دَ اروپا دَ سمرټائم په لومړۍ ورځ وَ غرمې خواته دَ كاسموس بس ، چي په كي دَ ستر اّسټرين تاريخي او كلاسيكل موسيقار موزارټ خوږ ميوزيك ژغېدلو دَ اّسټريا دَ نوموړي ښار سېلزبرګ ، چي ورته دَ موزارټ كور هم وئيل كېږي په لور په موټروې باندي رهي وْ
په غرو رغو او هوارو باندي دَ مزل خوند په خپل ځاى ، خو دَ موټروې دواړو اړخونو ته په واورو كي پټ ټاوْنونه شاته پرېښولو سره سره دَ سُرنګونو او يو نيم فلائي اوور څخه بس مخته كه په ډېره مزه منډه وهله، خو بلي خواته اسكارټ ميرنا هم په خواږه ژغ كي داسي ژغېدله
" په اروپا كي دغه هېواد دَ هسكو غرونو، ناوْ، دريابونو، خېزيانو او دَ سكائينګ سپاټونو له سوبه ډېر نوم لري ګوا دَ سكائينګ پرته هم په دې هېواد كي دَ اّوټ ډور لوبو دَ پاره بېخي زياتي مواقعې موجودي دي"
ميرنا چي دا خبري كولي ، نو په روډونو باندي داسي ډېر موټران موږ وَليدلو ، چي په چهتو يې سكائينګ پېډونه تړل شوي وْ
بيا چي كله ، ګوا دَ يولس بجو خواته زموږ بس دَ سېلزبرګ وَ غټ كمرشل او په ډېرو ماناوْ مهم او دَ سېل وړ ښار ته پېښه وكړه دَ ځيني كارخانو، ودانيانو او شاپنګ سېنټرانو په منځ كي ، يا اړخونو ته تېرېدلو سره سره چي موږ دَ ډاوْن ټاوْن (دَ ښار مركز) په لور روان وْ او ميرنا وئيلو
" دَ ښي لاس وَ خواته هغه بلډنګ ، چي دوه عسكران يې ګېټ مخي ته ولاړ دي زالزا نومېږي او مخته يې دَ ډسټركټ اټارني ودانۍ هم ولاړه ده "
او له دې سره سم موږ دَ سېلزبرګ وَ مركزي ښار ته وردننه شولو، چرته چي دَ ښار دَ جديدو تقاضو په سمون ښې غټي پلازي ، شاپنګ مالونه ، دوكانونه او يا واړه غټ پاركونه دَ پراخو روډونو دواړو څنډو ته ليدل كېږي څه مخته دَ ميرنا په قول موږ دَ هغې زړې كلا وزمه ودانۍ مخي ته هم تېر شولو، چي تر اوسه په كي اوسېدونكي دَ زاړه قانون له لاري له هر رقم ټېكس څخه خلاس ګڼل كېږي غرض دا، چي يو وخت بس په نونتال نامي علاقې كي درېدلو سره سم چي كله دَ مخامخ چرچ له ټاوْره خوږ غوندي ساز پورته كېدلو، نو موږ خپلي مخي ته خوشي كړل شولو
دَ Sunday Prayer په نيت ټولو عيسائي ملګرو وَ هغه چرچ ته مخه وَكړه او موږ مسلمانانو او دَ بُدهـ مت ملګرو هم دَ چرچ سېل كولو په اراده دَ هغوئ تر شا شا روان شولو او دَ چرچ په نقش و نګار باندي سترګي ځغلولو ورسته په نيږدې زړو او نوْ بلډنګانو شاوخوا راګرځېدلو سره سره موږ دَ موزارټ په كور او كوڅه كي پښې كښېښولې او بيا له هغه ځايه دَ موزارټ دَ ميوزيكل اّوزارونو دپاره جوړ كړل شوي ميوزيم په لور ورچپ شولو
وئيل كېږي ، چي هر كال په دې ښار كي دَ موزارټ په ياد كي موسيقي مېله هم لمانځل كېږي او په دې مېلې كي دَ نړۍ او دَ اروپا سندرغاړي په ډېر شمېر برخه اخلي يو ځاى دَ موزارټ دَ مجسمې سره په خپل خپل وار عكسونه اخيستلو ورسته دَ كاسموس ملګري دَ لنچ كولو او شاپنګ په نيت يوې بلي خواته وَ وېښل شولو
دَ راتلونكي ايسټر، چي په اووم اپرېل باندي به لمانځل كېږي ته تياري كولو له سوبه داسي ښكاره كېدلو لكه مېله چي لګېدلي وي دَ رنګارنګ اګيانو پرته نوري تحفې په هره تړه او دوكان كي دَ خرڅلاوْ دپاره پرتې ښكارې
يخ هغسي ډبري ماتَولې او نرۍ نرۍ واوره هم ورېدله ، خو بيا هم دې ښار دومره زړخوښياني درلودلې ، چي هر ملګرى په خپل خپل چكر كي بوخت ښكاره كېدلو او دَ ميرنا هغه خبره ، چي دَ دې ځاى دَ خلګو په حقله يې كوله هم بده نه وه ګوا ما هم داسي وَ سنجَولو، لكه دا خلګ او په تېره ښځي يې په يخ كي ګړسره باك نه كوي داسي ګرځي لكه دا چي ژمى نه بلكې دوبى وي
دَ فلپائيني ملګرو سره مي دومره اّواره ګردي وكړه ، چي په يخ پوهـ نه شوم خو بيا چي ستړي شولو، نو درې سره په يوه لاره باندي دَ رېسټورېنټ په لټون كي روان شولو
" نن بيا هغه ظالمه نه ښكاري"
داني غوزۍ راباندي اچولو ورسته چي دا وَوئيلو، نو ما ورته وئيلو
" وروره! هغه دَ بادار لُور او موږ دَ دريمي دُنيا خلګ .. څه مقابله مي تر منځه كېږي؟ "
" لاكن هغه خو دوې ورځي دَ مخه .."
