دَ ويانا دَ څلورم ډسټركټ په يو چينائي رېسټورېنټ كي دَ ماښام ډوډۍ خوړلو ورسته زه له فلپائيني يارانو او توشي سره چي دباندي وَوتم نو دومره يخ وْ،چي هيڅ ګزاره ورسره نه كېدله­

" دا به يې په ژمي كي څه حال ؟ "

" دَ چا.. توشي خو نه ښئې ؟ "

روني چي زما دَ سوال په ځواب كي داسي وَوئيلو، نو توشي زه وَ دېكلم او ما دَ مستۍ ګزار په اړام روني وَكړو­ او هغه چي له اوله په حال كي نه وْ ، نېغ په هغي ځواني جوړې كي له كسته ور ټوپ كړو، چي دې وخت يې له يخ موسمه خوند اخيستلو سره سره يو بل ته دَ خلو په لارو باندي ګرمي هم منتقل كوله ­

بس بيا نو څه وْ ، پېغله دَ تېرې چيغي وهلو ورسته يو دوه قدمه يوې خواته ټوپ شوه او په خپله ژبه كي يې ګوره چي جاپانيانو ته څه وَوئيلو­ چي توشي ور مخته شو او ترغاړي يې داسي وَنيوله لكه هغه چي ښځه نه ، بلكې نر وي او ښه شاربلو ورسته ورته واي ..

" جاپانيانو له تا سره كوم بد كړي دي ، چي ورته بد واې ؟"

هغه انجلۍ چي ماته ګوډه انګلسي يې هم وئيله ورته واي

" ما ښكنځا نه كوله .. ما خو په دې ناڅاپي پېښي خداى يادَولو"

لاكن توشي وْ، چي له ټينګېدلو وتى وْ او په خلې چي څه ورتلو هغه يې وئيلو­ خو اّخير تر څو؟ دَ هغې پېغلي يار هم غېرت وكړو او توشي يي شاته دېكلو ورسته ورته وئيلو..

" هغه پرېږده ، له ما سره خبري وكړه .. كه واقعي دَ نر ځوى يې سپئيه ! "

بس بيا نو څه وْ، دواړو يو بل ته لاسونه واچَولو او روني هم اول خپل كميس په ميان له غُصې دوه ځايه كړو او بيادَ فلمي هيرو په شان په كي وراېله شو­ كه څه هم دا جنګ دَ يو بل دَ جامو څيرَلو وْ ، خو بيا هم زه او داني يې په ګواش ستړي شولو­ دا لا دَ هغو نورو دوْ ښځو لارويانو ډېره مننه ، چي زموږ سره په ګډه يې هغوئ كرار كړو او يوې ښځي خو هغه پېغله داسي هم ترټله لكه خپله چي يې وي او يا يې پېژني ­

  جنګ چي څنګه سوړ شو، نو هغو دوْ لارَويانو له روني او توشي څخه بخښنه غوښتلو ورسته دا ست هم وكړو، چي تاسو ټول به اوس په دې نيږدې كېفې كي كوفي هم زموږ په خرڅ څېښئ ­ ما او داني كه څه هم نه غوښتلو، خو روني او توشي چي تر اوسه يې دُښمنۍ ته جوړېدلي وْ ورسره تيار شولو او ټول په څيرو جامو كي وَ كېفې ته پېښه څه وكړه ­ چي هلته ناستو خلګو موږ ته په ډېرو وازو وازو سترګو كتلو او په خپلو كي يې خبري هم كولې لګيا وْ ­

" تاسو خو جاپانيان ياست .. او جاپانيان خو ډېر ښه خلګ دي"

يوې ښځي چي روډي يې نوم ښئيلوسره سم يې ځان ته دَ هغې پېغلي خاله وئيلو چي لستوڼۍ يې څيري وْ او لا يې په خشم خشم زموږ په لور راكتلو او دننه دننه يشېدله،خُوڅكېدله ­

" هو موږ جاپانيان يُو او دلته دَ سېل دپاره راغلي يُو"

داني چي داسي ورته وَوئيلو، نو اوس يې خوند هم نه كولو، چي ورته مي دَخپل خپل هېواد نوم اخيستى وى ­

" څنګه دى دا زموږ هېواد؟ "

" ډېر ښه او دا ستاسو ښَه والى هم سړى متاثره كوي"

ما يې زړه ساتلو دَپاره چي دا وئيلو، نو هغه بله ښځه واي..

" ته هم جاپانى يې؟ "

او بيا يې زما دَ "هو" يا "يَه" انتظار كولو له مخه خپله وئيلو،

" ښكارې نه ، ولي چي"

ما به لا اوس يو ځل بيا خپل تول دَ خپل هېواد دَ نامه اخيستلو له لاري كمَولو، چي خداى په ما كرم وكړو او هغې ځواني پېغلي دَ روني، چي كميس چي  په ميان كي دوه چاكه وْ په لور اشاره كولو ورسته داسي وَوئيلو،

" اّنټي اّنټي .. كه ته دا خپل جېكټ وَ دې سړي ته وركړې ، نو به له يخه په امان شي"

دا خبره څه وه ، چي نو نور خو لا نور ، روني خپله هم ځانته دَكتلو ورسته له خندا داسي شين شو ، چي موږ هم غلي نه شو پاته ­ بيا كه څه هم هغې ښځي هيڅ نه وئيلو، خو ګپه خلاسه شوي وه او دَ ماخستن دُښمنان دَ شپې دَ يخ سره سره تر خپلو دَ دوستۍ رښتي نه يوازي جوړَولې بلكې تر ډېره هانده يې تودَولې هم ­ ولي چي دَ توشي او روني لاسونه اوس دَ هغوئ له ژبو سره ملګري نه كوله ­ ګوا ژبو يې يو څه او لاسونو بل څه وئيلو او بلكې كولو­ ما او داني او ځوان چي توشي يې له غاړي نيولى وْ دومره خندلو، چي كله كله به له ډېري خندا څخه دَ هغو نورو ملګرو او په كېفې كي ناستو خلګو هم په زيږو راته وَكتلو ­

" يَه يَه .. هيڅ خبره نه ده ، موږ له خپلو مېلمنو سره ډېره ښه روئيه ساتو"

هغې پېغلي دَ توشي لاس له خپل ادوم څخه لري كولو ورسته دا چي وَوئيلو، نو ما وَ داني ته په غوږ كي وَوئيلو..

" ښه به دا وي چي لاړ شو، داسي نه چي .."

