ ته جوړېدلي وه، چي يو سيټ بل سيټ ته يې ډكه خله خنداګاني وړلې او په ډېره مينه مينه له هر چا سره ژغېدله كله چي زموږ له چوكۍ سره مخته تېرېدله ، نو كائيكو واي
" دا ميرنا داسي دَ خوشالۍ ښودنه ځكه كوي ، چي هغه دَ ملګرو زړونه لوړَوي ، چي وَ نه واهمېږي"
دَ كائيكو دا خبره څه وه ، چي زما هم وېره شروع شوه او په زړه كي مي كليمې وئيل شروع كړې خو څه مخته يو دم كائيكو زما په اوږه سر دَ ماشوم غوندي رالګولو ورسته په وړه ژبه كي واي
" شوقه! زه وېرېږم ، هو داسي نه چي .."
ما به لا اوس تسلي وركوله ، چي هغې وَوئيلو ..
" كه داسي څه وَ هم شولو، نو ته خو به ماهم ژغورې "
او بيا دَ اوُهوهوهوهو كولو ورسته واي ..
" ولي چي ما او تا خو اېشئين هم يُو "
دې چي خبري كولې ، نو نوره نوره مي په بدن كي راچخېدله هم كه څه هم زما حالت په بس كي دَ ناستو خلګو څخه بېل نه وْ ، خو دَ كائيكو وَ زړه ته پښتون شوى ضرور وم او داسي مي ځان ټينګ كړى وْ ، لكه زه چي ډېر لوى پالوان وم دَ دې هر څه پرته هم ميرنا په سپيكرانو كي وئيلو
" لكه څنګه چي تاسو خبر ياست ، چي موږ اوس دَ سېلزبرګ په لور روان يُو لاكن تر هغه دَ مخه به موږ يو ځل بيرته قريبًا شل كلوميټره په جرمنۍ كي مزل كوْ او بيا به مخته په سېلزبرګ كي به ښه سېل كوْ "
كه څه هم ميرنا دا هڅه كوله چي په خبرو باندي زموږ زړونه بېداره وَ ساتي خو له بده مرغه واوره نوره نوره زياتېدله او اوس خو دا حال وْ، چي چپ له روډه ، بل هر لور دَ واورو غرونه ولاړ برېښېدلو
" هېر به مي نه شي اّسټريا ستا ژمى" نامي نظم په ډائرۍ اړَولو سره سره مي دا سوچ هم په برخه شوى وْ چي اوس كه په ريښيا دلته بس خراب شو، نو زه به دا جاپانۍ پېغله په دې واورو كي چرته چرته ګرځوم ؟ او بيا خو په داسي موسم كي مرګ هم اېله بهانې غواړي كه دا ناجوړه شوه ، نو به يې تر كومه په اوږو ګرځوم او يا كه چرته زه له پښو وَ لوېدم ، نو خُداى خبر چي دا به مي غم وَ خوري ولي چي دا خلګ تش ځانونه وار كوي اوبس ..
دَ شېخ چلي غوندي به مي لا نور نور ولاتونه په سوچ كي سر كولو ، چي يو لاس مي په اوږو محسوس كړو او مخ مي لا نه وْ وراړَولى ، چي تر غوږو مي بېخي خوږ او بلده ژغ هم راتېر څه شو چي دَ سوچونو له لارو بيرته راغبرګ شوم او څه ګورم چي ونېسا مخامخ راته ولاړه ده او يو چاكلېټ يې په لاس كي نيولى دى او واي ..