" هو، لاكن هغه ورځ .. هغه ورځ وه او نن بيا نن"
دَ روني دَ اشارې په ځواب كي چي مي داسي وَوئيلو، نو داني زموږ پام هلته دَ يوې جوړې په لور اړَولو ورسته واي
" هغه ګوره څنګه خوند يې له دې موسمه واخيستلو"
هو، دغسي كيسه وه ، ګوا له دُنيا او جهانه بې خبره يې دَ يو بل په شونډو كي شونډي وركړَي وې
_____
دَ پروګرام په سمه يوه نيمه بجه ماڅپښين زموږ بس دَ ميرنا له دې خبري سره سم مخته روان شو، چي
" په دې ښار كې درې شيان ډېر نوم لري او هغه دي .. موزارټ خپله ، دَ موزارټ ميوزيك او دَموزارټ په نوم جوړ ځايونه اوبس "
هو په دې خبري كي شك هم نه وْ، ولي چي په دې زاړه تاريخي ښار كي دَ زړَو ودانيانو پرته هم هر څه هر څه دَ موزارټ په رنګ كي رنګېدلي ښكاري ما چي هم داسي خبري په ډائرۍ كي اړَولې، نو كائيكو راته واي ..
" دا ته څنګه دومره كولى شې ؟ "
" پوهـ نه شوم ؟ "
ما چي په ځواب كي بيرته له هغې وضاحت وَ غوښتلو، نو دې وئيلو
" ګوا، يوې خواته دا ليكل راليكل او بلي خواته ريكارډنګ هم كوي بلكې عكسونه هم اخلې او سوالنامې هم لا جلا ډكوې دا هرڅه دَ كوم نوعيت مطالعې دَپاره كوي ؟ او څنګه دي دَ لاسه كېږي؟ "
او زما دَ ځواب انتظار كولو له مخه بيرته واي ..
" زما خو دا حال دى ، چي په دې كتلو راكتلو او دې سفر كي دومره ستړي شم چي .."
" مګر جاپانيان خو ستړيا ګړسره مني نه ما خو دا اورېدلي دي "
دَ هغې خبره مي ماتَولو ورسته چي داسي وَوئيلو، نوهغې په خندا كي خله داسي وكړه ..
" ولي جاپانيان انسانان نه دي كه څه ؟ "
" دي خو انسانان ، لاكن روبوټ وزمه "
ما چي دا وئيلو، نو هغې دَ خوږې موسكا ورسته زما لاس په خپلو لاسو كي اخيستلو ورسته چي دَ ځان په لور وركشوَلو ، نو دا يې وئيلو
" ګوره ، اوس دا وَ ګوره .. زه ستا غوندي انسان نه يم؟ "
او ما يې هم په پاسته لېچ باندي چُونډۍ لګولو ورسته دَ دې له " هاى .. هوى " سره سم وَوئيلو
" دا دومره لږه غوښه خو په انسان باندي نه وي ؟ بلكې انسان خو داسي وي لكه زه "
او بيا مي دَ پالوان غوندي خپل لېچ لا سم ورته ښكاره كړى نه وْ ، چي هغه له خندا شنه شوه او زه يې هم په خپل موډ كي له ځان سره په خندا داسي سر كړم ، چي شاوخوا ملګرو زموږ په لور راوَكتلو او روني له خپلي چوكۍ راباندي ژغ وَكړو
" څه وَشو شوقه ؟ "
او زما په ځاى كائيكو ورته په ځواب كي ور ژغ كړو
" دا سړى ډېر اړام دى .. او ما تنګوي هم"
دَ تنګولو په خبري باندي كه چا سرګرځولى وي او كه يَه ، خو ونېسا زموږ په لور داسي دَ ټپي زمرۍ غوندي راوَكتلو ، لكه جوړه چي يې په پُرهارونو باندي ما او كائيكو مالګي ور دُوړَولي وي او بل دَ روني په دې خبري لا نوره هم وَ خُوڅكېدله ، چي وئيلو يې ..