" هو هو موږ ته تلل په كار دي ، ګني لاسونه به يې له ادومانو بلي خواته ټچ كول پئيل كړي"

داني زما په مطلب پوهېدلو ورسته چي داسي وَ وئيلو، نو روني دَ يو بدمعاش په رنګه لاس پورته كړو او داني يې په ملا ټكولو ورسته په غوزۍ كي ځانته داسي ورټول كړو،لكه هغوئ چي هم په خپلو كي سرهGay وي­ هم ځكه خو يې ورته په حېرت كتلو­

بيا چي موږ له هغوئ څخه اجازه واخيستله او دباندي راوَوتلو، نوروني ته مي خپل كوټ وركړو او ما مفلر په غوږو راوپېچلو او څلور سره ملګري دَ هوټل په لور روان شولو­

" په ويانا كي دَ شپې ژوند ډېر ښه دى"

توشي چي دا خبره وكړه ، نو ما ورته وئيلو ..

" څه خبر يُو ؟ دا دَ نن شپه خو موږ ستاسو په غال كي تېره كړه"

" نو بيا درځئ چي په دې ښار كي وګرځو"

اوله دې سره سم يې ټېكسي په لور اشاره كولو ورسته وئيلو..

" هغه ټېكسي راروان دى ، نن زما په خرڅ دا شپه زما په خوښه تېره كړئ "

" مګر زه خو ځم ويدېږم"

ما چي اختلاف وكړو، نو داني تر لاس وَنيولم او په ټېكسي كي دَ ويانا وَ منځني ښار ته روان شولو­

_____

" خيال كوه په داسي ځاى كي ګنډكپان زيات وي"

داني ما ته ځان رانيږدې كولو ورسته چي دا وئيلو، نو دې وخت موږ دَ يو غټ ګېټ مخي ته ولاړ وْ ­ او توشي په ضد وْ، چي دَ اّسټرينو دا كلچرل شو به ګورو ­ او بيا يې خپل ضد سرته كولو ورسته ټيكټونه په لاس كي نيولي وْ او تر موږ مخ مخ كي دَ هال دَ ګېټ په لور روان وْ ­
 شو څه وه ؟ دَ اّسټريا دَ ثقافتي او زاړه ژوند دَ خوى او بُود په حقله يوه غټه  سټېج ډرامه وه ­ چي تر دوْ ساعتو پوري يې موږ له ځان ځان سره وړلو او په پولكا او ځينو نورو خوندورو روائتي رقصونو يې زموږ له زړونو دَ عمرونو زنګونه لري كولو ­

په ګڼو جامو كي ښځه څنګه ښه او درنه برېښي ؟ په دې خبره باندي په ژوند كي اول ځل پوهـ شوم او خپلي روائتي پښتني جامې مي سترګو ته دلته هلته كېدلې ­ او كله كله به مي داسي هم وَسنجولو، لكه زه چي له خوبه خپلي پښتنې وينم ­ ولي چي كله چي  به دا اّسټريني حُوري په يوه دائره كي دَ ناچ كولو په وخت څرخېدلې ، نو زما به هم زړه غوښتلو، چي ورپورته شم او هغسي دَ كالج دَ زمانې پښتني اتڼ ورسره وكړم ­

 په دې شو كي چي كومه خبره زما نه شوه خوښه ، هغه دا وه ، چي يو خو ټوله ټاله په جرمني ژبه كي وه او بل په هال كي ناست خلګ تر خپلو ژغېدلو هم ډېر­ توشي چي زما وَښي لاس ته ناست وْ هم وَ هغه بل اړخ ته ناستي يوې بېخي زړَې ښځي سره داسي ژغېدلو، لكه جوړه چي يې انا وي ­ په زړه كي مي وئيلو، چي دا پيت پوزي خو په ډېرو خبرو كولو كي مشهوره دي چي دي ­ خو دا دَ نوري مغربي دُنيا خلګ هم په دې اړه تر چا له شا نه دي پاته ­ او موږ پښتانه خو چي وَ هغوئ ته وګورو، نو ګرسره ژغېږو نه ­

شو ښه روانه وه ، خو تر ختمېدلو له مخه ثقافت يو او تاريخ په بله پاته شوئ وْ او درست هال په خپل خپل ځاى ولاړ ډسكو كولو ته جوړېدلى وْ­ او داسي تضاد او په تضاد كي خوند ما په لومړي ځل ليدلى وْ ­ ګوا دَ موزارټ په كلاسيكل ميوزيك باندي ډانس..او هغه هم ډيسكو،كه څه هم ډېر عجيبه ښكاره كېدلو،خو له خونده يې انكار هم نه شو كېدلى ­ ځكه چي ترتيب خو تر منځه وْ نه،بس هر چا لاسونه او پښې يوې بلي خواته څنډلو ­ او تر ډېره پوري خولې ايستلو ورسته چي شو ختمه شوه، نو هر چا دا هڅه كوله لكه دباندي چي بله شو هم لګېدلي وي او هغه ځان ورته رسوي ­ ګوا داسي ديكې يې سره وركولې ­

"اوس به چرته ځو؟ "

دباندي وتلو ورسته توشي چي دا خبره وكړه ، نو داني واي

" هيچرته نه ، هوټل ته "

" هوټل ته؟ يَه يَه اوس به بلي شو ته ځو"

او دَ هيچا يوه خبره يې نه اورېدله او په مخه روان شو  او څه مخته له يو سړي څخه چي يې دَ بلي نامعلومي شو پوښتنه وكړه ، نو هغه هلته نيږدې ولاړي انجلۍ ته ژغ كړو­ او ګوره چي څه يې په خپله ژبه كي ورته وَوئيلو، چي هغې له " كم كم" سره موږ په يو خوا ورسم كړو ­

" داني! دا توشي به مو نن پوره كار راوَكړي"

" هو، شوقه.. زه هم وېرېږم، داسي نه چي په بل غم مو واړوي نه"

ما او داني لا دا خبري كولې چي هغې انجلۍ يوې دروازې ته وَدرولو او واي ..

" پيپ .. پيپ .. پيپ "

او بيا يې Tip اخيستلو ورسته مخته تېره شو او توشي واي ­

" درځئ ، چي دننه ورشو"

" تاسو ورشئ ، زه خو هلته په هغه كوفي شاپ كي كوفي څيښم"

او له ماسره داني هم خوښه كړه او واي ..