" دا واخله چاكلېټ شوقه "
" واړ .. دا خو به ډېر خوږ وي "
ورته په حېرت كتلو او دَ منني دَ موسكا وړاندي كولو ورسته په پسخوندي انداز مي خپله خبره سرته دَ رسولو سره چي څنګه لاس وروَغزَولو، نو تر شا په تاړيانو كي روني او داني دَ مباركۍ زېرى راكولو لګيا وْ
زه پوهـ شوم ، چي دا ټول شرارت دَ هغوئ له خوا وْ لاكن زړه مي خوشاله بيا هم په دې خبره باندي وْ ، چي ونېسا په نرۍ خندا كي كله زما او كله دَ هغوئ په خوا كتلو خو چي څنګه دَ ميرنا ژغ په بس كي خپور شو، نو هغه هم بيرته خپلي چوكۍ ته ورتېره شوله او ميرنا وئيلو
" دَ واوري ورېدلو خپل خوند دى لاكن دَ دې هېواد خلګ په دې واورو كي خوندونه اخلي او هڅه كوي ، چي زيات وخت په واورو كي دباندي تېر كړي او بيا په دې خبره كي شك هم نشته ، چي دَ ځينو خلګو واوره خوښيږي هم زياته هو لكه دا زه او زما په رنګه نور نور يې خوښَوي "
خبره يې چي تر دې ځايه راورسېدله ، نو مي داسي محسوس كړلو ، لكه ونېسا چي زما په لور ګوري او وه هم دغسي خبره .. ګوا هغې زما په لور كتلو او سترګي چي مي څنګه ورسره څلور شولې نو داسي يې په برګو سترګي په ما كي راښخي كړې ، لكه هغه چي راته واي ..
" شوقه! ته واقعي چي په خپل ضد كي پښتون وَ وتې ګني دَ لوى بادار دَ لُور په حېثيت خو ما غوښتلو، چي ځان ته دي مرئيى كړم "
او بيا يې په نرۍ موسكا كي له سترګو وېښته داسي شاته وَ څنډلو، لكه هغې چي زما دَ سترګو په وړاندي نه ، بلكې دَ دې شاعرانه موسم له سوبه ماته خوړَلي وي ولي چي بيا مي تر ډېره په هغې كي پام وْ ، چي هغې واورو ته ډېر په لمبه شوْ نظرونو كتلو
_____
"داسي واوره كه زموږ په هېواد كي ورېدلى ، نو دا تګ راتګ به نه وى بلكي په درست ژمي كي به خلګ دباندي نه ، په كورونو كي ناست وى"
ما چي دا خبره په ډائرۍ باندي اړَوله ، نو بس دَ يو دنګ غره په لمن كي داسي روان وْ ، لكه اوس چي به دا بس په دې تك سپين غره كي ورننوځي او موږ به دَ همېش دپاره په كي ورك شو لاكن زما دَ سوچ په چپه بس په خپل رفتار مخته ځكه روان وْ ، چي دلته روډ زيږن جوړ شوى وْ ، چي دَ ښوېدلو امكان ورباندي ډېر كم وْ
پنځه منټه بالا نهه بجې سهار موږ دَ اّسټريا او جرمني په پُولي باندي دَ اٍن اّوټ كولو ورسته چي يو وار بيا په جرمني كي مزل كولو ته جوګه شوي وْ هر څه هغسي وْ، خو يو شى چي بدل بدل سترګو ته برېښېدلو، نو هغه وْ دَ دې ځاى كرسمس وزمه دَ سائپرس وني، چي په سپينو واورو كي ورنغښتي برېښېدلې او بل يو درياب وْ ، چي زموږ يو اړخ او بل اړخ ته راسره سره غزېدلو
" كوم هېواد له كومه ځايه شروع كېږي ؟ دا هغه سوال دى چي زما په خيال دَ هر سياح په مزغو كي به حتمًا سر پورته كوي ولي چي ، نه چرته تارونه شته او نه باډري كرښي ښكاري"
دا چُړت مي لا په سمه سرته نه وْ رسولى ، چي ميرنا هم دغسي خبره په سپيكرانو باندي په دې ټكو كي كوله
"هغه خلګ چي دَ روزګار دپاره په غلا باندي دَ اّسټريا وَ دې سيمي ته راغلي وي او غواړي ، چي له انزبروك څخه دَ سېلزبرګ په لور لاړ شي ، نو په هغوئ كي زياتره په دې ځاى كي ځكه ونيول شي ، چي دَ اّسټريا له اړخه غله چي شېلنګ كرنسي ورسره وي دلته څنګه په كارَوي ، نو وَنيول شي ولي دا خو دَ جرمني سيمه ده او دلته جرمن مارك چلېږي "