" شوقه! ته خو هم هر ځاى لاس اچوې "
كه څه هم هغه دا خبره په ټوكو كي كوله ، خو له دې خبري ورسته ونېسا يو ځل بيا هغسي په وار وار راته كتلو كه به مي هرڅو ورته غاښونه سپينَولو، خو دا وه ، چي خله يې نه ويړېدله هغه په خپل ځاى ، خو دلته دې كائيكو هم داسي لاس وَهني پئيل كړي وې، چي كه څه هم وې خو ټوكي او بازۍ تر هانده لاكن كله كله به مي ګمان ورباندي دَ نيت دَ خرابۍ هم شو ځكه خو مي ځان ورڅخه ژغورَلو او نه مي غوښتلو، چي په لومړي پُرهار باندي پُرهار كښېږدم
دې وخت بس مخته په پستو واورو باندي منډه وهله او ميرنا هم له خپلو شوخيانو سره سمه داسي ګډه وه
" څنګه وْ دَ موزارټ ښار ؟ يخ خو به مو هم ډېر شوى وي ؟ خېر.. دې وخت موږ دَ ويانا په لور مخه كړي ده كوم چي دَ اّسټريا دارالحكومت دى او موږ به هلته دوې شپې په هوټل البا پېلس كي كوْ لاكن خبره دا ده ، چي په دواړو شپو كي ډنر نه دى شامل په پروګرام كي"
دا خبره څه وه ، چي ما په ډېر حسرت باندي دَ ونېسا په لور ور وَكتلو خو هغه وه ، چي ګرسره يې زما په لور نه كتلو او دَ بس له شيشو څخه يې دباندي كتلو نو ځكه ما په زړه كي وئيلو، چي كېدلى شي ، چي دا خبره يې نه وي اورېدلي په دې خو مي په ملګري روني ، چي سترګي يې پُټي كړي وې باندي په زوره ژغ ځكه وَ كړو، چي په هغې يې هم واورم
" روني روني ياره! دا خو به دواړي شپې په ويانا كي په خپل خرڅ دَ شپې ډوډۍ خورو"
روني كېدلى شي ، چي په ريښتيا ويده وْ لاكن ونېسا مي خبره ښه واورېدله ، خو ځان يې ورباندي واچَولو بيا خوابدي ښكاره كېدله او په زړه كي مي ورته له يوې غټي ښكنځا كولو ورسته وئيلو،
"دا امريكنه يا خو ډېره موډي ده ، يا بيا په حُسگن باندي غاوره ، چي په ساعت كي ماشه وي او په ساعت كي توله "
او دا فېصله مي په زړه كي وكړه ، چي بيا كه په څټه كي راته كښېني هم ، نو زه به يې باك نه كوم هم دغه خو وجه وه ، چي له كائيكو سره بيا په ټوكو كولو كي له كسته بوخت شوم هو خپل پام په بله اړَولو په نيت او بس
څنګه څنګه چي موږ مخته لاره لنډَوله ، نو هغومره غرونه وار په وار له روډه ليري كېدلو او موږ په هوارو باندي رهي وْ او موسم هم څوكه څوكه سمېدلو لګيا وْ ګوا اوس سپين خُوپ ورو ورو خړېدلو او دَ روډ دواړو اړخونو ته منظرونه سترګو وړاندي هم واضحه كېدلو
په اّسټريا كي دَ ښځو جامې څه څه ګڼي برېښي او بل په دې مزل كي دَ شاته پاته شوْ ملكونو په مقابله كي په ټاوْنونو كي دَ خلګو شمېر هم زيات زيات ښكاره كېږي يو ځاى چي موږ خپل ښي لاس ته دَ اوبو له يوې خېزۍ سره په څنګ څنګ روان وْ ، نو دَ حېرت وړ خبره دلته دا وه ، چي په اوبو كي دَ دې يخ پرته هم څو كښتياني خلګو چلولې ګوا دا يې ښكاره كولو، چي دَ هغوئ يخ نه كېږي
مخته لمر هم كله كله دَ څو دقيقو دپاره خپله څېره ښكاره كوله ، خو اوريځي وې ، چي اوربل يي په ساړه او بې سېكه لمر بيا بيا خپرولو راخپرولو او په دې پټ پټاڼي كي موږ چي مخته روان وْ، نو ميرنا وئيلو
" هغه ژېړه كلا چي په مخامخ وړې غونډۍ باندي ښكاري په اووه لسمه صدۍ كي جوړه شوي ده او په جرمنۍ ژبه كي ورته " لېنټ وروكو روكوكو" وئيل كېږي "
پاوْ بالا درې بجې خواته دَ دې تاريخي كلا څخه تېرېدلو ورسته بس دَ يو رېسټورېنټ مخي ته كوفي سټاپ په غرض ودرېدلو
_____
" په اّسټريا كي چي دَكومو ټاوْنونو په دروازو باندي شنه څانګه دَ وني راځڼېږي ، نو دَ دې مطلب دا وى ، چي په هغه رېسټورېنټ كي تازه وائن خرڅېږي هغه وائن ، چي دَ نن په چكري پروګرام كي به يې ښه ډېر وَ وينئ ګوا په " ويانا وائن ټاوْن " كي ، چرته چي سېلانيان تاريخ رقم كوي "
دا او داسي نوري خبري دَ بس په وړَو سپيكرانو كي هغه وخت كېدلې ، چي موږ دَ يوه تنګ سړك چي رومانټيك روډ نومېدلو باندي رهي وْ له اصله سړك دَ وائن يارډ تنګه لاره وه ، چي دَ سېبانو دَ وړَو وړَو درختو په ميان كي مخته تېره شوي وه او بل دلته دَ سېبانو داسي باغونه دَ غونډيانو په لمنو كي ترميلونو ميلونو پوري سترګو وړاندي ولاړ ښكاركېږي ولي چي له سېبانو دَ ميرنا په قول اّئسكريم او وائن جوړېږي
مخته چي بس دَ يوغټ درياب سره سره رهي وْ، نو ځنګلي وني هم وار په وار كمېدلې او واړه او غټ ټاوْنونه هم شاته په چټكۍ سره پاته كېدلو او ګائيډ وئيلو
" اّسټريا هغه هېواد دى ، چي په مذهبي توګه ورباندي دَ رومن كېتهولك هولډ دى اوداسي ځكه دي ، چي اټلي (دَ عيسائيت مركز) ورته نيږدې ده 95 فيصده رومن كېتهولك دى"