" هو، زه به هم له شوق سره كوفي وَڅيښم"

بيا زه او هغه دواړه په خپل ضد داسي ټينګ شولو، چي اّخير پاى هم هغوئ په خپله او موږ په خپله لاره كوفي څيښلو ته وَجوړېدلو­ كه څه هم دا يونيم ساعته راباندي كال شوى وْ ، خو ما دلته بېخي زيات خلګ دَ خپلي مطالعې په نيت وَژغولو ­ لاكن دا بېلا خبره ده ، چي دلته هم دَ شپې په ژوند كي دَ هري دويمي ښځي مطالبه دَ پيسو كوله ­ او دا هغه خبره وه، چي زه يې دَ انسان په غرضي فطرت وَ سوچ ته پارَولم ­ ګوا ما سوچ كولو، چي

" دا خلګ خو هم لا دَ خپلو ضرورياتو له لاري هغسي خواست ګر دي ، لكه زموږ دَ هېواد سوالګر­ بس توپير يې تر منځه دا دى، چي زما په هېواد كي سوالګر دَ دوْ وختونو دَ ډوډۍ په غم بل ته لاس نيسي او دلته دا په ظاهره خوشاله خلګ نور نور ځان وساكولو په غم ډنګرېږي او په داسي سړو شپو كي هم سهاركولو ته غړى نه اچوي "

بيرته له سوچه راستون ځكه شوم ، چي داني دې وخت له يوې ښځي سره زما دَ مطالعې دپاره داسي مجلس تود كړى وْ ­

" ته خو له جامو ډېره دَ ماړه او خوشاله كورنۍ ښځه  ښكاري،نو بيا دا شپه څله په خواږه خوب نه تېرَوې؟ "

خو هغې دَ سګرېټ په غټو لوګيانو كي وئيلو ­

" داخو زما مجبوري نه ده ، بلكې زه په يو دفتر كي كار كوم ­ بس لږ پام غلطولو په نيت راوتلي وم"

" نو تر اوسه دي له چا سره…؟ "

دَ داني دَ خبري په ځواب كي يې چي دا وَوئيلو، نو مي داني ترلاس وَنيولو او ورته مي وئيل ..

" درځه چي هلته ځو، هغه ياران به هم اوس دباندي راوځي لګيا وي "

كه څه هم وَ داني ته زما دې خبري خوند نه كړو ور، خو چي له ليري روني راژغ كړو، نو داني وَ موسېدلو ­ او دَ روني او توشي تودې تودې خبري اورېدلو سره موږ مخته روان ځكه وْ، چي دې وخت اول خو ټېكسي نه وْ ، او كه وْ هم ، نو هلته دَ ډسټركټ 4 په لور تللو نه ­ په غټو غټو ګامونو مخته روان وْ او په هر دويم قدم مو له يوه نا يوه لاروي څخه پوښتنه كوله او چي ښه ستړي شولو، نو په يو ټېكسي كي كښېنستلو او نېغ هوټل البا پېلس ته څلور بجو خواته ورسېدلو­ څنګه چي په بستري پرېوتم ، نو بيا مي خوب وَ ټاپو ته ځان رسولى وْ او ليدل مي چي زه هم په يو سكائينك سپات باندي موجود يم ­ هو ، دَ هغه بلي ورځي دَ منظرونو په شان چي موږ دَ ويانا په خوا را روان يو نيم ځاى تر سترګو شوى وْ ­ ګوا زه هم دې وخت په سكائينګ كټ كي په يو تك سپين او هسك غره باندي ختمه او دا خبره مي په زړه كي بيا بيا راګرځېدله، چي زه به له دغه دنګ غره څخه څنګه په دې واورو باندي راكُوزېږم ­ 

لنډه دا، چي څنګه دَ غره له سره مي دَ راښوېدلو دَ پاره سترګي پټولې ، چي په پلنګ كي سامولى غوندي راكښينستم او په خولو كي ډوب شوى وم ­ دې وخت دَ سهار اووه بجې وې ­ نوځكه مي دا خوب او په خوب كي ليدلي منظرونه وَ ډائرۍ ته وسپارلو، چي مخته دا خوب " جوړه مړ يمه يا وينمه خوبونه" تر عنوان دلاندي نظم هم شو­

_____

دَ برايه شپې دَ بې خوبۍ له سوبه مي دا حال وْ، چي سترګي كه مي څه هم ويښي وې او يوې بلي خواته مي غړَولې، خو بدن مي ويده وْ ­ هم ځكه خو چي له بالا څخه څنګه په پوړيانو راكُوز شوم ، نو مي په سترګو توره تياره راغله ­ او زه لكه شرابي يوې بلي خواته دَ يو څو ساعتو دپاره څه وَ ځنګېدم ، چي څنګ ته په صوفه ناستي لوري ويوار پوښتنه وكړه

" نشه خو نه يې ؟ "

" دې سړي نوكله نشه كوله ، خود لكه چي طبعيت يې ښه نه دى"

 زما په ځاى دَ هغې په ځواب كي كرسټينا چي داسي وَوئيل ، نو دواړي راپورته شوې او زه يې تر نيږدې صوفې وَرسولم او څنګه چي يې په صوفې باندي كښېنولم،نو مي په موسكا كي ورته وئيلو

" زه روغ جوړ يم ، دَ فكر كولو ضرورت نه شته ­ بس مازي برايه شپه مي خوب نه وْ كړى "

او په دغه وخت روني او داني هم راوَرسېدلو­ زما هم څه زړه په ځاي شو او له ملګرو سره دباندي دَ بس په لور ور وَټكېدم ­ بيا چي بس په مخه رهي كېدلو، نو موږ درې واړه ملګري بيا دَ شا په سيټ كي ويده شوي وْ ­

يوې ګنټهې ورسته  چي راويښ شولو، نو دَ ملګري ويلئيم په قول موږ داسي ښه په خوند ويده ولو، لكه جوړه چي په بسترو كي پراته وْ ­ هم دغه خو وجه وه، چي اوس مي طبعيت هم ښه برابر شوى وْ ­  او دا هغه وخت وْ، چي بس په واورو كي مخته روان وْ او داسي ښكاره كېدلو، لكه دا واوره چي نن سهار شوي وي ­ ولي چي تازه برېښېدله ­ او وخت دَ سهار نهه بجې وْ چي موږ درې سره ملګرو له خوبه دَ راستنېدلو تيارياني كولې ­ لاكن توشي ، چي له موږه درې چوكيانى مخته له ونېسا سره په خپل وار ناست وْ داسي ويده وْ ، لكه مړى او سر يې لاندي يوې بلي خوته ځنګېدلو او نيږدې ملګرو ورباندي خندلو هم لګيا وْ­ او هلته په لاوډ سپيكرانو كي ميرنا هم وئيلو ­