دا خبري چي ميرنا كولې ، نو بس دَ يو غټ درياب وَ كيڼ لاس ته دَ سېمربرګ نامي ټاوْن په لور وَ ګرځېدلو، او يو ځل بيرته په سپينو واورو كي پټ دنګو غرونو په منځ كي مخته رهي وْ او كائيكو دې وخت كه څه هم له ما لږ ليري شوي وه ، خو داسي پوښتني يې كولې لكه ګائيډ چي زه وم .. ميرنا نه كه مي څه هم ځان ورڅخه پېچلو، خو هغې هم ګوره چي څله زه په خبرو كي بوخت ساتلم او غوښتل يې چي ورته دَ ګډاګي غوندي لوبي وكړم او ما هم داسي كله كله ځكه كولو، چي ونېسا ورباندي وَ سېځم
پاوْ بالا لس بجې كه څه هم هغسي واورين ماحول وْ ، خو ملګرو په خپلو كي خبري شروع كړي وې او وېره څه غوندي كته شوي وه لاكن زما تر شا ناستو ملګرو له خلو څخه W C غوندي خبري مي هم بيا بيا تر غوږو څه راتلې ، چي خپله مي هم ترحاجت ځاى پوري وَ سټاپ ته سترګي ستړي شوي وې ولي چي په يخ كي دَ حاجت ضرورت زيات پېښېږي نو ځكه خو مخته دَ ملګرو په خوښه حاجت پوره كولو ورسته چي بس بيرته په موټروې منډه پئيل كړه ، نو ګائيډ وئيلو ..
" سېلزبرګ له دې ځايه فقط دِ پنځلس منټو په واټن باندي دى او دَ نور سېل سره سره به موږ هلته په سېلزبرګ كي دَ اروپا دَ بېخي مشهوره تاريخي موسيقار موزارټ ، چي په ميوزك كي يې انقلاب راوړى وْ كور ته هم په چكر شو بل دا چي دَ غرمې ډوډۍ به هم په سېلزبرګ كي خورو"
او بيا يې مخته وئيلو، نو دا واخلئ دَ موزارټ هغه ميوزيك ، چي دَ هالي وُډ په بېخي ډېرو فلمونو كي ژغول شوى دى او دلته دَ روايت په سمه هر څوك چي واقعي وَ موزارټ ته خراج تحسين وړاندي كوي ، هغوئ دَ هغه له ميوزك سره دَ هغه دَ ښار په لور لاره لنډوي نو راشئ ، چي موږ هم دَ موزارټ په موسيقي كي دَ هغه دَ ښار، ګوا سېلزبرګ په لور مزل وكړو او بيا نرى نرى ميوزيك دَ رپېدلو مغربي راګونو په سمون په بس كي خوږ خوږ ژغېدلو لګيا وْ
څنګه څنګه چي موږ دَ سېلزبرګ په لور ورنيږدې كېدلو، نو هغومره دَ موزارټ دَموسيقي خوند سېوا كېدلو او كله كله خو به ما داسي هم وَ سنجولو، لكه دَ موزارټ په موسيقي كي چي دا نظارې هم ژغېږي ولي چي دومره سرور وْ په كي او دغه خو هغه لمحې وې ، چي دَ پرون راهسې هغه نظم ، چي دَ " دَ موزارټ په موسيقۍ كي" تر عنوان دلاندي زه دَ خيالونو په ټاپوګانو كي يوې بلي خواته دَ مجنون غوندي دَ ليلا ليلا رنګه تورو په لټون كړَولم ، اّخر هم دا دى سرته رسولو ورسته ډائرۍ ته ور وَسپارَلو او پيرته دَ موزارټ وَ موسيقۍ اورېدلو ته يو غوږ شوم
خوند به يې لا هغه وخت نور هم وكړو ، چي دَ مېرنا ژغ به هم كله كله ورسره داسي پورته شو، لكه هغه چي په موزارټ مئينه وي خو څه مخته يو ځل چي هغې څنګه له ساز سره بُوڼېدل سرته رسولي لا سم نه وْ رسَولي، چي دَ روني ژغ ورسره پورته څه شو، چي په درست بس كي خنداګاني داسي پئيل شوې ، لكه هغه چي ټوكه كړي وي خو دا ټوكه نه ، بلكې دَ پخوانۍ زمانې دَ سندري وئيلو " هاهوهوهو هو" اّسټرين او اروپائي طرز وْ