او بيا چي دَ يو فېري سټېشن څخه پنځو بجو خواته موږمخته روان وْ ، نو كه څه هم روماڼيك روډ لا نه وْ ختم شوى خو دَ دې روډ دَ اهميت په حقله نور نور ډېر څه وئيلو ورسته ميرنادا خبره هم وَكړه
"په اّسټريا كي په كلاسك ميوزيك باندي چي كوم رقص كوي هغه پولكا نومېږي او په دې رقص كي ښځي او نران لاس په لاس په ګيړدكه كي ناچ كوي"
اوس موږ په هوارو مځكوكي مخته روان وْ او مځكي تر ليري ليري پوري كشت كروندې دپاره په وړَو وړَو بندونو كي وېښل شوي وې او دلته موږ كارنيو برګ نامي ټاوْن هم شاته پرېښولو او ډېر ژر بيا په نارډبرګ روډ باندي بس منډه وهله او دا روډ دَ ويانا په لور تللو پنځه نيمي بجې موږ دَ پرله پسې اووْر برجونو لاندي تېرېدلو ورسته په يو بېخي جديده ښار كي ور ګډ شولو
دا ويانا ښار وْ او موږ يې دې وخت په پراخو روډونو باندي په وړو غټو ودانيانو كي څه وخت ورسته په يوې زړې علاقې كي وردننه شولو بيا يوې بلي خواته ګرځېدلو ورسته بس دَ يو غټ Hotel Alba Palace مخته وَ درېدو
_____
لاندي په لابي كي دَ كاسموس زياتره ملګري په ټوليانو كي ولاړ وْ ، او ميرنا دَ اشارې په تمه وْ زما اراده ورسره دَ تللو نه وه ، نو ځكه چي هلته استقباليه په مېز كي جوړ باكس كي مي دَ خوني كيلياني اچولو ورسته ، چي څنګه دَ لابي دَ لوي دروازې په لور ګامونه اوجت كړو ، نو ونېسا له شا راباندي ژغ وكړو
" شوق.. مسټر شوق! ودرېږه"
او بياپه تېزو قدمونو زما په لور راغله او واي
" ما اورېدلي دي ، چي ته له موږ سره په اّپشنل ټوْر كي وائن ويليج ته نه ځې .. څه وجه ده؟ "
" هيڅ نه .. بس نن مي زړه غوښتلو، چي يوازي لږ دباندي وګرځم "
داسي چي مي څنګه ورته وَوئيلو، نو هغې راته په برګو كتلو ورسته په اوږه لاس ږدلو سره سم وئيلو،
" ته به له موږ سره راځې او ستا په ځاى به زه پېمنټ كوم "
او بيا يې تر كاوْنټره پوري په وړَو وړَو ديكو تر لاراكُوك او بلېنډا په لور يوړم زه پوهـ شوم ، چي هغې دا هر څه دَ دې مستو اّسټرېلينو په وئيلو كولو نو ځكه ما هم غړى ورته واچولو
اووه نيمي بجې خواته په ويانا ښار كي له Danube’s Canal نامي دريابي نالې سره په څنګ كي تېرېدلو په وخت ما وئيلو
" داسي ښكاري لكه په دې ښار كي چي هم دَ شپې ژوند سوړ وي"
دې وخت زما له اړخه ناستي ونېسا هم تر شيشو دباندي كتلو ورسته زما خبره منلو سره سمه واي
" هو ته صحيح واې او كېدلى شي ، چي دَ يخ له سوبه داسي وي"
ونېسا به لا نور څه ته خله جوړَوله ، چي ميرنا په سپيكرانو كي واي
" كه څه هم خلګ دې وخت په روډونو باندي لږ ښكاري ، خو دَ دې ښار دَ شپې ژوند په كلبونو، پبونو، كلچرل شوز، ميوزيكل كلبونو، ډانس كلبونو او دَ وائن رېسټورېنټونو په نامه ډېري مستياني لري "
او بيا يې دَ خواږه شپېلكي وهلو ورسته داسي هم وئيلو ..
"يوهوهو.. يو بل ځاى خو هم لا شته ، چرته چي شاپېرياني دَ اېډرين او توشيرو غوندي ځوانانو په انتظار كي ټوله شپه روڼوي"
دَ توشي او اېډرين نومونه يې څه واخيستلو، چي لوري اوګرېك، لوري ويوار، مئى رونالډ، لاراكُوك او ويلينا بس په سر واخيستلو په داسي وئيلو..
" شېم شېم"
او دَ كړيكو سره يې خپړي هم وهلې او اېډرين هلته دَ خپلي چوكۍ مخته ولاړ هم شين شين له خندا كېدلو، خو جاپانۍ توشيرو لا جلا دومره سپين سترګى وْ، چي سم يې له هغو سره ټوپونه وهلو او خوند يې اخيستلو نه يوازي دا، څه وخت ورسته موږ ټول لكه دَ سكول ماشومان په بس كي په چيغو او تاړيانو وهلو بوخت وْ
نو ځكه په دې خبره ګړسره پوهـ نه شولو، چي له كومه او په كومه روان وْ خو دومره مي په ياد دي ، چي اتهو بجو خواته موږ دَ يو زاړه اّسټرين سټائل جوړ كليوال رېسټورېنټ مخي ته له بس څخه كُوز شولو او دَ ميرنا په مشرۍ كي ورننوتلو داسي مي سنجَولو، لكه موږ چي وَ كلي ته پېښه كړي وه ګوا په څراغ وزمه رڼاګانو كي په ښي لاس باندي دَ خلاسو مېزونو شاوخواته كښېنستلو او بيا دَ څودقيقو ورسته په مخامخ سټېج باندي ښائيسته كوربنو پېغلو په اّسټرين اتڼونو باندي داسي په خوند خوند او په مستۍ سر شولې، چي په دې هال كي ناستو مېلمنو دَ زړه له اخلاصه داد وركولو او دَ داد په بدله كي هغوئ دَ مېلمنو لوږه او تنده دَ سروس په داسي اداګانو ماتوله چي دَ هرچا زړه غوښتلو ، چي جامې وَباسي او په سړواوبو كي وَلمبېږي نو ځكه خو يو وخت ونېسا له ما سره اوږه جنګولو ورسته واي
" دلته ته څنګه محسوسوې ؟ "
" ښه ښه ډېر ښه .."