" شوق او دَ هغه دَ پارټۍ ستړيا او دَ شپې ويښ پاته كېدل خو مي زړه مني ، لاكن دا توشي نن څنګه په خواږه خوب ويده دى او يوې بلي خواته لكه ماشوم ځنګېږي ­ چرته هغه خوهم برايه دَ شوق او پارټۍ په سېلاني جنون نه وْ كښېوتى "

" هو هغه برايه له موږ سره ډاوْن ټاوْن ته تللى وْ"

دَ هغې دَ خبري په ځواب كي روني هم دومره په زوره دا خبره وكړه ، چي درست بس واورېدله ­ خو هغې بيا بيا پوښتنه كوله ­ لاكن په دويم ځل بيا روني هم نه شو ورته وئيلى ­ ولي چي په لومړۍ خبره يې لا درست بس له خندا شين شين كېدلو­

موږ لا دا خبره انجواى كوله ، چي دَ ډېني هاوْ پېغلي خور داسي په كلكه وَنوږلو ، چي ميرنا واي ­

" دَ اّسټريا دَ يخ اثر شروع شو"

او ډېني هم وئيلو

" ميرنا! ما پرون وَ دې ته وئيلو، چي په واوري كي لوبي مه كوه ، خو دې نه منلو ­ او اوس دا ده چي اوس زكام هم شوه"

" لاكن دا خو لا خېردى ، چي نور نه كړي زكام "

او بيا يې په مسټر چان ژغ وكړو او په خندا كي ورته واي

" خيال كوه، چي ته هم .."

دومره وئيلو سره يې سم زموږ پام دَ هغو انجونو په خوا واړَولو، چي وې خو پټي په تودو جامو كي، لاكن په يو بل يې دَ واورو ګولې داسي غورځولي لكه هغوئ چي په يو Beach باندي بازۍ كوي ­ او نه يوازي دا، بلكې هلته له دې انجونو څخه په څه فاصله باندي دوه واړه ماشومان هم په واورو كي رغړېدلو، نو ځكه ميرنا واي ..

" په كار خو دا دى ، چي موږ هم له دې ماشومانو څخه وَشرمېږو"

مخته چي بس په يو رينګ روډ باندي وَ كيڼ لاس ته په يو پراخ سړك باندي منډه پئيل كړه ، نو هغې وئيلو..

" دَ دې كال دغه ايسټر، چي څو ورځي ورسته ګوا په اووم اپرېل راځي  به هم دَ وائټ كرسمس په شان په واورو كي تېرېږي ­ او دا خبره درته كوم ، چي څنګه څنګه موږ مخته ځو، نو به واوره نوره نوره زياتېږي"

او دغسي خبره وه، ګوا وار په وار هرڅه بيرته په سپين څادر كي ورنغاړېدلو لګيا وْ ­  بلكې څه مخته ، چي موږ له موټروې نمبر 82 څخه په سمرنګ ماوْنټېن پاس روډ باندي دَ اّسټرواټالين بارډر په لور واټن كمَولو ­ نو موږ په تنګو او پراخو ناوْ كي تېرېدلو ­ چرته چرته چي به ټاوْن مخي ته راتللو، نو داسي به ښكاره كېدلو لكه په هغو كي چي انسانان نه ، بلكې پريانان اوسېږي ­ ولي چي تر ليري ليري پوري دَ اّدم زاد نوم او نشان نه ښكاره كېدو او شاوخواته وني او بُوتي هم په تكه سپينه واوره كي داسي پټ وْ لكه هغه چي وني او بُوټي نه ، بلكي سپيني باري پرتې وي ­

اوس خو چپ دَ واورو له سپينو غرونو او غونډيانو بل هيڅ نه ښكاره كېدو او بلكې په دې روډ باندي مخ او شاته چپ له واورو بل هيڅ هم نه وْ­ نو ځكه ميرنا له دانيال اُستاد سره مشوره كولو ورسته واي ­

" خُداى دي موږ په خپل امان كي واخلي ­ دا خو نه زموږ مخته ټرېفك شته او نه شاته ­ ښكاري داسي ، چي لاره مخته بنده ده"

او بيا يې په خپل فون ، چي غالبًا سېټلائټ فون وْ باندي له چا سره خبري كولو ورسته وئيلو­

" هر څه په خپل حال دي ­ خلګ دَ خپل احتياط له سوبه له داسي سفره ځانونه ژغوري"

په بس كي دې وخت دَ چپيا داسي عالم وْ، چي دَ ساه اخيستلو ژغ هم نه اورېدل كېدو او هر ملګري بل ته كتلو ­ لاكن په درست بس كي يوه ونېسا وه ، چي په دې بل اړخ چوكۍ كي ناستي لوري اوګرېك سره يې په داسي مړانه خبري كولې لكه هغه چي دَ سخترو سره په مخامختيا كي خوشالي محسوسوي ­ ګني يو وخت چي هلته ليري ناست باكسواله كله دَ خپلي مائينې زړه په تسليانو ور پورته كولو، نو خبري يې هر چا اورېدلې ­
نه يوازي دا، څه مخته خو مي داسي سنجَولو لكه زموږ بس چي په واورو كي دننه روان وي ­ ګوا دواړو خواوْ ته دومره غټ غټ دَ واورو دېوالونه ولاړ وْ ­ چرته روان يُو دا كوم ځاى دى ؟ هيڅ نه وه معلومه ­ ولي چي هرڅه خو پټ وْ ­ نه بورډ ښكاره كېدلو او نه دَ ميلانو ډبري ­ غرونه هم وار په وار خپلي څُوكي دَ اّسمان په لور غزولې ­

" ګوره چي دباندي به څومره يخ وي ، چي هرڅه په واورو كي پټ دي ؟ "