دومره وئيلو پس دَ ټايئلټ په نيت ورڅخه پورته شوم
" ټائيلټ چرته دى؟ "
ما له يوې اّسټرين خادمي څخه چي څنګه پوښتنه وكړه ، نو هغې تر لاس وَنيولم او هلته په كونج كي يې يو واړه ، لاكن صفا ټائيلټ ته په ديكه داسي ور وَدېكلم ، لكه زه چي هم …
هو، كه څه هم زه دې وخت په ګڼ عالم كي ناست وم ، خو په هغو لارو له خلګو سره نه وم روان په كومه باندي چي ټول ځنګېدلي روان وْ ولي چي يو خو زه مسلمان وم او بل په دې محفل كي ځينو خلګو جامې هم څيرَلې لګيا وْ نور خو نور، هغه دَ بادار لُور لا هم له كنټروله وَتي وه او توشي سره يې هلته په سټېج باندي ډانس كم ټوپونه زيات وهلو نو ځكه خو مي ځان ورڅخه يوې بلي خواته ژغورَلو او دَ دې خلګو اصلي بڼي مي كتلې لګيا وم
" دا څېرې چي موږ يې په سترګو هره ورځ وينو، هغه څېرې نه دي چي انسانان يې په انساني پوستكي كي پټي لري "
لنډه دا، چي دا هغه رائې وه ، چي ما دلته دَ انسانانو په باب ګوره چي څله غوره كړه
دَ دې دومره مستۍ پرته هم دا خلګ چي كله له بس څخه دَ هوټل البا پېلس مخي ته كښته كړل شولو، نو په لابي كي ټولۍ ټولۍ شو او هيچا، چپ له ما نه غوښتلو، چي دا پاته شپه په خوب تېره كړي
هم ځكه چي څنګه ما په لفټ كي لومړى ګام ږدلو، نو څه ګورم ، چي تر ما له مخه بيا ونېسا هم ځان ورته رسولى وْ يو ځل مي لا په زړه كي راغلو ، چي دباندي يې ديكه كړم ، خو بيا چي مي دَ هغې وَ حالت ته پام شو، نو زړه مي ورباندي وَسوى او هغه مي دَ هغې تر خوني وَ رسوله ، هو .. دَ هغې په خوښه
_____
دَ برايه شپې دَ بېخي ستړيا او بې خوبي له سوبه مي لا دَ نارى كولو په وخت سمي سترګي نه وې خلاسي شوي ، چي مسټر پاټ لېن چي دَ خپلي مائينې شېلا اوډلې سره په څنګ كي ناست وْ ماته وئيلو
"شوقه! سترګي دي پړسېدلي دي ، ناروغه خو نه يې؟ "
ما كه څه هم ورته دَ خېر خېريت حال وئيلى وْ، خو حقه خبره دا وه ، چي بدن مي ټُوك ټُوك وْ او زړه مي هيڅ شي ته نه كېدو خود لكه چي ډېر په بد حال وم ، چي يو وخت دَ امريكا مسټر نئيل ويلئيم او ريګلې او كرسټينا هم زما دَ حال په حقله پرېشانه وْ او پوښتنه يې كوله
زه لا په ناري خوړلو باندي اخته وم ، چي روني او داني هم زما په لور راتلو ورسته داني په ګيله كي واي
" شوقه! موږ لتا څخه خفه يُو"
" څله او څه بد مي كړي دي ؟ "
ما چي داسي وَوئيلو، نو روني واي
" برايه شپه خو ته وائن ويليج ته تللى وې ،كه څه هم موږ پروګرام وَ ډاوْن ټاوْن ته دَ تللو غوره كړى وْ "
او ما هم خپله غلطي احساسولو ورسته بخښنه په داسي بهانه وَ غوښتله
" خبره دا ده ، چي زه په ډېر ضد هغه ستاسو نازَولي په اّپشنل ټوْر باندي وائن ويليج ته وړى وم خو زه بيا هم بخښنه غواړم "
او بيا دَ څه ناز دَ خوږو او ترخو غاړو وئيلو ورسته دواړه ملګري په نيږدې چوكيانو باندي راسره كښېنستلو
" موږ ته وَ بخښلې.. وايه ، څنكه وْ دا اّپشنل ټوْر؟ "
اوس كه مي ډېر خوښ شوى هم وْ ، خو دَ هغوئ دَ زړه ساتلو دپاره مي ورته وئيلو ..
" يارانو.. بې تاسو يې چنداني خوند نه وكړو"
" ولي ، ونېسا چي وه"
" هو، وه خو لاكن .. لاكن "
"هلته هم لاكن وْ ؟ "
" وْ ...خو هغسي نه ، چي تاسو يې سوچ كوئ "
او مخته ، په خپله كيسه كي چي مي يو ځاى لږ ژبه په دروغو وئيلو كي يوې بلي خواته وَشوېدله ، نو داني راته واي
" زه خو پوهـ شوم "
" په څه ؟ "
" ګوا تاسو به هر څه كړي وي زما يقين دى"
" ولي نه .. ته خو جج يې او ججان تر بيان زيات دَ څېرو لوستلو هنر هم په كارَوي ، كه څنګه ؟ "
په اّخير كي چي مي داسي ورته وَوئيلو، نو نه يوازي هغه دواړه بلكې شېلا او دَ هغې مېړه او كرسټينا هم خندا ته وَجوړېدله او بيا خوند لا نور سېوا شو، چي رېګلي له روني دا سي پوښتنه وَ كړه
" ښه نو ته حال راكړه ، چي څنګه وْ ، دَ دې ښار رېډ لائټ ډسټركټ؟ "
بس بيا نو څه وْ، داسي خندا زموږ له مېزونو په هال كي خوره شوه ، چي ميرنا له دانيال سره ملګري هلته راوَرسېدله
" دا شوق چي چرته وي هلته خنداګاني وي"
ميرنا دَ مركې دَ ناخبري لېوې په شان په ما كي چي داسي راوخته ، نو شېلا ورته واي
" يَه يَه دا شوق نه ، بلكې دَ روني .."
اوس به يې ورته په خندا كي كيسه تېرَوله ، چي ميرنا دَ هغې خبره ماتولو ورسته واي
" هو دا روني هم ډېر اړام دى "
دومره يې لا نه وْ وئيلي ، چي لاراكُوك هم له خپلي ډلي سره راوَرسېدله او وار يې دَ خبري داسي راباندي وكړو
" داخو دَ هالېنډ هيروګان هم دي"
روني هم وار نه وَشو او ورو يې ور دانګلو،
" هيروئيني خو دَ هالېنډ ته او ستا ملګري هم ياست"
او بيا يې دَ خندلو ورسته زما په خوا هم اشاره وكړه او واي
" اصل هيرو خو دا شوق وْ شوق .. بل هيڅوك نه "
" هو، شوق خو برايه شپه هم هيرو وْ "
دَ لاراكُوك په دې انكشاف به ملګرو څه وئيلو ، چي ورسره ولاړي مسته بلېنډا واي
" شوقه ! برايه خو دي هغه خپله محبوبه تر لاس نيولي خوني ته هم يوړه او بيا تر ډېره .."
دا خبره څه وه ؟ چي روني او داني دواړو زه په مخه داسي واخيستم ، چي بيا كه مي هرڅو ځان ورته سپينَولو ، خو راباندي لګول شوى دَ ناحقۍ دغه تور داغ مي نه كړو پاك
لنډه دا، چي په لومړي سهار مي دومره وَخندلو، چي بدن مي سپك شو او په ډكه خله خندا له ملګرو سره په بس كي كښېنستمه
_____
نن دَ اپرېل لومړۍ ورځ وه او موږ دَ كاسموس ملګري په بس كي دَ لوكل ګائيډ الزبتهـ په راهنمائي كي دَ ويانا په ښار كي مخته روان شو او الزبتهـ دَ سهار دَ سلام اچولو ورسته وئيلو
" يو له ما څخه دَ واده په حقله خواست مه كوئ نور زه درسته ورځ ستاسو په رضا باندي يم "
دا چي يې وئيلو، نو نيږدې روني څوكه غوندي واي،
" داني داني .. زه خو ورته دَ واده ست كوم"
او داني په خېټه كي دننه دننه خندلو ورسته واي،
" هې روني ، ته هم ډېر.."
مخته يې خبره ځكه كش نه كړه ، چي ما يې خبره داسي سرته ورسوله
" هو مست سړى دى"
او له دې سره سم الزبتهـ وئيلو
" ويانا ښار دَ اّسټريا تر ټولو غټ كمرشل ښار او دارالحكومت هم دى داښار په 23 ډسټركټونو باندي اړه لري هغه ستاسو هوټل البا پېلس په څلورم ډسټركت كي جوړ دى "
داچي يې وئيلو، نو بس دَ هسكو پلازو وَ يوه او بل اړخ ته روان وْ داسي ښكاره كېدلو، لكه دا ښار چي ډېر صفا ښار وي ولي چي چرته هم زموږ دَ ښارونو په شان په كي هوا دَ پلاسټكو كڅوړي يوې بلي خواته نه الوځوي او بل په دې ښار كي خاص خبره دا وه ، چي په چوكونو باندي خو يې جوړ بُتان او غټي يادګاري مجسمې دي چي دي ولاړي بلكې په زياترو وړَو او غټو ودانيانو په بامونو باندي هم بيلابېلي مجسمې لګول شوي لري چي دَ بلډنګانو ښائيست نور نور زياته وي
" داسي ښكاري لكه دا يخ چي تاسو په كاسموس بس كي له ځان سره راوړي وي ، ګني دومره يخ خو په دې موسم كي دلته كله نه وْ او دې موسم ته سمرټائم وئيل هم بد ښكاري خېر موږ اوس دَ سېنټرل ټاوْن په لور روان يُو او دا ګورئ زموږ وَ كيڼ لاس ته دَ مېټرو( زېر زميني) سټېشن پلازه ، چي نخښه يې دَ انګلسۍU دى كه څوك وَ غواړي ، نو له دې ځايه هم په رېل ګاډۍ كي تر مركزي ټاوْن پوري تلى شي "
دا خبره چي يې كوله ، نو موږ په تنګو سړكونو باندي يوې بلي خواته رهي وْ او دا هغه علاقه وه ، چي خلګ په فُټ پاتهونو باندي زيات ښكاره كېږي
" دا ګورئ زموږ مخته دَ ويانا اوپن ماركيټ، چي دَ ژوند هر څيز په كي خرڅېږي له سبزي يې واخلې ، بيا تر ټوكرانو او مېوْ او الېكټرانكس پوري شيان خرڅېږي او دا دريابي وياله چي ډانئيو كېنال نومېږي هم له دې ماركيټ ائيريا سره په څنګ كي تېرېږي"
او بيا يې خبره داسي دَ ويانا په حقله واړَوله
" په ويانا كي دَ اّسټريا 20 فيصده ګوا 1.6 ميلينه خلګ اوسېږي په 160 مربع ميله باندي خپور دې ښار كي 800 پاركونه او باغونه وجود لري ، چرته چي خلګ ستړيا وساكولو دپاره ورځي او هلته دمه كېږي "
اوس چي موږ دَ چارلس چرچ ، چي په 18مه صدۍ كي جوړ كړل شوى وْ له څنګه تېرېدلو، نو الزبتهـ وئيلو،
" دلته په ويانا كي دَ وركېدلو وېره ډېره زياته وي كه څه هم ډېراّسان ښار دى ، او هيله ده چي تاسو ټول به بيرته خپل هوټل ته ماښام وَرسېږئ هو كه چرته دَ خُمارو اّسټرين حُورو په دام نه شولاست ورګېر "