  دا هغه سوال وْ، چي بيا بيا ما له ځانه كولو ­ ولي چي دا دومره واوره ماكله هم په خپل ژوند كي نه وه ليدلي ­ اوس وني .. وني نه ، بُوټي .. بُوټي نه او نه غرونه .. غرونه ښكاره كېدلو ­ تر ليري ليري پوري واوره وه او يا دا زموږ بس چي مخته روان وْ او په كي ناست ملګري ساه نيولي او سامولي ښكاره كېدلو ­ هو، ښه مي په ياد دي چي كله بس دَ روډ يوې ځۍ ته په سېنټ وائټ نامي ټاوْن كي جوړ، لاكن په واورو كي تر ډېره هانده پټ رېسټورېنټ باندي وَدرېدلو، نو په موږ باندي دَ نوي ژوند زېرى وَشو او په ټولو كي ساه وَښورېدله ­ او لاندي له بس څخه كښته شولو ­ چي دَ W C څخه څنګه راوَوتم ، نو خپل ښي لاس ته مي په اېډرين او ويلينا كي پام شو، چي په لومړي ځل يې زموږ دَ مخه يو بل ته شاهد چي په دې وجه خلې وركړي وې ­ چي بيا مخته ګوره، چي ژوند وي هم كه نه ­ خو زه چي يې وَليدم ، نو سره ليري شولو او كرار غوندي وَموسېدلو ­

" واوْ .. په دغو خلګو كي هم دومره حياه خو شته"

داسي مي ځان سره وئيلو ورسته ګامونه مخته دَ رېسټورېنټ په لور اوچت كړو ­

_____

دلته دَ څو دقيقو سټاپ كولو ورسته زموږ بس هم دَ اوږدو ټرالرانو په كانواى كي شا شا ته  په مخه رهي شو او دا كانواى چي څه مخته لاړه ، نو ودرېدله او ميرنا لاندي كُوزېدلو ورسته دا حال راويستو ، چي مخته يو ټرالر اويښتى دى ­ ځكه روډ بند دى ­ هر يوه له بله پوښتنه كوله چي اوس به څه كوْ اوس خو بې دَ هېلي كاپټرانو دَ كومك په پرته بل هيڅ  اّسره نه لرو ­ او وه هم دغسي كيسه ­

"دلته انتظار په خپل ځاى ، لاكن دا حاجت به څنګه پوره كوْ ؟ "

" Behind the bush "

دا هغه لنډ ځواب وْ ، چي ميرنا دَ لاراكُوك چي خپلي چوكۍ مخي ته ولاړه وه ته وكړو­ لارا خپلي ناستي ملګري ته كتلو ورسته بيرته په ميرنا ژغ وكړو ­

" لاكن څنګه؟  لاندي خو هر لور واوره ده"

ميرنا دَ مخ له شيشې څخه دَ هغه سړي په لور اشاره وكړه، كوم چي دَ ټرالر وَ ټائر ته ولاړ وْ او حاجت يې پوره كولو، او واي

"هغه رنګه .."

" هغه خو سړى دى ميرنا "

لاراكُوك چي په خندا كي دا وَوئيلو، نو ميرنا هم له خندا شنه شوه او واي ..

" هو رښتيا، هغه خو سړى دى او ښځي خو داسي نه شي كولى"   

دومره وئيلو ورسته يې په هغې ژغ كړو ­

" راځه يو ځاى به لا پيدا كړو"

 او بيا دواړي دَ بس ښي لاس ته له موږه پټي شوې ­ دَ هغوئ دَ راتګ ورسته په بس كي ناست هر ملګرى په خپل خپل وار لاندي دَ حاجت په نيت كُوزېدلو ­ او بيا داسي وخت هم راغلو، چي ميرنا او دانيال په يو بل باندي واوره څه غورځول شروع كړه ، چي دلته اېډرين او دَ هغه ملګري ويلينا هم په يو بل باندي ګزارونه كولو او دغه رنګه دَ كاسموس ټول ملګري داسي بيرته را ژوندي او موسكني شولو ­ چي دَ دې هېواد سېګمنډ فرائيډ نامي نوموړى ماهرنفسيات مي په زړه كي را ښخ شو، چي دَ ذهني ، روحاني  ، نفساني او هن چي دَ ځينو بدني ناروغيانو علاج يې هم په نفسياتي توګه كولو كي لوى نوم درلودلو­ ګوا هغه وېرو، چي زموږ په زړونو كي يې ځاى نيولى وْ ­ اوس كوچ ځكه كړى وْ چي موږ دَ خندا سامان برابر كړى وْ ­ او اصل وجه يې دَ ميرنا او دانيال دَ واوري هغه لوبه وه ­ چي اوس زموږ پېغلو له يو بل سره داسي كوله لكه دا چي شين ژمى نه ، بلكي تود دوبى وي ­

_____

" مخته واوره اوري ... ګوا موږ نه شو تلئ "

ميرنا په موبائل باندي خبر اخيستلو ورسته تندئ وَ ټكولو او په مات زړه واي ..

" موږ نن مخته نه شو تللئ.. مخته دَ ډېري زياتي واوري ورېدلو له سوبه روډ اوس مكمل بند كړل شوى دى"

دا خبر څه وْ، چي په بس كي ناست هر ملګرى پرېشانه شو او له ميرنا څخه پوښتني پئيل شوې ..

" اوس به څه كوْ ؟ "

"چرته به شپه تېرَوْ ؟ "

"بيرته خو هم شاته نه شو تلى ؟ "

او دغه رنګه چا چي هم خله درلودله ، هغه پوښتنه كوله ­ لاكن ميرنا چي يوازي وه او بلا ښځه ، چي دَ هر چا دَ سوال په ځواب كي يې بس فقط داسي وئيلو..

" دغه يو حل دى ، چي شاته په پښو تر هغه رېسټورېنټ پوري لاړ شو، چرته چي موږ اّخيري سټاپ كړى وْ" 

ټول خقه وْ ، لاكن بيا هم هغه ميرنا وه ، چي په ښځه ځان يې هم دَ ټولو حوصلې لوړَولې لګيا وه ­

" شوق..شوق زه خو تا سره ملګري كېږم "

كائيكو داسي ځان را وَرسَولو، لكه وړه ماشومه ­ نو ځكه ما هم ورته وئيلو..

" غم مه كو ، خداى به خېر كړي "

لاكن هغه وه ، چي تسلي يې نه كېده او بيا بيا يې وئيلو..