دَ ميوزيم څخه دَ كوفي هاوْس په لور ګرځېدو ورسته دَ رېډيو سټېشن ، او ټېلي ويژن دَ غټو ودانيانو مخته تېرېدلو په وخت الزبتهـ دَ يوې نرۍ كوڅې په خوا اشاره كولو ورسته وئيلو
" دا كوڅه كه څه هم پخوانۍ جوړه ده ، خو په كي يو اړخ بل اړخ او مخته زموږ ځيني تاريخي ورثې خوندي كړي دي لكه دا ښي لاس ته هغه بالكوني ، چي دَ ويانا دَ علامت په توګه شهرت لري"
لوكل ګائيډ چي دا خبري كولې ، نو موږ دَ يوه چرچ ، ميوزيم او ځينو نورو زړَو ودانيانو څخه مخته تېر شوي وْ او بيا څه مخته دَ پېنټګ ګېلري سره په څنګ كي چي تېرېدلو، نو دَ ګائيډ له قوله .. هلته دَ زړَو اّرټسټانو دَ نمونو پرته دَ نوْ اّرټسټانو دَ اّرټ نمائش هم كله كله كېږي كله چي بس له تنګو كوڅو او روډونو څخه وَ لوى روډ ته پېښه وكړه نو ګائيډ وئيلو
" په اّسټريا كي 95 فيصده رومن كېتهولك دي او مذهبي لمونځونه هم خلګ زيات كوي نو ځكه چي تاسو كوم چرچ ته هم ګورئ نو هلته به خلګ دېر زيات وي كه څه هم دَ جنت هيلي لري، خو دغه اّسټرين دا ژوند هم ښه په خوند تېروي ګوا ميوزيك يې كمزوري او ډانس يې دَ خوښي شيان دي او بل دا خلګ دَ هوټلانو شوق هم لري دلته دې وخت 15500 سټېنډرډ كېفې په دې ښار كي موجودي دي چرته چي ځوانان تر زړَو زيات ښكاره كېږي ولي؟ خپله به يې نن وَوينئ اوبل دَ ډانئيو دريابي ويالې څنډي هم څه كمي زړخوښياني نه لري "
_____
غرمې خواته بس دَ 1440 خونو يو زاړه او عالي شانه ودانۍ چي شونبرن محل نومېدلو مخته پارك شو او وَ هغه غټ محل ته وردننه شولو دننه الزبتهـ وئيلو
" دا شونبرن محل ، چي دَ فرانس ملكه مېري انټونېټي په كي خپل ماشوموالى تېر كړى وْ او جوزف هم په دې محل كي زېږېدلى وْ دې وخت يې په 1440 خونو كي فقط 45 خوني دَ خلګو وَكتلو ته خلاسي كړل شوي دي "
محل څه وْ، چي اوس هم دَ جنت دَ يوې ماڼۍ غوندي برېښېدلو كي ښه ډېر ګرځېدلو ورسته دَ محل په صدر دروازه كي دَ ناستو وزر دارو اسپو، چي وې بُراق وزمه .. خو لغړي ، سره په څنګ كي تر ډېره ګرځېدلو ورسته دَ دې محل په كيڼ لاس كي يوه پراخ باغ او سټېشن په لور هم ورچپ شولو بيا دَ ډانئيو درياب او بلي دريابي ويالې په منځ كي جوړ ټاپو وزمه ډسټركټ نمبر 2 ته هم وره غلو هلته دَ رېګرېشن پارك ، رېګرېشن پلازه او په بېخي اوږده واكنګ ټرېك باندي تر ليري ليري پوري وَ ګرځېدلو
داسي Erizhish Palail,Peter Church , Opera House او ځيني نورو ځايونو اودَ پارليمنټ هاوْس كتلو ورسته چي په مخه روان وْ، نو ما په ډائرۍ باندي داسي خبري دَ ويانا په باب اړَولې
" په اروپا كي غټ ښارونه ټول يو بل ته سره ورته دي لاكن ويانا، دَ يو ښايئسته عالمګير ښار پرته ، په ځان كي دَ جديدو تقاضو سره سره دَ اّسټرين قامي او ثقافتي رنګ او خوند هم هرچرته او په هر څه كي لري لكه دَ جديدو او زړَو ودانيانو او ماڼيانو په بامونو او مخته دَ رقم رقم بُتانو موجودګي دا څرګندوي ، چي دا خلګ مخته ته دَ تللو په حق كي چي څومره ښكاري .. نو دومره له خپلو زړَو روائياتو سره ګنډلي هم برېښي خو دا بېله خبره ده ، چي دَ دې انساني او حېواني مجسمو په باب زياتره اّسټرين خپله هم خبر نه دي دغسي په دې ښار كي له ښځو سره قسماقسم سپيان هم دَ سېلاني پام خپلي خواته ورګرځوي كه څه هم دلته دَ ښځو جامې څه ګڼي دي ، خو شوخياني هم څه كمي نه لري چي موقعه په لاس ورځي ، نو له لاسه يې نه وركوي مذهبيان زيات دي ، خو ډانس هم هغه پخوانى " پولكا " خوښوي ، چي په كي دَ دې نوي دور ښځي لاس په لاس سړيان هم په يوې ګيړدكي كي رقصوي"
دَ پنځه ګنټهو دَ سټي ټوْر ورسته يوه نيمه بجه يې ټول ملګري په سټي سېنټر كي په Schweden Platz نامي علاقې كي خپلي مخي ته پرېښولو ما او فلپائيني ملګرو چي له بس څخه يوې خواته حركت كولو، نو دَ ونېسا، كائيكو پرته هغه غاوره پېغله چاوْ چياجانګ هم راڅرمه شوله او كائيكو واي ..
" موږ هم غواړو چي لتاسو سره په سېل لاړي شو، ولي چي په دې رش كي دَ وركېدلو امكان زيات وي ، لكه څنګه چي ګائيډ وئيلو"
روني وَ كائيكو ته پورته كښته كتلو ورسته په موسېدلي انداز كي واي
" بې شكه .. دَ دې جګو خلګو په وړاندي ته او دا چاوْ انجوني ښكارئ ځكه مو دَ Kidnaping وېره هم شته"
" دا خو به ښه خبره وي ما او كائيكو ډئيربه يو ځاى خو يُو"
دَ چاوْ په دې خبره زموږ داګروپ په خندا خندا مخته روان شو او دَ نيم ساعت دَ ګرځلاوْ ورسته په يو رېسټورېنټ كي وردننه شولو هم دلته راته دا خبره واضحه شوه ، چي زه يوازي نه ، بلكې ټول بېخي وږي وْ ولي چي ټول په اّسټرين خوراكونو داسي ورمات شوي وْ ، لكه په ورځو ورځو چي يې هيڅ نه وي خوړلي دلته په دې رېسټورېنټ كي ښځي زياتي وې ځكه خو موږ دَ هغوئ له شور څخه تر دوْ خبرو هم ډېري نه وكړې او دباندي راوختو او په فټ پاتهونو باندي تر ليري ليري ګرځېدلو ورسته زما په خوښه وَنيږدې مېټرو سټېشن ته وركُوز شولو او په ګرين لائن رُوت باندي S tadt Park په خوا ورچپ شولو دا علاقه دَ پارك دَ زړخوښيانو پرته دَ بازاري رونق سره سره شاوخواته رهائشي علاقه هم لري دلته هم يو ځاى كوفي څيښلو ورسته موږ بيرته په مېټرو كي په ګرين لائن باندي لومړى Karispl بياKetten Bridge اوPilgramg علاقو څخه مخته وتلو ورسته موږ په ډسټركت 4 كي له مېټرو سټېشن څخه بالا مځكي ته راغلو ، نو داني وئيلو
" ګوره، چي هغه زموږ هوټل به څومره ليري وي؟ درځئ چي په ټېكسي کي ورشو"
" يَه يَه .. موږ به په پښو ځو"
ونېسا يو دم خله وكړه او موږ يو بل ته كتلو ورسته له يو چا څه ، چي له څلورو كسانو پوښتنه وكړه ، نو اېله يوه پېغله زموږ په ژبي پوهـ شوه او موږ يې په لاره سم كړلو
" هغه دَ شوق خبره صحيح ده ، دلته خو په اشارو هم ژغېدلى نه شو ولى چي زموږ او دَ دوئ په اشارو كي لا هم خورا ډېر فرق دى"
چاوْ واي
" دغه خو مسْله ده ، چي زه دلته زياتره وخت دَ دې بېلابېلو ژبو ويونكو خلګو له سوبه ښه ډېه پرېښانه شم او كله كله خو راته انګلسي دَ پېريانو ژبه محسوسېږي"
" هو، دلته چي له چا سره په انګلسۍ كي خبري كوم ، نو هغه راته داسي وَګوري ، لكه زه چي دَ اّسمانه راغلي يم "
" بلكې كله كله داسي ردعمل هم دَ انګلسۍ په ضد ښكاره كړي ، لكه هغوئ چي له دې ژبي كركه كوي"
ما چي داسي رائې وړاندي كړه ، نو ونېسا كېدلى شي، چي په دې راته وَكتلو ، چي ما يې ژبه غندلي وه او بيا خپله واي ..
" دا ښه خبره ده ، لاكن دَ كميونيكېشن دپاره خو هم يوه ژبه په كار ده"
" هو، كه هغه انګلسۍ وي يا فرانسوۍ ژبه ، ولي چي دا دواړي ژبي په دُنيا كي بېخي ډېر ويونكي لري"
داني چي دا وئيلو، نو روني هم ورسره دَ هغه خبره داسي خوښه كړه
" هغه ځكه چي دغه دواړي ژبي سائنسي او علمي هم دي"
" لاكن خپله ژبه خپله ژبه وي كه هرڅو هغه وړه وي يا غېر علمي او سائنسي"
منم .. چي خبره يې صحيح كوله ، خو ما دَ خپلي پښتو سره دَ جنون تر هانده دَ ميني له سوبه په خپلي پورتنۍ خبري باندي جذباتي ټينګار څه وكړو ، چي ملګرو دَ وړَو ژبو په باب زما دا رائې په خپل خپل نقطْ نظر ډېره وَغندله او بيا مخته كه ما هرڅو دلائل ورته كتارَولو، خو دَ مشر بادار دَ لوركۍ دَ تپل شوي رائې په حق كي ملګرو ماته ګرسره غوږ نه نيولو لاكن زه هم خپل ضمير ته دَ پښتو په حق كي نيول شوى نه وم او پښتو مي كوله كه څه هم يوې خواته چي زه څومره څومره دَ پښتانه په څير پښتو ته جوړېدمه ، نو بلي خواته هغومره مي دغي شېريني پښتو دَ سيالو ژبو په مقابله كي تول ځكه كمَولو لګيا وه .. چي تش په خبرو باندي خو هم دَ شهيدانو او غازيانو ژبه جنتي كېږي نه نو ځكه كه دننه دننه ما ماته دَ هغوئ په لومړئيو خبرو كي لا منلي وه ، خو خبره دَ پښتو وه او داسي مي په نره سرته رسوَله لكه بې پښتو چي بله ژبه په دُنيا كي چرته وي نه
لنډه دا، چي نېغ خپل هوټل البا پېلس ته دَ نيم ساعت دَ پښو مزل ورسته ورسېدلو