" ګوره موږ خو اېشئين يُو ­ موږ به يو ځاى يُو.. ښه"

څو څو ځله مي ورته وئيلي وْ ، چي زه به هغه يوازي نه پرېږدم ­ خو هغه وه ، چي راچيخېدله او ځان يې راباندي اړَولو څه ، تپَلو لګيا وه ­ او بلي خواته ميرنا دا اعلان كولو، چي

" ژر كوئ ژر... څه څه شيان له ځان سره در واخلئ او درځئ چي ځو شاته "

او څه وخت ورسته زموږ كاروان په واورو باندي شاته رهي شو ­ لومړئ چي هر چا څومره په تادۍ مزل كولو، هغه كس لږ مخته هغومره شا شاته كېدو او ښوېدلو هم ­ په كوم كي چي دا وېرندوكي كائيكو هم وه ، چي په ما يې ځان را تاوان كړى وْ ­

" كه مي پښې شلي شوې نو ما خو به دلته نه پرېږدي؟"

يو ځل مي لا په زړه كي راغلو، چي ورته وَ وايم

 " پرېږدم دي دلته "

خو چي به مي دَ هغې حالت ته پام شو،نو ورته وَ به مي وئيلو..

"كائيكو.. زما له تا سره وعده ده،چي تا به په اوږو اخلم ­ خو ته لږ تسلي وكړه،خداى به هر څه خېر كړي"

دا به چپ شوه او واړه ګامونه به يې زما له قدمونو سره سمَولو هڅه شروع كړه ­

 ما په نره هم داسي سنجَولو، لكه موږ چي به دَ شپې تر خپرېدو پوري وَ هغه ځاى ته نه ورسېږو، چرته چي يو وړوكى ټاوْن دى ­ ولي چي اوس زياتره ټول ملګري ستړي شوي وْ ­ او بلي خواته يخ  لا نور نور زياتېدلو لګيا وْ ­ كه څه هم زموږ دَ كاروان په چپه څه نور خلګ هم اوس له موږ سره ملګري شوي وْ­ خو دې وخت دَ تور روډ له دوْ ليكو په چپه نور هېڅ شى هم په واورو كي نه ښكاركېدو ­ او واوره هم لكه سپين غرونه ، چي موږ يې تر منځه روان وْ ­

"داسي نه .. چي موږ هم دَ هغه اّئس مېن په رنګه په دې واوره كي مړه او ورك شو "

داسي سوچ مي په هر دويم ګام كولو­ هو نه يوازي زه وم ، داسي سوچ هر چا كولو او كائيكو خو لا يو ځل داسي هم راته وَ وئيلو..

" شوق كه زه مړه شوم ، نو ما له ځان سره جاپان ته يُوشه .. ښه"

او بيا په ژړا سر شوه ­ خداى ګواه دى،چي زما په سترګو كي هم دَ هغې نازكي پېغلې په باب اوښكي راغونډي شوې ­ خو توېدو ته مي ځكه نه پرېښولې،چي زه نر وم او هغې ماته تمه وه ­

واوره هم اوس ورېدله ، نو ځكه هر كس خپلي اّخيري هـڅي كولې ، چي ځان بچ كړي ­ يخ دَ هيچا اوس ځكه نه كېدلو، چي هر يو خوله خوله وْ ­ څه څه له ستړيا او څه له وېري ­ او بل په دې كاروان كي داسي يو هم نه وْ، چي په هر دويم ګام نه پرځېدلو ­

" لاره هغه ده ، روډ هغه دى ، نو هغه ټاوْن ولي دومره ليري شو؟ خبره نه يم "

يو وخت چي په ساهكېدلي انداز كي ميرنا هم داسي څه وَ وئيلو، نوملګرو دَ مايوسۍ ګپه پئيل كړه ­ وېلينا ، چي دَ ايډرين لاس يې نيولى وْ وئيلو..

" زه داسي فكر كوم ، چي موږ لار غلطه كړه "

داني وئيلو..

" موږ ته نه وْ په كار، چي له هغه ځايه را روان شوي وى"

" هو ... هلته خو كه نور نه خلګ او ګاډياني خو وې "

زاړه ويلئيم چي داسي وئيلو، نو پېغلي لوري ويوار چي دَ مور په اوږه يې لاس نيولى وْ ، خو په ژړا كي وئيلو..

" ماما.. داسي نه ، چي په دې ځنګل كي مو ځناور وَخوري "

څومره چي خلې وې هغومره خبري وې،  چي دَ سړي زړه يې نور نور وړوكى كولو­  لاكن كائيكو ، چي اوس باقاعده لكه وړه جنۍ په ژړا سره وه او په سلګيانو كي يې وئيلو..

" زما خو زړه ډوبېږي .. زه به مړه شم .. زه به مړه شم "

هو.. هغه شوخه لاراكُوك، چي زه به يي تنګولم هم يو ځاى چي ښوېدله ، نو يې وَ ماته لاس را اچولو په وخت داسي چيغه له خلې وَ وته ، چي تر زړه مي وَلوېدله ­ او ما هم داسي لاس ور واچولو ، لكه هغه چي وَ لوى كوهي ته لوېږي ­ او بيا چي لږ په خپل حال كي شوه ، نو راته مننه وئيلو سره سم يې سترګي له اوښكو ډكي شوې ­ او زه يې په ځېګر باندي داسي دَ خپلوۍ په احساس څوكه غوندي وَ وهلم او واي ..

" ته ډېر ښه يې، ډېر ښه او زه.. هو زه بده"

دومره وئيلو سره سم يې ورسره رواني بلېنډا په اوږه سر ږدلو ورسته داسي په ارمان وَ ژړلو، لكه هر څه چي به اوس شاته پرېږدي او په دي واورو كي به دَ همېش دپاره ځان وركوي ­ دَ هغې په داسي حالت قريباً ټولو ملګروحوصلې زياته بائيللي وې ­ خو يوه ميرنا وه ، چي كه څه هم اوس ډېره مايوسه شوي وه ، خو زموږ په دې كاروان كي تر زياتره سړيانو تكړه وه او تسلي يې هرچاته وركوله ­

لاكن په دې باندي هرڅوك خبر وْ، چي خبره اوس تر تسليانو وتلي وه او موږ دَ واورو دَ جوړو غونډيانو په منځ كي په دې روډ باندي دَ خداى په توكل روان وْ ­ كه څه هم ورځ وه ، او رڼا هم وه ­ خوَ دَ بېخي ډېر خُوپ او بې اندازې زياتي واوري له سوبه په هيڅ شي كي توپير نه كېدو ­ او نه په يو څو ګامه باندي يو څيز ښكاره كېدلو ­ ولي چي اوس خو روډ هم سپين شوئ وْ او موږ خپله هم وار په وار په راورېدونكي واوري كي پُټېدلو لګيا وْ ­

 او ناشوده خو هغه وخت وَشوه، چي دَ ميرنا ټېليفون هم كار پرېښى وْ او هغې كه هرڅو وئيلو ، چي بېټرۍ يې ختمه شوه ­ خو هيچا داسي نه منلو او دا يې ګڼلو، چي بس دا ورستى اُميد مو هم ختم شو ­ نو ځكه خو زموږ دَ كاروان درستي ښځي چپ له ونېسا ژړلو او له نرانو سره يې ګامونه سمولو هڅي دَ كولو سره سره هغه منزل وَ خواته مخه كړي وه،چي تر ليري پوري يې هيڅ اّثار نه وْ ­

" زياته په رسېدو يُو "

يو وخت چي ما په تسلۍ كي دا خبره وَ كائيكو ته وَكړه ، نو وئيل يې ..

" يَه يَه..دا خو تا څو واره داسي خبره كړي ده ­ واټن لا پاته دى "

او بيرته په ژړا سر شوه ­

په زړه كي مي وئيلو..

" كېدلى شي چي هغه صحيح واي ، دا چي كله كله دَ هغه كلي دَ نيږدې كېدلو كوم اّثار مخي ته راځي .. چرته زموږ دَ نظرونو فرېب خو نه دى ؟ او يا بيا دا هر څه هغه مړدوزميان كوي ، چي موږ ته به په وړوكوالي كي مور په نكلونو كي يادَولو ­ چي ګوندي دا مړدوزميان كله كله خپلي بڼي هم بدلوي او مسافران غولوي په داسي تكل چي مانا نه لري"

ما لا داسي خبري سوچ كولې ، څه مخته يوه تېره چيغه په فضا كي خوره شوه ­ ملګري هك بك په خپلو ځايونو وَ درېدلو او يو بل ته يې كتل شروع كړو ­ ټول هلته موجود وْ ، خو چپ له ميرنا ­ او دا ژغ وْ هم دَ ميرنا ، چي دې وخت له موږه بېله شوي وه ­ موږ به لا نور نور مايوسه كېدلو، چي هلته مخته يوه سپينه سايه لاسونه وهلو سره سره موږ خپلي خواته وربلي لګيا ده ­ ځكه موږ هم په هغه لور ور روان شولو ­ هغه سپينه بلا بل هيڅوك نه ، بلكې ميرنا وه ، چي موږ ته يې دَ هغه سېنټ وائټ ټاوْن ته دَ رسېدلو زېرى راكولو­

 اوس كه څه هم تر هغه ځايه پوري دَ لس منټو تګ نور پاته وْ ، خو دَ هر كس په بدن كي ساه راژوندۍ شوه ­ او بېرته تر خپلو خبري ډېري په خوند او خندا پئيل شوي وې ­ ټاوْن ته وه خو رسېدو، لاكن هلته دَ بېخي زياتو خلګواو له شمېره وتي ولاړو ګاډيانو موږ دَ ميرنا په دې خبره څه څه زهير كړو ، چي ګوندي په هغه يوازيني هوټل كي يوه خونه هم نه ده خالي ­

" ګوره چي اوس به دَ راتلونكي سړې شپې تېرَولو دپاره هوټل كي چرته دَ سر پُټولو ځاى پيدا هم كړو.. كه به شپه په دې يخ كي دباندي تېرَوْ ؟ "

خو دا زموږ بخت وْ ، چي موږ دَ ډېرو هلو ځلو پرته په رېستورېنټ كي يو وړوكى هال ترلاسه كړو ­ او ميرنا وئيلو..

" دا لا بخت ګڼئ ، چي له واوري څخه دَ سر پټولو ځاى خو مي مونده كړو "

او بيا ټول ملګري په هغه هال كي داسي دَ يو څو ساعتو دپاره وَغزېدلو ، لكه  دَ عمرونو ستړي مسافران ­  څوك به چرته ويدېږي ؟ دا سوال دَ هيچا په مزغو كي ځكه نه راتلو ­  بلكې هغه تكړه وْ ، چي خپل بېګ يې چرته دَ قبضې په نيت ږدلو ­ كه څه هم كائيكو لا راڅرمه وه ، خو ونېسا او فليپينو ملګرو هم زموږ وَ كونج ته ټالۍ وَهلو ورسته  په چم چم باندي رارسېدلوكي بري شولو ­ نو ځكه قبضه كولو ورسته دباندي وَوتو او دَ خېټي غم خوړَلو دپاره په هر هغه شي ورسم شولو ، چي دَ خوړلو وْ ­

_____

" نه بستره شته او نه پلنګ ، نو اول خو به خوب نه وه شي ­ او كه كېدو هم ، نو به دَ يو بل دَ بدنونو په تودښت "

ميرنا چي دا خبره په ټوكي كي كوله،نو زړَه لوري اوګريك ورته په خندا كي واي

" تا خو نو خپل دانيال هلته يخ ته اېله كړو ­ موږ خو به ګزاره وكړو.. ته به څه كوې ؟ "

په دې خبري مو خندا ته لا سمي خلې جوړي كړي نه وې ، چي روني په كي ناببره وَ دانګل ..

" ولي دا زه چي يم "

بس بيا نو څه وْ ، ميرنا ورته په خلګو باندي برسېره را وَولانګلو او ورسره په څنګ كي كښېنستو ورسته يې لاس دَ هغه په اوږه ږدلو سگره سمه واي ..

" ما خو دا دى ځان ته نر پيدا كړو، وايه ته به څه كوې اوګريك ؟ "

يوې خواته كه نورو دَ هغو دوْ په ټوكو خندلو ، نو هلته روني سر زموږ په خوا راغزوَلو ورسته راته په څوكه غوندي تورو كي واي ..

" خداى زما هم دا ده واورېدله او..."

مخته يې خبره ځكه نه كړه كش ، چي ونېسا هم روني په ملا ټكولو ورسته وئيلو

" مزې كوه روني مزې "

او بيا ماته راڅكېدلو ورسته واي

" ته هم نن خوشاله يې چي كائيكو.."

لاكن خبره يې سرته رسولو دَ مخه ميرنا ته وار وركړو.. هغې وئيلو

" اوس خو لا نيمه ورځ ده ­  خو هغه راتلونكي شپه به هم دلته تېرَوْ ؟ "

او بيا شاوخوا سترګي ځغلولو ورسته واي ..

 "نو ولي دا دَ ستړيا او پرېشانۍ وخت  يادګاره نه كړو "

  ": هغه څنګه  ؟ "

باكسواله چي هلته په مخاخ كونج كي له لُور او مائينې سره ناست وْ هم خله كولو سره سم دا پوښتنه وكړه ­

" هغه داسي،چي نن به هر كس كم څخه كم پنځه مڼگه دپاره دَ ژوند هغه كيسه،چي هغه يې نه شي هېرَولى تېرَوي ­ خو په خونداو رښتيا"

او بيا دَ څو نورو خبرو كولوورسته دَ ميرنا په خوښه لوري اوګريك  تر ټولو مخته وار خپل لاس ته كړو او يوه داسي كورنۍ پېښه  چي دَ خپل او مېړه له پرېكړون سره يې اړه لرله چي كله تېرَوله ­ نو يې په ورستۍ خبرو باندي ژغ ډډن شو او فقط يې دومره وئيلو سره خله وَتړله ، چي

" بيا مي مېړه دا لُور ( چي ورسره ناسته وه او لوري ويوار نومېده) ، چي هغه وخت دَ پنځو كالو وه زما په لور را وَديكله او خپله دَ همېش همېش دپاره له كوره داسي ورك شولو، چي بيا ما او زما دې لُور نه وَليدو"

او بياماحول داسي ماڼيجن شو ، تر اوومي كيسې پوري كيسې دَ غمونو كيسې وې ­ خو چي وار روني ته وره غلو ، نو هغه دَ خپل لومړي عشق داسي خوندَوره او له زړخوښيانو ډكه كيسه تېره كړه ­ چي له هغه ورسته بيا تر ورستۍ كيسې ، چي ميرنا كوله پوري دَ خوند او دَ دې عاشقانه ماحول په سمون تر ډېره هانده زړه تخنونكي كيسې وې ­

لنډه دا ، چي كه څه هم  وخت لا دَ وختي ماڅپښين وْ ، خو دَ دې تېرو شوْ څو ورځو دَ ستړيا له كبله بيا يو نيم ملګري سُومكېدل او خركېدل هم پئيل څه كړو ­ چي درست ملګري په خپل خپل ځاى لاړو كرار شولو ­ هو .. كه څه هم له يو بل سره نښتي او جوخت جوخت ­

_____

لا خو لومړى مازيګر وْ ، چي دباندي دَ ګاډيانو هارنونه او دَ خلګو ژغ ژوغ شو ­

" خود لكه چي لاره خلاسه شوه"

ميرنا دَ كهړكۍ تر شيشې دباندي كتلو ورسته ، چي څنګه دا خبره لا سمه نه وه كړي ، چي ټولو خپل خپل بېګونه اوږو ته كړو او هغه كوسټر ته ور وَختلو، چي زموږ دپاره كرايه كړل شوئ وْ ­ او دَ ګاډيانو كاروان مخته روان شو ­ هغه لاره، چي نن  په موږ باندي دَ كال هومره اوږده شوي وه په نيم ساعت كي لنډه شوله ­ او بيا موږ وْ او زموږ دَ كاسموس بس، چي دَ سمرنګ پاس په تنګو واورينو ناوْ كي رهي وْ ­ او ميرنا وئيلو..

" دَ سمرنګ پاس دا تنګي او پراخي ناوې چي دَ دې هسكو هسكو غرونو تر منځه جوړي دي ، له اصله دَ هغې غريزي سلسلې تر منځه غوره شوي دَ اوبو قدرتي لاري دي ، چي اېلپس ماوْنټېن نومېږي ­ او دا هغه علاقه ده، چي په دغو غرونو كي چرته هغه پنځه زره كلن اّئس مېن هم موندلى شوى وْ "

" ځكه خو دومره يخ دى دلته او دومره واوره هم.."

دَ ګائيډ خبره پرې كولو ورسته چي ډېني هاوْ څنګه دا خبره وكړه، نو ميرنا وئيلو

" هو دا هغه علاقه ده، چي واوره او ساړه يې په پوره اروپا كي څه ، چي په نړۍ كي نوم لري "

او بيا چي ميرنا څنګه چپ شوه ، نو شاته  په اوږده چوكۍ باندي  راسره په څنګ  كي ناست ملګرى روني واي ..

" زه ډېر خوشاله يم"

" څله .. څه وجه ده؟ كه موږ هم په خپله خوشالي كي درګډ كړې ، نو خوند به وكړي "

دا پوښتنه چي مي څنګه ځيني وكړه ، نو هغه هم دَ يو سندرغاړي غوندي غاړه تازه كړه او بيا واي ­

" هغه ځكه چي كه ستاسو دپاره دا موقعه  تاريخي ده ، نو ما هم  په دې تاريخي ورځي باندي يو ياد په خپل زړه كي نوښته كړو او له ميرنا ډارلنګ سره مي خورا ډېره ګپه وكړه او.."

هغه چي خبره لا سرته  نه ور سوله،نو داني هم ورسره خبره خوښولو ورسته واي

" هو دا خبره خو ده ، دا ټول خلګ يې ګواهان هم دي"

داسي چي يې وَوئيلو، نو ما هم ورته  مباركي وركولو ورسته په ملا داسي وَټكولو لكه هغه چي هغه دَ سمرنګ پاس دَ غره هسكه څُوكه سر كړي وي ­

او بيا خبري دَ نن تر مجلسونو وَ هغي ستړيا وسا كولو پوري وَرسېدلې،نوځكه خو داني په زما په خوا راكتلو ورسته واي ..

" ما خوب ځكه نه شو كولى،يو خو ځاى نه وْ او بل دې يار ته مي سودا بنده وه، چي كله به دَ هغو دوْ  انجونو تر ميان سېنډويچ كېږي"

" لاكن سېنډويچ نه شو..ولي چي خركى يې ما په خپلو خوږو واورېدو "

روني تر ما له مخه زما لمن صفاكولو په نيت چي ځنګه دا خبره سرته وَ رسوله، نو داني په خپله مخصوصه خندا كي وئيلو..

" هو،ته هم صحيح واي روني، لاكن زه هم غلط نه ځكه يم ­ ولي چي پروت خو بيا هم دَ هغو دواړو تر منځ وْ"

او بيا مي توجه هغو سپينو غرونو، چي غرونه نه وْ ، بلكې سپيني واوري وې چي روډ يې دَ مار دَ لاري غوندي تر مابېن مخ مخته غزېدلو لګيا وْ ­ مخته كه څه هم  هسكو غرونو څوكه څوكه له واورو څخه يو نيم اندام ښكاره كولو او دَ څو غټو سُرنګونو څخه تېرېدلو ورسته چي موږ دَ ويلاج نامي ټاوْن او يو درياب شاته پرېښولو، نو اّسټرو اټالين بارډر زموږ مخي ته وْ ­